زده کړه، پوهه او ساینسښوونکی، زده کوونکی او زده کړیال

د علمي چاپېريال په وړاندې خنډونه

د علمي چاپېريال په وړاندې خنډونه:

لومړی خنډ:د مدرسې د چارواکو له خوا مصارف مناسب نه کارول کېدل،

 زموږ زياتره مدارس د متبرعينو مسلمانانو په مرسته روانې دي، که همدا مرستې پرمناسبو ځايونو مصرف شي، نو مدرسه به ښه انتاج ولري، او کاميابه اداره هغه وخت متحققه کېږي چې څلور عناصر پکې په کامله معنی موجود وي، ښه متوازن نصاب، تکړه استاذان، علمي چاپېريال او بېداره او اهل مديريت، د دې عناصرو په کامله معنی پلي کول مصارفو ته اړتيا لري نو څومره چې مناسب مصارف کيږي همدومره مدرسه ښه انتاج کوي.

دويم خنډ:د معيارونو نه درلودل،

 موږ په ټولو ادارو کې عموما او په تعليمي ادارو کې خصوصا داسې معيارونه نه لرو چې اداره مو پرمختګ وکړي همدا لامل دی چې زموږ چاپېريال لا علمي شوی نه دی، ګورئ! که موږ د معاصرې اروپا معاصر تاريخ وګورو ، د ټولنو پرمختګ ته وګورو ، د دوی د کاميابي راز په دې کې دی چې دوی د تقرر او استخدام لپاره يو خاص معيار لري او دا معيار هغوی عملي کړی، دوی په انګريزي ژبه کې يوه مقوله لري: (right person at the right place on the right time) رايټ پرسن اټ د راټ پليس اون د رايت ټايم، يعني مسلکي سړی په خپل وخت کې پر ښه مسلک ګومارل او دا د اروپايانو ابتکار نه دی بلکې دا نظريه دوی له قران څخه اخيستې ده، الله تعالی موږ ته امر کړی چې تاسې امانتونه خپل اهل ته وسپارئ.
که موږ اهل خلک خپلو ادارو کې استخدام کړو نو هغوی د خپلو پروګرامونو لپاره ښه طرحي چمتو کولی شي او ښه زمينه سازي هم ورته کولی شي.

دريم خنډ: بل خنډ د اجتماعي فکر نشته والی او يا بې نظمې ده،

کله چې يو تن د ادارې په رآس کې واقع وي او د شاګردانو، استاذانو او دسېمې خلکو او اوسېدونکو په وړاندې ځان مسؤل بولي او د هغوی فکر ورسره وي نو هلته خپله د کارونو لپاره پلانونه او طرحي عملي کيږي، کله چې يو سړی مدرسې ته ننوځي او هلته وګوري چې دلته يو سسټم حاکم دی او يو منظم نظام موجود دی، دا خپله چاپېريال علمي کوي، او هغه مدرسې چې د هغو په رآس کې داسې خلک وي چې هغوی سره اجتماعي فکر ډېر نه وي هغه مدارس پاتي وي، ټولني ته انتاج او ثمرات نشې وړاندې کولی.

څلورم خنډ:شاګردان او استاذان له وخت څخه مناسبه ګټه نه اخیستل

بل خنډ دادی چې زموږ په مدارسو کې زموږ شاګردان او استاذان له وخت څخه مناسبه ګټه نه اخلي، که چېرې موږ د مدارسو د علمي چاپېريال په وړاندې خنډونه ګورو ، يو يې د وخت سره نا سم چلند دی، له بده مرغه د وخت لپاره مناسب پلان او جدول نه لرو،  يوازې نصابې درسونو په زده کړو باندې بوخت يو او نور د دنيا له حالاتو او عالمي قضاياوو اړوند ځانونه همداسې ناخبره ساتو، د دې حل دادی چې زموږ د مدارسو ادارې که څه هم په ډېره کمه اندازه وي داسې يو پرګرام د خپلې تعليمې ادارې لپاره طرح کړي چې د مدارسو استاذان د نصابې مصروفيتونو ترڅنګ د خپل ذوق او رغبت له پلوه په ګروپ بندي شکل باندې تقسيم کړي. مثلا: يو ګروپ استاذان په تخصصي مطالعه او څېړنه باندې بوخت وي، بل ګروپ استاذان د ټولنيزو مسائلو او هرډول قضاياوو او پېښو اړوند ځانونه با خبره ساتي او که هغه سياسي مسائل او که تجارتي مسائل او که ټولنيز مسائل او که نظامي مسائل دي چې د ټولني هر اړخ سره تړاو لري د هغې په اړه بايد ځانونه پوره باخبره وساتي او بيا د مسؤلو علماوو په توګه د هغو قضاياوو اړوند د اسلامي شريعت حکم او د اسلامي قانون نظريه ټولنې ته وړاندې کوي، که هغه په صوتي بڼه وي او که په ليکي بڼه وي.

پنځم خنډ:د ټولني او جامعې له خويونو او مزاج سره نا بلدي ده،

بل خنډ دځينو علماوو د ټولني او جامعې له خويونو او مزاج سره نا بلدي ده، علماوو ته لومړی مهمه ده چې جامعه شناسي ته متوجه شي او د ټولني اجتماعي مسائل درک کړی شي، د ولس په درد ځان شريک کړي او د هغې لپاره حل لاره ولټوي.. لکه مفتي شفيع رحمه الله چې د خپلې ټولنې ټول مسائل په خپلو مقالاتو کې ليکلي دي.

د تجارانو لپاره بايد په بانکي او اقتصادي مسائلو کې برنامې ولري او د نويو مسائلو د تعامل او شرعي احکامو په اړه دوی ته مسائل بيان شي نو که زموږ استاذان د ټولني د هر درد دوا ځانونه وبولي نو شاګرد به يې همدا ډول فکر اخلي او ټولني ته به دردمن او با احساسه شخصيتونه وړاندې شي.

شپږم خنډ:په مدارسو کې د ځان لپاره هدف نه ټاکو

پنځم خنډ دادی چې موږ په مدارسو کې د ځان لپاره هدف نه ټاکو، که زموږ استاذ وي او که شاګرد چې په دې باوري وي چې هدف يوازې د دې نصاب تدريس او يا له دې نصاب څخه فراغت نه دی چې د حديثو په ويلو زه فارغ شم نه بلکې د دې مطلب دادی چې ته به نور له خيره د علم وروستې حد ته ځان رسوي او په دې بايد استاذ او شاګرد پوهي وي چې څومره علم حاصل کړو بيا هم نه پوهېږو کله چې دغه روحيه له يو شاګرد او يو استاذ سره و ي نو بيا د هغه رغبت او علمي نشاط همېشه دپاره ژوندی وي او د دې لپاره مناسبه طريقه داده چې سړی بايد ځان لپاره يو آيډيل شخص وټاکي چې په علماوو او علمي حلقو کې د هغه شخصيت مسلم وي نو دغسې يو فکر بايد شاګرد ځان سره وساتي او استاذ يې هم ورته تلقين کړي.

او د استاذ او شاګرد لپاره مهمه ده چې په ژوند کې يې يو هدف وي او ورته تلقين شي چې يو علمي شخصيت ته به ته ځان رسوي او ترڅو چې موږ علم سره په تړاو کې پاتي کيږو زموږ محيط خپله علمي کيږي.

او موږ بايد هڅه وکړو چې خود کفا شو او د مدارسو او ولس ترمنځ کلک تړاو رامنځ ته کړو، ځکه د مدارسو مسؤليت دادی چې د ټولني هرفرد ته د اسلامي شريعت ټول اصول وړاندې کړي او د هغوی ستونزو ته حل ولټوي.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: