ادیبان، لیکوالان، شاعران

د عطار نيشاپوري ژوندلیک

د هغه نوم «محمد» او لقب يې« فریدالدین» او کنیه یې« ابوحامد» دی په شعرونو کې د هغه ستاینوم عطار دی د هغه د پلار نوم « ابراهیم» او کنیه يې« ابوبکر» و، هغه په( ۵۱۲ )کې د «نیشاپور په کدکن» کې زیږیدلی دی او دیو سلو او شپږ وکلو په  عمر په( ۶۱۸) کې  دمغولو لخوا شهید شوی دی 

هغه طبیب و او یو درملځی درلود هغه خپل دوه کتابونه د «مصيبت نامه»ا و «الهي نامه» په خپل درملځي کې لیکلي دي.
هغه لکه ځېنو نورو شاعرانو  د پاچاهانو مدح نه ده کړې او د خپل شعر لطا فت يې  نه دی پلورلی.
لاجرم اكنون سـخن با قيمت اسـت
مدح منسـوخ اسـت و دقت حكمت اسـت
«له دی سببه  اوس خبری قیمت دی
مدح منسوخه  ده او  دقت حکمت دی»

دولتشاه لیکي : یو ورځ عطار  په دوکان کې ناست وو او چارچاپیره يي ملا تړلی  مرییان ګرځیدل ناببره یو درویش دوکان ته ورغی  دوکان يې ژر ژر تر نظر تیر کړ په سترګو کې يې اوښکې ولغړیدی آه يې له خولې ووته
شیخ درویش ته وویل: ولې داسې په اریاني ګورې؟
ښه دا ده ژر له دې ځایه ولاړ شې!
درویش ورته  وویل: بیغمه اوسه زه بېله  دې ګودړۍ بل شی نه لرم  .
اي خواجه كيسـه پر عـقاقـيـر
در وقـت رحيل چيسـت تدبير؟
اې خواجه کڅوړی دي ډکي د اکسیر
د مړینې په وخت کې  دی څه دی تدبیر؟

زه به ژر له دې  بازاره تیرشم ته دی د خپلو احمالو او اثقالو تدبیر وکړه! او دفکری  بصیرت له رویه خپل حال ته پام وکړه
عطار و ویل: څرنګه تیریږې؟
ځواب يې ورکړل: دا ډول (ګودړۍ يي ویستله له سر یې لاندې کړه او مړ شو)
هغه د  درویش د خبرو اوکړو څخه ډیر  دردمن شو په سوچ کې ډوب شو ، بازاري و خو رب ته په زاری شو سودا يې بنده کړه او  سودا  یې بند شوه
جامی بیا دا کیسه داسې بیانوي
عطاریوه ورځ په دوکان کې ناست و یو درویش ورغی څو واري يي نارې کړل : الله الله
عطار ورته  ونه کتل
درویش ورته وویل: ته لکه زه مړ  کیدای شې؟
عطار وویل: هو

 ددرویش سره    یوه   د لرګي کاسه وه  هغه يې  تر سر لاندې کړه او ویي ویل: الله او مړ شو
د عطار حال بل شو دوکان يې پریښود او د تصوف طریق ته ننوت
دولتشاه وایي عطار ددې پېښې وروسته   دنیا پریښوده او د شیخ الشیخ صومعه ته چې هلته   «رکن الدين قدس» یو لوی عارف و  ورغی لومړی يې د خپلو ګناهونو توبه وکړه بیا يې د نفس سره مبارزه پيل کړه  او د هغو په کړۍ يي شامل شو.
عطار په ژوند کې ډیر سفرونه وکړه  له مکې تر ماوراء‌النهر پورې يې له  ډیرو مشایخو سره لیدنه کتنه  وکړه او بیا یې « تذکرة الاولياء » ولیکل.

د هغه اثرونه دا دی:

 ۱ـ مصيبت نامه، ۲ـ الهي نامه، ۳ـ اسـرار نامه، ۴ـ مختار نامه، ۵ـ مقامات طيور، ۶ـ خسـرو نامه، ۷ـ جواهر نامه، ۸ـ شـرح القلب، ۹ـ د دیوان بوللی او غزلونه
هغه څلوېښت زره بیته لیکلي ، چې دولس زره يي رباعیات  دی
در کوي تو رسم سرفرازي اين است
مستان تو را کمينه بازي اين است
با اين همه رتبــه هيچ نتوانــم گفت
شايد که تو را بنده نوازي اين است
ستا په کوڅه کې د سرلوړی دود دی دا
ستا د مستانو  خواریتوب دی دا
په ټولو د ی رتبو هیڅ ویلی نشم
شاید ستا بنده نوازي ده دا

د هغه د شعرونو ژورتیا  او مانا ته که  وکتل شي په رمز او کنایه يې تور طنزونه ویلې دی  چې درک يې  پوه او  ژور  فهم غواړي.
وايي یوه  شپه یو غل د « جنید» کورته ورغی هلته يې بېله یو کمیس بل شی  ونه موند هغه یې واخیست او ولاړ بله ورځ جنید خپل کمیس د دلال په لاس کې ولید چې هغه  پلوری مګر یو پیریدونکي یقین غوښت چې دا دغلا مال نه وي
جنید هغه ته  نژدې ورغی  او هغه ته يې ویل: زه شاهدی ورکوم چی دا کمیس تر هغو چې رانیسې د هغه دی .
هــر چيز که آن براي ما خواهد بود
آن چيـز همي بلاي ما خواهد بود
چون تفرقه در بقاي ما خواهد بود
جمعيت مـــا فنـــاي ما خواهد بود
هرشی چې هغه به زموږ لپاره وي
هغه شی به ټوله   زموږ    بلا وي
دا چې تفرقه به  زموږ په بقا کې وي
زموږجمعیت  به زموږ  فنا وي

***
صـــد دريا نوش کــرده و انــدر عجبيم
تا چون دريا از چه سبب خشک لبيم
از خشک لبــي هميشــه دريا طلبيم
مــا درياييــم خشک‌لب از آن سببيم
سل سینده څښلی لا یو اریان
لکه سیندله څه سببه یو وچ شونډان
دوچو شونډو لپاره هر وخت سیند غواړو
موږسیند یو ځکه وچ مو دی شونډان
***
گم شــدم در خود چنان کز خويش ناپيدا شـدم
شبنمي بـــودم ز دريـــا غرقـــه در دريـــا شــدم
سايــه‌اي بــودم ز اول بـــــر زمين افتـــاده خــوار
راست کان خورشيد پيــدا گشت ناپيــدا شــدم
په ځان کې ورک شوم  لکه چي له ځانه  نا پيدا شوم
پرخه وم  له سینده    ډوب په سیند شوم
سیوری وم له اوله پر مځکې لویدلی خوار
د رښتیالمر  چې پيدا شو نا پیدا شوم

در ره عشقش قــــدم درنــــه اگــــر بادانشــــي
لاجـــرم در عشق هـــم نادان و هم دانا شــدم
چون همه تن ديده مي‌بايست بود و کور گشت
اين عجــايب بين کـــه چون بيناي نابينا شـــدم
خــــاک بـر فرقــــم اگـــر يک ذره دارم آگهــــي
تا کجاست آنجا که من سرگشته‌دل آنجا شدم
د عشق په لاره کې يې ګام ږده که يې  پوه
اخیر په عشق کې يې هم نا پوه هم پوه شوم
داچې ټول بدن باید سترګې وای روڼد شو
دا عجایب ګوره بینا د نا بینا  شوم
خاورې مې پر سر که یوه ذره  ولرم خبر
چيری  دی هغه ځای چې زه اریان زړه دهغه  شوم
د عطار نیشاپوری یوه طنزیه کیسه:
آن دو روبه چون به هم ،هم برشدند
پس به عشرت جفت يك ديگر شدند
خسرویي در دشت شد با يوز و باز
آن دو روبه را ز هم افكند باز
ماده مي‌پرسد ز نر، كي رخنه‌جوي
ما كجا با هم رسيم، آخر بگوي
گفت اگر ما را بود از عمر بهر!
بر دكان پوستين دوزان شهر
هغه دوې گیدړې چې سره شوی خپل
په مینه   جوړه  شوی  د یو بل
یو پاچا په دښتې کې سره   د یوزاوباز
هغه دواړي يې سره جلا کړی  باز
ښځي پوښتل له نره  چې پيدا کوه لاره
ما وتا به چیری سره وګورو بیادوباره
ویل يې که عمر  زموږ وی فراوان!
دښارد پوستین ګنډونکو په دوکان

وايي شیخ ګورګاني چې  یو قطب وو یوه پیشې درلوده د هغې په پښويې پوښ اغوستی و چې لاسونه  او پښې یې ناولي نه شي
هغه  به کله  د شیخ څنګ ته ناسته وه اوکله  به د هغه په مسله ویده وه تر هغه چې به خادم راغی او هغه به يې وشړله، هغه په پخلنځی کې  ازاده وه په شی يې غرض نه کوه هغه يې خوړ له چې خادم وراچوله
هغه امینه وه او غلايې نه کوله خو یوه ورځ یې له مطبخه غوښه غلا کړه خادم هغه ښه وډبوله
هغه په خښم په یو کونج کې کښېناسته، شیخ له خادم څخه  کیسه وپوښتل هغه ټوله نکل ورته وکړ
شیخ ډیر غمجن شو  خادم  ته يې په غوسه وویل:  دا  پشي له مجبوریته دا کار کړی ځکه هغه امیندواره  ده دا چې هغه اړه وه نو ځکه يې  ادب هیر کړ

نبُردی هیچ چیز از پخته و خام
مگر چیزی که دادندی بهنگام
امین خانقاه و سفره بودی
ندیدی کس که چیزی در ربودی
مگر یک روز دمطبخ شبانگاه
زتابه گوشتی بربود ناگاه
به آخر خادم او را چون طلب کرد
بسی گوشش بمالید و أدب کرد
بخواند آن گربه را شیخ وفادار
بدو گفتا چرا کردی چنین کار
مگر آن گربه بود آبستن آنگاه
شد و آورد سه بچّه به سه راه
کسی را در ضرورة گر مقامست
شود حالی مُباحش گر حرامست
برای بچّه کم از عنکبوتی
برآرد از دهان شیر قوتی
اگر صد عالمت پیوند باشد
نه چون پیوند یک فرزند باشد
کسی کو فارغ از فرزند آمد
خدای پاک بی‬مانند آمد
نه يې وړی هیڅ شی د اوومه اوپاخه
مګر هغه څه چې هغو په وخت  وراچوه
امین  دستر خوان وه اود خانقا
نه وه  لیدیې چا چې و کړی غلا
مګر یو ورځ په  پخلنځي کې شپه
ناڅاپه يې له تبخي غلا کړه غوښه
په اخیر  کې خادم هغه ولیده
ښه یې غوږ پيچ وکړ او رټنه
شیخ راوغوښته هغه پیشي وفاداره
هغې ته يي ویل ولې دی وکړ دا کار ه
خو هغه پیشي وه اومیندواره
درې پښنګوړی يې زیږولی  په درې لاره
څوک چې مجبوره شی  یو مهال
په هغه وخت حرام ورته شی حلال
د اولاد لپاره که  کوشنی  وی د عنکبوت
د زمری له خولې  باسي دهغه قوت
که دي سل عالمه وي پيوند
نه دی داسې لکه د یو اولاد پيوند
هغه څوک چی فازغ دی له اولاده
هغه پاک خدای دی بې نیازه
***

د هغه یو بل طنز:
یکی پرسید ازان مجنون که تب داشت
که تب می‬گیردت مجنون عجب داشت
جوابش داد آن شوریده مجنون
که گر میرم کراگیرد تب اکنون
یوه وپوښتل له مجنونه چې یې وه تبه
چې تبه دی نیسي اریان شو هغه
ځواب يي ورکر هغه سرګردانه مجنون
که مړ شم  بیا څوک تبه نیسی اکنون
***

سلطان  محمود غزنوی  یو لیونی ولید ورغی د هغه  تر  څنګ کیناست  لیوني د هغه به لیدو سترګې پټي کړې سلطان ډیر په غوسه له هغه نه وپوښتل:
ولې دی  زما په لیدو سترګې پټي کړې؟
هغه ځواب ورکړ: نه غواړم مخ دي ووینم
بر دیوانۀ محمود بنشست
نهاد او چشم برهم، شاه بشکست
بدو گفت این چرا کردی، چنین گفت
که تا رویت نه بینم، شه برآشفت
چو خود بینی درین مذهب روا نیست
اگر غیری به بینی جز خطا نیست
د لیونی څنګ ته کیناست پاچا
هغه پټې کړې سترګې په خښم شو پاچا
لیوني ته یې ویل: ولې؟ هغه ورکړ ځواب
نه غواړم مخ دی و وینم، شاه شو بیتاب
پاچا ویل :خود بیني  په مذهب کې روا نه ده
لیوني ویل :که بل وینې بېله ختا بل څه نه ده؟
پاچا ورته وویل:  ای زما  رعیته په تا مې ټوله جاري  حکمونه  چلیږي !
لیوني په خندا  ځواب ورکړ :  پوه شه چې ستا امر پر ما څه  په هیڅ چا نه  چلیږي !

نمی‬آید ترا زین خواجگی ننگ
که گِرد آوردۀ عمری دو مَن سنگ؟
کسی باشد بمعنی مالک خویش
که نه ناجی بود نه هالک خویش
نمی‬دانی که کوژی ای مرائی
چرا در راستی خود را نمائی

نه راځي تاته  په دې پاچاهي شرم
چې په عمر کې دي راټول کړي  دوه منه برم
هغه څوک وي په مانا خپل مالک
چې نه ناجي ولري اونه  هالک
په ملا کړوپ يې  ریاکاره نه پوهیږې
ولې په  سم درېدو ځان  ښکاره کوې

**
غزالي صاحب سلطان سنجر ته ویل : عمر لکه د باڼو د رپولو په شان تیریږي  !

بسنجر گفت غزّالی که ای شاه
برون نیست از دو حالِ تو درین راه
اگر بیداری اینجا چون نشینی
که تا برهم زنی دیده، نه بینی
وگر تو خفتۀ این پادشائی
نه بینی هیچ تا دیده گشائی
بملکی چَند نازی چند خندی
که تا چشمی گشائی و ببندی
ازو آثار در عالم نه بینی
کم از هیچی بوَد آن هم نه بینی
تو گر خود یزدجرد پادشائی
بکشته عاقبت در آسیائی

سنجر ته ویل غزالي چې اې پاچا
بهر نه دی له   دې لارې دوحالته ستا
که وېښ یې چې دلته کښینې
چې باڼه ورپوې، وبه نه وینې
که  ته ویده يې ، دا پاچاهي
وبه نه وینې  چې خلاصې کړې  سترګې
ژوند دی څو نازه او څو خنداوی
چې سترګې خلاصي کړې او بندې
د هغو به اثر ونه وینې
له هیڅه لږ به  هم ونه وینې
ته که خپله یزد جرد پاچاهي
اخیر به  مړ په  اسیا يي

په اخیر کې ورته وایي:
درین آتش چه عودی چه گیائی
بخسپد شب چه شاهی چه گدائی
په دې اور کې سوځي څه وي  عود  یا واښه
څه ګډا  اوڅه پاچاټوله دشپې شي ویده
***
سیلمان (ع)  د اودسه لپاره  داسې یوه کوزه غوښتله چې د مړو له خاور جوړه شوې نه وي
یو دیب ورته ویل:  زه به داسې خاوره درته راوړم چې د مړوخاوره نه وي
هغه د سیند تل ته غوټې ووهلې او دهغه له ژورو ځایو څخه يې  پاکه خاوره راویسته  او بیا يې  له هغه څخه کوزه جوړه کړه او په هغه کې یې سلیمان  (ع) ته د اودسه لپاره اوبه  راوړې.
چې هغه  کوزه په سر پورته کړه  کوزې ورته وویل:

که من هستم فلان بن فلانی
بخور آبی چه می‬پرسی نشانی
کز اینجا تا به پُشت گاو و ماهی
تن خلقست چندانی که خواهی
زان خاکی که شخص آن واین نیست
اگر تو کوزه خواهی در زمین نیست
ترا گر کوزۀ وگر تنوریست
یقین می‬دان که آن از خاک گوریست
خُنُک آن گِل که گرچه یافت تابی
ولیکن کوزه شد از بهرِ آبی
بتر آن گل که سازندش تنوری
که هر ساعت بتابندش بزوری
او په اخیر کی ورته وایی

اگر خواهی صفای آن جهانی
بگورستان گذر تا می‬توانی
که دل زنده شود از مرده دیدن
شود نقدت بدان عالم رسیدن
زه یم فلان زوی د فلاني
وڅښه اوبه څه پوښتې نښاني
له دې ځایه تر شا   دغوا او ماهي
د خلکو د بدنونه ده فراواني
داسې خاوره بې انسانه  نشته
که يې کوزه غواړې  په مځکه نشته
ستاسو چې  څه کوزې دي  یاتنور
په یقین ټوله  خاور ده  د ګور
شاباش په هغه خټې چی وهل کیږي
او  د اوبو لپاره کوزه کیږي
بدتره هغه خټه چې ترې جوړ شي تنور
چې هر ګړی  اور په کې بل وي په زور
که غواړې د هغه نړۍ صفا یي
له هدیرو تیریږه تر څو لرې توانايي
زړه ژوندی کیږی د مړو د دیدن
درته به شي نقد  هغه نړۍ ته رسیدن
***

عبداله مسعود یوه ښکلې مېنځه لرله خو د اړتیا له کبله يې غوښتل  هغه وپلوري هغې ته يې وویل :

کنیزک را چنین گفت ای دلاور
برَو جامه بشوی و شانه کن سر
مینځې ته يې ویل ورسه  هغه دلاور
پرېمنځه کالي او زمونځ که سر
مېنځې دهغه امر ومنه له وېښتانو  څخه يې سپین تارونه وشکوله  چې عبداله مسعود هغې ته  پام شو د هغې سترګې د اوښکو ډکي وې هغه هم  غمجن شو له هغې څخه يي وپوښتل :
ولې  ژاړې؟ ته زما مینځه يې  ستا پلورل زما حق دی ته مه ژاړه زه وعده کوم چې تا ونه پلورم
مینځې ورته وویل: زه له دې لپاره  نه ژاړم  چې ما پلورې
په دې ژاړم چې ټول ژوند مې د هغه چا په چوپړ کې تور وېښته سپین کړه  چې اخیر يي ناامیده کړمه

چرا بودم بآخر پیش مردی
که بفروشد مرا آخر بدردی
چراکردم جوانی خرج جائی
که در پیری نهندم در بهائی
چرا بودم بجائی روزگاری
که آن خدمت فروش آورد باری
ولې وم تر اخیره سره  د هغه سړي
چی ما په یوه درد پلوري
ولې مې وپلورله  خپله ځواني
هلته چې په زړښت مې پلوري
ولې وم په هغه ځای کی  تل
چې زما  دچوپړ  حاصل و پلورل

***
یوپاچا  یو درویش  ته  په غوسه ویل:
ځه زما له ملکه وځه!
هغه خوار ولاړ او په یوه هدیره کې کیناست .
کله چې  پاچا خبر شو هغه نه دی تللی  نو هغه ته يې یو استاځی ولېږی  چې  هغه ته  د پاچا فرمان ورسوي
هغه درویش ته ویل : پاچا وایي  ژر زما له ملکه وځه کنه په زوره به دي وباسم او وینې به دې توی کړم !
درویش يې په ځواب کې وویل: ورشه پاچا ته ووایه  زه ستاله ملکه بهر تللی یم.

قیامت را که راهی مشکل آمد
نه گورستان نخستین منزل آمد؟
نخستین منزل محشر نه آنست؟
نه ملک تست، ملک آن جهانست

د قیامت چې  لاره ده مشکل
مګرهدیره يې نه ده  لومړی  منزل ؟
د محشرلومړی  منزل نه دی هغه؟
نه دی ستا ملک، ملک  دهغه  دنیا دی هغه
بل مثال ورته وايي

چو افتد زن بدرد زه از آغاز
چنین گویند خلق از حالِ او باز
که این زن در میان دو جهانست
که یک پایش درین، دیگر درآنست
چې ښځه د لنګون په درد شي اخته
خلک وایي  داسې د هغې له  حاله
چې ددو جهانو تر منځ  ده دا ښځه
یو پښه يې دلته بله يې ده هلته

تو هم ای بی‬خبر تا درجهانی
میان دو دمت دایم چنانی
گر این دم شد دگر دم بَرنیاید
نشان تو ز عالم برنیاید
مزن بانگ و مکن نوحه بیارام
که ناید باز مرغ رفته در دام
چو تن شد مرغِ جان را دامگاهی
چرا زین دام کرد آرامگاهی

ته هم اې بې خبره تر څو په جهان يې
په منځ د دوو دمو کې به  مدام يې
که دي  دا دم شوبل دم  دي نه  لري بر
ستا نښه  به  له دې عالمه  نشي سر
مه واهه ناری او  مه کوه ماتم  شه ارام
چې نه راځي تللی مارغه  بیاپه دام
چې تن  دی شي  مارغه  اوځان  لومه
ولې ارامګاه  جوړوی د دامه

سیلما ن (ع)  د میږیانو د یو  غار تر څنګ تېریدی ټول میږیان يې مخي ته د ښه راغلاست ته ورغله  خو یو میږی پاته واو  د خاورو له یوې کوټې  څخه يې  چې د غار مخی ته يې  پرته  وه ذره ذره  خاوره بهر وړله
سیلمان (ع) ورته وویل: ای خواره  میږیه که ته د نوح عمر او د ایوب صبر  پیدا کړی لا  دا کار تر سره کولی نشې !
هغه یې په  ځواب کې وویل

زبان بگشاد مور و گفت ای شاه
بهمت می‬توان رفتن درین راه
تو منگر در نهاد و نبیت من
نگه کن در کمال همت من
یکی مورست کز من ناپدیدست
بدام عشق خویشم در کشیدست
بمن گفتست گر تو این تل خاک
ازینجا بفگنی وره کنی پاک
من این خرسنگ هجران تو از راه
براندازم نشینم با تو آنگاه
کنون این کار را بسته میانم
بجز این خاک بردن می‬ندانم

خوله خلاصه کړه میږي چې اې پاچا
په همت کیدای  شي تلل په دې خوا
ته مه ګوره په نهاد او نبیتوب دي ماته
وګوره  زما  همت کمال ته!
یو میږی دی زمانه ورک شوی
خپل د  عشق په  لومه کې ګیر شوی
ویل يې  چې د خاورو دا کوټه
لیری  کړم او لاره به کم پاکه
زه به دا د هجران لویه  ډبره د لار
لیری کړم بیا به کښينم ستا سره سالار
اوس مې ددط کار لپاره تړلې ملا
بېله ددی خاورو د وړولو بل شی نه دی روا

عزیزا عشق از موری بیاموز
چنین بینائی از کوری بیاموز
بچشم خرد منگر سوی موری
که او را نیز در دل هست شوری
درین ره می‬ندانم کین چه حالست
که شیری را ز موری گوشمالست

شاعر وایی
عزیزانو مینه  زده کړئ د میږي
د رانده زده کړئ داسې بینایي
دخرد په  سترګو میږي ته ګوره
چې هغه هم به زړه کې لري شوره
په دې  لاره نه پوهیږم څه حال دی چي
میږی ورکوي زمري ته  غوږ پيچي

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: