د عشراتو خمسه وو ( يعني د ۵ لسيزو ) بيان
و الفجر وليالٍ عشر ( صدق الله العلي العظيم ) محترمو مسلمانانو ! پنځه داسي لسيزونه دي چي له جملې د پيغمبرانو څخه پنځه پيغمبران الله پاک په هغو لسيزو سره خاص کړيدي ، چي تفصيل يې په لاندي شرحه دئ:
اول : د حضرت آدم ( عليه السلام ) لسيز، کله چي الله ( جل جلاله ) حضرت حوآء (رضي الله عنها) د حضرت آدم ع د چپه طرف له قصيري او کوتاه پوښتۍ څخه پيدا کړه په داسي حال کښي چي دَی مبارک بيده ؤ ، او بيا دَی مبارک له خوب څخه رابيداره سو نو يې حضرت حوآء (رض) په داسي حال کښي وليدله چي دده په حضور کښي ناسته وه ، بيا يې ودې ته وويل چي ته د چا لپاره يې ؟ دې مبارکي ورته وويل چي زه ستا لپاره يم ! نو حضرت آدم ع ددې اراده وکړه چي مسه يې کړي ، نو له الــهي لوري وده ته وويل سول چي تر هغه پوري به حوآء نه مسه کوې چي ودې ته ددې مَهر او وروَل ورکوي ، نو آدم ع وويل : الهي و مَـــــا مَــــــهرُهَــــــا ؟ يعني اې الله ! مَهر ددې کوم شئ دئ ؟ الله پاک ورته وفرمايل : هوَ أنْ تُــــصَلــــي عَلی نَبيـــــي اخيرالزمان عَشراً ، فذالک مَهرُهــا . يعني مهر ددې دادئ چي د اخيري زمانې پر نبي باندي ( يعني چي حضرت محمــــد [صلی الله عليه وسلم ] دئ ) لس کَرَته درود ووايې ، نو دا وروَل دئ ددې . دغه لس درودونه د حضرت آدم ع لسيز بلل کيږي.
دوهم (۲ ) : د حضرت إبراهيم ( عليه السلام ) لسيز دئ، و دغه لسيز ته الله پاک په دې مبارک آيت کښي کښي اشاره کړېده : و إذابتلی إبــراهيمَ ربّه بِکــلِماتٍ فأتمَّهُـــنَّ . يعني او در ياد کړه اې رسوله هغه وخت چي ازمايښت وکړ د إبراهيم رب دده په يو څو کلمو سره ، بيا پوره کړې ده دغه کلمې ( يعني عَملي يې کړې ) . له دغو کلمو څخه مراد لَس خويونه دي چي الله پاک ابراهيم ع په هغو سره مأمور کړئ ؤ ، چي پنځه له هغو څخه په سر کښي دي چي هغه پر ککرۍ باندي سم په نيمايي يوه او بل طرف ته د سر د وريښتانو جلاکول ، دبريتو کوچني کول او لنډول ، مسواک وهل ، په خوله او په پزه اوبه رغړول دي . او پنځه له هغوۍ څخه په نور بدن کښي دي ، چي هغه د نوکانو پرېکول ، د بغلو او تخرګو ويښتان کښل، ځان سنتول، حلق العانة او خلالول د ګوتو دي. و دغو لسو خصلتو ته د حضرت إبراهيم ع لسيز ويل کيږي.
دريم ( ۳ ) : د حضرت شُعَيب ( عليه السلام ) لسيز ؤ، په دغه لسيز کښي دوه قوله دي : يو قول دادئ چي دغه لسيز عبارت دئ له هغو لسو کالو څخه چي په هغوۍ کښي حضرت موسی ع د حضرت شعيب ع مزدوري او شپوني وکړه . او بل قول دادئ چي دا لسيز عبارت دئ له هغو لسو کالو څخه چي شعيب ع هغه و الله ( جل جلاله) ته په ژړا تير کړل او د سترګو ديد يې پکښي ختم سو ، چي بيا بيرته الله پاک د سترګو ديد او غټ کرامتونه وروبخښل.
څلرم ( ۴ ) : د حضرت موسی ( عليه السلام ) لسيز دئ، چي په دغه مبارک آيت کښي يې ذکر راغلئ دئ : ( وَ واعدنا موسی ثلاثينَ ليلةً و أتممنا ها بِعَشرٍ ) . تفصيل ددې په مختصر ډول سره دادئ چي الله پاک و حضرت موسی ع ته وفرمايل چي ته به د طور غره ته راځې او دلته به ديرش ۳۰ ورځي تيروې او هره ورځ به روژه نيسې ، بيا به زه خپل کتاب چي تورات دئ و تاته درکوم . نو حضرت موسی ع د لوۍ أختر مياشت و کوه طور ته ورسوله او هلته يې مکمله مياشت روژه ونيوله ، وروسته موسی ع ته د خپلي مبارکي خولې بوۍ متغير او بدل معلوم سو ، نو يې د زيتون يوه ټوټه په خوله کښي کيښودله ، په دې وخت کښي الله ( جل جلاله ) ورته وفرمايل چي اې موسی ايا ته عالِم نه وې په دې چي د روژه دار د خولې بوۍ ځما په نزد د مشکو تر بوۍ ډير خوشبويه دئ ، نو په سبب ددې يې وده مبارک ته أمر وکړ چي لَس ورځي به نوري روژه نيسې ، دغه لس ورځي نو د حضرت موسی ع لسيز بلل کيږي.
پنځم (۵): د حضرت محمد ( صلی الله عليه وآله وسلم ) لسيز دئ، چي هغه عبارت دئ له دغو ړومبنيو لسو ورځو څخه د لوۍ أختر د مياشتي. (کذا قال غوث الأعظم الشيخ عبدالقادر الجيلاني رح في الغنيه)ـ
والسلام ومن الله التوفیق ـ