ماشوم او اولاد روزنه او پالنه

د صالح اولاد روزنې لارې چارې

د اولاد د ښې روزنې لپاره ځينې لارې شته چې د مور او پلار سره د اولاد په روزنه کې مرسته کولې شي، خو په دې شرط چې هغه په سمه توګه عملي کړای شي، هغه لارې په لاندې ډول دي:

1- د نيکې ښځې سره واده کول:

يو سړی چې کله واده کول وغواړي، نو په کار ده چې د الله تعالی څخه دې د استخارې په شکل کې مشوره وغواړي، د تجربه لرونکو او هوښيارو خلکو سره دې مشوره وکړي، ځکه چې ښځه د اولاد مور ده او اولاد د خپلې مور په اخلاقو او کړو وړو روزل کيـږي، دغه شان د ښځي په خپل خاوند هم اثر وي، ځکه خو ويل کيـږي چې: “سړی د خپلې ښځې په طريقه ځي”، ځکه سړی د خپلې ميرمنې طرف ته مائل کيـږي او د هغې سره مينه او محبت خاوند د هغې د خبرې په منلو مجبوروي.

ابو الأسود الدؤلي خپلو زامنو ته ويل: “ای زامنو! ما ستاسو سره په کوچنيتوب، لوى والې اود زيـږيدلو څخه مخکې نيکي کړي ده”، هغوى ورته وويل: “د زيـږيدو څخه مخکې تا مونږ سره څه رنګ نيکي کړي ده”؟ هغه ورته وويل: “ما ستاسو لپاره داسې مور نه ده غوره کړی چې د هغې له امله دې تاسو ته کنځل وشي”.

2- د الله تعالی څخه د نيک اولاد غوښتنه کول:
هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهُ ۖ قَالَ رَبِّ هَبْ لِي مِن لَّدُنكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً ۖ إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ [آل عمران: ٣٨] دا د پيغمبرانو او نيکانو خلکو طريقه وه چې هغوى د الله تعالی څخه د نيک اولاد غوښتنه کوله، زکريا (عليه السلام) غوښتنه وکړه چې: “ای ربه! ما ته د خپل طرف څخه نيک اولاد راکړه، بې له شکه ته زما دعا اورې”,

وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا [الفرقان: ٧٤] د الله تعالی د نيکانو بندګانو يو صفت دا دې چې هغوى دا دعا کوي: “ای زمونږ ربه! مونږ ته د خپلو ميرمنو او اولاد په واسطه د سترګو يخ والې په نصيب کړه، او مونږ د پرهيزګارانو لپاره نمونه وګرځوه”,

3- د اولاد په پيدا کيدو خوشحاله کيدل او د خفګان څخه ډډه کول:

ځکه چې اولاد د الله تعالی ورکړه ده، او مسلمان ته په کار ده چې د الله تعالی په ورکړه خوشحاله شي، هغه ځوي وي که لور او که لور، او د مسلمان لپاره دا جائز نه دي چې د اولاد په پيدا کيدو خفه او خپله سينه پرې تنګه کړي، او په هغوى باندې د خرڅ کولو څخه وويريـږي، ځکه چې الله تعالی ټول مخلوق ته رزق ورکوونکې دی، الله تعالی فرمايي:
وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلَاقٍ ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُمْ ۚ إِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْئًا كَبِيرًا [الإسراء: ٣١] “مونږ هغوى ته رزق ورکوو او تاسو ته هم”

دغه شان د لوڼو په پيدا کيدو خفه کيدل هم يو حرام او ناوړه کار دی، او دا کار د جاهليت د زمانې د خويونو څخه دی، او د الله تعالی په تقدير باندې نيوکه ده، د لوڼو غوره والې د چا څخه پټ نه دی، هغوى لوڼه دي، خويندې دي، ميندې دي، او د ژوند د تيرولو ملګري دي، ښځه د انساني تولنې نيمه برخه ده، او پاتې نيمه برخه هم له دوى څخه پيدا ده، نو وويلې شو چې ټوله ټولنه د ښځو څخه جوړه ده.
د لوڼو پيدا کيدل د الله تعالی ورکړه ده:

لِّلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۚ يَهَبُ لِمَن يَشَاءُ إِنَاثًا وَيَهَبُ لِمَن يَشَاءُ الذُّكُورَ [الشورى: ٤٩] “د اسمانونو او ځمکو بادشاهي يواځې الله لره ده، هر څه په خپله خوښه پيدا کوي، په خپله خوښه چا ته لوڼه ورکوي او چا ته زامن”

د اسلام ستر پيغمبر محمد (صلى الله عليه وسلم) وايي چې: “چا ته چې الله تعالی لوڼه ورکړي او د هغوى سره نيکي وکړي، نو الله تعالی به يې د جهنم د اور څخه وساتي” (بخاري).
په بل حديث کې راځې: “د چا چې درې يا دوه لوڼه، يا خويندې وي، او د هغوى په هکله د الله تعالی څخه ويره وکړي، د هغوى سره نيکي وکړي، الله تعالی به يې جنت ته داخل کړي” (مسند أحمد).

۴- د اولاد په روزنه کې د الله تعالی څخه مرسته غوښتل:

کله چې انسان د اولاد په روزنه کې د الله تعالی څخه مرسته او توفيق وغواړي، نو الله تعالی به يې په خپل مقصد کې کامياب کړي، او که د الله تعالی پر ځاي يې په خپل ځان بروسه وکړه نو د ناکامۍ سره به مخ شي.

۵- اولاد ته دعا کول او د ښيرو څخه ځان ساتل:

که اولاد نيک وي نو د هغوى لپاره دې په نيکۍ باندې د هميشه پاتي کيدو دعا غواړي، او که بد عمله وي نو د هغوى لپاره دې د هدايت دعا غواړي، اولاد ته د ښيرو څخه ځان وساتۍ، ځکه که هغوى بې لارې شي، يا څه تکليف ورته ورسيـږي نو تر ټولو مخکې يی مور او پلار ته ضرر رسيـږي.

۶- اولاد په ښو نومونو نومول:

مور او پلار ته په کار دي چې پر خپل اولاد ښه نومونه کيږدي، او د بدو نومونو د ايښودو څخه دې ډډه وکړي، ځکه چې نوم د انسان سره د هميشه لپاره پاتې وي، او نوم د انسان په کړو وړ هم اثر کوي، امام ابن قيم (رحمه الله) وايي: ډير ځله ناکاره نوم د ناکاره سړي وي، د الله تعالی په هر شي کې حکمت وي، هغه په زړونو کې د انسان د اعمالو سره سم نومونه اچوي تر څو نوم او نومول شوی برابر شي.

۷- د ښه نوم سره ښه کُنيه ايخودل:

لکه ابو عبد الله، ابو احمد او داسې نور، د دې لپاره چې بيا ځان ته ناکاره کُنيه غوره نه کړي، (پټه دې نه وي چې دا عموما په عربي نړۍ کې رواج دی، په غير عربي ټولنو کې د دې التزام نشته).

۸- د هغوى په زړونو کې ايمان او صحيح عقيده کينول:

په پلار او مور باندې لازم دي چې په دې اړه جدي پام لرنه وکړي، او هر وخت د اولاد د عقيدې د سمولو کوشش وکړي، مثلا: د وړوکوالي څخه هغوى ته د توحيد او شهادت کلمې يادول، د هغوى په زړونو کې د الله تعالی سره مينه پيدا کول، هغوى ته دا ښودل چې هر څه الله تعالی پيدا کړي دي، مونږ ته هر څه الله تعالی راکوي، او چې کله لوى شي نو د عقيدي د کتابونو په لوستلو دى ورته امر وکړي.

۹- په ښو او نيکو اخلاقو روزل:

پلار ته په کار دي چې اولاد پر تقوی، صبر، رښتيا، امانت دارۍ، نظافت، نيک عملۍ، د خپلوانو سره په نيکۍ کولو، جهاد او علم باندې وروزي، د دې لپاره چې د ځوان مردۍ سره په مينه کولو لوى شي او د اوچتو او ښو اخلاقو او نيکو کارونو سره مينه کوونکې وي.

۱۰- د بدو اخلاقو څخه پاک ساتل، او د هغې کرکه يې په زړه کې پيدا کول:

مور او پلار دې د خپل اولاد په زړه کې د درواغو، خيانت، کينې، ضد، غيبت، چغلۍ، د بل مال اخيستل، د مور او پلار نافرماني، د خپلوانو سره د اړيکو پريکول، بزدلئ، ويره، ځان خوښونه او د ټولو ناوړه کارونو سره کرکه پيدا کړي، تر څو چې هغوى د دغه کارونو په ګڼلو لوى شي او د هغې څخه نفرت کوونکې شي.

۱۱- د اولاد په مخکې ښه الفاظ استعمالول او د بې کاره خبرو څخه ډډه کول:

مور او پلار ته پکار دي چې اولاد ته په ښو الفاظو خبرې وکړي، او په ناوړه الفاظو دې يې له مخاطب کولو څخه ځان وساتي، اولاد ته دې د کنځلو، بدو ردو، او بحث مباحثي څخه ډډه وکړي.

کله چې مور او پلار د اولاد يو عجيبه کار وګوری نو ماشاء الله دی ورته ووايي، په ښه کار تر سره کولو دې ورته بارک الله فيک ووايي، او چې کله خطا کار وکړي نو ورته دی ووايي چې داسې کار مه کوه، او داسې نور ښه الفاظ دې ورته استعمال کړي چې هغوى پرې عادت شي او ژبي يې د بدو الفاظو د استعمال څخه وساتل شي.

۱۲- اولاد په ښو کارونو عادت کول:

لکه د پرنجې ځواب ورکول، د ارږمي په وخت کې پر خوله لاس کيښودل، په ښې لاس خوراک کول، د اودس ماتولو آداب، د سلام اچول او د هغې ځواب ورکول، په تليفون د خبرو ځواب ورکول، ميلمنو ته ښه راغلاست ويل او دغه رنګ د واضحه خبرو کولو ښودنه، او دعربي ژبه تعليم.

نرۍ څانګې په نرمۍ باندې سميـږي
کلک لرکي په سمولو کې ماتيـږي
مور او پلار يې چې په کومه لار روان وي
ورسره اولاد په هغه روانيـږي

۱۳- اولاد ته د قرآن کريم په يادولو کې کوشش کول:

اولاد ته د قرآن کريم يادول،د ټولو هغو کارونو څخه لوى ول په کار دی چې مور او پلار يې د خپل اولاد سره کولې شي، ځکه چې د قرآن کريم په يادولو باندې خپل وخت تيرول،د ټولو څخه په اوچت مقصد کې وخت لګول دي، په دې کار سره د اولاد وخت د بې ځايه تيريدو څخه ساتل کيـږي او ورسره د اخلاقي فساد څخه هم ژغورل کيـږي.
د قرآن کريم يادول د هغوى په اخلاقو او کړو وړو باندې هم ښه اثر کوي، او د هغوى په زړونو کې د پوهې او هوښيارتيا چيني را خوټکيـږي.

۱۴- هغوى ته مسنون دعاګانې او د سهار ماښام اذکار يادول:

۱۵- په ښه کارونو کې د هغوى لپاره نمونه جوړيدل:

په کار ده چې مور او پلار د اولاد لپاره په امانت، رښتيا او نورو ښو کارونو کې نمونه جوړه شي، دغه رنګ د هغوى په مخ کې په سمه توګه لمونځ کول،د دې لپاره چې هغوى د لمونځ طريقه ياده کړي او داسې نور.

۱۶- په وينا او عمل کې د اختلاف څخه ځان ساتل:

دا مناسبه نه ده چې مور او پلار اولاد ته په يو کار حکم کوي او په خپله د هغې خلاف عمل کوي.

۱۷- وعده پوره کول:

کله کله مور او پلار د اولاد څخه د ځان خلاصولو په خاطر د هغوى سره وعدې کوي، او بيا يې نه پوره کوي، نو د دې اثر دا کيږي چې اولاد هم په وعده خلافۍ باندې عادت شي.

۱۸- کور د ناوړه او فاسدو شيانو څخه ساتل:

مور او پلار ته په کار دي چې اولاد د بدو شيانو څخه ليرې وساتي، او کور ته هغه شيان را نه وړي چې د اولاد د بې لارۍ سبب ګرځي.

۱۹- د بدو شيانو په بدله کې ښه شيان راوړل:

که مور او پلار يو طرف ته اولاد د ناوړه شيانو څخه ساتي، نو په کار ده چې د هغې په مقابل کې ورته ښه شيان راوړي، لکه: د لوبو شيان او هغه شيان چې دوی ته فائده رسوي او خپل فارغ وخت د هغې سره تير کړي.

۲۰- د اخلاقي فساد له وسائلو څخه ليرې ساتل:

لکه غير اخلاقي فلمونه، عشقي قصې، هغه کتابونه او مجلې چې بې پردې عکسونه ولري، د سندرو اوريدل او داسې نور.

۲۱- د دير ډول سينګار څخه منع کول:

مور او پلار ته په کار دي چې خپل اولاد په ډول سينګار کې د اسراف څخه وساتي، دغه رنګ د بې پردګۍ، د کافرو سره د يو شان والي څخه دي هم وساتي، ځکه چې دا کار په هغوى کې سستي پيدا کوي، د هغوى څخه د نارينتوب ماده ليرې کوي، اخلاق يې خرابيـږي او د نورو خلکو د دوکه کولو سبب ګرځي.

۲۲- اولاد پر سختۍ او کوشش عادت کول، او د سستۍ څخه ليرې ساتل:

مناسبه داده چې اولاد په سستۍ او آرام غوښتنې عادت نه کړی شي، ځکه د سستۍ او آرام غوښتنې پايلې ډيرې ناوړه وي، او د پښيمانۍ سبب ګرځي، په کار ده چې مور او پلار خپل اولاد په سختۍ او کوشش کولو عادت کړي، ځکه چې کوشش کول او سختۍ تيرول په دنيا او آخرت دواړو کې د کاميابۍ ذريعه ده.

آرام غوښتونکې سړی د ټولو څخه زيات ستړې وي، او ځان ستړې کوونکې تر ټولو زيات په راحت کې وي، د دنيا او آخرت د کاميابۍ لاره د سختو او تکليفونو په پل تيريـږي، د تکليف څخه وروسته راحت راځي او د راحت څخه وروسته تکليف.

۲۳- اولاد سهار وختي ويښول:

ځکه چې دغه وخت د انعامونو وخت دی، د فائدي حاصلولو وخت دی، څوک ډيره فائده اخلي څوک لږه، څوک چې د کوچنيتوب څخه په وختي ويښېدو عادت شي نو چې لوى شي نو بيا ورته وختي ويښيدل اسان وي.

۲۴- د بې ځايه خبرو، ډير خوراک او خوب او د خلکو سره د بې ځايه ناستې څخه ساتل:

بې ځايه کار کول د تاوان سبب ګرځي، د د نيا او آخرت د خير څخه انسان محرموي، د دې وجې څخه ويل کيـږي: څوک چې ډير خوراک کوي، او به ډير څښي، بيا خوب ډير کوي، او ډير خوب تاوان دی.

۲۵- په کوچنيتوب کې اولاد جومات تللو ته هڅول او په لوى والې کې په جماعت سره د لمونځ په ادا کولو امر کول:

پلار دی اولاد د اوه کلنۍ څخه مخکې جومات تللو ته تشويق کړي، د خپل ځان سره دې جومات ته بيايي، او په جومات کې دې د بې ځايه کار څخه منع کوي، او چې کله لوى شي نو د هغوى څارنه دې کوي، او په جماعت سره دې ورته د لمونځ کولو امر کوي.

۲۶- د اولاد د خوښو شيانو څارنه، او د هغوى د پټو قوتونو د راښکاره کولو کوښښ کول:

مور او پلار دې د اولاد څارنه کوي چې هغوى د کوم کار د ښه سر ته رسولو توان لري، په هغې کې دی ورسره مرسته وکړي، او هغه لارې چارې دی ورته برابری کړي چې هغوى په خپل کار کې ښه وده وکړي.

امام ابن قيم (رحمه الله) وايي: مناسبه دا ده چې د ماشوم پر حال دی اعتماد وکړای شي چې هغه د کوم کار د سر ته رسولو ښه جوګه دی، نو مور او پلار دى په دې پوهه شي چې دا ماشوم هم د دغه کار لپاره پيدا شوی دی، نو په بل کار دې نه مجبوروي، که اولاد په هغه کار مجبور کړل شي چې مينه ورسره نه لري نو هر ګز په دغه کار کې نه شي بريالې کيدای.

که مور او پلار وويني چې بچې يې پوهيدای شي، زده کړه کولې شي، يو شي پيـژندلې شي، نو دا د دی علامه ده چې هغه علم حاصلولې شي، او که چرته د تجارت، اخستلو خرڅولو سره يې مينه وه، يا يې د بل کسب او کار سره علاقه وه، نو د هغې د لاس ته راوړلو زمينه دی ورته برابره کړي.

۲۷- د اولاد زړورتيا زياتول:

هغوى د جرأت او بهادرۍ په قدر پوهول، په هغوى کې په خپل ځان اعتماد پيدا کول،د دې لپاره چې د عزت، بهادرۍ او زړورتيا ژوند تير کړي، خو په دې شرط چې دا هر څه د ادب او د بل د احترام د ساتلو په چوکاټ کې وي، په دې کار سره به اولاد د ذلت، ويرې، سپک والې اوچاپلوسۍ څخه وساتل شي.

۲۸- د اولاد سره مشوره کول:

لکه د کور په ځينو کارونو کې کول د دې لپاره چې د هغوى د فکر او سوچ اندازه معلومه کړی شي، مثلا: د کور لپاره سامان اخيستل، د موټر رنګ او قسم، د چکر لګولو ځاي او وخت او د داسې نورو کارونو په هکله د هغوى سره مشوره کول، او بيا د هغوى څخه د هر يو د راي سبب معلومول،په دې کار سره په اولاد کې خپلواکي او اعتماد پيدا کيـږي، د هغوى ذهن وده کوي او د رای ورکولو قدر ورسره پيدا کيـږي.

۲۹- اولاد ته ځينې کارونه سپارل:

لکه د پلار په غير حاضرۍ کې د کور حفاظت او څارنه کول، د مال لګول، خپل ځان سره مال ساتل، او دا په دې ډول چې هغوى ته هره مياشت يا اونۍ يو څه روپۍ ورکړل شي تر څو هغوى پرې د کور ضروريات پوره کړي.

۳۰- اولاد په تولنيزو کارونو کې په برخه اخيستلو عادت کول: مثلا، د خپل دين خدمت کول، د خپلو مسلمانانو ورونو ضرورتونه پوره کول، د الله په لاره کې جهاد کول، د الله تعالی طرف ته بلنه ورکول، د محتاجو او اړمنو سره مرسته کول، د غم ځپلو په غم کې شريک کيدل، د خيريه ټولنو سره مرسته کول او داسې نور.

۳۱- د فيصلې په کولو روزل:

مثلا، پلار دی په خپل اولاد کې يو کس ته په يو کار کې د فيصلي کولو اختيار ورکړي، که صحيح فيصله يې وکړه هغه دی ومني او شاباشي دی ورته ورکړي او نور دی هم تشويق کړي، خو که د فيصلې په کولو کې خطا شو، نو هغه دی په نرمۍ اصلاح کړي، په دې کار سره په اولاد کې د فيصلې کولو قوت پيدا کيـږي.

۳۲- د اولاد د طبيعت د پيـژندلو کوشش کول:

تر څو د هر يو سره د هغې د مزاج او طبيعت مطابق چلند وکړای شي.

۳۳- د اولاد د عمر مطابق د هغوى خيال ساتل:

پلار او مور ته په کار دي چې د اولاد د عمر مطابق د هغوى خيال وساتل شي، ځکه چې اولاد لويـږي نو د فکر سطحه يې هم لوړيـږي، نو په کار ده چې مور او پلار چلند د خپل اولاد سره د هغوى د عمر برابر وي، او د هميشه لپاره دی ورسره د وړو په شان چلند نه کوي.

۳۴- د مخامخ قهر او غصی څخه ډډه کول:

خصوصا د نوی ځوانۍ په وخت کې، په کار ده چې هغوى ته په نرمۍ قناعت ورکړل شي، د هغوى سره خبری اترې وشي او په نرمۍ پوهه شي.

۳۵- د اولاد سره کيناستل:

پلار که هر څومره ډير کارونه ولري خو يو وخت دی د اولاد سره د کيناستلو لپاره وټاکي، د هغوى سره دې خبرې کوي، هغوى ته دی نصيحت کوي، مينه او محبت دی ورسره کوي، او کومو شيانو ته چې ضرورت ولري هغه دی ورښايي، هغوى ته دی مقصد لرونکی قصی بيانوي.

د اولاد سره د مور او پلار کيناستل ډير ضروري دي، او دير ښه اثر لري، او دا يوه ازمايل شوی خبره ده چې کوم پلار د اولاد سره نژدې کيـږي، د هغوى سره کيني، د هغوی سره خبرې اترې کوي نو د هغې اثر په اولاد کې ګوري، ځکه چې په دې کار سره اولاد د نفسي راحت احساس کوي.

کوم پلرونه چې د دنيا کارونو د خپل اولاد سره د کيناستلو څخه بې پرواه کړي وي، نو د دغه بې پروايۍ اغيزه په خپل اولاد کې ويني، په دې صورت کې اولاد د داسې حالت سره مخامخ کيـږي چې د هغوى مخې ته تياره وي، د دنيا په ژوند کې کوم لارښود نه ويني، نو د ژوند په لاره کې پړ مخې پريوځي، او د سمې لارې نه ليرې کيـږي، او کله کله د دې کار په وجه د دغه رنګ پلرونو څخه اولاد کرکه او نفرت کوي، د کور څخه تختي، او د فساد او بې لارۍ په کنده کې پريوځي.

۳۶- د اولاد تر مينځ عدل کول:

ځمکه او اسمانونه په عدل ولاړ دي، انسان د عدل څخه پرته سمې لارې ته نه راځې، نو مور او پلار ته په کار دي چې د اولاد په مينځ کې د عدل او برابرۍ څخه کار واخلي، او يو دی په بل نه غوره کوي، غوره والې په راکړه ورکړه کې وي او که په مينه او محبت کې وي، په هر څه کې بايد د اولاد تر مينځ عدل وکړی شي.

۳۷- د اولاد سره مينه او محبت کول:

هغوى ته ورښودل چې مور او پلار د دوى سره مينه لري، ځکه چې اولاد ميني او محبت ته اړتيا لري، که مور او پلار اولاد ته پوره مينه ورنه کړي، نو هغوى به بيا مينه او محبت د کور څخه بهر د بل چا څخه غواړي.

۳۸- پر اولاد باندې په ښه طريقه خرچ کول:

د هغوى ضرورتونه پوره کول، تر څو هغوى مجبوره نه شي او په نورو طريقو د مال پيدا کولو کوشش و نه کړي.

۳۹- په اولاد کې د قربانۍ (سرښندنې) مينه پيدا کول:

دا په دې شکل چې په خپل مينځ کې د يو بل سره مرسته او کومک وکړي، د يو بل سره مينه او محبت ولري، په سخا باندې عادت کړی شي، د نورو انسانانو خيال وساتي تر څو اولاد داسې لوى نه شي چې فقط د خپل ځان فکر ورسره وي، او د بل هيڅ چا غم ورسره نه وي، په قربانۍ باندې اولاد روزل ډير کورني مشکلات له مينځه وړي، او په کور کې د ميني او محبت، آرام او امن فضا رامينځ ته کيـږي.

۴۰- د اولاد خبرو ته غوږ نيول:

کله چې اولاد خبرې کوي، نو پلار دی د هغوى خبرو ته غوږ ونيسي، او هغوى ته دی دا وښايي چې د دوى خبرې ډيرې مهمې دي چې پلار يې ورته غوږ نيولې دی.

پلار ته په کار دي چې کله يې په اولاد کې کوم يو خبرې کوي خصوصا ماشوم، نو هغه ته دی توجه وکړي، د هغه خبرو ته دی اهميت ورکړي، د هغه سوالونو ته دی ځواب ورکړي، د دې کار ډيرې مثبتې پايلې دي، ځکه چې:

 د خبرو په يادولو کې ورسره مرسته کوي.
 د فکر په برابرولو کې ورسره مرسته کوي.
 د بل خبرو ته په غوږ نيولو او په ښه اوريدو عادت کيـږي.
 د ماشوم په شخصيت ښه اثر کوي.
 د هغه ذهن ورسره قوي کيـږي.
 د پلار سره يې مينه زياتيـږي.

۴۱- د هغوى د کړو وړو څارنه کول، او د هغوى څخه پوښتنه کول، لکه:

– د هغوى د لمونځ، اودس او نورو عبادتونو څارنه کول.
– په کور کې د تليفون څارنه کول، تر څو اولاد يې غلط استعمال نه کړي.
– د هغوى د جيبونو او المارۍ کتل په داسې شکل چې هغوى پرې پوهه نه شي، لکه د خوب په وخت کې، يا چې کله مکتب ته لاړ شي، او بيا ورسره مناسب چلند کول.
– د هغه د ملګرو په هکله معلومات لاس ته راوړل.
– د هغوى د لوستلو د موادو څارنه کول، او د هغه کتابونو د لوستلو څخه منع کول کوم چې د هغوى دين او اخلاقو ته ضرر رسوي، او هغه کتابونه ور په ګوته کول چې هغوى ته فايده رسوي.

۴۲- د اولاد د نيکانو ملګرو عزت کول:

پلار دی خپل اولاد د نيکو او ښو ملګرو دوستۍ ته تشويق کړي، هميشه دی ورسره د اړيکو ساتلو توصيه کوي، کله چې هغوى د خپل دوست ليدو ته راځي، نو هغوى ته دې په ښه ډول ښه راغلاست وايي، د هغوى سره دې ليدل کتل کوي، هغوى ته دې تحفې ورکړي، د هغوى سره دې خبرې اترې کوي، د هغوى او د کورنۍ په هکله دې ورڅخه پوښتنه کوي.
په دې کار سره به د اولاد دوستان په خپل قدر پوهه شي، او اولاد به هم په خپل قدر پوهه شي، نو په نتيجه کې به اولاد د مور او پلار تابعدار او قدر کوونکې شي.

د اولاد د ښو دوستانو څخه کرکه او نفرت کول ښه کار نه دی، ځکه چې په دې سره اولاد د نيکو دوستانو پر ځاى د بدو او ناکاره دوستانو سره دوستانه جوړوي.

۴۳- د ناکاره ملګرو څخه د اولاد په ليرې ساتلو کې د حکمت څخه کار اخيستل:

پلار ته مناسب نه دي چې د سختۍ په کولو لاس پورې کړي، او د اولاد په مخکې د هغه د ملګرو سپکاوې وکړي، او يا يې په ځغليدو وشړي، ځکه چې اولاد د هغوى سره اړيکې لري، او د هغوى په ملګرتيا قانع شوي دي.

په کار ده چې په دې کار کې د نرمۍ څخه کار واخلي، او اولاد دی د هغوى د ملګرتيا په بدۍ قانع کړي، او د ناوړه ملګرو د ضرر څخه دى خبر کړي، د دې څخه وروسته دی بيا د هغه په ويرولو ا و د هغه سره په سختۍ شروع وکړي، او هغه ته دې وښايی چې دې يې د ناکاره ملګرو څخه ساتي، د هغه د ملګرو د پلرونو سره دی رابطه وکړي چې خپل اولاد د ده د اولاد څخه ليرې وساتي، که پلار په دې کې ناکام شو، نو نورې طريقي دی اختيار کړي، تر څو اولاد يې د ناکاره دوستانو د ملګرتوب څخه خلاص شي.

۴۴- د اولا په ځينې کارونو، لکه:

بې فايدي کار او يا غصه باندې ځان نا غرضه کول.

۴۵- د اولاد د خطاو د غټولو څخه ځان ساتل:

مور او پلار ته په کار دي چې د اولاد وړه خطا هغوى ته غټه ښکاره نه کړي، ځکه خطا د هر چا څخه کيـږي، او په هر کور کې تر سره کيـږي.

۴۶- د يو طرف څخه نرمي ښودل:

مثلا، کله چې مور په اولاد سختي وکړي، نو بايد چې پلار يې نرمي ښکاره کړي، او که پلار سختي وکړي نو بايد مور ورسره نرمي وکړي، لکه کله د اولاد څخه غلطي وشي نو پلار ورته په قهر وي، نو له دې امله هغوى د پلار څخه پټيـږي، نو مور دې ورته تسلي ورکړي او په نرمۍ دی ورته د هغوى غلطي ښکاره کړي، په دې کار به اولاد پوهه شي چې مور او پلار دواړه په حقه دي، نو د پلار د قهر به هم احترام کوي او د مور احسان به هم ياد ساتي او په نتيجه کې به ځان بيا د هغه غلطۍ څخه ليرې ساتي.

۴۷- سزا ورکول:

اګر چې د اولاد سره نرمي د هغوى د روزلو لپاره ډيره فائده لري خو کله انسان سختۍ او سزا ورکولو ته اړ کيـږي خو په دې شرط چې سزا ورکول به د غصې او ناپوهۍ په نتيجه کې نه وي، بلکه سزا به په هغه صورت کې وي چې د اصلاح بله لاره پاتې نه شي.

بايد اولاد ته پر هغې غلطۍ سزا ورنه کړل شي چې په اول ځل ترې شوی وي، او داسې سزا هم نه وي چې هغه لوى تکليف ورواړوي، او د نورو خلکو يا ملګرو په مخ کې دی هم سزا نه ورکوي.

د سزا ورکولو ډيرې طريقې دي، لکه: د هغې صفت نه کول، يا ورته ښودل چې پلار ورڅخه خفه دی، يا ورته په خبرو زورنه ورکول او داسې نور.  دا نفسي سزا ده، او بدني سزا هم ورکولې شي چې درد بيامومي خو چې نور ضرر ورته ونه رسيـږي.

۴۸- اولاد ته د خطا د سمون موقع ورکول:

پلار ته په کار دي چې اولاد ته د خپلې غلطۍ د سمون موقع ورکړي، د دې لپاره چې ښو کارونو ته ورسيـږي او د غلطۍ څخه وروسته سم کارونه وکړي، پلار ته نه دی پکار چې د اولاد په اوله غلطۍ هغوى داغ دار کړي، او هميشه يې په هغه غلطۍ ملامت کوي.

۴۹- د ښځي او خاوند تر مينځ تفاهم:

مور او پلار ته په کار دي چې خپل منځي مسائل د يو بل د پوهولو له لارې حل کړي، او د اختلاف او بې اتفاقۍ څخه ځان وساتي، د دې لپاره چې کور په آرام وي، او په کور کې مينه او محبت وي، نو اولاد هم په داسې کور کې آرام او راحت احساسوي، محبت او خوشحالي بيامومي، چې په نتيجه کې يې د کور سره د بهر ګرځيدو څخه پاتې کيـږي.

۵۰- د طلاق په حالت کې د الله تعالی څخه ويره کول:

که چرته د ښځي او خاوند تر مينځ جوړ جاړې او تفاهم ممکن نه وي، او د طلاق ضرورت پيښ شي، نو دواړو ته په کار دي چې په دې حالت کې د الله تعالی څخه وويريـږي او خپل اولاد دې دخپل ضد او کينی څخه نه قربانوي، او اولاد دی ديو بل په مخالفت نه راپاروي، بلکه په کار ده چې اولاد سره په نيک کار کې مرسته وکړي، او هغوى ته دى د يو بل په مرسته توصيه وکړي، د دې پر ځاى چې د يو بل په خلاف يې ولمسوي او د هغوى په زړونو کې د يو بل څخه کينه پيدا کړي چې په نتيجه کې به يې له دواړو څخه نفرت پيدا شي او د يو خبره به هم نه مني.

۵۱- د اولاد لپاره مناسب ښوونځې کتل او د هغوى څارنه کول:

د اولاد لپاره دی د ښوونځي د کتلو پر وخت وګوري چې شاګردان، اداره، استاذان او تعليمي نصاب څه رنګ دی، استاذان د شاګردانو په روزنه کې څومره زيار باسي، او د هغوى د اخلاقو او عاداتو د سمون څومره پاملرنه کوي.

په ښوونځي کې د شموليت څخه وروسته په کار ده چې پلار خپل اولاد وڅاري چې هغوى څومره په سمه لار روان دي، هسی نه چې د خپل اولاد څخه بې پروا شي او صبا ته د هغه څه په خلاف وروزل شي چې دی يې هيله لري.

۵۲- په کور کې د پوهنې حلقه جوړول:

چې په هغې کی د اولاد د سويې سره سم کتابونه لوستل کيـږي، د دې کار په پايله کې به اولاد لوستل، غوږ نيول او د خبرو اترو ادبونه زده کړي.

۵۳- د اولاد تر مينځ درسي مسابقي جوړول او هغوى ته انعامونه ورکول.

۵۴- په کور کې يو مناسب کتابتون جوړول چې په هغې کې د اولاد د عمر او پوهي سره سم کتابونه او کيسټونه موجود وي.

۵۵- اولاد ځان سره د ذکر، پوهې او درس مجلسونو ته بوتلل.

۵۶- د اولاد سره د کور څخه بهر د چکر لږولو پروګرام جوړول، د دې لپاره چې پلار ورته ډير څه زده کړي، او د هغوى د خيالاتو او احساساتو څخه هم خبر شي.

۵۷- د پخوانيو نيکانو خلکو سره د هغوى تعلق جوړول، د دې لپاره چې د هغوى په پل باندې لاړ شي، او د هغوى تګ لاره وپيژني، او هر يو د خپل شوق مطابق په هغوى کې ځان ته نمونه پيدا کړي.

که په کوم يو کې د علم او پوهې شوق وي، نو هغه به په علم کې د هغوى تابعداري وکړي، او که د بهادرۍ او زړورتيا خاوند وي، نو په دغه کار کې به د ځان لپاره په هغوى کې نمونه ولټوي، او که په کوم يو کې سست وي، نو په هغوى کې به داسې يو څوک بيامومي چې په ده کې به همت او روح پيدا کړي.

د پخوانيو نيکانو تاريخ د خير څخه ډک دی، نو څومره ښه خبره ده چې انسان خپل ژوند د هغوى سره وتړي، د دې پر ځاي چې خپل ژوند د کوم لوبغاړي، يا سندر غاړي سره وتړي او هغه د ځان لپاره نمونه جوړه کړي.

۵۸- لوڼو ته هغه څه زده کول چې هغوى ورته د خپل دين او دنيا په کار کې اړتيا لري، څومره خلک دي چې په دې کار کې د بې پروايۍ څخه کار اخلي، څومره ښځي دی چې هغوى مثلا د حيض، نفاس او نورو خصوصي مسائلو څخه نا خبره دي، سره له دينه چې په دغه مسائلو پورې د دين دوه اهم بنيادونه لمونځ او روژه تړاو لري، څومره ښځي دي چې هغوى په صحيح طريقه د لمونځ کولو څخه ناخبرې دي.

هر پلار ته پکار دي چې خپلو لوڼو ته د دين ضروري مسايل زده کړي، او هغوى په غيرت، پاکدامنۍ، حيا او ستر باندې مجبوره کړي، دغه رنګ مور او پلار ته په کار دي چې خپلو لوڼو ته د کور کارونه لکه د جامو پريمينځل، پخلې کول، ګنډل، د کور برابرول او داسې نور زده کړي.

۵۹- لوڼه بهر ته له يواځې وتلو څخه منع کول: که بازار ته ځي، يا ډاکتر ته، يا بل ځاى ته خو په کار ده چې خپل محرم ورسره وي، او په غير د ډير ضرورت څخه دی د کوره نه ووځي.

۶۰- ځامن د ښځو سره او لوڼه د سړو سره د مشابهت او ورته والې څخه منع کول.

۶۱- اولاد د کافرو د مشابهت او يو شان والې څخه ليرې ساتل.

۶۲- ځامن د ښځو سره او لوڼه د سړو سره د يو ځاى کيناستلو څخه منع کول، په کار ده چې هلکان د سړو، او لوڼه د ښځو په مجلس کې کيني.

۶۳- د توان او ضرورت په حالت کې اولاد ته د بلوغ د رسيدو سره سم د واده بندوبست کول په کار دي.

۶۴- خپلې لوڼه هغه چا ته ورکول په کار دي چې د اخلاقو او دين په لحاظ سره غوره او بهتر وي.

۶۵- د روزنې پايله زر نه غوښتل: کله چې پلار د اولاد په اصلاح کې خپل وس وکړي، او هغوى د ناوړه کارونو څخه منع کړي، هغوى ته نصيحت وکړي، نو د دې هر څه سره دی د خپل کوشش نتيجه زر نه غواړې، بلکه په کار ده چې د صبر او زغم څخه کار واخلي او د هغوى لپاره دی دعا وغواړې، او د هغوى په اصلاح کې دی نور هم کوشش وکړي، کيدای شي يو څه وخت وروسته د پلار خبرې په اولاد اثر وکړي او اصلاح شي.

۶۶- د نا اميدۍ څخه ډډه کول:

کله چې پلار د خپل اولاد نافرماني او سرغړاونه وويني، نو دهغوى د اصلاح څخه دی نه نا اميده کيـږي، ځکه د الله د رحمت څخه نا اميده کيدل د مؤمنانو صفت نه دى، بلکه په کار ده چې انتظار وکړي تر څو الله تعالی د ده کوشش قبول کړي، کيدای شي د الله رحمت يو وخت اولاد سمي لارې ته راواړوي او د نافرمانۍ څخه يې وساتي.

۶۷- پلار دی په دې ځان پوهه کړي چې نصيحت هيڅ کله هم بې فايدي نه وي، که د پلار نصيحت په اولاد اثر ونه کړي نو د الله تعالی په وړاندې خو به يې بهانه جوړه وي، بله دا چې نصيحت هيڅ کله نه هم ضايع کيـږي ، د نصيحت مثال په ځمکه کې د تخم په شان دی، چې الله تعالی د هغې ساتنه کوي او هغه ته وده ورکوي، نصيحت خپله ميوه يو ځل ورکوي، يا خو به اولاد زر لارې ته راشي، يا به يو وخت په خپله اصلاح فکر وکړي، او يا به له زياتې بې لارۍ څخه وژغورل شي.
۶۸- اولاد سره په نيک کار کې مرسته کول: د مور او پلار سره احسان او مرسته کول په اولاد باندې لازم دي، خو مور او پلار ته هم په کار دي چې د اولاد سره په نيکې کې مرسته وکړي او هغوى په نيکې کولو ډاډه کړي، او د هغوى د نيک کار په مخ کې خنډ جوړ نه کړي.

۶۹- د اولاد نيک کار ياد ساتل، او د هغوى شکر ادا کول، او هميشه ورته د هغه کار يادول، د دې لپاره چې په اولاد کې نور هم د نيکۍ او احسان کولو مينه پيدا شي او د هميشه لپاره د نيکۍ کارونه وکړي.

۷۰- د اولاد په روزنه کې د پوهې د خاوندانو سره مشوره کول، مثلا: علماء کرام، دعوتګران، استاذان، روزونکي او ټول هغه څوک چې په دې اړوند ورسره پوهه وي او د ځوانانو په حالاتو پوهيـږي.

۷۱- د روزنې په هکله کتابونه لوستل: هغه کتابونه چې د تربيت به هکله ځانګړي شوي وي، هغه بايد ولوستل شي او ګټه دې ترې واخستل شي، (داسې کتابونه په هره ژبه کې شته په ځانګړې ډول به عربي ژبه کې مخکينو او اوسنو علماؤ ليکنې کړي دي).

۷۲- په دنيا او آخرت کې د روزنې ګټی په ياد لرل، ځکه چې دا کار د پلار سره د صبر په پيدا کولو کې مرسته کوي، که د پلار د روزنې په نتيجه کې اولاد نيک شي، نو د مور او پلار لپاره به په دنيا کې د سترګو يخوالې او په آخرت کې د ثواب سبب شي، او که نه نو د هغوى د شر څخه به په امن شي.

۷۳- د روزنې د پريښودو مشکلات او نقصانونه په ذهن کې ساتل:

ځکه چې اولاد د سړي اولاد دی، او په هيڅ شکل ورڅخه نه جدا کيـږي، که د هغوى په روزنه کې د غفلت او بې پروايۍ څخه کار واخلي نو په دنيا کې به دخفګان، او په آخرت کې به يې د عذاب سبب شي.

د اولاد په روزنه کې اخرنۍ خبره دا ده چې پلار بايد د اولاد لپاره د هر هغه شي کوشش وکړي چې هغوى ته فايده رسوي، او د هر هغه شي څخه يې وساتي چې دوى ته اوس يا وروسته تکليف رسوي.
ـــــــــــــــــــــــــــ
د اولاد په روزنه کې بې پروایي له کتاب څخه

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close