د شیطان لومه – خاطرې

له هلمنده تر کابله زما سفر شپږ ورځي وخت ونیو، ځکه لاره ډیر زیاته خرابه وه. په کابل کي مي دکانکورازموینه ورکړه او بیرته په پنځو ورځو کي هلمند ته ورسیدم. څو میاشتي تیري شوي اوملګري مي زیري راباندي وکړ چه د طب پوهنځي ته بریالي شوي یي- ډیر خوشحاله شوم ځکه ډاکتر په هغه وخت کي ډیر لوي نوم درلود- خو خبر نه وم چه په افغانستان کي داکتري کول… نه نه څه مي نه دي ویلی په غصه کیږي مه ډیر سپیڅلۍ مسلک دي او ښي پیسي هم پیدا کوي.
پوهنتون ته لاړم ډیر صمیمي ملګري وو، نوي چاپیریال نوي مضامین او له څو کلن څنډ وروسته یو ځل بیا کتاب ته کښیناستل، علمي بحث کول سړي ته ډیر ښه احساس ورکاوه- چه اوس ونه وايي چه ته خو سړي نه يي هاهاها.
یاره زه خو تاته په ډیر درنښت قایل یم ته خو زما د سترګو تور يي ولي به داسي خبره کوم.

د لمړي سمستر له پاي وروسته په رخصتي کلي ته راغلو خلکو پوښتني کولي پوهنتون څنګه ځاي دي، استادان څنګه دي، ډوډوي مو څنګه ده… زه هم مجبور وم ټولو ته ځواب ورکړم که څه هم دا پوښتني کلي ته په هر ځل تلوبیا بیا تکراریدي او ماته ډیر زړي او خسته کنه وي. خو چاره مو نه درلوده- حتي نن هم ځیني کسان دومره د نه سړي زامن دي چه په دي نه پوهیږي چه څه باید وپوښتي او څه نه. معاش دي څو دي، څولاودونه لري، وظیفه دي شته که نه، ښځه دي کار کوي که نه، پلار دي ولی حج ته نه بیایي ….

حتي زما د کورني ډیرو نژدي غړو په یو نه یو ډول کوښښ کاوه چه زه باید پوهنتون پریږدم ځکه په کور کي کارونه ډیر وو او په مختلفو پیغورونو او کترو کنايو به يي کوښښ کاوه چه زما زړه له پوهنتون تور کړي خو بریالي نه شول. او که چاته نه وايي نن هماغه کسان په مړو ستروګو راشي وايي داکتر صاحب مریض یم هاهاها خیر خو زه د طبابت د اخلاقو او انسانیت له مخي په خپل ټول وس خپله اساني مرسته ورڅخه نه سپموم.

یو کس چه پوهنتون د جګړو له امله ورڅخه پاته سوي وو او اوس سپین ږیري وو هم زموږ سره په پوهنتون کي وو. د خلکو کنایو ډیر تنګ کړم نو مي ورته وویل چه حتي یو سپین ږیري سړي هم زموږ سره په پوهنتون کي دي او ټوله ورځ درس وايي
داسي ځواب مي وارید چه خوله مي وازه پاته شوه: څه کيي دا سپین ږيري هم خر سویدي. دي خبري زما په غوږ کي بیا بیا انګازه وکړه- څه کيي دا سپین ږيري هم خر سویدي- څه کيي دا سپین ږيري هم خر سویدي- څه کيي دا سپین ږيري هم خر سویدي او له ځان سره مي وویل چه په رښتیا په ځنګل کي له وحشي حیواناتوسره په بحث بوخت يي- ملا فریده پټه خوله دي بهتري ده. خو خيني لوده ګان نن هم دومره لوده دي چه نه په کنايي پوهیږي او نه په نیمه خبره مجبوروي دي چه بحث ورسره وکړي.

داسي کسان هم پیژنم چه د وریرونوپه ځانګړي توګه د نجونو مکتب ورته کفر معلومیده، شرم وو، پیغور وو او نجلي یوازي او یوازي ددي له پاره وه چه د کورکار وکړي ـ د کور یا د ګور- خو نن ورځي خپلو اولادونو ته مکتب فرض بولي او د هري خبري سره ماشالله سبحان لله الحمد لله هم وایی ان المنافقین په درک اسفل من النار. دا کارونه په کورنیو او ټولنو کي اختلافات او کله کله خو حتي بدي هم رامنځ ته کوي. په ګډو کورنیو کي ژوند کول چه یوازي او یوازي یو کس د پریکړي حق لري او شل دیرش نور کسان باید د همدي یوه کس په امر خپلی ټولي غوښتني قرباني کړي، د مصیبتونو سرچینه ګڼلاي شو چه په عاجله توګه یي باید مخه ونیول شي.
په خبره دي پوهه نه شوم.

راشه یو مثال درکړم. ما د کابل په ځینو روغتونونو کي د ځان وژني او ځان ته د زیان رسولو په اړه څیړنه کوله (Suicide and deliberate self-harm) یو نجلي خپل لاس زخمي (ویني) کړي وو او غوښتل يي ځان ووژني. ورڅخه مي وپوښتل چه ولي. خاله يي څنګه ته ولاړه وه ځواب یي راکړ- بان کي بمیره. ولي بمیره دا ځوانه نجلي؟ څه وايي ولي دا بیچاره وژني څومره ظالمه يي؟
من نه میکوشمش- مادرکلانش میخایه بکوشیش- او میگوید قبل از این که بیمرم ای دختر باید همراي بچه ماما یم که سه چند ای دختر عمر دارد عروسی کند. ولی این دختر میگه اگر بمیرم هم همراي این مردکه عروسي نه میکنم.
خو نیا یي شله وه چه دا نجلۍ هسي نخري کوي او هغه سړي یی خوښ دي. خر ګري هم حد لري خو زموږ په ملک کي نه د خرګري حد شته او نه هم د غیرت خوله مي غلطه شوه غیرت خو ښه دي چه ډیر وي خو دومره دیر هم نه چه سړي له سړیتوبه وباسي.
خوب و خیال دي افساني دي د بوډي په ټال زنګیږو
که غرقیږو که سوزیږو په هيڅ رنګ نه راویښیږو

لکه پنځه کلن ماشومان چه په هسي خبرو تیروزي (خطاوزي) زموږ د خلکو لویه برخه هم همداسي تیر وزي، همداسي باور کوي او همداسي خوبونه ویني. تر ټولو خندونکي خبره خو لا دا ده چه بیا د خپل خوب تعبیر په خپله کوي او ډیر ښه یي کوي داسي ښه یی کوي چه ماشومان ته خندا ورځي او بالغو کسانو ته قهر. بي له دي چه فکر وکړي د شیطان په لومه کي بند دي داسي نه دي بند چه حرکت نه شی کولاي بلکه داسي بند چه ریموت کنترول يي د شیطان په لاس کي دي. همدي شیطان د غازي امان لله خان په وخت زموږ د پرمختګ مخه ډب کړه او له ټول ملک یي له ګړنګونو وغورځاوه همدا شیطان نن هم زموږ په تولنه کي زښته زیات مریدان لري. دا ډیره خطرناکه لومه ده او دا ډیره خطرناکه لوبه ده، لا روانه ده لا ودانه ده ،لا چلیږي او لا مو وژني خو موږ ورته پټي سترګي تسلیم یو او ځان مو ورته د نصیب په نامه سپارلي دي.

دا ډله زموږ ټول پرمختګونه چیلنجوي، زموږ ښوونځي پوهنتونونه، زموږ روغتیا مرکزونه، زموږ میډیا او حتي زموږ اردو او پولیس او په پاي کي زموږ ټول نظام لړزانده، بی نظمه او نړیدونکي ګڼي. تر ټولو بده خو لا دا چه ددي شیطاني مریدانو لویه برخه لوستي خلک دي، له همدي نظامه تنخوا اخلي او له د همدي نظام له ټولو امکاناتو په ډیر سپین سترګي ګټه اخلي. دا کسان لکه وینه (موریانه) سیستم د ننه څخه خوري او څوک يي ویني هم نه. ددي کسانو په سرکي دحجر د زماني ماغزه دومره کلک شویدي چه په سهان هم نه توږل کیږي. ځیني خو يي ښه تحصلي ډګري (سند) هم لري ښی پوهنځي یی لوستي دي او ځان ورته داسي ښکاري چه ګواکي په ټول ملک کي يي سویه نشته خو د شیطان مرید د شیطان مرید دي. موسیقي تر ځانمرګوبریدونو، تر اختطاف اوتر نورو ورانیو حرام اشد ګڼي. کله چه زموږ د ملک ډاکتر د واکسین په ضد تبیلغ کوي، کله چه زموږ انجینر نوروز لمانځل حرام ګڼي او بل يي حتي ځانمرګي ته استشهادي وايي نو بیا به ددي ملک بیړه غرقه وي لکه چه غرقه ده ‎. په دي ډله کي ځینی کسان چه بي کاره وي او دنده نه ورته پیداکیږي په ډیر افتخار وايي چه ددولت معاش (تنخوا) حرام دي- په موسسه کي کار کول کفر دي- او د سړي دونیا او اخرت ور خرابوي. دا خلک بیا چه لږ فشار ورباندي راشي نو کور پریږدي او دداعش او یا طالب لمني ته ځان ور اچوي. هلته بیا وژل کیږي او یا په داسي تلکه کي بندیږي چه بیا ځان ورڅخه خلاصول نا ممکن وي.
دا کسان ولي داسي دي؟ زما سره خو هیڅ ځواب نشته.

زه یي د ځواب پیدا کولو کوښښ کوم. اول دا چه دي کسانو په ماشومتوب کي ډیره لویه ضربه (ترما) لیدلي ده، یا يي د کورني کوم غړي له لاسه ورکړي یا زښته زیات غربت ورباندي تیر شوی وي یا هم د خپلي کورني له غړو (پلار، مور میري او یا هم کوم بل مشر) سره کومه لویه ستونځه تیر کړي وي. دا کسان ډیر کینه ناک (ضدي) وي او یوازي او یوازي خپله خبره ورته حق ښکاري. ځکه نو د اکسان ټولو شیانوته په منفي سترګه ګوري، همیشه نیمه تشه پیاله ویني او تل په دي لټه کي وي چه د نورو خلکو عیبونه پیدا کړي او ورته ستونځي جوړي کړي. دا کسان دومره بخیل وي چه حتي پر خپلو ماشومانو هم زړه سوي نه کوي او څنګه چه په زړه ناپاکه دي ټول عمر د شیطانانو په څیر ټولو کسانو ته د شک په سترګه ګوري. ددي خلکو بل لوي عیب دا دي چه بیله دي چه په یو کار پوهه شي په هرکارکي مداخله کوي او په هر خبره کي نه ختمیدونکي بحثونه کوي او د هیچا په خبره هم قناعت نه کوي. او ددي ټول خبرو تر شاه هماغه محرمیت اوروحي ضربي پرتي دي.

د شیطان دا مریدان د نظام له ولسوالو مخالفینو او د ګاونډیو هیوادونو له جاسوسانو ډیر خطرناک دي زموږ د عامي روغتیا (Public Health) په اصطلاح دا کسان د پټو او مزمنو نارغیو سره تشبیه کولاي شو او حتي یو ډول خبیث سرطانونه ورته ویلاي شو.
د هیواد د خوښیو په ورځو کي دا ډله زیاته پریشانه وي د مثال په توګه د خپلواکي په ورځ وايي چه موږ خپلواک نه یو، ملي سرود ته درناوي نه کوي، نظام ورته ټول مفسد ښکاري او خپله ټوله انرژي په دي ضایع کوي چه د نوروزد لمانځلو حرمت ته دلایل پیدا کړي. خو کله چه دي کسانو ته امریکا او غرب ته دتللو چانس پیدا شي او یا هم په همدي کافره موسسه کي ورته دنده پیدا شي بیا پټي سترګي ورباندي ورځي او بیا هیڅ شي حرام نه وي.

منان ملګري یو ډیر په زړه پوري طنز لیکلي وو اوویل یي چه د خرو ازادي هم خرو ته زیان لري او هم د خرو خاوندانو ته. د بیان له ازادي څخه دا کسان ډیر ناوړه استفاده کوي او د نظام، سیستم او ملي ګټو پر ضد تبلیغات کوي او کله چه له دي کسانو سره زموږ ځیني پردي پاله رسني یو ځآي سي نو بیا هر څه چه په خوله ورشي- بي له دي چه فکر ورته وکړي- فیروي يي.

زموږ روښنفکره قشر- یو وخت له ملا صاحب عبدالحي مطمین څخه چه د طالبانو د وخت د اطلاعاتو او کلتور ریس وو چا پوښتنه وکړه چه روښنفکره څه معنا؟ جناب سمدلاسه ځواب ورکړ چه کافر ته وايي – مسولیت دا دي چه ددي کسانو په وړاندي ودریږو مخه يي ونیسو، په خبره یي پوهه کړو او دا کسان د شیطان له لومي خلاص کړو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب