د شیخ او شیطان مسجد ته تګ،او په لمانځه باندې د همیشه والي تاثیر!

د شیخ او شیطان مسجد ته تګ

په یو کلي کي د ډېر عمر یو شیخ وو چي هر وخت به د سهار لمانځه ته وختي تلئ، یوه ورځ په لارہ کي په خټو کي وښویدئ، جامي یي خرابي سوي او کور ته واپس روان سو، ځان یې پاک کړي او جامي یې بدلي کړي، بیرته جماعت ته روان شو، په هماغه ځاي کي بیا وښویدئ، بیا کور ته راغلئ جامي یې بدلي کړي،

بیا جماعت ته روان سو، دریم ځل چي ھغه ځاي ته راورسیدئ، یو سړی یې ولیدئ چي څراغ یې په لاس کي وو، دا شیخ ورته وويل چي ته څوک یې؟

سړي ورته وویل: چي ما ولیدې ته څو ځله وښویدي، نو ما وغوښتل چي د څراغ په رڼا کي دي جماعت ته ورسوم، کله چي دواړہ د جماعت دروازې ته ورسیدل، دغه څراغ والا بیرته ولاړئ، شیخ ورته وویل: چي ته لمونځ نه کوي، هغه په شا شا روان شو، شیخ په ټینګار ورته وویل: چي راسه لمونځ وکړہ

څراغ والا ورته وویل: چي زہ شیطان یم، لمونځ ته مي زړه نه کیږي

شیخ وویل: چي شیطان څنګه زما مرستي ته حاضریږي؟

شیطان وویل: ویل ګوره شیخه! کله چي اول وار ته وښویدې او کورته روان سوې، جامي دي پاکي کړي، الله پاک ستا ګناهونه در وبخښل او دویم ځل چي مي وښویولي بیا ته روان سوې، ځان او جامي دي پاکي کړي، نو الله پاک ستا د کورني ګناهونه در وبخښل، نو په دریم ځل زہ په دې وبېریدم، چي دا ځل به د ټولو مؤمنانو ګناهونه الله پاک ستا له وجهي وبخښي، نو ځکه مي ته د څراغ په رڼا کي جماعت ته راوستي

شیخ وویل: مخ دې خدای در تور کړي، خدای دي جهنم ستا ابدي کور کړي..

رب العالمین دي مو د شیطان د جاله څخه وساتي..آمین یارب العالمین

په لمانځه باندې د همیشه والي تاثیر | د یو نوي ځوان کیسه

د حضرت عمر رضی الله عنه د زمانې قصه ده چې یو نوی ځوان د یوې نکاح کړل شوې ښځې سره د ناروا کار او تعلق خواهشمند شو هغه ښځه په پرده کې همیشه د لمانځه لپاره تله هغه نوي ځوان دغې منکوحې او مړوښې ښځی ته خپل پیغام ور واستوی او د هغې د وصال طلبګار شو ، هغې ښځی جواب کي ورولیږل چې زه یو شرط لرم که چیری هغه شرط پر ځای کړې ښایي چي زه به ستا سره ملاقات وکړم او هغه شرط دا دی چي تر څلویښتو ورځو پورې به په حضرت عمر رضی الله عنه پسې لمونځ په اقتداء سره کوې، نو ځوان وویل چې دا شرط ډیر اسانه دی ، نو دغه ځوان سړۍ د حضرت عمر رضی الله عنه تر رسیدلو تر مخه هره ورځ مسجد ته راتلی په اته (۸) یا (۱۰)* *ورځو کې د ده حال بدل شو ، وروسته تر پنځه ویشتو ورځو دده په حال کی نور هم ډیر تغیر راغلی نو څنګه چی څلویښت ورځي تیري شوی نو هغې مړوښي ښځی دده د امتحان لپاره خپل پیغام* *ورولیږی چي راشه، نو هغه ځوان سړي په جواب کی ورته وویل چی اوس زما زړه ستا څخه مات شو اوس زه د خدای تعالی عاشق شوم، دغی مړوښې ښځي د غه قصه ټوله خپل میړه ته وویل هغه بیا د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه تر غوږه ورسوله، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه وفرمایل چې خدای پاک رښتیا فرمایلي دي،

إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ.

ژباړه: بیشکه چې لمونځ د بدو او فحش کارو څخه منع راولي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب