د شکرې ناروغي؛ لاملونه او درملنه يې

ډیابېټ یا شکر، چې موږ ورته په عامیانه ډول د شکرې ناروغي هم وایو، یوه مضمنه ناروغي ده چې نن سبا پرې ګڼ شمېر خلک اخته دي او هر کال د ميلیونونه کسانو ژوند اخلي. دغه ناروغي په وینه کې د قندو د کچې د لوړوالي له کبله پیدا کېږي او د ځیکر د تحولاتو او تخریب لامل کېږي. په دې وروستیو کې په افغانستان کې هم دا ناروغي په خورا لوړه کچه زیاته شوې ده. که څه هم چې د هېواد په روغتونونو کې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره کافي او متخصص ډاکټران شتون لري، خو بیا هم ډېری خلک په خپل هېواد کې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره زړه نه ښه کوي او بهرنیو هېوادونو ته ځي. دغه ناروغي بېلا بېلې بڼې لري، چې ځینې یې په ورځني ډول د درمل کارلو پر مټ کنټرولېږي. خو هغه کسان چې د دې ناروغۍ پرمختللې بڼه لري، هغوی بیا د ستنو له لارې انسولین اخلي او خپل ورځنی ژوند مخ ته بیایي.
کله چې موږ غذایي مواد خورو دا غذایي مواد د هاضمې سیستم په وسیله هضمېږي او د تېزابو(انزایم) په وسیله په بدن کی په خوږو موادو (ګلوکوز) باندې بدلېږي. دا خواږه مواد د وینې د جریان په وسیله د بدن ټولو برخو ته د اړتیا په اندازه رسېږي.

د شکرې په ناروغۍ کي اصلي او اساسي ستونزه ټوله د انسولین په هورمون کې ده. که انسان په یوه ځل هر څومره زیات خواږه مواد وخوري ستونزه نه ورته پېښوي، ځکه که یې د پانقراس غده سالمه وي او د اړتیا وړ انسولین تولید کړي، په وینه کې اضافي خواږه مواد له منځه وړي. کله چې د انسان په بدن کې د پانقراس غده خپله دنده سمه پر مخ نه شي بېولی، هغه ده چې په وینه کې د شکرې اندازه زیاتېږي او انسان د شکرې په ناروغۍ اخته کېږي.
د شکرې د ناروغۍ نښې نښانې:
ناروغ ژر ژر تږی کېږي او ژبه یې وچه وي، د خالي ادرار لپاره ژر ژر تشناب ته ځي، د سترګو دید یې کمزوری کېږي او شیان یو ډول خړ ورته ښکاي، وزن یې ورځ تر بلې کمېږي او بدن یې د ناروغیو پر وړاندې مقاومت له لاسه ورکوي.
لاملونه یې:
د پانقراس کمزوري او په سمه توګه د دندې نه تر سره کول دي. دغه راز په ارثي ډول هم دغه ناروغي پیدا کېدای شي، چې د کورنۍ هر غړی بیا خپله ونډه پکې لري. د بېلګې په توګه که پلار د شکرې ناروغي ولري ۶ سلنه امکان شته چې اولاد یې هم پرې اخته شي. که یې ورور پرې اخته وي د بل ورور د اخته کېدو چانس یې ۵ سلنه دی، خو که مور او پلار دواړه شکر ناروغي ولري بیا ۳۰ سلنه د دې امکان شته چې اولاد یې هم پرې اخته شي.

درملنه:

لومړی باید د انسولین د هورمون درملنه وشي تر څو خپل فعالیت پیل کړي، له هغو خوړو ځان ساتنه چې ډاکټر یې د نه خوړو سپارښتنه کوي او په ورځني ډول د ورزش کول. د شکرې ناروغي په خپله بیا دوه ډولونه لري، چې د دویم ډول نښې نښانې او درملنه بیا د لومړي ډول په پرتله توپير کوي.
که د شکرې ناروغي پرمختللې شي کېدای شي ګڼې ستونزې را منځته کړي، چې ځینې یې په دې ډول دي. لومړی، د سترګو شاوخوا رګونه تخریبوي او په راتلونکې کې د دې لامل کېدای شي چې سترګې خپله دنده پرېږدي او ړندې شي.
د پښتورګو رګونه او کانالونه تخریبوي او د وخت په تېرېدو سره کېدای شي بډوډي خپله دنده سمه تر سره نه کړای شي. د زړه د ناروغیو امکان ډېروي او ډېری وخت د پښو او لاسونو د زخمي کېدو او شړېدو لامل ګرځي.
کېدای شي ډېر کسان په دې اند وي، چې که څوک د شکرې په ناروغۍ اخته وي نو په هېڅ ډول خواږه مودا نه شي خوړلی، خو ځینې داسې خواږه شیان شته چې په خوړلو یې په شکرې ناروغۍ اخته کسانو ته کومه ستونزه نه پېښېږي. باید وویل شي چې د دې ناروغۍ لپاره وچ توت ګټور دي. هغه خواږه چې په توتو کې دي، د سوربیتول په نامه یادېږي، د ینې لپاره ګتور دي او د هغو کسانو لپاره یې ګټه ډېره ده چې د شکرې ناروغي لري. کوم کسان چې په وینه کې یې شکره لوړه ده او یا یې هم د شکرې ناروغي وروستي حد ته رسېدلې ده، ښه ده چې د توتو خوړلو په اړه له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړي؛ ځکه توت کولی شي یوازې لږ پرمختللې شکر ناروغي کنټرول کړي.

توت او ممیز:

توت او ممیز که څه هم سالم قند لري، خو له کچې زیات هم باید ونه خوړل شي.
هغه کسان چې د شکرې پر ناروغۍ اخته دي، په ورځني ډول باید په خپلو خوړو کې له پنځه کالوري زیاته شکره وانخلي. دغه راز ډاکټران تل خپلو ناروغانو ته د سپينې ډوډۍ پر ځای د قهوه يي هغې د خوړلو سپارښتنه کوي. هغه کسان چې سپینه ډوډۍ خوري، هېڅ وخت هم د مړښت احساس نه کوي؛ ځکه دغه ډوډۍ په خپل ترکیب کې اړین غذایي مواد نه لري چې د انسان د اړتیا وړ انرژي ترلاسه کړي. فیبر په اوړو کې هغه ضروري ماده ده چې په وینه کې کلېسټرول تنظیموي او له هضمي سيستم سره په مړښت کې مرسته کوي. بر عکس سپینه ډوډۍ د هغو غنمو له اوړو څخه پخېږي چې پوستکی ترې لرې شوی وي که یې ډوډۍ وخوړل شي د لا لوږې لامل کېږي.

سپینه ډوډۍ په وینه کې شکره لوړوي. سپینه ډوډۍ د تصفیه شوو غنمو له اوړو پخېږي، د هضم په اوږدو کې ژر جذبېږي چې دغه څه په وینه کې د شکرې کچه لوړوي او انسولین ټیټوي. سپینه ډوډۍ یوازې د هغو خوراکي توکو سرچینه ده چې د شکرې او زړه ناروغۍ لا پرمختللې کوي او د چاغوالي لامل کېږي. همدا راز په سپینه ډوډۍ کې هېڅ ډول انزایم نه وي. د دې لپاره چې په معده کې خواړه لکه غوړي، کاربوهایدريت او پروتینونه پر وړو زرو تجزیه شي، په پانقراس کې اړینو انزایمونو ته اړتیا پیدا کېږي، خو که د یو څه وخت لپاره سپینه ډوډۍ وخوړل شي، پانقراس د انزایمونو له کمښت سره مخ کېږي چې نه شتون یې د هاضمې په سيستم کې ستونزې پیدا کوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب