د شيطان فريبونه

لمړى دا چې شيطان د هر انسان سره دى:
په دې اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: عن ابن مسعود رضى الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ((ما منکم الا و قد وکل به قرينه من الجن و قرينه من الملائکة، قالوا و اياک يا رسول الله صلى الله عليه وسلم؟ قال: و اياى و لکن الله عزوجل اعانني عليه فلايامرني الا بحق)) و فى رواية ((الا بخير)) رواه مسلم و في حديث اخر فاسلم
ترجمه:
له ابن مسعود رضى الله عنه څخه روايت دى وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: (( نه ده هيڅ يو له تاسې څخه مګر له هغه سره د شيطان او ملائکو يو ملګرى مقرر کړل شوى دى، نو صحابه کرامو وفرمايل چې له تا سره هم د جنياتو څخه يو ملګرى موجود دى رسول الله صلى الله وفرمايل هو خو الله جل جلاله له ما سره د هغه په اړه کمک کړي نو ما ته امر نه کوي مګر په حق سره او په بل روايت کې دي چې په خير سره راته امر کوي))
په يو بل حديث کې راغلي دي چې هغه زما د جن ملګرى مسلمان شوى دى او يو بل روايت کې دي چې زه له هغه څخه محفوظ او سالم پاتې شوى يم.
نو معلومه شوه چې شيطان له هر سړي سره دى خو کوم چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دى په هغه د شيطان اطلاق نه کيږي ځکه چې شيطان د سرکش په معنى دى هغه ته جن يا پيرى ويل کيږي.
شيطان د انسان په بدن کې د وينې په شان سرايت لري
په دې اړه د رسول الله صلى الله عليه وسلم يو حديث دى: عن صفية بنت حيي زوج النبي صلى الله عليه وسلم قالت: کان رسول الله صلى الله عليه وسلم معتکفاً فاتيته ازوره ليلاً فحدثته ثم قمت لانقلب فقام معي ليقلبني ……… فمر رجلان من الانصار، فلما رايا رسول الله صلى الله عليه وسلم اسرعا، فقال النبي صلى الله عليه وسلم: ((على رسلکما انها صفية بنت حيي)) فقالا سبحان الله يا رسول الله قال: ((ان الشيطان يجرى من ابن ادم مجرى الدم و اني خشيت ان يقذف فى قلوبکما شراً)) او قال ((شيئاً)) رواه الصحيحين
ترجمه:
د نبى کريم صلى الله عليه وسلم له بي بي صفيه بنت حيي څخه روايت دى فرمايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم معتکف و، زه ورته راغلم د دې په خاطر چې ليدنه يې وکړم نو څه خبرې مې ورسره وکړې بيا پاڅېدم چې لاړه شم نو رسول الله صلى الله عليه وسلم راسره پاڅيده د دې  لپاره چې ما کور ته ورسوي، نو له انصارو څخه دوه سړي تېرېدل نو کله يې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وليده تيز شول نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل چې په خپل حالت تګ کوي زما سره صفيه د حيي لور ده نو هغه دواړو وويل چې سبحان الله (الله ته پاکې ده) اى د الله رسوله (يعني مونږ په تا کومه بدګماني نه کوو) نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ((په تحقيق سره شيطان د انسان په بدن کې لکه وينه داسې تګ کوي او زه ووېرېدم چې ستاسې په زړه کې کوم بدګماني وانه چوي يا کوم څه مو په زړه کې تېر نشي)) بخاري او مسلم دا حديث روايت کړي دي
مسلمان بايد د شيطان څخه پناه وغواړي:
الله تعالى فرمايي: ((فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ))
ترجمه:
كله چې قرانکريم لولې نو په الله تعالى سره د شيطان رټل شوي څخه پناه وغواړه
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي ((ان الشيطان ياتي احدکم فيقول من خلقک؟ فيقول الله تبارک و تعالى، فيقول من خلق الله؟ فاذا وجد احدکم ذلک فليقل: امنت بالله ورسوله فان ذلک يذهب عنه))
ترجمه:
شيطان يو کس د تاسې ته راځي او وايي چې چا پيدا کړى يې نو هغه کس ورته وايي الله تعالى پيدا کړي يم بيا ورته واي چې الله تعالى چا پيدا کړي دى نو که ستاسې په زړه کې داسې خبره تېره شوه نو ووايې په الله او په رسول مې ايمان راوړى دى نو په دې سره شيطان د سړي څخه تښتي.
شيطان د انسان د ګمراه کولو قسم خوړلى دى:
الله تعالى فرمايي: ((قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ 16 ثُمَّ لآتِيَنَّهُم مِّن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَن شَمَآئِلِهِمْ وَلاَ تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ))
ترجمه:
شيطان وويل چې زما دې په هغه څه قسم وي چې تا زه ګمراه کړى يم زه به ستا بندګانو ته ستا په نيغه لاره کينم  بيا به په دوى له باندې له مخې، له شا، له ښي طرف څخه او له چپ طرف څخه حملې کوم بيا به ته دوى شکرګذاره ونه مومې.
د شيطان د دعوت او بلنې مراحل:
1)    لمړى کفر ته دعوت کول که چېرې په چا باندې يې د کافر کولو وس ونه رسيږي نو بيا
2)    بدعت ته دعوت کول او که د دې طاقت يې هم ختم شي نو بيا
3)    لويو ګناهونو ته دعوت کول که لدې نه هم عاجز شي نو بيا
4)    وړو ګناهونو ته دعوت کول او که لدې هم پاتې راشي نو بيا
5)    په مباحو کارونو کې اخته کول او که دا هم ونشي کړاى نو بيا
6)    د غوره کار پريښودل او د دې مخالف کار ورباندې سرته رسول د شيطان د دعوت مراحل دي
    د شيطان د کار مراحل:
1)    د مسلمانانو په منځ کې ګډوډي او بدګماني پيداکول:
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: ((ان ابليس قد ياس ان يعبده المصلون ولکن يسعى بينهم فى التحريش))
ترجمه:
شيطان او ابليس له دې نه نااميده ده چې لمونځ کوونکي يې پيروي وکړي خو د دوى په منځ د ګډوډۍ د پيدا کولو کوښښ کوي.
2)    انسان ته د بدعوتونو ښايسته کول.
3)    د انسان د عمل يو طرف ورته لوى ښودل:
مثلا ورته وايي چې ته لمونځ کوې دا ستا لپاره کفايت کوي نو که له دې سره نور کوم منکرات سرته ورسوې باک نه لري ځکه لمونځ د دين ستن ده، يا مثلا ته له خلکو سره په معامله کې ښه يې يا دې اخلاق ښه دي نو که نور ناروا کارونه وکړې باک نلري او داسې نور
4)    د اميدونو اوږدول:
مثلا مسلمان ته وايي چې کله له درس څخه فارغ شوې نو بيا به نيک عمل شروع کړې کله چې فارغ شي نو بيا ورته وايي تر اوسه خو لا ځوان يې کله چې واده وکړې نو بيا به نيک عمل شروع کړې، کله چې واده وکړي بيا ورته وايي چې له حج کولو وروسته بيا نيک عمل ته شروع وکړې ځکه چې په حج کولو ګناهونه له منځه ځي، نو مسلمان په همدې اميدونو کې وي چې مرګ ورباندې راشي.
5)    د ځان کمال ورته ښودل:
مثلا ورته وايي چې ته خو فرض لمونځ کوې نور خلک بالکل لمونځ نه کوي نو ته له ډېرو غوره يې همدا کفايت کوي نو له نورو نيکو اعمال څخه يې منع کوي.
6)    شک اچول:
يعنې په خپله مستقيمه لاره کې ورته شک اچوي چې ته په کومه لاره روان يې کېداى شي دا په حق نه وي
7)    ويرول:
شيطان بعض وخت انسان له ځان څخه په داسې شکل ويروي چې ورته په ذهن کې اچوي چې له شيطان سره مقابله کول ګران کار دى، يا يې له خپلو ملګرو (کفارو) څخه ويروي چې بيا د حق خبره نشي کول الله تعالى په دې اړه فرمايي: ((إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءهُ فَلاَ تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ))
ترجمه:
دا کومه ويره چې ستاسې په زړونو کې ده دا شيطان خپل دوستان ويروي نو تاسې ترې مه ويريږئ خاص له ما څخه وويريږې که چېرې رښتيني مومنان ياست.
8)    کله شيطان انسان له فقر څخه ويروي الله تعالى په دې اړه فرمايي ((الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاء))
ترجمه:
شيطان تاسې د فقر وعدې درکوي او تاسې په بدکارۍ امرکوي.
9)    انسان ته تاويلو او چلونه ښودل
يعنې کله ورته وايي چې دا حرام حلال وګڼه ځکه په دې ستا او د دعوت مصحلت دى نو دروغ ويل شروع کړي او داسې نور
10)    په عقيده کې ورته وسوسه اچول:
مثلا ورته وايي نيک عمل مکوه او ځان مه ستړى کوه ځکه چې ته خو په خاتمه خبر نه يې او ټول شيان ستا له پيدايښت نه مخکې ليکل شوي کيداى شي خاتمه دې ښه وي
د انسان زړه ته د شيطان د داخلېدو لارې:
1)    حسد او حرص:
کله چې انسان ته حسد  او حرص پيدا کړي نو د خپل مسلمان ورور په مقابل هر ناروا روا ګڼي او د هر قسم مال په پيدا کولو کې کوښښ کوي
2)    شهوت او غصه: له دې لارې هم شيطان د انسان زړه ته داخليږي
3)    طمع کول: دا هم د شيطان د داخلېدو يوه ښه لاره ده.
4)    په کارونو کې عجله کول
5)    د مال او دولت سره مينه درلودل
6)    بخل او له فقر نه وېرېدل
7)    په مسلمانانو بدګماني کول
8)    په ډوډۍ ځان زيات مړول او ډېره ښه طعامونه خوړل
علاج:
د شيطان له فريبونو څخه کولى شو چې له لاندې طريقو خلاصون ومومو:
1)    په الله تعالى کلک ايمان لرل او په هغه توکل کول:
الله تعالى په دې اړه فرمايي: ((إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ))
ترجمه:
په تحقيق سره نشته شيطان لره واک او قدرت په هغه کسانو چې ايمان يې راوړى دى او په خپل رب باندې توکل کوي.
2)    ديني علوم له خپلو اصلي مصادرو (قران او سنت) نه زده کول
3)    په دين کې اخلاص درلودل الله تعالى په دې اړه فرمايي ((فَبِعِزَّتِكَ لأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ 82 إِلاَّ عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ))
ترجمه:
شيطان قسم يادوي چې اى الله ستا په عزت مې دې قسم وي چې ستا ټول بندګان به ګمراه کوم مګر هغه کسان نشم ګمراه کولي چې هغه مخلص وي (اخلاص ولري)
4)    زړه د شيطان د داخلېدو لارې پېژندل
5)    د الله تعالى زيات يادول: الله تعالى په دې اړه فرمايي ((وَمَن يَعْشُ عَن ذِكْرِ الرَّحْمَنِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَانًا فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ))
ترجمه:
څوک چې د الله تعالى له ذکر نه غافل شي نو يو شيطان ورته مقرر کړو نو هغه لده سره ملګرى وي.
6)    په الله تعالى سره له شيطان نه پناه غوښتل: الله تعالى په دې اړه فرمايي ((وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ))
ترجمه:
کله که د شيطان له خوا کو ضرر درورسيده نو په الله تعالى باندې ورڅخه پناه وغواړه په تحقيق سره الله اوريدونکى او عالم ذات دى
7)    د معوذتينو (قل اعوذ برب الناس او قل اعوذ برب الفلق) سورتونه لوستل
8)    د ايت کرسى لوستل
9)    په کور کې د سورتې بقرې لوستل:
رسول الله صلى الله وسلم په دې اړه فرمايي (( لا تجعلوا بيوتکم مقابر و ان الشيطان ينفر من البيت الذي تقرا فيه سورة البقرة)) رواه مسلم
ترجمه: خپل کورونه د قبرونو په شان مه ګرځوئ (عبادت او تلاوت پکې کوئ) په تحيق سره شيطان له هغه کور څڅه تښتتي په کوم کور کې چې سورت بقره لوستل کيږي
10)    د زيا بې ځايه کتلو را کتلو نه ځان ساتل: يعنې نامحرمو اشخاص ته نظر نه کول
11)    زيات طعام نه خوړل
12)    د بې کاره خلکو سره نه کيناستل

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب