کفر او شرک

 د شرک ډولونه

١- شرک في العلم:

د الله جل جلا له نه بغير بل مخلوق دغـيبو والا ګڼل(چي دا فلاني پير صاحب،ولي صاحب په غيبو پوهيږي او فلاني ښځي باندى ښاپيري دى او دغيبوشيان معلوموي)مګر يوازي الله جل جلا له په غيبو پوهيږي(اعراف١٨٨)٢:پيريان هم په غيبونه پوهيږي(سباء١٤)٣:ملائيکې هم په غيبونه پوهيږي(بقرة٣٢)٤:انبياء کرام هم په غيبونه پوهيږي(المائده ١٠٩)٥:محمد رسول الله صلي الله عليه و سلم هم په غيبو نه پوهيږي(الاعراف ١٨٨).

په دى موضوع تفصيلي بحث په جواهر توحيد،بوارق الغيب،ازالة الرميبفي مسًلة علم غيب او تنشيط الاذهان کي وګوري.

 ٢- شرک في التصرف:

 دى ته وايې چي د الله جل جلا له څخه غيريو مخلوق د الوهيت په کارونو کي د اختيار،قدرت او تصرف والا وبولي. لکه:پيداکول،رزق،بادشاهي،عزت،ذلت، خزاني او داسي نورورکول يو خاص بنده (پير،ولي ،فلاني بابا…او داسي نورو)ته ثابتول شرک في التصرف دى.

١: رسول الله صلي الله عليه و سلم د الوهيت د کارونو واکدار نه ؤ.(الاعراف١٨٨\يونس٨٨\جن ٢١\الممتحنة ٤)

٢:هرمعبودچي غيرالله وي واکدارنه دى.(رعد١٣\الاسراء٥٦\الفرقان٥٥\سباء٣٣\زمر٣٨\فاطر٣٣)٣:هيڅ يو مخـلوق د الله جل جلا له په کارونو کي تصرف او واکداري نلري (که دا مخلوق هر څه او هر څوک وي)(انعام١٧\يونس١٠٧\احزاب١٧\الفتح١١)په حديث شريف کي دى چي رسول الله صلي الله عليه و سلم خپلوانو ته اوفرمائيل:زه د الله جل جلا له په وړاندى ستاسو لپاره هيڅ واک نلرم (صحيح البخاري)

شرک في الدعاء:

دى ته وايې چي الله جل جلا له څخه غير يو مخلوق د مخلوقاتونه داسي مدد په داسي وخت وغواړي چي د هغه په وس کي نه وي.

لکه:اي فلاني ولي،فلاني بابا،فلاني پيرصاحب،فلاني نبي فلانى بادشاه!!!زما حاجت پوره کړه،زما مشکل،مرض،غريبي لري کړه نو دا شرک في الدعاء دى.او که بنده نه مخامخ چي ژوندى وي او هغه څه تري وغواړي چي د هغه په وس کي وي؛ نو دا شرک نه دى.

قرآن اوسنت ددى تشريح داسي کوي

١:بلنه د غير الله ارتداددى.(انعام٧١)٢:دا کفر دى.(مؤمنون١١٧\رعـد١٤)٣:دا شرک دى.(فاطر١٤\الجن٢٥)٤:دا ظلم دى.(يونس١٠٦)٥:دا د حق نه لريوالي او ګمراهي ده.(الاحقاف٥)٦:ددى نه الله جل جلا له منع کړيده.(الجن١٨\يونس١٠٦\الشعراء٢١٣\الانعام٥٦) ٧:د ابن مسعود رضي الله عنه نه داسي روايت دى چي رسول الله صلي الله عليه و سلم اوفرمايل:لويه ګناه دا ده چي الله جل جلا له سره بل شريک او برخي والاته را مدد شه! ووايې(صحيح البخاري\مشکوة ج١\ص١٧\تفسيرروح المعاني ج١٤\ص١٦٠،ج١٧\ص٢١٢)

شرک في العبادة:

دى ته وايې چي الله جل جلا له سره په عبادت محبت ، اميد او اطاعت کي يو مخلوق د مخلوقاتو(نبي،ولي،پيرصاحب،بابا،ونه،ګټه،لمر،سپوږمي…او داسي نور)برخي والاوګرځولاي شي.

١:د غيرالله څخه د عبادت منع.(الانعام٥٦\المؤمن٦٦)٢:د غيرالله نه د عبادت نفي او الله جل جلا له ته يې اثبات(هود٢،٢٦\بني اسرائيل٢٣\البقره٨٣)٣:مخلوق ته د غيرالله په عبادت هيڅ وجه او جواز نه شته.(الانبياء٦٦\يونس١٨)٤:دا بې عقلي ده.(الانبياء١١،٦٧)٥:دا جهنم ته دهميشه داخليدولپاره سبب دى.٦:معاذ رضي الله عنه فرمايلي چي رسول الله صلي الله عليه و سلم اوفرمايل:د الله جل جلا له حق په بندګانو دادى چي عبادت خاص کړي الله جل جلا له لره او شرک به ورسره نه کوي.(صحيح البخاري)نولمونځ،رکوع،سجده،انحناء(لاس په نامه ښکته کيدل)،نذر،اطاعت،محبت،خوف،رجا،زکوة، عشروغيره دالله جل جلا له حق دى.

د غيرالله په نامه نذر:

الله جل جلا له نه غيرد مخلوق(نبي،ولي،پيرصاحب،پيري،باد شاه،زيارت،بابا،حاجي صاحب…) په نامه اوتعظيم نذر(حلوا… وغيره تقسيمول)کولو ته فعلي شرک وايې او په شرک في العبادة کي هم شاميليږي،او دا حرام دىاو هغه مالونه چي د مخلوق په تعظيم اونذر باندى حلال کړاي شي د ثواب پرځاي عظيمه ګناه ده، دا کار هم حرام دى.

اوددغي حلال کړاي شوي مالونواونذرونو(حلواګانو)خوړل هم ناروا دى. (البقرة١٧٣\المائده٣\الانعام١٤٥\نحل١١٥)او په دى هکله د لا ډيرو معلوماتو لپاره احسن الکلام،د څلورو واړو مذهبونوکتابونو څخه لکه:ردالمحتارلـلشامي ج٢\ص١٢٨،البحرالرائق ج٢\ص٢٩٨،فتاوى عزيزي ج١\ص٣٣، مکتوبات امام رباني ج٣\ص٧١مکتوب٤١.

په برکتونو کې شرک:

شرک في البرکات دى ته وايې چي انسان يا پيري داسي عقيده وساتي چي د شيانوپيدا کول او په هغوي کي برکات اوفايدى اچول دالله نه بغيرمخلوق (نبي،ولي،تعويذ ،بابا،پيرصاحب،دزيارت خرده…اوداسي نور)هم اچولي شي نو دى ته ځکه شرک في البرکات وايې چي برکات پيداکول او ورکول د الله جل جلا له خصوصي صفت دى.

په(الاعراف٥٤\المؤمنون١٤\الفرقان١،١٠،٦١\المؤمن٦٤… او داسي نورو)سورتونو کي يې برکت د الله جل جلا له خاص صفت بللي دى.البته مخلوق مبارک کيداي شي په مفعولي معنى سره(چي الله جل جلا له په دوي کي برکت اچوي) دليل يي حديث د بخاري دى: ما هي باول برکتکم يا آل ابي بکر! (اي د ابوبکر کورنۍ!داخو ستاسي اولني برکت نه دى؟!چي الله جل جلا له يې تاسي ته درکوي مطلب دا چي مخلوق برکتونه نه شي ورکولاي اګر که نبي ،ولي او بادشاه وي، البته الله جل جلاله په دوى کې برکتونه او فايدي اچوي.

په شرح عقيدة الطحاوية کي ليکلي چي دعا به په برکت د فلاني سره نه کوي(ج٢\ص٢٦٢)او تفصيل يې وګور‌ىً ځکه چي د امام ا بوحنيفة رحمةالله عليه د مذهب کتاب دى.

شرک في الحاکمية:

دى ته شرک في الحکم،شرک في الملک،شرک في التشريع،شرک في الاطاعه هم وايې (اودادشرک في التصرف يوقسم هم دى).ددى مطلب دادى چي قانون،شريعت،نظام ،حکومت ،فيصلي،حلال اوحرام،جائزاوناجائز،روا اوناروا(د دنيا تکويني او تشريعي نظام)داټول ټاکل د يوه الله جل جلا له نه بغيرمخلوق(پيرصاحب،ملا،شيخ،امام،ملک،خان،باد شاه،نواب،وزير،بين الملل،مققنه قوه(پارلمان)،قومي شوري…او داسي نورو) ته ثابتول شرک في الحاکمية دى.الله جل جلا له په دى (المائده٤٤،٤٥،٤٧\يوسف٤٠،٦٧\القصص٧٠\المؤمن١٢\هود٤٥\التين٨)آيتونو کي حاکميت ځان ته ثابت کړي او شرک في الحاکمية يې رد کړي.ملک او بادشاهي په قرآن عظيم الشان کي ٣٧ کرته الله جل جلا له ته ثابته ده.

نوراځي ورونوکوم انسانان چي د شرک د پورتنيو قسمونو نه په هر يوه اخته وي هغوي ته د ايمان او توحيد بلنه د قرآن او سنت په رڼا کي ورکړو چي د ځان سره هغوي هم د هميشه دوزخ څخه د الله جل جلا له په همکارۍ وژغورو.انشا‌ءالله.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: