جنازې ته غسل ورکول

غسل :

د غسل ورکولو حق لومړی دهغه کس دي چه مړي وصيت ورته کړی وي بيا د پلارګنې څپلوان او بيا مړي ته نږيدې خپلوان ،سړي به سړيو ته غسل ورکوي او ښځې به ښځی ته غسل ورکوي يودبل مخالف جنس ته غسل ورکول حرام دي ،ښځه او ميړه يوبل ته غسل ورکولای شي اوهمدارنګه مور خپل ماشوم اولاد ته چه تر اوه کلنې کم وي غسل ورکولاي شي ځکه چه هغوی دعورت په پټولو ندي مکلف شوي .

دغسل ورکولو طريقه :

لومړي به مړی په يوه تخته څملوي اوجامې به ترينه وباسی رنګ به ور ووهی بيا به استجاء ورکړي داسې چه تر لاسه يوه ټوټه تاوکړي اوبيا دلنګ  نه لاس د ننه کړي د غټواو وړو متيازو ځايونه به وونځی دمړي شرمګاه ته به نظر نه کوي .
که بريتونه ،نوکان او دتخرګ ويښتان يې  لوی وي هغه  به لری کړی  خودشرمګاه په ويښتان  به کار نه لري ځکه چه په ژوندون کې د هغه د شرمګاه لمس جايز نه ؤ .

بيا به اودس ورکړي په اوداسه کې په خوله اوپوزه کې اوبه نه اچول کيږي پريوه ټوټه به دغوږونو اوپوزی سوري اوغاښونه  پاک کړي ورسته به دغوږونو،پزی اوخوله کې مالوچ کيږدي چه اوبه ورنه شي .
که دکوم سړي په باره کې ستاسو يقين وي چه دا دناپاکی  په حالت کې وفات شوی  يا ښځه دحيض اونفاس په حالت کې وفاته شوی  ده نو دهغه په خوله اوپوزه کې لږلږ اوبه رسول پکار دي.

د اودس نه پس يې سر اوږيره په صابون ، شامپو يا بل څيز ښه پاک کړئ بيا يې لومړی په ګين اړخ څملوي په ښی طرف يې دری ځله له سرنه تر پښو اوبه واچوي او نرم نرم يې بدن وموښئ ،بيا په همدي شان کيڼ طرف دري ځلې اوبه اچول .
ورسته مړي په قراره د ځان طرف ته راپورته کړي  اوپه کراره به يې په خيټه لږ فشار وروړی چه که په نس کې يې څه پاتی وي هغه ورڅخه ووځی  ورسته به هغه پريمنځی دوهم ځل غسل ته ضرورت نشته .
اوس نو غسل وشو لنګ به تري لری کړی بل لنګ به ور واچوی له هغه ځای څخه به يې بل ځای ته پورته کړي بدن به يې وچ کړی کفن به ورواچوي .
دمړي څخه د زوراتوايستل پکاردي ځکه چه هغه خرابيږي که دطلا يا بل شی قيمتې غاښونه وي که يې ايستل اسانه وي او په ژوند ميت په عادی شکل ايسل نوښه اوکه ايستل يې سخت وي يا د مړی چهري ته نقصان رسوي نو بيا به يې پريږدي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب