پوست او ښکلا

د شامپو په اړه ځینې غلط اندونه

شامپو، يواځي پریولونکې ماده ده چي د وریښتانو د پاکوالي لامل کیږي، او د وریښتانو په ږمنځولو کي مرسته کوي، همدا رنګه د پوستکي په ځینو ناروغیو کي ښه اغیز درلودلای سي لکه د سر پخه او پسوریازیس.

شامپو د وریښتانو پر ټینګوالي او پر تويدو اغیز نلري، د ښې او بدي شامپوپه نوم هم شامپو نسته، شامپو کیدای سي د وریښتانو په نرموالياو ساتني کي د کیفیت له نظره فرق ولري، خو د وریښتانو په وده کي اغیز نسي درلودی او نسي کولای چي د وریښتانو د توېدو مخنیوی وکړي. د وریښتانو توېدل بېلابېل لاملونه لري نو ځکه د وریښتانو د توېدو درملنه هم د هغه د لامل له نظره فرق کوي.

د پوستکي د غوړ له منځه وړل:

د شامپو استعمالول د پوستکي سطحي غوړ په اوبو کي حلوي چي په نتیجه کي د سر سطحي غوړ په پریوللو کي ځي.
د پوستکي د غوړو سرچینه د سباسیو غده ده چي د بلوغ څخه وروسته فعالیږي او د پوستکي دغوړېدو لامل کیږي. ځیني خلګ غلط فکر کوي چي د سر غوړ د وریښتانو توېدل زیاتوي، دا یواځي یوه اوازه ده خو د وریښتانو غوړ کیدای سي په سر کي د موجودو فنګسونو د ودي او د سر د پخي د زیاتیدو لامل سي، پداسي حال کي د وریښتانو پریولل د سر دپخي پر کمېدو اغیز درلودای سي.

د سر د پخي سره مقابله:

شامپو په دوو میکانیزمونو سره د سر پخه له منځه وړي،

۱: شامپو د داسي موادو درلودونکې ده چي د سر پخه په اسانۍ سره کنټرول کړي. ۲: کیدای سي شامپو د فنګس ضد موادو درلودونکې هم و اوسي او د سر پخه کمه کړي.

شامپو وریښتان نه اوږدوي:

سوداګریز اعلانونه وایي چي شامپو د وریښتانو د توېدو مخنیوی کوی یا وریښتان اوږدوي دا خبره اصلآ د منلو وړ نده.
هیڅکله په دې باور مه کوی چي شامپو د وریښتانو د اوږیدو او قوي کيدو سبب ګیږي،که څه هم شامپو د نباتي موادو درلودونکې و اوسي.

ډیری کیمیاوی او نباتي دواوي چي د وریښتانو د توېدو د مخنیوي په خاطر بازار ته معرفي سويدي، د پوستکي د نړيوالي ټولني لخوا نه دي تاید سوي.
که چيري شامپو په رښتیا سره د وریښتانو د تويدو ضد موادو درلونکې هم و اوسي، خو د دغه موادو د اغیز او جذب لپاره پوره وخت نسته، ځکه چي شامپو پر وریښتانو د ډیري مودې لپاره نه پاته کیږي، نو پدې خاطر نسو کولای چي شامپو د وریښتانو د توېدو د مخنیوي په نامه و پیژنو!

ډاکټر عبدالولي اعتماد
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: