اسلامي سیاست او دولتاسلامي معلوماتملحدینو شبهاتو رد

د سیکولرانو(لادینیانو) مهمې نښې

دا مسلمه او مشهوره خبره ده، چي د سيکولريزم او لادینیت لومړۍ پیل له اروپا څخه شوی دی، له هغه ځايه بيا د نړۍ نورو لويو وچو او هيوادونو ته دغه شومه پديده انتقال شوه او اسلامي نړۍ ئې د خپل رنګين زهرجن تاثير لاندې راوستلو وروسته تر تتۍ لاندې کړه، مسلمانان چي له خپله نړیوال عزت او برم څخه د زوال او شاتګ پر لور روان وه، دې منحوسي پدېدې ته لاس وراوږد کړ، او د ځان د نجات په موخه ئې په خپلو هيوادونو کي پلي کړه، اسلامي شريعت او الهي قانون ئې له خپلو ورځنيو چارو او سياسي فعاليتونو څخه د پرمختګ، تمدن او عصريتوب په بهانه ليري کړ، خو دوی نه پوهېدل چي دا يوه داسي د بارودو لار ده، چي په اور کي به ئې د خپل ځان دسوځولو ترڅنګ بې شمېره داسي اولسونو سوځولي وي، چي اسلامي شريعت ته به پر نورو کفري قوانينو ترجيح ورکوي، کومو کسانو، چي دا چاره سرته رسولې ده لادینون او سيکولريستان نومول کېږي، دلته هڅه سوې ده، تر څو د سيکولر افکار درلودونکو يا سيکولريستانو(لادینانو) نخښي بيان سي، تر څو مؤمنان او د اسلامي ټولني افراد ئې وپېژني او له اضرارو څخه ئې ځانونه او مسلمانان وژغوري، ځکه چي د مځکي پر مخ هغه اصلي مفسدين همدوی دي.

د لادین د پېژندلو نخښي:

۱-پر الله  د ايمان دعوه کوي، خو عقيدتا د دین او ژوند تر مينځ د اړيکو پر نه موجوديت قائل وي.

۲- د دوو جنسونو (نارينه او ښځينه) وو تر مينځ د اختلاط او مساوات د روا کولو غوښتونکي وي.

۳-دا غوښتنه کوي، چي دين ته دي په سياسي امورو کي برخه نه ورکول کيږي.

۴- په دنيوي امورو کي عقل ته پر نقل زيات واک ورکوي.

۵- داسې څرګندونې کول، چي دين د تمدن او پرمختګ سره جوړجاړی نه لري، اسلام غفلت ته بلنه ورکوي(نعوذ بالله)، کوم پر مختګونه، فتوحات، اختراعات او تجربوي علوم چي رامينځ ته سوي دي، دا د اروپايي تمدن (سيکولريزم) له برکته سوي دي!؟!

۶- ددوی په نزد اخلاق د اقتصادي او مادي اوضاعو انعکاسونه دي، په داسي حال کي چي اخلاق په اسلام کي د عقيدې تر پولو لوړ مقام او د عبادت سره مستقيم ارتباط لري.

۷- د جمود! د ترک غوښتنه کوي او پر اسلام د پرمختک د مخه نيولو تور پوري کوي.

۸ -د روحي او اخلاقي ارزښتونو د سلب او الغاء په هڅه کي وي.

۹- په تعليم کي د غربي تقليد، لکه: موسيقۍ (ډمتوب) او هنرمندۍ (تمثيل) غوښتونکي وي.

۱۰- پر غربي طرز او طريقه باندي د سېنماګانو، کلتوري او فکري مرکزونو د جوړولو په هڅه کي وي.

۱۱- د دوی فکر، رايه، تصورات، ارزښتونه او اولويتونه ټول پر غربي طرز او طريقه وي او له هغه څخه خړوبيږي.

۱۲- خپل ځان ته د پوه او عصري کس نسبت کوي او دا وايي، چي په دنيوي نظام موږ تر ټولو ښه پوه يو، په دې سره دا کوښښ کوي، چي له ديني دائرې څخه ځان آزاد او دالله تعالی حق له ځانه دفع کړي، خو همدوی به همېشه په خپلو هڅو کي ناکام او سر به ئې په خټو کي بند وي.

۱۳- د فقهي اکثري قواعدو څخه د ځان په نفع او په اسلام کي د شبهاتو د پيداکولو له پاره کار اخلي،

۱۴- دين له ژوند څخه په ګوښه کي ساتي.

۱۵- بې مهاره آزادۍ ته دعوت کوي، په خاص ډول د بيان غولوونکي آزادۍ ته! او دا په دين کي د تحريف دپاره ځان ته تر ټولو ښه لار بولي.

۱۶- د داعيانو او اسلامي کتابونو سره هر وخت په خزه کي وي. دبدنامۍ هڅه ئې کوي او ډول- ډول تورونه ورباندي پوري کوي.

۱۷- پر مسلمانانو باندي داسي اتهامات واردوي، چي د اسلام بدنامي په راځي. لکه: د بمونو، وژنو، ځورونو او نورو په اړه.

۱۸ –علماء په دې ګرموي، چي ولي د هغه چا پر ضد چي ددوی ګټه پکښي نغښتې وي خبره نه کوي،

۱۹ – همېشه د کفارو سره د دوستۍ، صلح او تفاهم غوښتنه کوي، هغه که په هره لار وي، دين ته په دې امورو کي ارزښت او اهميت نه ورکوي.

۲۰- په تمدن او ثقافت کي د غرب سره د دوستۍ او د هغوی د کلتور د پلي کېدو په هڅه کي وي، تر څو خپل نفسي او شهواني غرايز پکښي اشباع کړي.

۲۱- همېشه د غرب د برائت په هڅه کي وي، که څه هم د مقدساتوسپکاوی ئې کړی وي او  د مقدساتو بد ئې ويلي وي.

۲۲- پر مسلمانانو باندي د ظلم اساسي قضيې له پامه غورځوي.

۲۳- ديني مراکز او خدمات په ترټولو بدناموونکو نومونو سره بدنامه کوي.

۲۴- پرښځينه شرعي حجاب باندي تمسخر کول، له کوره د ښځو را ايستل او په دې اړه له هري ممکني وسيلې، لکه: کنفرانسونه، رسنۍ ا و نورو څخه کاراخيستل ددوی تر ټولو لومړنی کار وي.

۲۵- د کفارو پر هر ډول دښمنۍ او ظلم باندي سکوت کول.

۲۶- په شرعي مسائيلو کي بې له علمه بحث او مناقشې کوي، له ځانه فتواګاني ورکوي او کومه فتوی، چي دده له خواهشاتو او عقيدې سره په ټکر کي وي، هغه په خپل ټول توان سره ردوي او د تشدد نوم ورکوي، د معتبرو علماوو له خواد صادرو سوو فتواګانو توهين کوي.

۲۷- د مخکنيو تمدنونو، لکه: فرعونيت، بابليت، زردشتيت او نورو د بيا راژوندي کولو په هڅه کي وي او د قديمه اثارو ئې تر ديني مقدساتو زيات احترام ساتي.

۲۸- دا خبره کوي چي دين مصيبت دی (العياذبالله) او له لذاتو څخه ئې انسانان محروم کړي دي، انسانانو ته د مرګ، حدودو جاري کول او نوري سختي سزاګاني ورکوي.

۲۹- د افضليت معيار دين نه بلکي ژبه، وطن، قوم او خدمت ټاکي، هغه کس تر ټولو غوره بولي، چي وطن ته زيات خدمت کوي، د دين او جنسيت پر اساس د انسانانو ترمينځ پر فرق قايل نه دي. تقوی د افضليت له پاره معيار ټاکل خو بيخي ليري خبره ده.

۳۰- د هر هغه څه تائيد کوي، چي د شريعت مخالف وي. پر دين باندي د زنادقه وو او ملحدانو په څېر طعن وايي.

۳۱- دين د ټولني دطبقاتو د جنګولو آله بولي.

۳۲- د ليبرالي اقتصادي نظام د تطبيق کوښښ کوي.

۳۳- د جهاد پر ضد هره حربه په کار اچوي.

۳۴- د ښځو او نارينه وو د ميراث، د تعدد الزوجات او د سود د حرمت په څېر پر صريحو حکمونو باندي ردونه کوي.

اللهم انا نعوذبک من شرورهم.

لیکوال: اسدالله انعام

یادونه: وسیع ویب کې هره نشر شوې لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: