جغرافیه

د سویز کانال

د سویز کانال تر تولو یو لوی مهمي د اوبو لاری په نړي کی ده. دغه ۱۹۳ کیلو متره کانال د مدیترانه سمندر د سره سمندر سره نښلوي. دغه لاره د اروپا، آفریقا او آسیا څخه د مواد لیږلو لپاره کارول کیږی. دغه کانال بدون د دی چه آفریقا ته  ولاړي شی د اوبو لیږل له اروپا څخه آسیا ته اجازه ورکوي. دا د ۷۰۰۰ کیلومتر څخه ډیر سفر کموي.

په کال ۱۸۵۰ کی٬ یوه فرانسوي شرکت د مصر سره معامله وکړه تر سو د سویز کانال جوړ کړي. ودانول په ۱۸۵۹ کال کی پیل شو او لس کاله یي دوام وکړ. د سویز کانال ودانول ډیر غت انسانی څواک ته اړتیا درلوده. کار سخت وو او د کار شرایط کمزوري وو. د کانال په اږدوکی د کار کولو په  ترڅ کي په زرکونو کسانو د تنفس او اوبوو څخه ناروغيو له امله لکه کولرا څخه مړه شول. په لمړی کي دا کانال د مصر او فرانسي ملکیت وو٬ مګر مصر د سویز کانال پیسه ورکړی.

د پایلې په توګه مجبور و چې په کانال کې د بریتانیه ته ستره برخه وپلورل شي. د ډیرو کلونو لپاره فرانسې او بریتانیې د دغه کانال ملکیت درلود مګر په 1956 کال کې مصر د سویز کانال ونیول او د مصر د خلکو ملکیت یې اعلان کړ. بریتانیا، فرانسې او اسراییل په مصر حمله وکړه او د اوونۍ اوږد سویز  جگړه وشوه. ملګرو ملتونو مداخله وکړه او اعلان  وکړ چې  دا کانال د مصر ملکيت وي   د جګړو له امله چي زیان ورسیده، د څو میاشتو لپاره د اوبو لاره وتړل شوه. د سویز کانال په 1967 کې د اسراییلو سره د جګړې پر مهال وتړل شو. د كانال په منځ كې 14 کشتي د  تېرودو په مهال د كانال په منځ كې په يوه ټاک كې ګیر پاتي شوې وې. دا کانال د نړیوال تجارت لپاره تر 1975 کال پوري بیا پرانیستل نه شو، دا پدې معنی وه چې ځینې کشتی د سوز کانال کې له اتو کالو راهیسې پاتي شوي.

نن ورځ دا کانال د نړي تر تولو یو غوره بوخت د کشتی لاري ده. له 16000 څخه زيات لوي کشتی د سویز کانال له لارې هر کال تېرېږي. دا د شاوخوا 8 غوټو په سرعت کې د کانال اوږدوالی ته د 11 څخه تر 16 ساعتو پورې وخت نیسي چه سفر وکړی. دا کانال د دوو تیرودلو ځاینوڅخه د یوی اوبو لاری ده. دا د بندولو سیسټم نلري او په آزاده توګه د سمندر اوبه په کی جریان لري. په 2015 کې یو نوی پراختیا پرانيستل شوه چې د 35 کیلو مترو په اوږدوالي دوه ټرافیکي لاري ته اجازه ورکوي چي د کانال په منځ کې دوام موندي.

مصر د سویز کانال کنټرول ته ادامه ورکوي، مګر نړیوال تړونونه ډاډ ورکوي چې دا کانال شاید ” څنکه چي د سولې په وخت کې په کارول کیږی د جنګ په وخت کي هم په کارول شي، د هرې سوداګرۍ یا جنګ له لارې پرته د پرچم د توپیر څخه کار واخیستل شي.”

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: