د سنځلو روغتیايي ګټې

دا چې د سنځلې ونه له هر ډول محیط سره جوړ جاړی کولی شي، نو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونه کې پیدا کېږي او کرل کېږي هم. د سنځلې ټولې برخې؛ هغه که ریښې وي، پوستکی وي او یا هم خپله مېوه ګټورې بلل شوې دي.

د سنځلو خوړل د معدې او ینې د پیاوړي کېدو لامل کېږي. سنځلې په خپل ترکیب کې تر ټولو قوي انټي اکسیډان لري چې د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي.

سنځلې د التهاب ضد ځانګړنه لري او کم کالري مېوه بلل کېږي. ګټه یې د هغو کسانو لپاره ډېره ده چې غواړي خپل وزن کم کړي. پر دې ټولو سربېره سنځلې نورې ډېرې ګټې هم لري چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کوو:

سنځلې د تبې او درد ضد خاصیت لري

سنځلې زړه قوي کوي

سنځلې سر درد له منځه وړي

سنځلې اسهال کابو کوي او د خونریزۍ مخه نیسي

سنځلې د مفاصلو درد او د پوستکي خارښ له منځه وړي

سنځلې د پوست د ښکلا لپاره ښه نسخه ده

سنځلې د افغانستان په مشهورو وچو مېوو کې راځي چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې موندل کېږي، خو د لوګر ولایت سنځلې بیا خورا مشهورې دي. په دغه ولایت کې ډول ډول سنځلې پیداکېږي او ګڼ مینه وال هم لري.

لیکنه :  حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب