د سرطان سببونه

هرکال نړي کې لس ميليونه خلک په سرطان اخته کېږي. دامريکا متحده ايالاتو کې په سلو پنځه ویشت مرګونه د سرطان له امله رامنځته کېږي.

عموما فکر کیږي چې سرطان اکثرا د جینیټيک او محيطي/چاپیریالي عواملو/لاملونو له کبله رامنځته کېږي خو برعکس نوي څیړنې د سرطان يو عامل د حجروي تقسيماتو/ویش د خطا په نتيجه کې راتګ ښيي. د خطاګانو ډيريښت د عمر سره تړاو لري.

د ۳۱ مختلفو سرطانونو څخه يوازې ۹ ډولونه جینیټيک او محيطي عواملو په سبب رامنځته کېږي. د صحي ژوند په کولو سره کولي شو د هر لس ډول سرطانونو څخه د څلورو مخه ونيسو.

د مثال په ډول دشرابو نه څښل٬ د سېګرېټو نه څښل، متوسط چاغښت یا منځني وزن ساتل او صحي تغذيې سره د سرطان خطر کمولي شو.

که محيطي عوامل په نظر کې ونيسو د سرطانونو ۴۰ – ۴۵ فيصده پورې زيات وزن او خرابی تغذيې له کبله٬ ۲۵ – ۳۰ فيصده پورې سېګرېټ له کبله٬ ۱۵ – ۲۰ فيصده پورې د نورو مر يضيو له کبله، او پاتې نور: د حد نه زياتو شرابو څښلو، سترس/ذهني بوج٬ سپورت نه کولو، د چاپېريال چټلتيا او هوا خرابوالي له کبله پیښیږي.

د نامناسبې تغذيې ترټولو زيات دغو سرطانونو سره تړاو موندلي: لويې کلمې٬ معده٬ پروستات٬ پانکراس٬ کیسه صفرا٬ او رحم سرطان.

سرطان په لاندې غړو کې پيدا کېږي:

مغز ۱ ٪

پوستکی ۱۰ ٪

تناسلي برخه: نرانو کې ۲۰٪ ، ښځو کې ۸٪

سينه ۱۴٪

هاضمې سيستم ۲۵٪

تنفسي سيستم: نران ۲٪ ښځې ۳٪

ځيګر او کيسه صفرا ۳٪

نور غړي ۸٪

 

الله پاک دې مونږ تاسو او ټول مسلمانان له دې ټولو وساتي. آمین

ترتيب او ژباړه : منيب الرحمن رحماني
Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب