د سردار داود خان دور او کودتاه

١٩٧٣ء کښې چې ظاهر شاه دعلاج پۀ غرض اټلى ته تلي ؤ ، ددۀ پخوانى صدراعظم اؤ دترۀ زوئ سردار محمد داؤد خان پۀ اقتدار قبضه وکړه . دۀ دبادشاهت دختمؤلو اعلان وکړو اؤ افغانستان ئې جمهوريه اعلان کړو . خو دشوروى اتحاد پۀ کوششونو خلق اؤ پرچم اتحاد وکړو اؤ پۀ ٢٨ اپريل ١٩٧٨ء ئې د((ثورانقلاب )) پۀ ذريعه پۀ حکومت قبضه وکړه اؤسردار محمد داؤدخان ئې دکورنۍ سره ووژلو . دکمونسټانو دحکومت راتلو سره ددوئ مخالفو اسلامى ډلو دپاکستان ، اروپا اؤ امريکې پۀ لور مخونه واړؤل اؤ ددغې خوانه ئې دجنګ تيارۍ پيل کړې .
دسمبر ١٩٧٨ء کښې دافغانستان اؤ شوروى اتحاد تر مينځه دالوظنامه وشوه چې کۀ کابل ته ضرورت پيښ شو نو دماسکو نه فوځ راغوختلي شى . ستمبر ١٩٧٩ء کښې صدراعظم اؤ ددفاع وزير حفيظ الله امين نورمحمد تره کي ووژلو اؤ پۀ خپله ئې پۀ حکومت قبضه وکړه .
ددۀ دحکومت دمضبوطؤلو لپاره دسمبر ١٩٧٩ء کښې د شوروى اتحاد فوځيان افغانستان ته داخل شو ل . حفيظ الله امين ووژل شو اؤ ددۀ پۀ ځائ ماسکو کښې جلاوطن ببرک کارمل کابل ته راوستي شو اؤ پۀ تخت کښينولي شو . دروسى فوځونو دراتګ سره امريکې دپاکستان ، عربى هيوادونو اؤ نورو روس مخالف قوتونو پۀ مرسته دحکومت مخالف افغانانو پۀ ذريعه جهاد پيل کړو . دې سره لکونه خلق پاکستان ، ايران اؤ نورو هيوادونو ته په هجرت کؤلومجبور شول اؤ افغانستان دتباهۍ اؤ بربادۍ ديؤنوى تاريخى باب سره مخ شو .
د مجاهدينو کوم مشران اؤ تنظيمونه چې دذوالفقار على بهټو پۀ دور کښې پاکستان ته راغلى وو نو حکومت هغوئ ته پۀ پيښور کښې ددفترونو پرانستلو اجازت هم ورکړو اؤ دهر رنګه مرستو ډاډ ئې هم ورکړو . خو چې پاکستان کښې جنرال ضياء الحق په حکومت قبضه وکړه نو هغۀ دافغانستان جهاد دپاکستان دخارجه پاليسۍ پۀ توګه اعلان کړو اؤ دمجاهدينو سره دښکاره امريکائى نه علاوه ئې دپاکستان مذهبى ګوندونه هم پۀ دې کښې ککړ کړل . غربى ميډيا هم پۀ دې کښې اهم کردار اداکړو اؤ داسې دروس خلاف دلته يؤ لوئى نړيوال بلا ک جوړشو . اسامه بن لادن هم دغه وخت کښې پيښور ته راغي اؤ افغان جهاد دپاره ئې کار پيل کړو .
بلخوا شوروى اتحاد هم دخپلې کاميابۍ ديقينى کؤلو لپاره خپلې ټولې وسيلې اؤ ذريعې پۀ کار واچؤلې خو دمجاهدينو کار دومره پراخه شو چې اوۀ لوئى اؤ ګڼ واړۀ ګوندونه پکښې جوړ شول .چې وروسته ئې ديؤ بل مخالفتونه هم پيل کړل . ١٩٨٥ء کښې پاکستان ددغو اوه ؤ جهادى ګوندونو اتحاد جوړ کړو خو څه نتيجه ئې ورنکړه . ١٩٨٦ء کښې ډاکټر نجيب الله دافغانستان مشر جوړ شو . ١٩٨٨ء کښې دجنيوا لوظنامه وشوه اؤ ددغې لوظنامې ترمخه فرورى ١٩٨٩ء پورې روسى فوځيان دافغانستان نه ووتل. ديوې اندازې ترمخه پۀ دې جنګ کښې څوارلس زره پنځۀ سوه شورويان اؤ لس لکه افغانان مړۀ شول . جهادى ګوندونو چونکې دجنيوا لوظنامه نۀ منله ، نۀ پکښې دهغوئ برخه وه نو دوئ دډاکټر نجيب دحکومت خلاف جنګ جارى وساتلو بلکې داجنګ اوس نو ر هم تود شو . ضياء الحق دافغان حکومت اؤ مجاهدينو تر مينځه د روغې جوړې کؤلو پۀ ځائې مجاهدين پۀ افغانستان باندې د قابضينو پۀ حيث ليدل غوښتل نو هغۀ د ائى ايس ائى پۀ ذريعه دمجاهدينو هر رنګه مرستې وکړې . د بې نظير بهټو دحکومت پۀ دورکښې دجنرال حميد ګل پۀ وينا مجاهدينو پۀ جلا ل اباد يوه سخته حمله وکړه چې زرګونه خلق پکښې مړۀ شول . دجنګونو دا سلسله مارچ ١٩٩٢ء پورې جارى وه.
پۀ همدې کال جنرال رشيد دوستم داحمدشاه مسعود سره لاسونه يؤ کړل اؤ دډاکټر نجيب حکومت ئې نسکورکړو . مجاهدينو دفتحې ورځ ونمانځله خو دمجاهدينو حکومت افغانستان ديوې نوې تباهۍ سره مخ کړو. دجهادى ګوندونو پۀ خپل مينځ کښې خونړۍ نښتې پيل شوې اؤ دحکمتيار اؤ مسعود دفوځونو پۀ نښتو کښې کابل بيخى کنډر شو . وروسته دپاکستان پۀ کوششونو پۀ پيښور کښې دجهادى ګوندونويوه جهادى شورى جوړه شوه چې صبغت الله مجددى ئې مشر وټاکل شو اؤ دي دکابل يؤ بې اختياره اؤ مؤقت مشر جوړشو . دپيښور لوظنامې تر مخه جون ١٩٩٢ء کښې مجددى اقتدار پروفيسر ربانى ته وسپارلو اؤهمدغه وخت دکابل خوا اؤ شاکښې دسياف اؤ دحزب وحدت ترمينځه نښتې وشوې چې سلګونه خلق پکښې مړۀ شول اؤ سلګونو سره دانسانيت خلاف ظلمونه وشول .
پۀ ٣٠ د سمبر ١٩٩٢ء کښې برهان الدين ربانى دڅوارلس سوه مشرانو جر ګه راوغوښتله اؤ ځان ئې ددوه کالو لپاره دافغانستان رئيس وټاکلو . ګلبدين حکمتيار اؤ نورو جهادى ډلو دغه جرګه نۀ منله نو يؤ ځل بيا خونړۍ نښتې پيل شوې . دې نښتوسره دکابل پاتې ودانى هم دخاؤرو سره خاؤرې شوه . مارچ ١٩٩٣ء کښې دپاکستان پۀ کوششونو يؤځل بيا دجهادى ګوندونو ترمينځه لوظنامه وشوه اؤ ربانى رئيس اؤ حکمتيار صدراعظم وټاکل شول . خو پۀ دې لوظنامه هم عمل ونۀ شو . حکمتيار کابل ته پرې نۀ ښودي شو اؤ نښتې بيا پيل شوې . جنورى ١٩٩٤ء کښې جنرال رشيد دوستم هم دحکمتيار ملګري شو اؤ جنګونه نورهم زيات شول . ان تر دې چې طالبان راغلل اؤ ربانى اؤ حکمتيار ئې دواړه دپريشانۍ سره مخ کړل . ١٩٩٢ء نه تر ١٩٩٦ء پورې کۀ پۀ کابل دربانى اؤ حکمتيار جنګ ؤ نو دنور افغانستان هم ډير بد حال ؤ . هر ولايت اؤ اولسوالۍ کښې قوماندانانو ځان ځانله پاچاهۍ جوړې کړې وې اؤ هيڅ امن اؤ دژوند طمع نۀ وه. دربانى حکومت دکابل نه کاپيسا او بدخشان پورې ؤ . دننګرهار ، کونړ اؤ لغمان اقتدارد حاجى عبدالقدير دمشرقى شورى سره ؤ .
هرات اؤ خوا ؤ شا کښې داسماعيل خان پاچاهى وه . دبلخ نه جوزجان اؤ فارياب پورې د جنرال دوستم حکومت ؤ ، باميان کښې د شيعه ګانوقبضه وه . اؤ دقندهار (( سلطنت)) دګل اغا اؤ دهغۀ دملګرو لاس کښې ؤ . هرطرفته انارکى اؤ ځان ځانى وه ،دحکومت اؤ مجاهدينو لخوا دلوټمار بازار داسې تودشوي ؤ چې خلقو روسانو ته دعاګانې کؤلې _ او همدغه وجوهات وو چې دطالبانو اقتدار ته ئې لاره هواره کړه. طالبانو د راتلو سره سم دامن اؤ شريعت نعره اوچته کړه . خلق هم ددغو نعرو پۀ زړه راښکون ورپسې شول خو وروسته کې دهغوئ دناپوهۍ اؤ سختۍ نتيجه دا را ووتله چې امريکې ته پۀ افغانستان دحملې کؤلو موقعه پۀ لاس ورغله چې پۀ نتيجه کښې ئې دحامد کرزى حکومت جوړ شو.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب