زکات

د زکات تعریف، حکم، فضیلتونه، شرطونه او نصاب

زکات د اسلام څلورم ستر رکن دي چې ډير یو اهم عبادت دی. په قرآنکرېم کي ډېر ځایه لمونځ او زکات یو ځاي ذکر شوي . چې دغه دواړه عبادتونه د ټول دین ترجماني کوي. په بدني عباداتو کې لمونځ د ټول دېن نمایندګي کوي او په مالي عباداتو کې زکات د ټول دین نماېندګي کوي .

زکات په ټولنه کي د بي وزلي او فقر پر وړاندې تر ټولو غوره وسيله ده ، د زکاة په اداء سره  په کور ، کلي ، ولس  او هيواد باندي  الهي  رحمتونه او برکتونه  نازليږي  ځکه په کوم قوم  کې چي رحم ،زړه سوي  او يوله بله  کومک وي  نو پر هغه قوم باندي  هم خداي جخپل رحمتونه نازلوي له بلا او آفاتو يي ساتي .

په کوم قوم کي چي زکات نه وي پر هغه به هميشه لوږه او فقر حاکم وي، ډول ډول آفات به ورباندي راځي .

د زکات حکم :

زکات د اسلام دريم ستر رکن دي  چي پر مسلمانانو نر اوښځه فرض دي .

په قرآنکريم تر ۸۰ ذيات ايتونو کي زکات له لمانځه سره پيوسته ذکر شوي دي .

وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ  ( البقره ۴۳ ).

لمونځ قايموي (په ښه شان سره له ټولو حقوقو ) ! او ورکوي زکات ! او رکوع کوي سره له رکوع کوونکو (لمونځ کوونکو مسلمانانو) .

وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (النور ۵۶ ) .

لمونځ قايموي (په ښه شان سره له ټولو حقوقو ) ! او ورکوي زکات ! اودپيغمبر اطاعت وکړي  هيله ده چي پر تاسي رحم وکړاي شي .

 د زكات فضيلتونه ( ښېګڼي ) :

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (البقره ۲۷۷ ).

يقيناْ هغه کسان چي ايمان يي راوړي دي  او کوي دوي ښه عملونه او قايموي لمونځ (په ښه شان ) او ورکوي دوي زکات شته دوي لره اجر په نزد د رب د دوي او نشته هيڅ ډول ويره پر دوي  باندي او نه به دوي ( هيڅکله ) غمجن  کيږي .

هُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ۲ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ (سوره النمل ۲-۳ ).

لاښوونه او زيري ورکوونکي دي مؤمنانو ته ( په نعيم سره ) هغه ( مؤمنان ) چي قايموي لمونځ (په ښه شان ) او ورکوي  زکات  او دوي په ورځي د قيامت هم يقين لري  ( چي رابه شي په حقه سره دغه ورځ ) .

قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ۱ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ ۲ وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ ۳ وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ (المؤمينون ۴-۱ ) .

پتحقيق سره بريالي شوي دي  مؤمنان،  (هغه مؤمنان ) چي په لمنځونو کي عاجزي ښکاره کوي ،( هغه مؤمنان )   دوي  له بدو خبرو او بدو کارو څخه مخ اړونکي دي، (هغه مؤمنان ) چي دوي د زکوة ادا کوونکي دي .

عَن اَبِي هُرَيرَةَ  قَالَ قَالَ رَسُولُ الله ِ صَلَّي الله ُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ   قَالَ اللهُ تَعَلي اَنفِق يَابنَ ا’دَمَ اُنفِق عَليكَ .

دحضرت ابوهريره (رض ) نه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي چي هربنده ته د الله تعالي دا پيغام دي چي اي د آدم زويه ! ته زما په ضرورتمندو بنده ګانو خپله ګټه خرڅ کوه – زه به د خپلي خزاني نه تالره  درکړم  ( رواه بخاري او مسلم ) .

د زکات نه ورکوونکو ته ډېر سخت دردوونکي غذابونه:

…. وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (التوبه ۳۴ ) .

اوهغه کسان چي خزانه کوي سره زر او سپين زر (مال او دولت ) او نه لګوي هغه په لاره د الله ج کښي  نو زيري ورکړه دوي ته په غذاب دردناک سره .

وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ     ( آل عمران ۱۸۰ ) .

پرکومو خلکو چي الله تعالي دخپل مال او دولت پيرزوکړي ده اوهغه له شومتوب نه کار اخلي په دي خيال کي دي نه چي دا بخل او زردوستي د دوي په حق ښه ده ،بلکي دا دهغوي په حق ډيره بده ده ، هغه چي په خپلي بخلي سره څه  را ټولوي هماغه به د قيامت په ورځ دطوق په شکل غاړي ته ورواچول شي .

نبوي (ص ) ارشادات :

مَامِن أَحَدٍ لاَ يُؤَدِّي زَكَاةَ مَالِه اِلاَّ مُثِّلَ لَه يَومَ القِيَامَةِ شُجاَعاً اَقرَغَ حَتَّي يَطُوقَ عُنُقَه ( ابن ماجه )

څوک چي د خپل مال زکات ورنه کړي نو مال به يي دقيامت په ورځ دداسي مار په صورت مجسم شي چي سربه يي پک وي او دده تر غاړه به ور تاوشي .

ما’نِعُ الزَّكا’ةِ يَومَ القِيا’مَةِ فِي النّارِ   ( طبراني )

څوک چي د  زکات له ورکړي منعه کوي نو د قيامت په ورځ  يي ځاي دوذخ دي .

د زکات د واجب کېدو شرطونه :

۱- مسلماني : نوڅوک که نوي مسلمان شي پرهغه د مخکي وختونو زکات لازم ندي .

۲- بلوغ  : نابالغه ماشوم يا د ماشوم ولي  باندي زکات فرض ندي که يي آدا کړي نه صحي کيږي .

۴- د نصاب مالک کيدل : د دومره مال مالک کيدل چي شريعت پري زکات واجب کړي دي .

۵- پوروړي نه وي : يوه سړي د نصاب په اندازه مال لري  ولي د نورو پوروړي هم وي زکات ورباندي نشته .

۶- پرمال پوره کال تيريدل : نصاب ته رسيدلي مال به يوکال تيرشوي وي  ،پدي اړه نبوي (ص) ارشاد مبارک :

دحضرت عبدالله ا بن عمر (رض ) نه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي : چي چاته په هره طريقه مال حاصل شو، نوپرهغي باندي تر هغه وخته زکات  نه واجبيږي  څوپوري چي  په هغي باندي يو کال نه وي تير شوي ( رواه الترمذي ).

۷- پرخپلواصلي ضرورتونو سربيره د نصاب شته والي :

۸- عقل : پرليوني زکات فرض ندي .

د زکات د اداء کولو دصحت شرطونه :

يعني د دغه شپږ شرطونو سره د زکات ادا صحيح ده او که نه وي زکات نه اداء کيږي :

۱- مسلماني :د زکات اداء کوونکي به ضرور مسلمان وي  ، دنامسلمان  زکات نه اداء کيږي .

۲- عقل : که يو ليوني زکات ورکړي زکات يي نه اداء کيږي .

۳- په ټاکلوځايونو کي د زکات مصرفول : هغه ځايونه په قرآنکريم کي  واضح  بيان شوي ،چي لاندي  په تفصيل  ذکر شوي   ،که پرته له دغو ځايونو په نورو ځايونو کي ولګول شي زکات نه ادا کيږي .

۴- بلوغ  : نابالغه ماشوم که زکات ورکړي زکات نه اداء کيږي .

۵- مالک ګرځول : دزکات اداء کولو پروخت  بايد د زکات اخيستونکي  دهغه مالک وګرځول شي ، که هغه فرد وي اوکه  د زکات راټولولومامورين  وي  .

۶- د زکات داداء کولو نيت : زکات اداء کوونکي بايد د زکات د اداء کولو پر وخت  د زکات نيت ولري .

 د زکات د آدا کولو ګټي :

۱- د مال پاکوالي :   که زکات ادا نشي  نودزکات د مستحقينو حق به په مال کي ګډ شوي وي ،چي د زکات په ادا سره به د هغوي حق بيل او مال به پاک شي ، په معنوي لحاظ د ګناهونو څخه پاکيدل ، دناوليو او پاتيکدونوکو څيزونو  دشوق او محبت څخه د زړه پاکوالي .

۲- دمال ذياتوالي : دزکات په ادا کولو سره خداي ج  په مال کي برکت اچوي  ، نوکله موچي زکات ادا کړ بيا به له  حساب کولو ورسته درته معلومه شي چي د نور وخت پر پرتله کټه څومره ذياته شوي

حيران به پاتي شي .

۳- له بلاؤاو  آفاتو څخه د مال بچوالي : دزکات په ادا کولو سره  به بيا په مال آفتونه او بلاوي نه راځي تجارتي مارکيت به اور نه اخلي او د غلوله غلا او لوټ  او داسي نورو به په امن وي .

۴- بي حده خوشحالي او د زړه سکون : د زکات له ادا کولو سره  سم  د انسان په زړه کي ذياته خوشحالي او سکون پيدا کيږي ځکه چي په هر عمل او کسب کي د خداي ج رضا وي سړي  خوشحالي   او آرام احساسوي .

۵- دسيخيانو په ډله کي  ور ګډيدل : د زکات ورکول تر ټولو غوره سخا ده .

۶- دزړه نرم والي  او پر نورو رحم کول : دزړه نرم والي ډير لوي صفت دي چي نرم زړه د دوزخ اور نه سوزي ، نوکله چي هغه خوارانو ته چي  څلورو ديوالونو ته  حيران ناست وي  دخواراک لپاره هم څه نه لري  زکات ورکړ شي  څومره لوي  رحم ، زړه سوي  او خواخوږي  به وي .

۷- له حب دنيا څخه خلاصون : له دنيا اودولت  سره محبت ستر مرض دي  چي ددي مرض په وجه سړي  بخيل ،سخت زړي  او بي رحمه ، بي ميني او علاقي  وي  له مرګ څخه  ويره لري  د دنيا د عيش اونوش هيله لري ……….. نو آخربه تر کومه ژوند وي .

نوکله چي څوک له خپل خوږ مال څخه د خداي ج د رضا لپاره زکات ورکړي  دهغه په زړه کي د خداي ج د محبت ولولي  په جوش راشي او د ناولي  فاني دنيا محبت يي له زړه وزي .

۸- د خداي ج پر نعمت شکر : بي له شکه هغه کس چي زکات اداء کوي ، نو پوره يقين لري چي  زه خو پخوا ناداره وم  اي خدايه  ستا پر خپل فضل مالداره وګرځولم  نو نن ورځ  په ډير اخلاص  ستا له راکړي  يواځي څلويښتمه برخه پر بي وزلو او خوارانو ويشم ، نوشکر خو همدي ته وايي  چي نعمت د خداي ج له خوا يو فضل وګڼل شي ، ولي هغه کس  سره لدي چي خداي ج  ورباندي د مال پيرزوينه کړي  وي خو زکات  نه ورکوي  پر دي ګمان وي چي دا زما د منډو او کوښښتونو ثمره ده . نو د زکات ورکول ورته ډير سخت بريښي  ګمان کوي چي پدي ۴۰ حصه به مي مال کم شي چي دا د لوي چښتن ج سره ستره بي وفايي  او د بندګي له شانه سره ناشکري ،سرکشي  او ډير بدکار بللاي شو.

۹- دخلاصون لاره : دالله ج رضا چي په سپين مخ به د خپل لوي چښتن ج په حضور کي ولاړيږي  خپل مال به درته د نجات او خلاصون وسيله وګرځي  او دهغه له غذاب او دغاړي له طوق څخه به خلاصون مومي .

د زکات نصاب ( اندازه ) :

دسپينو اوسرو زرو زکات او دهغه نصاب :

…… مِن كُلِّ اَربَعِينَ دِرهَماً دِرهمُ ُ وَلَيسَ فِي تِسعَةٍ وَتِسعِينَ وَماءةٍ شَيي ُ ُ فَاِذاَ بَلَغَت مَاء تينِ فَفِيهَا خَمسَة ُ ُ دَرَاِهمَ  (رواه الترمذي وابوداود).

پس اداء کړي زکات  د سپينو رزو  دهر څلويښت درهمو نه يو درهم – اود 199 درهمو پوري هيڅ واجب ندي او کله چي 200 دوه سوه پوره شي نو په هغه کي پنځه درهم زکات واجب دي .

حضرت ام سلمه (رض ) وايي : ما بنګري په لاس کول ، بيا مي له رسول الله (ص) څخه پوښتنه وکړه چي اي دخداي ج رسوله ! آيا دا هم کنز دي ؟ ( کوم چي د توبي په سورت کي د کنز په باب سخت وعيد نازل شوي ) هغه (ص) راته په ځواب کي وفرمايل : کوم مال چي د زکات ورکولو اندازي ( نصاب ) ته ورسيږي او زکات يي ورکړ شي هغه کنز نه دي .

دسپينو زرو زکات  دوه سوه 200 شرعي درهم دي  ، او دسرو زرو 20 طلايي مثقاله دي

داچي درهم او مثقال د ګرام له رويه  څرنګه حساب شي  دنوي عصر علماوو داسي  بيان کړي .

داسلامي نړي  ستر مصري عالم دوکتور وهبة الزحيلي  پخپل کتاب فقه اسلامي دوهم جلد کي داسي ليکلي دي

(( دسرو زرو نصاب شل مثقاله يا اووه نيمي تولي دي  چي دا شل مثقاله بيا دعراق په مثقال سره د سلو 100  ګرامو سره برابر دي او دغه شل مثقاله دعجمي په مثقال سره له شيږ نوي  96  ګرامو سره برابر دي  )).

(( دسپينو زرو  نصاب دوه سوه شرعي درهمه  يا دوه پنځوس نيمي تولي  چي بيا دا دوه سوه شرعي درهم له اووه سوه 700  ګرامو سره برابر دي  او دجمهورو علماؤ په نزد دوه سوه شرعي درهم د 642 ګرامو سره برابر دي )) .

په نورو فقهي کتابونو کي لکه درالمختار ، احسن الفتاوي  او فتاوي  عثماني  کي  بيا  دسرو زرو 87   ګرامه او د سپينو زرو 612  او 628  ګرامه  ليکلي دي .

دسعودي عربستان د اوقاف دعوة او ارشاد وزارت د سرو زو نصاب 85    ګرامه او د سپينو زرو 595  ګرامه  ښودلي دي .

همدارګه  د قطر،يمن ، سودان  او لبنان  هيوادونو د زکات ادارو هم   دسروزرو شل مثقاله له ( 85 ) ګرامه اود سپينو زرو دوه سوه درهمه له  595  ګرامه برابر ښودلي دي .

نو پدي خاطر چي همدا دسعودي عربستان  ټاکل شوي  مقدار اقل دي (دغريبانو په ګټه  دي )  او هم ديوه  هيواد پر سطحه تعين شوي دي  داعتبار وړ دي .

دسرو اوسپينو زرو د زکات اندازه ٪ 2.5  يا 40 څلويښتمه برخه ده .

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

One Comment

  1. د محترم ورور له لیکنې ډېره زیاته مننه کوو خدای دې خېر او برکت ورکړي
    اما ځینو ځاینو کې کوچنۍ غلطۍ شته چې باید حل شي په تور د مثال یو ځای کی یې زکات دوهم رکن بیا دریم رکن بیا څلورم رکن خودلی دی چې باید ورته رسیده ګی وشي

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: