د زړه کلکوالي لاملونه څه دي؟

غفلت ، ډير خوب او د الله تعالی ، عظمت ، قوت ، انتقام ، رحمت او کرم څخه غافله کيدل .

پنځه وخته لمونځ په جماعت سره نه ادا کول .

حرام کسب ، لکه : سود ، رشوت ، په تجارت کې فريب د کفارو موالات او نور .

کبر کول ، د خلکو سپک کڼل او خلکو باندې مسخري کول .

د دنيا د ډيرولو او عيش سره مينه لرل د مرګ ، قبر او آخرت هيرول .

نا محرمو ښځو ته کتل ، همدارنګه نا محرمو سړيو ته کتل .

د خپل ځان سره د حساب او محاسبې نه کول .

د الله تعالی د ذکر بغير ډيرې خبرې ، ډيره خندا ، ډير خوراک او زيات خوب .

په ګناهونو باندې دوام .

بغير د کوم شرعي سبب څخه قهر او عصه .

د کفارو سره تعلق ساتل .

دروغ ، غيبت او بهتان ويل .

د بدو خلکو سره ناسته ولاړه او تعلق .

کينه او حسد .

د وخت بې ګټې ضايع کول .

د شرعي علم له زده کړې مخ اړول .

ساحرانو او کاهنانو ته ورتلل .

د مخدره موادو لکه : شراب ، چرس ، ترياک و غيره خوړل او څکول .

د قرآنکريم د تلاوت او د سبا او بيګاه د اذکارو ترک کول .

د بې ګټې او فاحشو سريالونو ، فلمونو ، مجلو او انټرنېټې سايټونو کتل .

د دعا ترک کول .

مسلمان وروره، او مسلمانې خورې !

څرنګه چې اول د مرض پيږندل او تشخيص مهم دی پورته د زړه د سختوالي اسباب ذکر شول چې د هغه پيږندل په کار دي او د هغه څخه خپل ځان ساتل په کار دي اوس ستاسې حضور ته د هغو د علاج اسباب بيانيږي :

د زړه د سختوالي علاج :

د شرعي علم حاصلول .

د قرآنکريم تلاوت په تدبر ، خشوع او د زړه په حضور سره او همدارنګه د تفسير مطالعه .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو رضی الله عنهم سيرت مطالعه کول .

صدقه او خيرات ( کوښښ وشي چې پټ ادا شي ) .

پر فقيرانو او مساکينو باندې رحم او عاطفه ، د ګوندو او يتيمانو خدمت کول .

أمر بالمعروف او نهی عن المنکر .

د والدينو سره ښه سلوک کول .

صله رحمي (د خپلوانو پالل ) .

د مريضانو پوښتنه کول او هغوی ته تسلې ورکول .

د قبرونو زيارت کول .

مړو ته په غسل ورکولو کې حصه اخيستل .

د الله تعالی ډير ډير ذکر کول .

قيام الليل ( د تهجد لمونځ کول ) .

تواضع او ښه اخلاق .

د جماعت لومړي تکبير نيول ( پنځه وخت لمونځ په جماعت سره کول ، او ددې کوښښ کول چې تکبير اولی ورڅخه تير نشی ) .

خلکو ته سلام اچول ( که څوک پيژني او يا يې نه پيژني ) .

د خپل نفس سره محاسبه کول .

د نوافلو ادا کول .

د صالحو او نيکو خلکو سره تعلق ساتل .

د صالحو او نيکو اعمالو حرص .

زهد اختيارول ، د حب دنيا څخه ځان ساتل او دومره کار او کسب کول چې چا ته محتاج نه وي .

د ځانکندن ، قبر او د حشر د ورځې محاسبې ياد ساتل .

عفوه او بخشش .

د اسلام دين ته د غير مسلمو رابلل .

حلال کسب .

له حرامو څخه د جوارحو (اندامونو ) ساتل .

د ابو څښل .

د جومات په جوړولو کې د خپل توان موافق برخه اخيستل .

د فی سبيل الله مجاهد تجهيز ( د هغه او د هغه د کورنۍ سره مالي کومک کول ، يا د هغه د کور سرپرستي کول) .

په غيابت کې خپل مسلمان ورور ته دعا کول .

په حيوان باندې رحم کول .

د لمانځه د ادا کولو وروسته په جومات کې لږ څه پاتې کيدل ، خصوصاً د سهار د لمانځه وروسته تر لمر ختلو پورې کيناستل .

د مسلمانانو د خيریه مؤسساتو څخه ليدنه او د مسلمانانو د احوال څخه ځان خبرول .

د خلکو په مينځ اصلاح کول .

د جنت د نعمتونو يادول ، داسې نعمتونه چې هميشه به وي ، زوال نه لري او نه هلته مرګ شته .

د دوزخ د غذابونو يادول داسې عذابونه چې ډير سخت دي ، له الله تعالی څخه د د دغو سختو عذابونو نه نجات او پناه غوښتل .

د الله تعالی په درکړ شويو نعمتونو باندې اعتراف کول او د هغه حق پر ځای کول .

د زړه په حضور دعا کول او د الله تعالی نه د دنيا او آخرت د مشکلاتو حل غوښتل ، و قال الله تعالى: وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ [غافر:60] ( د الله جل جلا له  ارشاد دی : له ما نه وغواړئ څو ستاسې (غوښتنې ) قبولې کړم ).

پر ګناهنو باندې توبه کول او له ګناهونو څخه ځان ساتل .

همدا ګناهونه دي چې زړه توروي . او بلاخره زړه کلکوي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : کله چې بنده ګناه وکړي د هغه په زړه کې يوه تور داغ پيدا کيږي پس که توبه او استعفار وکړي هغه بيرته پاکيږي او که ګناه ته ادامه ورکړي نو د هغه په زړه دومره تور خاپونه پيدا کيږي چې بلاخره د هغه ټول زړه احاطه کوي او دا همغه زنګ دی کوم چې په اړه الله تعالی فرمايي [ كلا بل ران علي قلوبهم ما كانو ِيكسبون ]  (رواه احمد ، ترمذی ،ابن ماجه او حاکم ) .

[irp][irp]

پوه شه اي مسلمان وروره، ای مسلمانې خورې !

په ګناهونو باندې دوام کړل ، او الله تعالی د رجوع او توبې ځنډول او نن په سبا کول بنده د خطرناکې خاتمې سره مخامخ کوي ، ځکه ژوند يو لوی فرصت دی او د مرګ نيټه نامعلومه ده .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَلَيْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ حَتَّى إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ إِنِّي تُبْتُ الآنَ ( النسأء ۱۸ ) .

د هغو کسانو توبه نه قبليږي چې د مرګ تر غرغرو بدکارونه کوي او چې مرګ وويني وايي اوس مې په رښتيا توبه ده .

يعنې : د هغه چا توبه نه قبليږي چې له ګناهونو څخه توبه نه باسي خو چې کله هغه ته مرګ راشي او ښه یقيني شي چې اوس مړ کيږم د غرغرو په وخت کې د ګناهونو څخه توبه باسي داسې توبه نه قبليږي .

الله سبحانه وتعالی د بنده په توبه باندې زيات خوشحاليږي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : اللهُ أفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِكُمْ سَقَطَ عَلَى بَعِيرهِ وقد أضلَّهُ في أرضٍ فَلاةٍ (متفق عليه ).

له ابي حمزه انس بن مالک انصاری رضی الله عنه  خادم رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه روايت دی چه رسول الله  صلی الله عليه وسلم  فرمايلی :

الله تعالی د تاسې څخه د بنده په توبه باندې دومره خوشحاليږي لکه: د يوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کې خپل اوښ ورک شوی وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي ( بس الله تعالی ددی نه هم زيات د خپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي) .

 الله سبحانه وتعالی خپلو ياغي او ګناهکارو بنده ګانو په مهربانه مينه ناکه لهجه فرمايي :

قال تعالى :يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر 53 )

ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .

وروره او خورې !

نصيحت مو تاسې ته دا دی چې خپل ځانونه د صالحاتو (نيکو کارونه ) د پاره وفق او له بدو کارونو څخه ځان وساتئ ، ځکه د حرامو تر سره کول په اور باندې ورختل دي ، د مرګ څخه مخکې په ټولو ګناهونو باندې توبه وباسئ ، د الله تعالی څخه پناه وغواړئ په داسې زړه چې په هغه کې خشوع نه وي ، او د داسې سترګو چې په هغه اوښکه نه وي ، او داسې دعوت چې په هغه کې اثر نه وي .

په آخر کې مو دا نصيحت هم ومنئ چې کله کله دغه بې کسه او بې شناخته پاڼې (اسلامي لارښود ) ته هم راځئ او مطالب يې لولئ کيدای شي چې تاسې ته ګټور تمام شي .

[irp][irp]

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب