د رښتیا ویلو سزا؛ حق منصور ویلی، سر په دار دی!
– ته هري خبري ته په سطحي شکل مه ګوره، همدا خبري دي چه موږ یو بل ورباندي پیژنو، یو بل درک کوو، زموږ شخصیت د همدي خبرو څخه معلومیږي او ته پوهیږي چه په همدي خبروحتي سړي کافر او مسلمان کیږي. په همدي خبرو دي مرګ روا کوي او په همدي خبرو دي سر درنه غوڅوي. تاته خبري ټوکي ښکاري او خپله ژبه داسي کاروي لکه هیڅ مصرف چه ورباندي نه راځي خو په حقیقت کي دا خبري ډیر لوي قیمت لري او انسان د خپلي هري خبري قیمت پري کوي. تا تاریخ لوستلي که نه، که نه نو خپلي انا خو به دي خامخا د منصور کیسه درته کړي وي. هغه يي د همدي خبرو په خاطر وواژه. اوس هم خلک متل کوي چه وايي حال (حق) منصور ویلی سر يې په دار دی.
– نو سړي چه حق وايي سر يي ولي په داریږي؟ حق خو د خداي نوم دي، حق ویل خو فرض عین دي او رښتیا ویل خو زموږ انساني او ایماني وظیفه هم ده.
– لوي به شي او پوي به شي چه زلفي د یار څه معنا. ته پوهیږي چه منصور یوازي نه وو چه په دي لاره کي يي سر وبایله، په تاریخ کي داسي ډیر مثالونه شته چه حق ویلو ډیر انسانان له تیغه تیر کړي دي. له نن څخه څه د پاسه ۴۰۰ کال مخکي ( د فبروري ۱۶ کال ۱۶۰۰) د وخت رومان کلیسا برونو (Giordano Bruno, philosopher and scientist) په دي خاطر ژوندي وسیزه چه ویل يي مځکه د کایناتو مرکز نه دي بلکه د یوي سیاري په توګه د لمر چاپیره ګرزي. هغه يي لمړي اته کاله بندي کړ چه له خپلي عقیدي تیر شي، ټول کتابونه يي ورته وسیزل او کله چه يي خبره ونه منله نو اور يي ورته کړ او ژوندي وسیزه. ته پوهیږي چه سقراط يي هم مجبور کړ چه له میلاد څخه ۳۹۹ کاله مخکي زهر وخوري ځکه د خلکو عقاید يي چیلنج کړي وو او د یونان له خدايانو منکر وو. دي ټولو کسانو خبري کولي چه سرونه يي خوړل. او ته وايي چه خبري څه ارزښت لري.
محمد اکبر پیمان