د روژې کفاره څه ته وايي؟

د روژې کفاره:

که څوک په لوی لاس، له کوم عذر، سفر، اويا ناروغۍ پرته روژه ماته کړي هغه به کفاره ورکوي او هم به د همدې ورځې قضايي راګرځوي. کفاره دا ده چې يا به دوه مياشتې پرلپسې روژې نيسي، که د کمزورتيا يا ناروغۍ له امله روژې نشي نيولای بيا دې شپېتو غريبانو ته دوه وخته په مړه خېټه خواړه ورکړي – کولای شي په دوه ورځو کې يې دوه ځله ورکړي او يا يوه غريب ته شپېته ورځې هره ورځ دوه وخته خواړه ورکړي، يا دا چې شپېتو مسکينانو ته يو وخت ډوډۍ او د دوهم وخت په بدل کې هر يوه ته د سرسايې په ارزښت نغدې روپۍ ورکړي- په دې ټولو صورتونو کې کفاره ادا کيږي (۱)

شپېتو مسکينانو ته خواړه ورکول د هغه چا لپاره دي چې دوه مياشتې مسلسل روژې نشي نيولای او که څوک وس لري چې دوه مياشتي پرلپسې روژې ونيسي، هغه ته روا نه دي چې مسکينانو ته خواړه ورکړي.

او که څوک د شپېتو مسکينانو خواړه يا يې (د سرسايې برابر) قيمت په يو ځای دوو مسکينانو ته ورکړي، کفاره يې نه سهي کيږي؛ بلکې اته پنځوس نورو ته به يې هم ورکوي؛ البته هر يوه ته د يوې سرسايې برابر. (۲)

د کفارې په روژو کې شپېته ورځې پوره کول ضرور نه دي؛ بلکې د سپوږميزو مياشتو دوه مياشتي روژې به نيسي هغه که هره مياشت هر څو ورځې راغله؛ خو دا په هغه صورت کې چې که څوک د سپوږميزې مياشتې له لومړۍ نېټې څخه روژې پيل کړي، او که څوک د سپوږميزو مياشتو له منځ څخه د کفارې روژې پيل کړي هغه به شپېته ورځې پوره کوي. (۳)


۱- صحیح البخاري ۱/۲۵۹
۲- الفتاوی العالمګیریة: ۲/۴۱۱
۳- مسائل رفعت قاسمي، دوهم ټوک، مسائل روزه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب