د روژې په اړه اړین روغتیايي معلومات

په دغه لیکنه کې یو څه اړین معلومات دي تر څو مونږ وکولای شو په روژه کې د بعضي مشکلاتو څخه ځان وساتو. او که عمل پرې وشي نو ان شاءالله چې له روژې به ښه خوند  واخلو.

•    زمونږ خواړه باید په روژه کې د عادي وخت له خوړو سره ډیر توپیر ونکړي او هڅه وکړو چې داسي خواړه وخورو چې وزن مو نورمال وساتي یعنې نه مو وزن زیات او نه هم کم شي. البته د چاغو کسانو لپاره روژه د وزن د کمولو ښه موكه ده.

•    که په اوږدو ورځو کې روژه نیسئ نو هغه خواړه وخورﺉ چې هضم يې په ورو ورو صورت ونیسي او هغه خواړه مه خورﺉ چې ژر هضمیږي. د ورو هضمیدونکو خواړو هضم  تر ۸ ساعتونو زیات وخت نیسې پداسې حال كې چې ژر هضمیدونکي خواړه د ۳ تر ۴ ساعتونو کې هضمیږي.

•    ورو هضمیدونکي خواړه هغه دي چې داني او تخم ولري لکه، اوربشې، غنم، ږدن، لوبیا، جوار، نخود، نسک، اوړه، وریجې او داسي نور.

•    ژر هضمیدونکي خواړه هغه دي چې خواږه او یا نشایسته لرونکي وي.

your ads

•    لاندې خواړه باید په یو اندازه وخوړل شي او د هر راز څخه وخوړل شي، لکه، سبزي، غوښه، چرګ،ماهي، ډوډۍ او لبنیات. په غوړو کې سره شوي خواړه روغتیا ته زیان رسوي لکه بدهضمي، د زړه یا معدې سوزیدل، او د وزن زیاتیدل ځكه نو باید ډیر کم وخوړل شي.

[irp][irp][irp]

له لاندې شيانو څخه ډډه وکړﺉ!!!

•    له سره کړو او شحمی خوړو څخه.

•    له هغه خوړو څخه چې زیات خواږه ولري.

•    د زیاتو خوړو څخه  خصوصا په پشمنی یا سحري کي.

•    له زیات چای څښلو څخه. چای تاسو مجبوره کوي چې معذرت ته زیات لاړ شى او پدې کار سره ستاسو د بدن څخه هغه ضروري منرالونه او مالګي وځي چې د ورځی ورته ضرورت لرﺉ.

•     له سګرټ څښلو څخه. سګرټ څښل د روغتیا لپاره ډیر زیان رسوي خصوصا په روژه کې او کوښښ وکړﺉ چې دا عادت پریږدﺉ.

په لاندې توګه خواړه وخورئ

•    د کاربوهایډریټ لرونکي خواړه په پیشمني کې وخورئ ځکه چې دا خواړه په ورو هضمیږي او تاسو لږ وږی کیږﺉ.

•    خرما د خوږو، فایبر، کاربوهایډریټ، پوتاشیم او مګنیزیم ښه منبع ده.

•    بادام ډیر پروتین او فایبر او لږ غوړ یا شحم لري.

•    کیلې هم د پوتاشیم، مګنیزیم او کاربوهایډریټ ښه منبع ده.

څښاک

•    د روژه ماتي او پيشمني تر منځ وخت كې ډيرې اوبه او جوس وڅښئ او خپله اړتيا پوره كړئ

په لاندې توګه ځينې ناروغى، لاملونه او د علاج لارې په ګوته كيږي

•    قبضیت

نښې: قبضیت د انسان په کولمو او معده کې د درد باعث کیږي.

لاملونه: زیات خوراک، لږي اوبه او په خوړو كې د فایبر د اندازی کمښت.

درملنه: له زیات خوراک ډډه، د اوبو زیات څښل، او د اوړو د ډوډۍ خوراک.

•    بد هضمي او د نس باد

لاملونه:  زیات خوراک، د سره کړو، شحمي او ترخو او تیزو خوړو خوړل، او د هغه خوړو خوراک چې بادی وي لکه هګۍ، کرم، نسک او کاربن لرونکي مشروبات لکه پيپسي یا کوکاکولا چې دا هم ګیس یا باد جوړوي.

درملنه: د زیات خوراک نه کول، د میوو اوبه او یا ساده اوبه څښل. له سره کړو خوړو ځان ساتنه.

[irp][irp][irp]

•    ستوماني، کمزوري او د ویني د فشار ټيټوالي

نښې: زیاته خوله کول، کمزوري، ستړیا، د انرژی کمښت، پرکالتوب خصوصا د جیګیدلو په وخت کي، الوتى رنګ او بې سیکه احساس چې دا حالت اکثره د ماسپښين وخت كې واقع کیږي.

لاملونه: د کمو اوبو څښاک، د وجود د مالګي کمښت.

درملنه: ځان سوړ ساتل، د اوبو او د مالګي زیات اخیستل.

پاملرنه: که پورته نښي ولرى، نو د ویني ټیټ فشار باید د فشار آلي په واسطه معلوم شي. او د جیګ فشار لرونکي خلک باید په روژه کی خپلي دوا ته پاملرنه وکړي او د خپل ډاکټر سره مشوره وکړي.

•    سردردي

لاملونه: د تنباکو او کافینو زياد استعمال، د خوب کموالي، د ورځي په اخر كې اکثره لوږه، د فشار ټيټیدل، سر درد او حتی د زړه بدوالي هم کیدای شي له روژه ماتي د مخه پیدا شي.

درملنه: د تنباکو او کافین(نصوار او سګرټ) د روژی څخه دوه اونۍ د مخه ورو ورو پریښودل او پر ځای یي د یو څه وخت لپاره د چای استعمال. په روژه کی د داسې مهالویش جوړول چې خوب ته هم کافی وخت ولرى

•    د ویني ټيټ شکر

نښې: کمزوري، پرکالي، ستړیا، په اسانۍ سره خوله، د وجود ریږدیدل، د فزیکي کړنو وس نلرل، سر دردي.

لاملونه: پرمختللى شكر، په پيشمني كې ډير خواږه اخيستل او د بدن د انسولين لوړوالى.

درملنه: په پیشمني یا سحري کی د داسي خوړو خوراک چې کم خواږه یا ګلکوز ولري.

پاملرنه: د شکر ناروغان ښايي په روژه کې د خپلي دوا خوړلو اندازې بدلې کړي نو د خپل ډاکټر سره د مشوره وکړي.

•    د عضلاتو درد

لاملونه: په خوړو كې د کلسیم، مګنیزیم او پوتاشیم  کمښت.

درملنه: د پورتنيو منرالونو لرونکي خواړه خوړل لکه، سبزي، میوه، لبنیات، غوښه او خرما.

پاملرنه: د جیګ فشار او ګردو د کاڼو د ناروغیو لرونکي ناروغان دی له ډاکټر سره مشوره وکړي.

•    د معدي زخم یا ګیس، د زړه سوزیدل

لاملونه: په روژه كې په خیټه کې د تیزابو یا اسیدو د زیاتې اندازې له امله پورته ناروغۍ منځته راځي. دا یو داسې حالت وي چې سړى د سینې د پښتیو لاندې او حتی تر مرۍ پورې د سوزیدو احساس کوي. د ترخو خوړو، قهوې او ګیسي مشروباتو څښل دا حالت نور هم ناوړه کوي. د دې درملنه شونې ده او داسې ناروغان دې له خپل ډاکټر سره د روژې د مخه مشوره وکړي.

•    د پښتورګو تیږه

لاملونه: د پښتورګو تیږه کیدی شي د كمو مايعاتو د اخيستلو په پايله كې منځ ته راشي. نو، اړینه ده چې مساعد كسان زیات مایعات واخلي تر څو د دې ناروغۍ مخنیوي وشي.

•    د مفاصلو يا بندونو درد

لاملونه: په روژه کې ښایي د ډیرو لمونځونو له امله په زنګنونو یا نورو بندونو كې درد زیات شي. او یا د زیات عمر لرونکو کسانو په بندونو كې کیدی شي د بندونو دردونه، شخوالي، پړسوب او ناارامي زیاته شي.

درملنه: وزن کم کړﺉ نو په زنګنونو به دومره زیات زور نه وي چې په درد شي. د روژې د مخه تمرین او ورزش وکړﺉ تر څو روژی ته تیار واوسى.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب