روژه

د روژې مسائل – (پ)

پاکېدل

که يوه مېرمن رمضان د ورځې په اوږدو کې له حيض څخه پاکه شي پر هغې واجب ده چې د نورو روژتيانو په څېر تر ماښامه له خوراک او څښاک څخه ډډه وکړي؛ خو دا ورځ يې روژه نه حسابيږي، د حيض د نورو ورځو په څېر به ددې ورځې قضا هم راګرځوي. ([1])

که يوه مېرمن له پوره لس ورځې حيض يا پوره څلوېښت ورځې نفاس وروسته د شپې په وروستۍ برخه کې هم پاکه شوه د سبانۍ ورځې روژه پرې لازمه ده . ([2])

او که په حيض کې له لسو ورځو او نفاس کې له څلوېښت ورځو پوره کېدلو وړاندې د شپې داسې وخت پاکه شي چې تر سپېدو راختلو په چټکۍ سره غسل کولای شي؛ نو د سبانۍ ورځې روژې نيت پرې لازم دی او روژه دې ونیسي، که دغه وخت يې غسل ونه کړ سهار دې وکړي .

او که تر سپېدو دومره وخت نه و چې په چټکۍ سره غسل وکړای شي، بيا ورته د همدې ورځې روژه نيول سهي نه دي، البته په دغه ورځ به د نورو روژتيانو په څېر له خوراک او څښاک څخه ډډه کوي او بيا به د دې ورځې قضا هم راګرځوي. ([3])

دغه راز که يوه مېرمن له سپېدو وروسته پاکه شي، هغه هم نشي کولای د دغې ورځې روژې نيت وکړي؛ خو نوموړې به هم د نورو روژتيانو په څېر تر ماښامه خوراک او څښاک نه کوي . ([4])

پخوانی عبادت

تاريخ ته په کتلو معلوميږي چې روژه د دنيا تر ټولو پخوانی او زوړ عبادت دی. ([5])

له آدم عليه السلام څخه تر محمد صلی الله عليه وسلم پورې پر ټولو امتونو روژه فرض شوې ده، لکه الله تعالی چې وايي:

يٰٓاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَي الَّذِيْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ  . [البقرة: ۱۸۳]

ژباړه: اې مومنانو! پرتاسو باندې روژه داسې فرض شوې ده، لکه چې له ستاسو نه پرمخکنيو فرض شوې وه، ددې له پاره چې تاسې (له ګناهونو) ځان وساتئ (او پرهيزګاران شئ؛ ځکه چې روژه د شهواني توان ماتوونکې ده).

پېچکاري

له عادي لارو (خولې، مقعد، يا بل منفذ)  څخه نس يا دماغو ته د يو شي په ننوتلو يا ننويستلو روژه ماتيږي، له دې پرته د مساماتو له لارې بدن ته د يو شي په داخلېدلو روژه نه ماتيږي، لکه څنګه چې په لمبېدلو سره د مساماتو له لارې د انسان بدن ته د اوبو اثر ننوځي، د زهرجن حيوان په چيچلو سره د انسان بدن ته د مساماتو له لارې زهر ننوځي، او ډېر ځله د حيوان زهر مخامخ پر دماغو اغېز کوي او د ځينو حيواناتو زهر دومره اغېزمن وي چې د انسان بدن ته ننوځي سمدلاسه يې وشڼوي؛ خو په دې ټولو صورتونو کې د ټولو علماوو اتفاق دی چې روژه نه ماتيږي .

همدا حکم د پېچکارۍ هم دی؛ ځکه چې پېچکاري، که په غوښه کې وشي او که په رګ کې، اغېز يې  د مساماتو له لارې بدن ته ننوځي؛ خو له اړتيا پرته يوازې په دې موخه د طاقت پيچکاري لګول چې د روژې احساس ورته ونه شي، مکروه دي .

ځينې خلک په دې اند دي چې پيچکاري د نوي ساينس زېږنده ده او ډېر ځله په داسې وخت کې د خوراک لپاره کارول کيږي چې د يو ناروغ معده خواړه نشي هضمولای او يا د ستوني له لارې اوبه نشي تېرولای نو د پيچکاري  يا سيرون له لارې يې بدن ته د ګلوکوز په رسولو د ډوډۍ غذا پوره کيږي او د بدن اوبه يې پوره کيږي؛ نو که څوک پيچکاري ولګوي د روژې اصلي موخه ورڅخه پاتې کيږي؛ ځکه بايد په پيچکاري سره روژه ماته شي.

دا مسئله د دارالعلوم ديوبند ستر مفتي او د هندوستان مشهور عالم مولانا مفتي محمود حسن ګنګوهي رحمه الله په خپله فتاوی کې په ښه تفصيل سره بيا کړې، نوموړی وايي:

د روژې تعريف داسې دی: له سهار سپېدو تر لمر لوېدو پورې له خوراک-څښاک او جماع څخه ځان ژغورل . او پيچکاري که ۵۰ سي سي يا کم او زيات  ګلو کوز هم وي په دې تعريف کې خلل نه راولي.

خوراک-څښاک بديهي  دی، پيچکاري ته خوراک-څښاک نه ويل کيږي، او د رګونو تازه کول نه يوازې د پيچکاري له لارې راتلای شي؛ بلکې په يخو اوبو لمبېدلو، ايرکنډيشن ته په ناستې او ښيرازې سيمې ته په ورتللو هم ترلاسه کېدای شي، په سر غوړولو او مالش کولو سره هم غوړوالی دننه ځي او په عصابو کې نرموالی پيدا کيږي؛ خو په دې ټولو صورتونو کې روژه نه فاسديږي، دغه راز له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت دي چې په روژه کې به يې پر سر لوند ټوکر اچاوه څو د سختې ګرمۍ او تندې مخه ونيسي چې دا هم په ښکاره د روژې د مقصد او موخې خلاف دی.

پخوانيو يوناني طبيبان په ځينو ناروغيو کې د تپ ورکولو له لارې د ځينو ناروغيو درملنه کوله، هغه داسې چې يو ډول درمل به يې ګرم کړل  او د مساماتو له لارې به يې  د ناروغ بدن ته داخل کړل، دا هغه چاره وه چې په عامو حالاتو کې د ستوني له لارې ترسره کيدله خو په ځينو وختونو کې چې به د ستوني له لارې ممکنه نه وه، بيا به يې د مساماتو له لارې بدن ته درمل داخلول، د هغه وخت فقهاء او مجتهدين له دې کړنې څخه ښه خبر وو؛ خو هيچا دا چاره د روژې ماتوونکې نه ده بللې.

که د اوسني ساينس د پرمختګ له امله پر ډاکټرانو باور کيږي چې د رګونو له لارې بدن ته د درملو په داخلولو د خوراک-څښاک مقصد تر لاسه کيږي چې تجربو هم دا چاره ثابته کړې ده؛ نو له نن څخه څه باندې څوارلس سوه کاله پخوا زموږ خوږ پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم په دې اړه موږ ته خبر راکړی چې سبحان الله، الحمدلله د خوړو د مقصد په ترلاسه کولو کې ګټور دی او د ډېرو کلکو هوډمنو مسلمانانو تجربه هم ده چې د دې کلماتو په ويلو سره يې د لوږې احساس کم شوی، چې دا باور تر دې ډېر قوي دی؛ نو ايا د ډاکټرانو د باور له امله دا هم د روژې ماتونکی وګڼل شي، او غيبت خو قرآن کريم هم د مسلمان ورور د غوښې خوړل ياد کړی چې په حديث کې يې ژوندي مثالونه شته چې يو چا غيبت کړی، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته ويلي چې قی وکړي، هغه چې قی کړی د غوښې ټوټې يې قی کړي؛ نو ايا غيبت هم د روژې ماتوونکی وګڼل شي!؟

ځينې صورتونه داسې هم شته چې په ښکاره خوراک-څښاک  وشي؛ خو د خوړو مقصد (مړښت) پکې معتبر نه وي، لکه يو څوک د کونځلې دانه وخوري، هيڅ مړښت نه ترلاسه کوي؛ خو روژه يې فاسده شوه، او يو څوک په هېره ښه ډېر خوراک-څښاک وکړي، خوراک هم وشي او مقصد يې هم تر لاسه شي؛ خو روژه يې نه فاسديږي.

او ځينې صورتونه خو داسې دي چې خيټې ته د يو شي په ننوتلو د ګټې پر ځای تاوان اړوي؛ خو روژه ورسره فاسديږي، لکه يو څوک په مرمۍ ولګيږي او مردک دننه خېټې ته ننوځي او هلته پاتې شي، روژه يې فاسديږي، په خوب کې احتلام کېدلو سره د جماع مقصد ترلاسه کيږي؛ خو روژه نه ورسره فاسديږي، او په يوازې کتلو سره چې انزال وشي، هم روژه نه فاسديږي.

اصلي خبره دا ده چې په يو قانون باندې شريعت څه ډول د عمل کولو لارښوونه کړې وي، هغه ډول دې پلی شي، او که څوک يو قانون ته له ځانه مقصد وټاکي او هغه ترسره کړي، داسې څوک په قانون باندې عمل کوونکی نه بلل کيږي. ([6])

د پۍ ورکوونکې خاطر

که يوه مېرمن کمکي ته پۍ ورکوي او د روژې نيولو په صورت کې  هغې او يا يې کمکي ته زيان رسېږي، کولای شي روژه ونه نيسي او بيا به يې قضا راګرځوي.

او که کمکي ته د مېرمنې له پيو پرته نور څه ورکولای شي بيا ورته روژه خوړل روا نه دي .([7])

پۍ ورکولو سره روژه نه ماتېږي

کمکي ته په پۍ ورکولو سره د مېرمنې روژه نه ماتېږي؛ ځکه چې د پۍ ورکولو پر وخت بدن ته څه نه ننوځي؛ بلکې ورڅخه را وځي.([8])

پېشلمی

له نيمې شپې وروسته د صبح صادق له را ختلو تر وړاندې پورې د پېشمني وخت دی، په دغه وخت کې څه ناڅه خوراک کول سنت دي او غوره دا ده چې پېشمنی د شپې په ترټولو وروستۍ برخه کې وشي خو دومره ناوخته نه، چې پېشمنی په شک کې شي.

که مؤذن له صبح صادق راختلو وړاندې اذان وکړ، پېشلمی نه بنديږي ترڅو چې صبح صادق نه وي راختلی. ([9])

اذان بايد له صبح صادق را ختلو وروسته وشي، او خلک بايد په دې پوه شي چې د اذان په وخت کې هم خوراک کول ممنوع دی.

د پېشمني له پای ته رسولو وروسته په زړه کې نيت کول بسنه کوي او که په ژبه دا توري ووايي، غوره ده: بِصَوْمِ غَدٍ نَوَيْتُ مِنْ شَهْرِ رَمَضَانَ.

ژباړه: د رمضان سبانۍ ورځې روژې نيت کوم.

پېشلمي کې څه ناڅه خوراک کول غوره دي، رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم وايي: «فصل ما بين صيامنا وصيام أهل الكتاب أكلة السّحر» يعني: زموږ او نورو اهل کتابو د روژو تر منځ د پېشلمي توپير دی.([10])

بل حديث کې راځي: ان الله وملائكته يصلون على المتسحرين. ([11])

ژباړه: الله په پېشلمي کوونکو رحمت نازلوي او پرښتې ورته د بخښنې دعاوې کوي.

بل حديث کې فرمايي: تسحروا فإن في السحور بركة. ([12])

يعني: پېشلمی کوئ ځکه چې پېشلمي کې برکت وي.

که پېشلمي کې د چا اشتها نه وي، هم دې يو-دوه کجورې يا يو غړپ اوبه وڅښي څو په سنت عمل راشي .([13])

پېشلمي کې وروسته والی مستحب دی، خو دومره يې ځنډول سهي نه دي چې د سپېدو را ختلو شک پیدا شي، کله چې سپېده راپورته شي بيا خوراک او څښاک بندول لازم دي، که له دې وروسته هم چا خوراک اوڅښاک وکړ روژه يې نه سهي کيږي .

پېشلمي کې دومره وروسته والی کول چې د سپېدو را ختلو وېره وي، مکروه ده . ([14])

که چا په دې شک پېشلمی يوه يا دوه دقيقې وروسته کړ چې ښايي لا به سهار شوی نه وي او وروسته څرګنده شوه چې سهار را ختلی و، روژه يې ماته ده؛ خو دا ورځ دې تر ماښامه خوراک-څښاک نه کوي او له رمضان وروسته دې يوه بله روژه ونيسي او کفاره پرې نشته.([15])

 د پېشلمي اعلان

د پېشلمي د سهي وخت اعلانولو لپاره چې نن سبا کوم اسباب کارول کيږي، لکه : توپ وېشتل، نغاره غږول او يا لاسپيکر کې اعلان کول، ددې په اړه قرآن يا حديثو کې څه نه دي راغلي، البته جنګ یا نکاح د ساده دريا (دف) له لارې اعلانولو يادونه په احاديثو کې راغلې ده؛ نو که پېشلمی هم پر هغو قياس شي او له دغو لارو په خپل وخت کې اعلان وکړل شي، روا ده؛ خو پرلپسې اعلانونه کول چې مسلمانانو ته د اذيت سبب شي، يا تهجد کوونکو او ذکر او تلاوت کوونکو ته خنډ شي، ښه کار نه دی او داسې کول د ثواب پر ځای ګناه ډېروي، له همدې امله بايد له ډېرو او پرلپسې اعلانونو ډډه  وشي او يوازې د اړتيا له مخې دې وشي. ([16])

له پېشلمي پرته روژه

پېشلمی سنت دی، فرض يا واجب نه دی؛ نو که څوک د شپې را ويښ نه شو او يا را ويښ شو؛ خو څه  يې ونه خوړل او له پېشلمي کولو پرته يې روژه ونيوله، هيڅ پروا نه کوي، روژه يې سهي ده، او د پېشلمي نه کولو له امله روژه پرېښودل ناروا او لويه ګناه ده . ([17])

له پېشلمي وروسته کوروالی

له پېشلمي وروسته که تر سپېدو پورې وخت و، مېرمنې سره کوروالی روا دی، البته له سپېدو وړاندې ځان فارغول اړين دي، او که څوک تر سپېدو پورې په کوروالي بوخت و، روژه يې ماته ده، قضا او کفاره دواړه لازميږي .

غسل له سپېدو وړاندې يا وروسته کولو سره پر روژې اغيز نه کيږي، البته دومره وروسته کول نا روا دي چې د سهار لمونځ قضا شي . ([18])

له پېشلمي وروسته خوله کنګالول

پېشلمی چې وکړئ له سپېدو وړاندې خوله کنګال او غړغړه وکړئ، او  مسواک وکاروئ، چې د خوراک ذرې به خوله کې پاتې نشي . ([19])

د پېشلمي مسنون وخت

له نيمي شپې وروسته تر سپېدو لږ وړاندې پورې د پېشلمي سنت وخت دی، او د شپې تر ټولو وروستی وخت يې ډېر غوره دی؛ خو دومره ناوخته نه چې د سپېدو را ختلو وېره پيدا شي . ([20])

فقهاوو د پېشلمي د وخت په اړه ليکلي دي چې : که شپه په شپږو برخو ووېشل شي؛ نو وروستۍ برخه يې د پېشلمي وخت دی، د مثال په توګه له لمر پرېوتو تر سهار سپېدو پورې دوولس ساعته وي، او چې دوولس په شپږو برخو ووېشل شی دوه دوه ساعته رسيږي؛ نو په وروستيو دوو ساعتونو کې بايد پېشلمی وشي او په دغو دوو ساعتونو کې هم آخر وخت ډېر غوره دی، څو تر سهاره بدن کې بيداري پاتې وي، لمونځ په جمعه وشي او له پېشلمي وړاندې وخت په نهاره تهجد لمونځ کول جلا کيفيت لري . ([21])


([1] ) او طهرت حائض……امسك يومه وقضى ولم يكفر….. لما قدمنا ان كل من صار اهلا للزوم لم يكن كذلك في اول اليوم فانه يجب عليه الامساك لانه وجب عليه القضاء لحق الوقت لانه وقت معظم و انما وجب القضاء على المسافر والحائض لما تقدم أن أصل الموجوب عليهما و انما المتاخر وجوب الاداء. (البحرالرائق 2/291).

([2] ) ولو طهرتا قبل طلوع الفجر فانه تنظر ان كان الحيض عشرة ايام والنفاس اربعون يوما فعليهما قضاء صلوة العشاء ويجزيهما صومهما من الغد عن رمضان.(تاتارخانية2/396).

([3] ) وان كان الحيض دون العشرة والنفاس دون اربعين فانه ينظر إن وجدتامن الليل مقدار مايسع فيه الإغتسال وساعة قبل طلوع الفجر فكذلك الجواب و الا فلايلزمها قضاء العشاء ولا يجزيهما صومهما من الغد وعليهما قضاء ذلك اليوم(تاتارخانية 2/398).

([4] ) و اماالحائض والنفسآء إن طهرتا بعد طلوع الفجر فلايجزيهما صوم ذلك اليوم (تاتارخانية 2/398) ولاياكل بقية يومه (تاتارخانية 2/397).

([5]) قال علي رضي الله عنه: كتب الصيام على آدم فمن بعده….(نزهة المجالس:1/188).

([6] ) فتاوى محموديه ۱۰/۱۴۶-۱۵۲

([7] ) فصل في العوارض المبيحة لعدم الصوم….. او مرضع أماكانت اوظئرا على الظاهر خافت بغلبة الظن على نفسها او ولدها وقيده البهنسي تبعا لان الكمال بما اذا تعينت للارضاع, درمختار(شامي:2/422).

([8] ) لقوله عليه السلام: الفطر ممادخل وليس مماخرج. رواه ابويعلى الموصلي في مسنده(البحرالرائق:2/278).

([9] ) وكلوا واشربوا حتى يتبين لكم الخيط الأبيض من الخيط الأسود من الفجر.(البقرة187) ويكره تاخيرالسحور الى وقت يقع فيه الشك هكذا في السراج الوهاج(عالمكيرية:1/200)

([10] ) الصحيح لمسلم حديث رقم: (1096).

([11] ) صحيح ابن حبان حديث رقم: 3467.

([12] ) صحيح البخاري, حديث رقم: 1923.

([13] ) عن عبدالله بن عمر رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: تسحروا ولوبجرعة من ماء.رواه ابن حبان في صحيحه (الترغيب والترهيب۲/۲۶۲)

([14] ) تاخيرالسحور مستحب كذافي النهاية.(عالمكيري: 1/200).

والسنة فيها هوالتاخير لأن معنى الإستعانة فيه ابلغ.(بدائع الصنائع: 2/105)

ايضا: ويكره تاخيرالسحور إلى وقت يقع فيه الشك هكذا في السراج الوهاج.(عالمكيري: 1/200).

[15] : مراقي الفلاح، ص: ۳۶۹ ط: قديمي كتب خانه, تسحر على ظن أن الفجر لم يطلع وهو طالع قضاه ولاكفارة عليه لأنه ماتعمد الإفطار كذا في محيط السرخسي.(عالمكيرية: 1/194)

([16] ) وعن الحسن لابأس بالدف في العرس ليشتهر, وفي السراجية هذا اذالم يكن له جلاجل ولم يضرب على هيئة التطرب… اقول: وينبغي أن يكون طبل السحر في رمضان لايقاظ النائمين للسحور كبوق الحمام تامل.(شامي: 6/350).

([17] ) ويستحب السحور وتاخيره (الدرالمختار: 2/419, فتاوى هندية: 1/200).

([18] ) وكذا عند طلوع الفجر وإن أمنى بعد النزع لأنه كالاحتلام ولو مكث حتى أمنى ولم يتحرك قضى فقط وإن حرك نفسه قضى وكفركما لو نزع ثم أولج. (شامي: 2/397)

([19] ) احسن الفتاوى: 4/453.

([20] ) التسحر مستحب ووقته آخرالليل, قال الفقيه ابوالليث هوالسدس الأخير هكذا في السراج الوهاج.(عالمكيري: 1/200).

([21] ) قوله: ويستحب السحور….وهو اسم للماكول في السحر, وهو السدس الأخير من الليل.(شامي: 2/419).

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: