د روژي د راتگ په اړه د اسلام د سترلارښود بیانیه

د روژي د راتگ په اړه د اسلام د سترلارښود بیانیه

لوي څښتن فرمايي :
« شهر رمضان الذي أنزل فيه القرآن هدی للناس و بینات من الهدی و الفرقان »
درمضان په مياشت كي قران نازل سوى، هغسي قران چي دخلګولپاره لارښوددى اودلارښووني پوره دلائل اودحق اوباطل ترمنځ ښه بيلونكي دى .

كله چي دروژي مباركه مياشت رانيژدي سول داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم) يي دهركلي په ډول مسلمانانوته داسي وفرمائل : ( أیها الناس انه قد أقبل علیکم شهر الله تعالی بالبرکة و الرحمة و المغفرة شهر هو عند الله أفضل الشهور و أیامه أفضل الأیام و لیالیه أفضل اللیالی و ساعاته أفضل الساعات .. أیها الناس ان أبواب الجنان فی هذا الشهر مفتحة فاسئلوا الله أن لایغلقها علیکم .. واسئلوا الله بنیات صادقة و قلوب طاهرة أن یوفقکم لصیامه و تلاوة کتابه ) .
ژباړه : اي خلګويقيناچي پرتاسودخداي ماشت راروانه ده چي له ځان سره بركت ، رحمت اوبخښه راوړي ، هغه دالله پاك په نيزترټولوغوره مياشت ده ، اودهغي ورځي ترټولوغوره ورځي دي اوشپي يي ترټولوغوره شپي دي ، اوشيبي يي ترټولوغوره شيبي دي ..اي خلګوپه دي مياشت كي دجنتونودروزاي خلاصي دي ، نوتاسودالله پاك څخه وغواړئ چي پرتاسوباندي بيرته ونه تړل سي ..اودلوي خداي (ج) څخه په ريښتينونيتونواوپاكوزړونوغوښتنه وكړي چي ددي مياشتي دروژواوپه هغي كي دقران كريم دتلاوت توفيق درپه برخه كړي .

انسان چي كله ددنياپه چاروسرګردانه سي ، دنيوي لذتونه يي په مخه واخلي ، مادي بوختياوي يي لالهانده كړي اوددنياكاروباراودنس اونفس شهوت پالنه يي داضطراب په سمندرلاهوكړي ،نويوي مانيزي تفريح ته اړتيالري ، داسي تفريح چي پكښي خپل نفس تزكيه كړي ، جسم اوروح دواړه يي پكښي سكون ومومي اوديوڅه مهال لپاره ددنيوي ماديزوبوختياووڅخه ليري اخروي مانيزواحوالوته رجوع وكړي ، خپل خداي يادكړي اوددنيادمتاع پرځاي دابدي ژونداوتلپاتونعمتونوپه اړه فكراوذكروكړي

ځكه نوانسان ته په كارده چي په كال كي يوځل دروژي په مباركه مياشت كي ځان دخپل بادارپرلوبرابركړي ، اودلوي څښتن په هغه ميلمستياكي چي ټولومسلمانانوته يي كړي برخه واخلي ، څنګه چي داسلام سترلارښود(صلي الله عليه وسلم)  فرمايي : ( فهو شهر قد دعیتم فیه الی ضیافة الله و جعلتم فیه من أهل کرامة الله) ياني : داداسي مياشت ده چي تاسوپكښي دخداي ميلمستياته بلل سوي ياست ، اوتاسي په دي مياشت كي دخداي دعزتمندوبندګانوله ډلي څخه شميرل سوي ياست .

همداډول مسلمان ته په كارده چي په دي مياشت كي ښه ډيروخت دقران كريم تلاوت ته وركړي ، دهغه قران تلاوت ته چي دكائناتوپيداكونكي څښتن دانسانانواوبشريت دلارښووني لپاره رااستولي ، په هغه كي يي دټول بشريت ښګيڼي ايښي اودبشري ژوندانه طرز العمل اوانساني ژوندكړنچاره يي ښوولي .
په داسي حال كي چي نس له خواړوخالي وي اوفكرددنياوي ماديزوخيالونو، په خلاص فكراوفارغه نس دقران كريم تلاوت اوپه ماناګانواومفاهيموكي يي تدبركول ددي لامل كيږي چي زړه پاك سي اوانسان سمه لاره په مخه واخلي .
درسول الله (صلي الله عليه وسلم ) څخه روايت دي چي فرمايي 🙁 من أراد أن یتکلم الله معه فعلیه بالقرآن و من أراد أن یتکلم مع الله فعلیه بالدعاء )
ماناداچي: كه څوك غواړي خداي ورسره خبري وكړي نودي دقران كريم تلاوت كوي اوكه څوك له خدايه سره خبري كول وغواړي نوبياښايي دعاوكړي .

ځكه په همدي توګه كيداي سي دانسان اوالله پاك ترمنځ وصيله جوړه سي ، يادقران كريم تلاوت اويادعااولوي څښتن ته زاري كول، داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم ) په خپله خطبه كي وفرمائل  : ( من تلا  في هذا الشهر  آیة من القرآن کان له من الأجر من ختم القرآن في غیره من الشهور و من تطوع فی هذا الشهربصلاة کتب الله له براءة من النار و من أدی فیه فرضا کان له ثواب من أدی سبعین فریضة فیما سواه من الشهور و من أکثر فیه من الصلاة عليّ ، ثقّل الله میزانه یوم تخف الموازین )
ژباړه : كه كوم څوك په دي مياشت كي دقران كريم يوآيت تلاوت كړي نودونه ثواب وركول كيږي لكه په نورومياشتوكي چي پوره قران ختم كړي ،كه څوك په دي مياشت كي نفلي لمونځ وكړي نولوي خداي به ورته له اوره خلاصون پاڼه وليكي ، كه څوك په دي مياشت كي فرض عبادت ترسره كړي نودنورومياشتوداوياووفرضونوثواب به يي په برخه سي ، اوكه څوك په دي مياشت كي پرما(محمد (ص))ډيردرودووايي نولوي خداي به يي په هغه ورځ چي بارونه پكښي سپيكيږي دښګيڼوباردروندكړي .

داسلام سترلارښودحضرت محمد(صلي الله عليه وسلم )دروژي په مباركه مياشت كي دعبادتونوارزښت بيانيوي ، نفلي عبادتونه يي دفرضي په شان اوفرضي يي ۷۰چنده بولي اوپه دي توګه  خپلي خطبي ته دوام وركوي اومسلمانان وخپلوټولنيزومسئوليتونوته متوجه كوي ،هغوي ته دنوروانسانانولوږي اواحتياج ورښيي اوفرمايي : ( و اذکروا بجوعکم و عطشکم فیه ،  جوع یوم القیامة و عطشه و تصدقوا علی فقرائکم و مساکینکم  .. ومن أکرم فیه یتیما أکرمه الله یوم یلقاه .. وتحننوا علی أیتام الناس یتحنن علی أیتامکم  )
ژباړه : دروژي په مياشت كي ستاله لوږي اوتندي څخه دقيامت دورځي لوږي اوتنده په يادكړئ ، اوپرخپلوفقيرانواومسكينانوخيراتونه وكړي ..كه څوك په دي مياشت كي ديتيم درناوي وكړي نوخداي به يي په هغه ورځ درناوي وكړي چي دى ورسره يوځاي كيږي ..اوتاسودخلګوپريتيمانومهرباني كوي چي بيابه ستاسوپريتيمانومهرباني وسي.
داسلام مهربانه لارښود دنوروبي وزلو، بيچاره وواويتيمانوسره دمرسته كولوترڅنګ پرخپلي كورنۍ ، عيال اوقريبانوباندي دښګيڼي ، احسان اومهربانئ لارښوونه هم كوي اوفرمايي : ( وقـّروا کبارکم و ارحموا صغارکم و صلوا أرحامکم .. و من وصل فیه رحمه وصله الله برحمته یوم یلقاه  )
ژباړه : تاسودخپلومشرانودرناوى كوي ، پركشرانومورحم كوئ اودخپلودوستيومزي ټنګوئ ..ځكه كوم څوك چي په دي مياشت كي خپلي دوستي ونښلوي نولوي خداي به يي دقيامت په ورځ په رحمت پوري ونښلوي .
خوله دي ټولواجتماعي مسئوليتونوسره سره انسان دخپل ځان په  وړاندي هم مسئوليتونه لري ، انسان ته  په كارده چي  له خپل خداي (ج) سره رابطه جوړه كړي ، نفس پاك كړي اوزړه دلوي الله په ذكراويادباندي ومينځي ، اودانوهغه څه د ي چي انسان ته قلبي ، فكري جسمي ارامتياوركوي ، پيغمبر(صلي الله عليه وسلم) فرمايي : ( أیها الناس ان أنفسکم مرهونة بأعمالکم ففکوها باستغفارکم و ظهورکم ثقیلة من أوزارکم فخففوا عنها بطول سجودکم واعلموا أن الله جل ذکره أقسم بعزته أن لا یعذب المصلین و الساجدیـن و أن لا یـروعـهـم بالنار یوم یقوم الناس لرب العالمین )

اي خلګو! ستاسونفسونه ستاسوپه اعمالوپوري ګرودي ، خپل ځانونه په بخښه غوښتولوسره خلاص كړئ ، شاوي موپه عملونودرني سوي په اوږدوسجدوسره يي سپكي كړئ اوپه دي پوه سئ چي الله پاك په خپل عزت سره قسم اخستي چي لمونځ كونكواوسجده كونكوته عذاب نه وركوي اودقيامت په ورځ يي په اورنه كبابوي .
داسلام مهربانه پيغمبرحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم )امت ته زيرى وركوي اوپه دي مياشت كي دهرعمل په وړاندي دبشميره ثوابونويادونه كوي ، فرمايي 🙁 أنفاسکم فیه تسبیح و عملکم فیه مقبول و دعاؤکم فیه مستجاب .. فتوبوا الی الله من ذنوبکم و ارفعوا أیدیکم بالدعاء فی أوقات صلواتکم فإنها أفضل الساعات ینظر الله عز و جل فیها بالرحمة الی عباده و یجیبهم اذا ناجوه و یلبیهم اذا نادوه و یستجیب لهم اذا دعوه )
ياني : په دي مياشت كي ستاسونفسونه پاكيږي ، عملونه موقبليږي اودعاګاني مودلوي څښتن [ج] له لوري دمنلووړګرځي .. نوتاسوالله پاك ته دخپلوګناهونوڅخه توبه وباسئ ، ستاسودلمونځونوپرمهال خپل خداي ته لاسونه په دعاپورته كړئ ، ځكه داټولوغوره شيبي دي چي الله پاك پكښي خپلوبندګانوته په رحمت ګوري ، كله چي پټ وبلي دعوت يي قبلوي ، كله چي ورته ناري كړي خبريي اوري اوڅه مهال جي ورته دعاوكړي نويي دوعاورقبلوي .
ځكه نوموږ ته په كارنه ده چي دالله پاك له رحمت څخه ناهيلي سو، موږته نه ښايي چي په داسي يوه مياشت كي چي دټولوښيګڼو، رحمتونواوبخښوڅخه ډكه ده ، سستي اوبي فروايي وكړو، ځكه داداسي يوه مياشت ده چي توبي پكښي قبليږي ، دخداي له عذابه خلاصون پكښي موندلكيږي اوبالاخرلوي خداي ته دنيژدي كيدوفرصت پكښي برابريږي ، ښايي په دي مياشت كي په سالموزړونو، پاكونفسونواوښوعملونوسره لوي څښتن ته ځانونه نيژدي كړو، درحمت مستحق يي وګرځواودبخښي په لوريينه يي ځانونه ونازوو.

داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم) دخطبي په پاي كي فرمايي : (فإن الشقي من حرم غـفـران الله تعالی في هذا الشهر العظیم )
بدبخته هغه څوك دي چي په دي ستره مياشت كي دخداي له بخښي څخه محروم پاته سي .
نولوي خداي دي موږ له دي محروميت څخه وژغوري ، اوددي ستري مياشتي دروژو،عبادتونو، لمنځونواوخيراتونوتوفيق دي راپه برخه كړي.
احمد (فرزان)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب