د رمضان مياشت او د بدلون شرطونه

د عبادت، اخلاقو او چلند په ډګرونو کي د رمضان مبارکه میاشت د یو ستر رښتوني بدلون چانس دی، روژه ساتونکی مسلمان د رمضان د میاشتي په شپو او ورځو کي د سترو ثوابونو د ګټلو په تمه د زیار مټي ورنغاړي، د هغې له برکتونو او د خپل پروردګار له نعمتونو څخه خپله تنده ماتوي، د هغې له عبادتونو څخه د خپل اخروي ژوند لپاره څوری چمتو کوي .

د روژې مبارکه میاشت یوه الهي مدرسه ده چي د نېکو عملونو او د اجر او ثواب د کارونو د سرته رسولو په بدل کي مسلمان د ثوابونو ونډه لویوي . او له هغو کارونو څخه غوښتونی ایماني ځواک لاسته راوړي کوم چي يې له خپل خالق سره اړېکي ټېنګوي ترڅو يې د دنیا او اخرت نېکمرغي په برخه شي .

ځکه خو مسلمان ته پکار ده چي له وخت څخه ګټه پورته کړي او په همدغه مبارک موسم کي د سترو ګټو او ثوابونو په لور ګړندي ګامونه واخلي، کله چي مونږ دانساني ژوند بېلابېلو اړخونو ته په غور ګورو ، وینو چي یو ستر رښتوني بدلون ته اړتیا شته داسي بدلون چي مونږ یوې داسي مرحلې ته نقل کړي چي هلته فرد او ټولنه دهوسايي او نېکمرغي ساه واخلي .

د رمضان د مباركې مياشتې روژه او فضايل يې

کله خو دا ډول يو رښتونی بدلون د رمضان په میاشت کي د څه وخت راشي چي په افرادو او ټولنه د نېکمرغۍ او رېځي را وېړي کړي خو د رمضان له تېرېدلو سره جوخت ډېر ژر د انسان حالت مخګیني وخت ته بېرته وګرزي .

که انسان غواړي دا ډول مثبت بدلون يې د عادتونو بڼه غوره کړي ، ضروري ده چي شرطونه يې بشپړ کړي ترڅو د رمضان میاشت يې دیوه رښتوني بدلون په لور د سفر پیل جوړ شي چي دهمدې تکل په نتېجه کي په ټول ژوندانه کي د مثبت او اغېزمن بدلون په لاسته راوړلو بری ومومي او همدغه بدلون يې له رمضان څخه وروسته هم همېشنی پاته شي، ترڅو خپل هغه هدف ته ځان ورسوي چي هغه د خپل نفس اصلاح او سمون او دالله تعالی درضا لاسته راوړنه ده .

د رښتوني بدلون دلاسته راوړلو لپاره ځېني بنیادي شرطونه په لاندي ډول دي :

لومړی :

د بدلون دراوستلو لپاره دزړه له کومي تلوسه اوصادقانه اراده ، کله چي دانسان په کوګل کي دبدلون دراوستلو لپاره داډول رښتوني مینه وزېږي بیا انسان په عقلي او رواني توګه ددې کار لپاره چمتو شي، بیا رښتوني مینه او ځواکمنه اراده دانسان چلنداو اخلاقیات له ورځني جامد حالت څخه مثبت او ګټور حالت ته انتقال کړي لکه چي الله تعالی فرمايي :

إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ

بېشکه چي الله تعالی دیوه قوم حال تر هغه وخته نه بدلوي ترڅو چي هغوی پخپلو ځانونو کي بدلون نوي راوستی .

دوهم :

د یوه سالم بدلون لپاره دلارو پېژندل ، کله چي انسان دبدلون راوستلو لپاره یوه روغه لاره تشخیص کړي او پدې پوه شي چي له کومه ځایه يې باید پیل کړي او په کوم ځای يې ود روي بیا به يې دبدلون دهڅو نتېجه هرو مرو هماغه وي چي دوینا او عمل له لاري يې د هغې د خپلولو تکل کړی وي اوبیا هغه دبدلون ټاکليو هدفونو ته حتمي لاس رسی موندلای شي .

درېيم :

په سمه توګه دبدلون دلارو چارو پلي کول ، دبدلون دراوستلو لپاره رښتوني مینه ځواکمنه اراده او دلارو پېژندل بسنه نکوي بلکه په سمه توګه دهمدغو لارو چارو پلي کول يې له بنیادي شرطونو څخه ګڼل کېږي، باید دبدلون لاري چاري په ډېر ښه ډول مشخصي اومنظمي کړي او بيا يې په مرحله اېز ډول په عمل کي پلي کړي، هغه باید په ډېر موزون شکل همدغه هڅي په کار واچوي او دبېړنیو پایلو انتظار ونه باسي همدغه لاري چاري ګڼي او بېلابېلي دي چي علماوو په کتابونو کي بیان کړي دي .

کله چي دبدلون غوښتنه دانسان دزړه له کومي وي او لاري چاري يې وپېژني او بیا يې په عمل کي په سمه توګه پلي کړي هرو مروبه دبدلون هغه نتېجه لاسته راوړي کوم چي هغه يې انتظار باسي او تمه يې لري .

دا ځېني هغه بنسټېز شرطونه ول چي د هغه چا لپاره يې خپلول ضروري ګڼل کېږي څوک چي دیوه رښتوني بدلون په لور ته د تللو هڅي کوي ، روژه لرونکی مسلمان باید همدغه شرطونه په ځان کي پیدا کړي ترڅو يې درښتوني بدلون هڅي بریالۍ شي پدې میاشت کي درښتوني بدلون دلاسته راوړلو لپاره له الله تعالی څخه مرسته وغواړي، هغه ته زارۍ او عاجزي وکړي ترڅو يې دا هڅي د هغه دخوښۍ او رضا سبب جوړي شي .

مونږ ته پکار ده چي پدې لار کي ګامونه ګړندي کړو، او دیوه داسي مثبت بدلون نوي پاڼه خلاصه کړو چي خپل ځانونه پکي اصلاح کړو، او له وخت څخه يې فایده واخلو، د رمضان میاشت یو څو ورځي وي او تېرېږي او دا میاشت د بدلون راوستلو یو ستر چانس دی باید داجرونو او ثوابونو د موندلو او د دنیوي او اخروي نېکمرغۍ د لاسته راوړلو په نیت ددې موسم له تېرېدلو مخکي ورڅخه همېشنۍ ګټي پورته کړو .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب