د رمضان د هرکلي صحيح طريقه څه ده؟

په نننيو اسلامي ټولنو کې ځينې خلک د رمضان د هرکلي په موخه له هغه نه څو ورځې وړاندې مجلسونه او ناستي جوړوي او د قرآنکريم په تلاوتونو او ديني ويناوو د روژې هرکلی کوي او خلکو ته په دې ډول دا ښيي چې موږ ګواکې روژې ته خوشحاله يو او هرکلی ورته وايو، دا ډېر ښه فکر دی؛ خو د وخت په تېرېدو کيدايشي دا چاره يو ضروري ديني رنګ خپل کړي چې خدای مکړه بيا به په دين کې له ځانه د يو کار د داخلولو په معنا وي، د رمضان د هرکلي اصلي طريقه دا ده چې د رمضان له راتلو وړاندې خپل د ژوند مهال وېش بدل کړل شي او ډېره برخه يې د الله پاک عبادت ته ځانګړې کړل شي، د رمضان له راتلو وړاندې فکر وکړئ چې زه څنګه کولای شم خپل ورځنۍ بوختياوې کمې کړم، که څوک په دې مياشت کې خپل ټول وخت د الله پاک عبادت ته ورکړي تر دې غوره خبره نشته او په دوولسو مياشتو کې يوه مياشت يواځې د الله پاک عبادت ته ځانګړې کول ښايي د انسان ټول ژوند نېکمرغه کړي او يوولس نورې مياشتي يې هم ورته برکتي کړي، که داسې نه وي بيا نو کم ترکمه فکر وکړل شي چې کوم کارونه ډېر ضروري نه دي هغه دې په رمضان کې ودرول شي او يا دې محدود کړل شي تر څو د الله پاک عبادت ته کم تر کمه له نورو مياشتو ډېر وخت ورکړل شي، او که دا يو هم ونه شي؛ نو رمضان به راشي او همداسې به تېر شي او هيڅ به په لاس را نشي.

رمضان د الله پاک له لورې پر مسلمانانو يو ځانګړی رحم دی او هر مسلمان کولای شي په دې وخت کې له لږ پاملرنې سره آخرت ته ښه پانګه برابره کړي، موږ بايد د دې مياشتې هره ګړۍ غنيمت وګڼو او ګټه ورڅخه واخلو بيا خدای پاک خبر دی چې تر راتلونکي روژې پورې به څوک مړه او څوک ژوندي وي.

او دا چې روژه د تربيې مياشت ده؛ نو بايد مسلمان د روژې له دې مياشتې وروسته هم هماغسې واوسي لکه په روژه کې چې و، خدای مکړه داسې نه وي چې په روژه کې يو ډول وي او وروسته بيا ناوړه کارونو ته مخه کړي.

سرچینه: روژه – افغان بنسټ

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب