حقوقسیرت النبي متن

د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم حقوق

محمد صلی الله علیه وسلم د الله تعالی په شاهدۍ ثابت رحمت دی، هسې رحمت چې وزرې یې د ځمکې د مخ پر ټولو موجوداتو غوړیدلې دي، څوک چې ایمان پرې راوړي او لاره یې خپله کړي، هغه له تیارو او د اور له لمبو نه نجات مومي او داسې مؤمن شي چې نه پر ځان ظلم کوي او نه پر بل، هم انسان ته خیر رسوي او هم یې حیوان او نبات له شره په امن وي..

 

د کائناتو پروردګار چې خپل سپیڅلی بنده محمد صلی الله علیه وسلم د نورو انسانانو لپاره د رحمت او هدایت یوازینی مصدر ګرځولی، د هغه لپاره یې د هر انسان په ځانګړې توګه مسلمان پر غاړه یو شمیر حقوق هم ایښي دي او څرګنده یې کړیده که څوک غواړي لدې رحمته برخمن شي، د هدایت لار ومومي او نیکمرغي یې په برخه شي، نو باید د محمد صلی الله علیه وسلم هغه حقوق پر ځای کړي چې پر ځای کول یې انسان د رسول صلی الله علیه وسلم د پیروانو په ډله کې ورګډوي او له ادا کولو پرته یې د ایمان ادعاء د منلو نه وي.
پدې ورځو کې چې شرمیدلیو دښمنانو د الله تعالی د غوره بنده او د مخلوقاتو سردار (صلی الله علیه وسلم) په خلاف کرکجنه جګړه دومره تشدید کړیده چې ان تش په نامه مسلمان یې هم دیته اړ ایستلی د خپل عظیم رسول صلی الله علیه وسلم له پاک حریمه دفاع ته راپورته شي او د هغو کرکجنو بریدونو مخه ډب کړي چې د محمد صلی الله علیه وسلم د سپین او سپیڅلي شخصیت په اړه د تشویشونو راولاړولو په موخه پیل شویدي، نو غوره مې وبلله په لنډه توګه د رسول صلی الله علیه وسلم یو شمیر هغه حقوق بیان کړم چې ادا کول یې د هر مسلمان دیني وجیبه ده او له پرځای کولو پرته یې د نجات او هدایت تصور باطل دی او هغه حقوق عبارت دي له:
۱ – پر رسول صلی الله علیه وسلم ایمان
د رسول صلی الله علیه وسلم لومړنی حق د هغه په رسالت ایمان دی، الله تعالی د قرآنکریم په څو آیتونو کې په رسول صلی الله علیه وسلم د ایمان حکم کړیدی، د مثال په توګه د التغابن سورت په آتم آیت کې فرمايي: «فآمنوا بالله و رسوله والنور الذي أنزلنا». ترجمه: [په الله او رسول یې او زمونږ له خوا په نازله شوې رڼا ایمان راوړئ].
د الله تعالی په څرګندو حکمونو ثابته خبره ده څوک چې د محمد صلی الله علیه وسلم په رسالت ایمان ونلري او دا له زړه نه ونه مني چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله تعالی وروستی رسول دی، هغه که څه هم په ټولو انبیاوو علیهم السلام ایمان راوړي مسلمان نه دی، د محمد صلی الله علیه وسلم په رسالت ایمان د اسلام اساسي شرط او د جهنم له عذابه د نجات ستره وسیله ده.

۲ – د رسول صلی الله علیه وسلم بشپړه پیروي
د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دوهم حق دا دی چې بشپړه پیروي یې وشي، اوامر یې پر ځای او له نواهیو یې ځان وساتل شي، ځکه الله تعالی امر کړی چې مؤمن باید په هر څه کې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم بشپړه پیروي وکړي، قرآنکریم د الاعراف سورت په ۱۵۷ آیت کې د رسول صلی الله علیه وسلم پیروي په هغه د ایمان نښه او د هدایت او بري دلیل بللی فرمایي: «.. فالذین آمنوا به و عزروه و نصروه واتبعوا النور الذي أنزل معه اولئک هم المفلحون». ترجمه :[ .. یوازې هغه کسان بریالي او ژغورل شویدي چې په رسول یې ایمان راوړی، د هغه مرسته او ملاتړ یې کړی او ورسره د نازلې شوې رڼا پیروي یې کړې].

۳ – له رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سره محبت
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پر هر مسلمان دا حق لري چې له زړه نه محبت ورسره وکړي، داسې محبت چې له الله تعالی پرته له بل هر محبوب نه زیات وي، له زوی، مور، پلار، ورور، خور، حتی له خپل ځان نه ډیر ورته ګران وي، الله تعالی پدې هکله داسې فرمایي: «قل ان کان آباؤکم و أبناؤکم و اخوانکم و أزواجکم و عشیرتکم و أموال اقترفتموها و تجارة تخشون کسادها و مساکن ترضونها أحب الیکم من الله و رسوله و جهاد في سبیله فتربصوا حتی یأتي الله بأمره والله لا یهدي القوم الفاسقین». [التوبة: ۲۴] ترجمه: [ووایه، که ستاسو پلرونه، زامن، وروڼه، د ژوند ملګري، کورنۍ او لاسته راوړې شتمنۍ او هغه سوداګري چې په خساره یې ویریږئ او خوښ شوي هستوګنځي، له الله او رسول الله او د الله په لار کې له جهاده زیات درته ګران وي، نو د الله تعالی د امر انتظار کوئ او الله فاسقانو ته هدایت نه کوي.]
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم هم په یوه صحیح حدیث شریف کې دې مطلب داسې اشاره کوي فرمایي: «لا یؤمن أحدکم حتی أکون أحب الیه من ولده ووالده والناس أجمعین».[متفق علیه] ترجمه: [د تاسو یو هم ترهغې مؤمن نه دی، تر څو یې چې له ما (محمد صلی الله علیه وسلم) سره له خپلو اولادونو، مور و پلار او ټولو خلکو نه زیات محبت نه وي کړی].
که څوک د ایمان ادعاء لري، حتمي ده چې له الله تعالی پرته به بل هیڅوک او هیڅ شی له رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سره په مینه او محبت کې نه برابروي، محمد صلی الله علیه وسلم به ورته ان له خپل ځانه هم زیات ګران وي، د هغه صلی الله علیه وسلم رضا به له خپلې خوښې نه مقدمه شمیري، احکام به یې په خلاصه ټنډه او پوره اخلاص سره پر ځای کوي، او هغه څه ته به نه ورنژدې کیږي چې رسول صلی الله علیه وسلم نهي ورنه کړیده.

۴ – د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دفاع
دا هم د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم حق دی چې په کلکه دفاع ورنه وشي، هم یې د شخصیت دفاع وشي او هم یې د سنتو او لارښوونو. پر هر مسلمان لازمه ده پخپل ټول توان سره د هر هغه چا مقابله وکړي چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پر مبارک شخصیت او یا سپیڅلي سنت تیری کوي. د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په ژوند به اصحابو رضي الله عنهم په مرګ دفاع ورنه کوله، هم یې پخپلو تورو او لاسونو سره د هغه مبارک صلی الله علیه وسلم له پاک بدن نه ساتنه کوله او هم یې پخپلو ژبو سره د هغه صلی الله علیه وسلم له شان او عظمت نه دفاع کوله او ګستاخانو ته یې غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکول. حسان بن ثابت رضي الله عنه شاعر و او پخپله ژبه یې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له عزت او آبرو نه دومره دفاع کوله چې د کائناتو د سردار ستاینه یې په برخه شوه او داسې یې ورته وفرمایل: «اهجهم و جبریل معک» [متفق علیه] ترجمه: [د هغوی (ګستاخو مشرکینو) بدي وایه، جبریل دې ملګری دی].
په بل مبارک حدیث کې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم خپل اصحاب دیته هڅوي چې دفاع ورنه وکړي او د تیري کوونکو مشرکینو مخه ونیسي، فرمایي: «من یردهم عنا وله الجنة» [رواه مسلم]ترجمه :[څوک به هغوی (تیري کوونکي) له مونږ [محمد صلی الله علیه وسلم) نه په شا کړي، چې جنت یې په برخه شي].

۵ – د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د دین خورول
د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم بل حق دا دی چې دین یې زده او خلکو ته ورسول شي، دا د هر مسلمان فریضه ده چې په اسلام ځان پوه کړي، احکام او نواهي یې وپیژني، بیا یې نورو خلکو ته ورسوي او د خپل توان په اندازه کوشش وکړي، نامسلمان خلک اسلام ته راوبولي او ددې امت د شمیرې زیاتولو هڅه وکړي.
په نیکۍ امر او له بدۍ نهي په الله تعالی د ایمان په څېر د اسلامي امت نښه او ځانګړنه ده، الله تعالی فرمایي: «کنتم خیر أمة أخرجت للناس تأمرون بالمعروف و تنهون عن المنکر و تؤمنون بالله». [آل عمران: ۱۱۰] ترجمه :[تاسو غوره امت یاست، ځکه په نیکۍ امر کوی او له بدۍ نهي او په الله ایمان لری].
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي: «بلغوا عني و لو آیة». ترجمه :[زما لارښوونې نورو ته ورسوئ، که یو آیت هم وي].

۶ – د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم عزت او درناوی
پر مسلمان لازمه ده چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم عزت، قدر او درناوی وکړي، الله تعالی پدې هکله داسې فرمایي: «انا أرسلناک شاهدا و مبشرا و نذیرا. لتؤمنوا بالله و رسوله و تعزروه و توقروه و تسبحوه بکرة و أصیلا» [الفتح: ۸ – ۹] ترجمه: [مونږ ته (اې محمده صلی الله علیه وسلم) د شاهد، زیري ورکوونکي او ویرونکي په توګه استولی یې، تر څو دوی په الله او رسول ایمان راوړي، او د (رسول صلی الله علیه وسلم) ملاتړ او درناوی وکړي او سهار ماښام د الله تعالی تسبیح ووايي].
الله تعالی په څو مبارکو آیتونو کې مسلمانانو ته ښوولې ده چې څه ډول د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم قدر او درناوی وکړي، دا یې ورته څرګنده کړې چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په وړاندې دې حتی په لوړ آواز خبرې نه هم کوي، د الحجرات سورت دوهم آیت فرمایي: «یا أیها الذین آمنوا لا ترفعوا أصواتکم فوق صوت النبي و لاتجهروا له بالقول کجهر بعضکم لبعض أن تحبط أعمالکم و أنتم لا تشعرون». ترجمه :[اې مؤمنانو! خپل غږونه د رسول (صلی الله علیه وسلم) تر غږ مه اوچتوئ، او هسې لوړ آواز مه ورکوئ لکه څرنګه چې یو بل ته لوړ آواز کوئ هسې نه چې اعمال مو عبث او هدر شي او تاسو به خبر نه وی].
اوس چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم رحلت کړی، نو قدر او درناوی دا دی چې د لارښوونو او سنتو پیروي یې وشي، اوامر یې پر ځای او له نواهیو یې ډډه وشي، صحیح مبارک احادیث یې په تمامه معنی ومنل او د هر چا له قوله مقدم وشمیرل شي.

۷ ـ پر رسول اکرم صلی الله علیه وسلم درود
پر مسلمانانو د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم بل حق دا دی چې درود پرې ووایي، هر کله یې چې مبارک نوم اوري درود ووايي، دا د الله تعالی امر او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم حق دی، الله تعالی فرمایي: «ان الله وملائکته یصلون علی النبي یا أیهاالذین آمنوا صلوا علیه وسلموا تسلیما». [الأحزاب : ۵۶] ترجمه: [الله تعالی او ملائکې یې پر نبي (صلی الله علیه وسلم) درود وایي، اې مؤمنانو پر هغه (صلی الله علیه وسلم) درود او ښه سلام وایاست].
پر رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د درود د اهمیت او ثواب په هکله دا مبارک حدیث کافي دی چې فرمایي: «من صلی علي واحدة، صلی الله علیه بها عشرا». [رواه مسلم] ترجمه :[چا چې پر ما یو ځل درود ووایه، الله تعالی یې په بدل کې لس ځله درود پرې وایي].
۸ – د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له دوستانو سره مینه او له دښمنانو سره یې کینه
که څوک ځانته مسلمان وایي، نو ورباندې لازمه ده چې د خپل عظیم رسول صلی الله علیه وسلم له دوستانو (پیروانو) سره مینه او دوستي وکړي او له دښمنانو او مخالفینو سره یې کینه او دښمني ولري. د هغه چا به ایمان نه وي چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له دوستانو سره دښمني کوي او له دښمنانو سره یې دوستي، الله تعالی په څرګنده فرمایي: «لا تجد قوما يؤمنون بالله والیوم الآځر یوادون من حاد الله و رسوله و لو کانوا آباءهم أو أبناءهم أو اخوانهم أو عشیرتهم أولئک کتب في قلوبهم الایمان و أیدهم بروح منه» [المجادلة: ۲۲] ترجمه : [هغه څوک په الله او آخرت مؤمن نه دي چې د الله (تعالی) او رسول (صلی الله علیه وسلم) له دښمنانو سره که څه هم پلرونه، زامن، وروڼه او خپلوان یې وي، دوستي کوي، هغه (چې د الله تعالی او رسول صلی الله علیه وسلم له دښمنانو سره دوستي نه کوي) الله (تعالی) د هغوی په زړونو کې ایمان لیکلی او پخپل روح سره یې د هغوی مرسته کړې].

د ایمان تقاضا او غوښتنه دا ده چې د الله تعالی او رسول صلی الله علیه وسلم له دوستانو سره دوستي او له دښمنانو سره یې دښمني وشي، که څوک د ایمان دعوی لري ورته په کار ده چې همدا اصل یې له خلکو سره د تعامل، دوستۍ او دښمنۍ په برخه کې معیار وي.

الله تعالی دې مونږ ټولو ته توفیق راکړي د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم حقوق په سمه توګه پر ځای کړو تر څو له دنیوي او اخروي زیان او عذابه وساتل شو.

سلطان محمود صلاح

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close