د رسول الله ﷺ ټولنيز اخلاق

لومړۍ برخه: د سول الله ﷺ کورنی ژوند

د رسول الله ﷺ ښه اخلاق هغه ځانګړتیا وه چې د انسانیت لپاره د غوره لارښود په توګه پاتې شوې.

هغه ﷺ نه یوازې په کورني ژوند کې بلکې په هرډول ټولنیز ژوند کې د بې مثاله ښو اخلاقو څښتن و.

دې برخه کې به د رسول الله ﷺ کورني ژوند ته لنډه کتنه وکړو.

حضرت عائشه رضي الله عنها فرمایي: تر رسول الله ﷺ د ښو اخلاقو درلودونكی هیڅوک نه و هغه ته هیچا (صحابه وو او د کورنۍ غړو یې) غږ نه کول مګر ځواب کې ده ورته ویل ”زه خدمت کې یم” ځکه یې الله جل جلاله په اړه فرمایي: ﴿وإنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ﴾  [القلم»: ٤]  ژباړه: او په باوري توګه ته د لويو اخلاقو څښتن يې.(۱)

همدارنګه حضرت عائشه رضي الله عنها فرمايي: رسول الله ﷺ هيڅکله خپل خادم او خپله مېرمنه (أمهات المؤمنين) نه دي وهلي.(۲)

هغه به له هرچا سره ښه چلند لرل، هرڅوک به یې د ښو اخلاقو تر اغېز لاندې وو.

حضرت عائشه رضي الله عنها فرمايي: رسول الله ﷺ: د خپل کور د غړو په خدمت کې بوخت و، خو کله به يې چې اذان واورېدل، نو د لمانځه ادا کولو لپاره به ووتل.(۳)

هغه خپل کور کې د کور له غړو سره کورنيو چارو کې مرسته کوله او د کور د یوو عادي او مدبر غړي په توګه یې رول لوبول.

د رسول الله ﷺ د بعثت په لسم کال د هغه کاکا (تره) أبو طالب او د هغه مېرمن (خديجه رضي الله عنها) وفات شول، ځکه رسول الله ﷺ دغه کال ته عام الحزن (د خپګان کال) وويل؛ هغه يې په وفات بې ساری ډېر خپه وو.(۴)

هغه ته د خپلوي پالل ډېر اړین وو او تل به یې ورباندې ټینګار کول.

د رسول الله ﷺ زوی ابراهيم له نړۍ سترګې پټې کړې د فراق له امله یې رسول الله ﷺ اوښکې تویولي او ویل یې: إن العين تدمع والقلب يحزن، ولا نقول إلا ما يرضي ربنا وإنا بفراقك يا إبراهيم لمحزونون.

ژباړه: سترګې ژاړي؛  زړه خپه دی؛ موږ نه وايو مګر هغه څه چې زموږ رب ورباندې خوشالېږي؛ او په جدایي دې خپه یو اې ابراهیمه!.

د رسول الله ﷺ لور حضرت فاطمه رضي الله عنها په رسول الله ﷺ ډېره ګرانه وه او بې ساري مينه یې ورسره لرله په اړه يې رسول الله ﷺ فرمايي: فاطمه زما يوه برخه ده، هغه څه چې هغې ته زیان رسوي، هغه زما زیان دی.»(۵)

پایله: رسول الله ﷺ د کورنۍ غړو اولادونو، مېرمنو او ټولو سره مینه لره او هغوی سره یې په مینه، شفقت او مهربانۍ ژوند کول؛ د هغوی حقوقو ته یې پاملرنه کوله؛  هغوی هم ورسره مینه لرله؛ هیڅ وخت یې د خپلې کورنۍ غړو ته بدې او سپکې خبرې نه دي کړي؛ هغه به د کور په چارو له خپلې کورنۍ غړو سره مرسته کوله او د یو عادي او بې ساري مهربان کورنۍ غړي په توګه به یې ژوند کول. نورو ته به یې امر کول چې په کورونو په سمه توګه او مهربانۍ ژوند کوئ!

(۱)عَنْ عائِشَةَ قالَتْ: «ما كانَ أحَدٌ أحْسَنَ خُلُقًا مِن رَسُولِ اللَّهِ، ﷺ؛ ما دَعاهُ أحَدٌ مِن أصْحابِهِ ولا مِن أهْلِ بَيْتِهِ إلّا قالَ: لَبَّيْكَ، فَلِذَلِكَ أنْزَلَ اللَّهُ تَعالى: ﴿وإنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ﴾ [القلم»: ٤]

(۲)« عن عروة، عن عائشة قالت: ‌ما ‌ضرب ‌رسول ‌الله صلى الله عليه وسلم خادما له، ولا امرأة،…»«مصنف عبد الرزاق» (9/ 176) «مصنف ابن أبي شيبة» (14/ 170) «مسند أحمد» (40/ 37)

(۳)«عن الأسود بن يزيد: سألت عائشة رضي الله عنها: ما كان النبي صلى الله عليه وسلم يصنع في البيت؟ قالت: ‌كان ‌في ‌مهنة ‌أهله، فإذا سمع الأذان خرج. «صحيح البخاري» (5/ 2052):

(۴)«‌‌‌عام ‌الحزن وهو العام العاشر من بعثته صلى الله عليه وسلم، فقد توفيت فيه زوجته خديجة بنت خويلد رضي الله عنها، وتوفي فيه عمه أبو طالب»«فقه السيرة النبوية مع موجز لتاريخ الخلافة الراشدة» (ص97)

(۵)عن المسور بن مخرمة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: « ‌إنما ‌فاطمة ‌بضعة ‌مني، ‌يؤذيني ما آذاها ».«صحيح مسلم» (7/ 141)

ليکوال: نقيب احمد حميدي

  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ