اخلاقسیرت النبي مقالې

د رسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاقي ځانګړتياوې

محمد -صلی الله عليه و سلم- د الله تعالی بنده او استازی
حضرت محمد -صلی الله عليه و سلم- د الله تعالی رسول دی، او هېڅوک په فکر کې له هغه سره سیال نه دی او نه هم په روحي پاکوالي او له ملکوت اعلی سره په اړیکه او وحې ترلاسه کولو کې څوک د هغه په څېر کېدای شي. داسې شخصیت چې هېڅوک هغه ته نشي رسېدای او نه څوک د هغه په شان کېدای شي، ځکه الله تعالی نبوتونه په رسول الله -صلی الله عليه و سلم- سره ختم کړي دي او د هغه شریعت یې وروستی شریعت ګرځولی دی.

رسول الله -صلی الله عليه و سلم- هغه څوک دی چې هر څوک د دې هیله لري چې د هغه د اخلاقو سره اړیکه ولري او د هغه د لارښوونو پيروي وکړي، تر څو لږ هم د هغه له صبر، جهاد، زهد، عبادت، سرښندنې او ایثار څخه برخمن شي او د هغه خوراک او جامې اغوستل د ځان لپاره سرمشق وګرځوي، الله تعالی خپل پیغمبر ته په دې لوی صفت لوړ مقام وربښلی چې فرمایي: «وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ» [القلم:۴] «په رښتیا چې ته د ډېرو لویو اخلاقو څښتن یې»، راځئ چې د زمانې دیوال و نړوو، تر څو ځانونه د محمد -صلی الله عليه و سلم- زمانې ته ورسوو او د روښانه او ځلانده ژوند روح له سرښندنې او زړورتیا نه په یوه ډکه ټولنه کې ووینو.

د پيغمبر -صلی الله عليه و سلم- ځانګړتياوې:
د ځلانده څېرې او نوراني مخ څښتن ؤ. د داسې نور څښتن ؤ چې پر نورو ټولو يې برتري ورکوله. د اړتيا په اندازه قدمونه يې اخيستل او پر لاره يې له توازن ډک مزل کاوه، داسې چې سترګې به يې ښکته وې او د پورته په پرتله به يې زمکې ته ډېر پام کاوه.

له چا سره به چې مخامخ شو، په سلام اچولو کې به ترې ړومبی کېده. بې اړتيا خبرې به يې نه کولې. خبرې يې د الله تعالی په نامه پيلولې او د الله تعالی په نامه يې پای ته رسولې. خبرې يې شمېرلې شمېرلې او غوڅې وې چې نه له اړتيا څخه زياتې او نه له اړتيا څخه کمې وې. له فصاحت او بلاغت ډکې خبرې يې کولې. له بې ځايه او بې مورده خبرو څخه يې ځان ژغوره او له بې ګټې خبرو څخه يې ډډه کوله. هېڅ خوراک ته يې بد نه ويل. هېڅکله هم د دُنيوي چارو او یا د ځان له امله نه په غوسه کېده. د ځان غچ يې له چا څخه نه اخيست. د خوښۍ پر وخت به يې ښکته کتل او پر شونډو به يې موسکا وه.

تر ټولو ښکلې څېره يې درلوده چې په ليدو به يې سترګې خوښېدې. تر ټولو زیات سخي او د ورکړې څښتن ؤ، او ځوانمردي يې تر ټولو زياته وه. په ورکړه کې له بېوزلۍ څخه نه وېرېده. څه به چې ترې غوښتل کېدل، د هو ځواب به يې ورته وایه او چې په دوو کارونو کې به خوښه ورکړل شوه، چې د خدای نافرماني به پکې نه وه، آسانه به يې ترې غوره کاوه.
حضرت عايشه -رضي الله عنها- وايي چې اخلاق يې قرآن ؤ.

حضرت علي -رضي الله عنه- يې په اړه ويلي: چې که ناڅاپه به چا وليد، هغه کس به په وېره اخته کېده او چې ور سره بلد به شو، خوښېده به يې.

د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- شخصي ژوند:
د پوښاک او خوراک په ټاکنه کې يې سختي نه کوله. هر ډول کالي به يې چې په مخکې وو، اغوستل به يې. زياتره وخت به يې له دوديزو کاليو ګټه اخيسته، مګر د هیئتونو د ښه راغلاست يا د اخترونو پر وخت به يې غوره کالي اغوستل. هر خوراک به چې تيار ؤ، خوړ به يې. که غوښه يا خواږه څه شی به وو هم به يې خوړل، که يوازې ډوډۍ او غوړي يا سرکه به وه بیا یې هم نه ویل چي نه یي خورم او هغه به یي خوړل. که څه به پيدا نه شول، په لوږه او نهاره به ویده کېده، تر دې چې د لوږې له زوره به يې په نس پورې تيږې تړلې. د ويده کېدو لپاره يې له څرمنيز توشک څخه چې د خُرماوو له پاڼو ډک ؤ کار اخيست. پر پوزي کښېناسته او د ويده کېدو لپاره يې هم پرې بسوالی کاوه.

په کور کې د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ژوند:
له خپلو مېرمنو سره يې خوږ ژوند تېراوه او په خوږه ژبه يې ورسره خبرې کولې، له هغوی سره يې ډېرې خبرې کولې او له اخلاقو او کړو وړو څخه يې خوښ ؤ. د هغوی حساسيتونه او ځانګړي طبيعتونه يې په پام کې نيول او ويل به يې چې:
«خَيْرُكُمْ خَيْرُكُمْ لِأَهْلِه». (له تاسي څخه غوره هغه دی چې له خپلې کورنۍ سره ښه چلن کوي)

حضرت عايشه -رضي الله عنها- وايي: چې هېڅکله هم د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- کورنۍ دوه پرله پسې ورځې د غنمو په ډوډۍ نه ده مړه شوې. کله به داسې وخت هم راته چې دوه مياشتې به يې په کور کې اور نه بلېده او خوراک به يې يوازې اوبه او خُرما وې.

انس -رضي الله عنه- وايي: چې رسول الله -صلی الله عليه و سلم- به خپله زغره د ضمانت په ډول ايښوده تر څو د خپلې کورنۍ لپاره څه اوربشې پيدا کړي.
په کور کې د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- کار کول:
له حضرت عايشې -رضي الله عنها-څخه وپوښتل شول چې رسول الله -صلی الله عليه و سلم- په کور کې کوم کارونه کول؟ هغې وويل: رسول الله -صلی الله عليه و سلم- د نورو انسانانو په څېر انسان ؤ. خپلې پڼې به يې جوړولې، خپل کالي به يې ګنډل. خپله مېږه به يې لوشله او نور هغه کارونه به يې کول چې نور نارينه يې په کور کې کوي. د لمانځه وخت به چې راورسېد له کوره به ووت.

له ملګرو سره د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- چلن:
د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- خادم انس -رضي الله عنه- وايي: چې لس کاله مې د هغه خدمت وکړ مګر په دې لسو کلونو کې يې هېڅکله هم را ته و نه ويل: چې آه! دا ستا له لاسه. هېڅکه يې هم د يوه کړي کار په هکله را ته و نه ويل چې ولې دې داسې کړي؟ او هېڅکله يې د يوه کار له امله چې نه به مې ؤ کړی، را ته و نه ويل چې ولې دې نه دی کړی؟ د مزدورۍ په راکولو کې يې را باندې ظلم نه دی کړی.

حضرت عايشه -رضي الله عنها- وايي چې رسول الله -صلی الله عليه و سلم- هېڅکله هم له خپلو لاس لاندې کسانو سره توند چلن نه کاوه او هېڅکله هم خپلو ښځو او خادمانو ته نه دی په غوسه شوی.

ابوهريرة -رضي الله عنه- وايي: چې له رسول الله -صلی الله عليه و سلم- سره بازار ته لاړم تر څو پرتوګ وپيري. خرڅوونکی را وړاندې شو او غوښتل يې چې لاس يې ښکل کړي مګر هغه خپل لاس شا ته کړ، هغه يې له دغه کار څخه منع کړ او ويې ويل:

دا کار عجميان له خپلو پاچاهانو سره کوي، زه پاچاه نه يم، زه ستاسي په څېر سړی يم.
پرتوګ يې را واخيست، ما وغوښتل زه يې يوسم مګر اجازه يې را نه کړه او ويې ويل: د هر شي د وړلو لپاره تر ټولو مناسب کس د هغه څښتن دی.

يو وار رسول الله -صلی الله عليه و سلم- له يوې ډلې سره په سفر لاړ. د خوراک وخت را ورسېد. هغوی وغوښتل د خوراک لپاره پسه تيار کړي. يوه يې وویل حلالول يې پر ما. بل وويل: پوستکی اېستل يې پر ما. درېيم وويل: پخول يې پر ما. رسول الله -صلی الله عليه و سلم- وويل: د خس او خاشاکو راټول یې پر ما. هغوی وويل: ای رسول الله -صلی الله عليه و سلم-! مونږ ستا برخه کار هم کوو. خو رسول الله -صلی الله عليه و سلم- وويل: زه پوهېږم چې تاسې زما برخه کار هم کوئ، مګر زما نه خوښيږي چې له تاسي څخه ځان جلا کړم. ځکه چې د الله نه خوښيږي چې کوم بنده يې ځان له خپلو ملګرو جلا کړي.

د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- يو عادت دا ؤ چې د خطاکار عذر به يې مانه او هېچا ته به يې په هغه نوم چې نه به یي خوښېده، آواز نه کاوه. له چا څخه به يې چې بد کار وليد، يا به يې بده خبره ترې واورېده پرته له دې چې نوم يې واخلي ويل به يې: د هغه خلکو حال به څه وي؟ چې دا ډول کارونه کوي.

په همدې توګه رسول الله -صلی الله عليه و سلم- نه خوښول چې څوک ورته له ځايه پاڅېږي. هر ځای به چې خالي ؤ، هلته به کېښناسته. بازار ته به تلو، خلکو ته به يې د امانتدارۍ سپارښتنه کوله او په راکړه ورکړه کې به يې له تېراېستنې او درغلۍ څخه منع کول.

يو بل عادت يې دا ؤ چې هر څوک به چې ورسره په مجلس کې ناست ؤ، هغه به يې دومره خوښ او خندان لیده چې فکر به يې کاوه دی رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ته تر ټولو نږدې او د هغه خوښ کس دی. په سياسي، جنګي، او دُنيوي امورو کې به يې د نظر له څښتنانو سره مشوره کوله او د هغوی خبرو ته به يې غوږ نیوه، که څه هم چې له نظر سره به يې مخالف ؤ.

د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- عبادت او له خدايه وېره:
د خدای جل جلاله څارنه او نظارت يې ډېر احساساوه او د هغه وېرې يې په زړه کې ځای نيولی ؤ. د الله تعالی عبادت یې ډېر کاوه، په شپو شپو به ويښ او د رکوع او سجدې په حال به ؤ. حضرت عايشې -رضي الله عنها- په دې اړه ورته وويل: چې دومره ډېر عبادت ولې کوې په داسې حال کې چې تېر او راتلونکي ګناهونه دې بښل شوي دي؟ په ځواب کې يې ورته وويل: آيا د خدای جل جلاله شکر کوونکی بنده و نه اوسم؟

رسول الله -صلی الله عليه و سلم- الله تعالی ډېر یاداوه. خوراک، څښاک، کېناستل، جګېدل او ټول کارونه يې د الله په نوم او «بسم الله الرحمن الرحيم» پيلول او له بشپړولو وروسته به يې په «الحمدلله رب العالمین» پای ته رسول. هېڅکله هم د

خدای جل جلاله له راز او نياز نه ستړی کېده. دا يې هم د دُعاګانو څو نمونې:
«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ قَلْبٍ لاَ يَخْشَعُ، ومِنْ دُعَاءٍ لاَ يُسْمَعُ»
«خدایه! له هغه علم څخه چې ګټه و نه رسوي، له هغه عمل څخه چې قبول نه شي، او له هغې دُعا څخه چې قبوله نه شي ستا لور ته پنا وړم».

«اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنَ الْخَيْرِ كُلِّهِ, مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ , وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الشَّرِّ كُلِّهِ, مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمُ»
«خدایه! هر خیر له تا څخه غواړم چې را ته معلوم وي او که نه، او له هر شر څخه ستا لور ته پناه وړم چې را ته معلوم وي او که نه».

«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ زَوَالِ نِعْمَتِكَ، وَتَحَوُّلِ عَافِيَتِكَ، وَفُجَاءَةِ نِقْمَتِكَ، وَجَمِيعِ سَخَطِكَ»
«خدایه! ستا د نعمت له زوال، ستا د عافیت له بدلون، ستا له ناڅاپي عذاب او ټولې غوسې څخه ستا لور ته پناه وړم».
«اللَّهُمَّ جَنِّبْنِي مُنْكَرَاتِ اَلْأَخْلَاقِ، وَالْأَعْمَالِ، وَالْأَهْوَاءِ، وَالْأَدْوَاءِ»
«خدایه! له بدو اخلاقو، ناخوښو اعمالو، د نفس له بدو غوښتنو او ټولو دردونو او رنځونو څخه ستا لور ته پناه وړم».

ورزش او بدني ښېګڼې ته د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- پاملرنه:
رسول الله -صلی الله عليه و سلم- د پاک او ژوندي زړه څښتن ؤ. له حضرت عايشې -رضي الله عنها- سره يې مسابقه کوله، له «رکانه» سره يې غېږه نيوله، په جشنونو او مېلو کې يې د حبشيانو ننداره کوله. خپل شخصي لباس او ښکلا ته يې هم زياته پاملرنه کوله. حمام به يې ډېر کاوه او عطر به يې کارول. چې په لاره به تېر شو، خلک به پوهېدل چې رسول الله -صلی الله عليه و سلم- پرې تېر شوی دی. که چا به لاس ورکړ، تر ډېره وخته به يې له لاس څخه خوشبويي تله.

د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ټوکې:
رسول الله -صلی الله عليه و سلم- سالمې ټوکې خوښولې او ښايسته لطیفو ته به يې خندل. له خپلو ملګرو سره به يې ټوکې کولې مګر ټوکې به يې رښتينې وې.

له انصارو څخه يوه زړه ښځه رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ته راغله او ورته يې وويل چې دُعا ورته وکړي تر څو يې الله جل جلاله ګناهونه وبښي. رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ورته وويل: چې ته په دې نه پوهېږې چې زړې ښځې جنت ته نه ځي؟ بوډۍ په ژړا شوه. رسول الله -صلی الله عليه و سلم- وخندل او ويې ويل: په هغه ورځ به ته بوډۍ نه يې. آيا د خدای جل جلاله هغه وينا دې نه ده اورېدلې چې فرمایي:

«إِنَّا أَنشَأْنَاهُنَّ إِنشَاء. فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا. عُرُبًا أَتْرَابًا » [الواقعة ۳۵-۳۶] «مونږ هغوی پيدا کړلې، او هغوی مو پيغلې وګرځولې چې سره همزولي وي»

يوه ورځ يو صحراميشتی رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ته راغی او د سفر لپاره يې د هغه اوښ ترې وغوښت. رسول الله -صلی الله عليه و سلم- وفرمايل: زه غواړم تا د اوښ بر بچي سپور کړم، صحرايي وويل: د اوښ په بچي څه وکړم؟ هغه ورته وويل: آيا اوښ هم د اوښ له بچي پرته بل څه شی زېږوي؟

د اُم ايمن په نوم يوه ښځه د خپل مېړه د څه اړتيا لپاره رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ته راغله. هغه پوښتنه ترې وکړه چې مېړه دې څوک دی؟ هغې وويل: فلانی. رسول الله -صلی الله عليه و سلم- وفرمايل: هماغه چې په سترګو کې يې سپينوالی دی؟ هغې وويل: ای رسول الله -صلی الله عليه و سلم-! په سترګو کې يې سپينوالی نشته. هغه وفرمايل چې شته. ښځه په منډه لاړه او د خپل مېړه سترګو ته ځېره شوه. مېړه يې ترې وپوښتل څه شی ګورې؟ ويې ويل: رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ستا په هکله وويل: چې په سترګو کې دې سپينوالی دی. مېړه يې وويل: نه ګورې چې د سترګو سپين مې له تورو څخه زيات دي؟

جابر بن عبدالله وايي: يوه ورځ رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ته ورغلم ومې ليدل چې حسن او حسين يې پر شا سپاره دي او هغه په دواړو لاسونو او پښو روان دی او وايي چې ستاسې اوښ څومره ښه اوښ دی!

د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- له ملګرو څخه يو کس د نعيمان په نوم ؤ چې ډېر شوخ او خوږ ژبی ؤ. له رسول الله -صلی الله عليه و سلم- سره يې شوخي کوله. يوه شوخي يې دا وه چې هر کله به مدينې ته راته څه شی به يې له ځان سره رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ته راوړل او ورته ويل به يې چې دا مې ستا لپاره ډالۍ راوړې. ناڅاپه به د هغه مال څښتن راغی او له نعيمان څخه به يې د هغه پيسې غوښتې. نعيمان به هغه رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ته راووست او ورته وبه يې ويل چې د نوموړي جنس پيسې ورکړي. رسول الله -صلی الله عليه و سلم- به ويل چې دا دې زما لپاره ډالۍ نه وه راوړې؟ هغه به ورته ويل چې آرمان مې ؤ چې ته يې وخورې مګر پيسې مې نه درلودې. رسول الله -صلی الله عليه و سلم- به وخندل او امر به يې وکړ چې پيسې يې ورکړئ.

د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- تواضع او تېرېدنه:
له خلکو سره يې د يوه ستر پيغمبر، او زړه سوانده او متواضع لارښود په څېر چلن کاوه. سترتوب يې د سترو اخلاقو له کبله ؤ، نه د جاه، مقام او نفوذ له کبله. تل او د دعوت په ټولو پړاوونو کې متواضع پيغمبر ؤ. په هغه وخت کې، هم دا چې ظلم او تېری به پرې شوی ؤ، له برياليتوب او سوبې وروسته هم، په يوازيوالي کې هم، د ستونزو او سختيو په وخت کې هم او د برياليتوب په اوج کې هم چې په ټوله عربي ټاپووزمه يې برياليتوب تر لاسه کړ او د ده د امر تابع وه، زړه سواند او متواضع انسان ؤ.

کله چې الله د مکې د فتحې برياليتوب ور په برخه کړ او قریش ورته له درويشت کلنې دُښمنۍ وروسته په ګونډو شول، په هغه وخت کې هم په داسې حال کې مکې مکرمې ته ننوت چې خپل سر يې د تواضع د نښې په توګه د خدای د ستاينې په موخه ځوړند نيولی ؤ.

قریش يې مخې ته له وېرې ډک راغلل. يوه ته يې چې له وېرې څخه لړزيده رسول الله -صلی الله عليه و سلم- وويل: آرام شه، زه د هماغې قريشې ښځې زوی يم چې وچه غوښه به يې خوړله!

رسول الله -صلی الله عليه و سلم- له مريانو، زړو ښځو، کونډو او بې څوکه خلکو ته په پوره پام غوږ ايښوده. د لارې پر سر هر هغه چا ته دريده چې له ده سره يې خبرې کول غوښتل. له هر چا سره به چې مخ شو لاس به يې ورکاوه، او تر هغه به يې د نوموړي سړي لاس نه خوشي کاوه تر څو به چې هغه خپل لاس شا ته نه کړ. د اصحابو او ملګرو کره به ورتله او د رنځورانو پوښتنه يې کوله. په جنازو کې يې ګډون کاوه. د خلکو ستونزې يې اورېدې او د هغوی په غم او ښادۍ کې شريک ؤ.

د رسول الله –صلی الله عليه وسلم- زړه سوی او مهرباني:
رسول الله -صلی الله عليه و سلم- پر کوچنيانو، ښځو او بېوزلو ډېر مهربان ؤ. يو وار يې د لمانځه پر مهال د يوه کوچني ژړا واورېده چې مور يې د ده تر شا په لمانځه مشغوله وه. رسول الله -صلی الله عليه و سلم- خپل لمونځ لنډ کړ.

په يوه جنګ کې يې د ښځې پر جنازې سترګې ولګېدې. ډېر ناآرامه شو او ويې فرمايل: تاسې مې د ښځو له وژلو څخه نه وی منع کړي؟ دې ښځې خو له تاسي سره جنګ نه کاوه؟

په حيواناتو دومره مهربان ؤ چې د اوبو لوښی به يې د پيشو مخې ته نږدې کاوه. يو وار چې يې يو خوار اوښ وليده ويې فرمايل: د دغو څارويو په هکله له خدايه ووېرېږئ او ماړه يې کړئ.
دا ټولې د هغه د رحمت، مهربانۍ او زړه سوي نښې وې چې د هغه ستر باطن ترې ډک ؤ.

له خلکو سره د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- همدردي:
يوه ورځ يې لور حضرت فاطمې -رضي الله عنها- ورته د کور د کار د زياتوالي او ستونزو له کبله ګيله وکړه او د خادم غوښتنه يې ترې وکړه. رسول الله -صلی الله عليه و سلم- و نه منله او ورته يې وويل چې څنګه تا ته خادم ونيسم په داسې حال کې چې د اهل صفّه کولمې له لوږې تاويږي.

د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- زُهد او نېکي:
يوه ورځ حضرت عمر د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- کور ته لاړ، ګوري چې رسول الله -صلی الله عليه و سلم- پر پوزي پروت دی چې چاپونه يې د هغه پر بدن ښکاري. د هغه کور ته يې وکتل، له يوې ځوړندې بوجۍ او لږو وربشو پرته يې بل څه تر سترګو نه شول. عمر –رضي الله عنه- په ژړا پيل وکړ. رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ورته وويل: څه شی دې ژړوي؟ هغه وويل: ای رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ولې و نه ژاړم؟ دا دې پوزی دی چې ستا پر بدن يې چاپونه ښکاري او هغه دې هم خزانه. ټول شته دې دا دي چې زه يې وينم. او بل لور ته د ايران او روم شاهان دي چې په ناز او نعمتونو کې ژوند تېروي، هغه هم په داسې حال کې چې ته د الله جل جلاله پيغمبر او غوره شوی يې. رسول الله -صلی الله عليه و سلم- وفرمايل: ای د خطاب زويه! په دې کې دې څه شک دی؟ هغوی هغه څوک دي چې خپل هر څه يې په دې دُنيا په برخه شوي.

عبدالله بن مسعود –رضي الله عنه- هم په همداسې يوه حال کې رسول الله -صلی الله عليه و سلم- وليد. ورته يې وويل: ولې مې نه پرېږدې چې پر پوزي دې څه شی در ته خپور کړم؟ هغه وفرمايل: زما له دُنيا سره څه دي؟ زما او د دُنيا مثال د هغه مسافر دی چې د ونې خوا ته کښيني او له لږې دمې وروسته ترې لاړ شي.

زمونږ کار په دُنيا څه دی؟
مونږه ستړي لارويان يو
لږ کښينو د ونې خوا ته
چې دمه شو ترې روان يو

د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ورکړه او بخشش:
د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ورکړې او سخاوت بريدونه نه لرل. هېڅکله يې هم څه شی نه زېرمه کول. آن کله کله خو به يې له نورو پور کاوه تر څو يې اړو او بېوزلو ته ورکړي. په ورکړه او بخشش کې له بېوزلۍ او تنګلاسۍ څخه نه وېرېده. له نړۍ څخه د تلو پر وخت يې يوه روپۍ نه درلوده. په دې اړه يې فرمايلي دي: چې زمونږ پيغمبرانو ميراث چا ته نه رسېږي او هغه څه چې را څخه پاتې کېږي، هغه صدقه دي. د هغه اصحابو د ده د ورکړې په اړه څومره ښه مثال ورکړی چې ويلي يې دي: رسول الله -صلی الله عليه و سلم- له خوځنده باد څخه ډېر سخي ؤ.

د حق په تر سره کولو کې د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- عدالت او قاطعيت:
رسول الله -صلی الله عليه و سلم- د حق په وړاندې خپل خپلوان نه پېژندل. ټول يې په وړاندې برابر وو او ټول وګړي د خدای او شريعت په وړاندې د خپلو کړو وړو مسؤل وو. د بني مخزوم د ټبر يوې ښځې چې مشهور نسب یې درلود، غلا وکړه. خبر رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ته ورسېد او هغې ښځې هم اعتراف وکړ.

د ښځې خپلوان ووېرېدل چې که پېغمبر صلی الله علیه وسلم هغې ته د غلا جزا ورکړي، دوی به رسوا شي. اُسامه بن زيد –رضي الله عنه- ته لاړل او ورڅخه يې وغوښتل چې رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ته د هغې ښځې په حق کې سپارښتنه وکړي. هغوی ځکه اُسامه ورولېږه چې دی او پلار يې د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ډېر خوښ او ورته نږدې وو. اُسامه –رضي الله عنه- په دې اړه له رسول الله -صلی الله عليه و سلم- سره وغږېد. رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ډېر ناآرامه شو او ويې فرمايل: آيا د خدای له حدودو څخه د يوه حد د پلي کولو مخنيوی غواړې؟ بيا يې خلک را ټول کړل او په خُطبه کې يې ورته وويل: ای خلکو! له تاسي څخه مخکې اُمتونه له دې کبله هلاک شول چې که کوم وتلي او مشهور کس به غلا وکړه پرېښوده به يې، او که کوم ناتوانه او ضعيف سړي به غلا وکړه، سزا به يې ورکوله. قسم په خدای که لور مې فاطمې هم غلا کړې وای، لاس به مې ترې پرې کړی وای.

په جنګونو کې د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- زړورتوب:
د دغه حيرانوونکي زوړرتوب له مخ څخه به پرده هغه وخت پورته کېده چې په خپله به يې د جنګ مشري په غاړه واخيسته. د جنګ ډګر ته به يې ودانګل او مسلمانان به يې د خدای جل جلاله په لاره کې جنګ او د هغه رسالت په برياليتوب سره تر سره کولو ته هڅول چې ايمان يې پرې درلود.

هېڅکله يې هم د جنګ له ډګر څخه تېښته نه کوله. آن د اُحد په جنګ کې هم چې زیاترو مسلمانانو ماتې خوړلې وه، رسول الله -صلی الله عليه و سلم- هماغه شان ثابت قدم ولاړ ؤ او د دُښمنانو په وړاندې يې مبارزه کوله. په دې اړه حضرت علي چې په خپله هم يو تکړه جنګيالی ؤ، وايي چې کله به جنګ زور واخيست مونږ به رسول الله -صلی الله عليه و سلم- ته پناه وروړله او له مونږ څخه به هېڅ يو هم له رسول الله -صلی الله عليه و سلم- څخه د دُښمن لور ته نږدې نه ؤ.

د خپل مسؤوليت له تر سره کولو او د خپل رسالت له رسولو سره د رسول الله -صلی الله عليه و سلم- مينه:
رسول الله -صلی الله عليه و سلم- د خپل رسالت په تبليغ او رسولو کې هېڅ روا وسيله پرې نښوده، او دُښمنانو يې هم د دغه دعوت د مخنيوي په لاره کې له هېڅ وسيلې څخه درېغ و نه کړ. د هغو ټولو چلونو، توطئو، او ګواښونو سره سره د غره په څېر ودرېد او خپل تره ته يې هغه مشهور ځواب ورکړ: قسم په خدای جل جلاله که لمر په ښي لاس او سپوږمۍ په چپ لاس کې راکړي تر څو له خپل دعوت څخه لاس واخلم، هېڅکله به يې پرې نه ږدم تر څو مې يا خدای برياليتوب په برخه کړي او يا يې په لاره کې ووژل شم.

کله يې چې د اُحد په جنګ کې مخ زخمي او غاښونه مات شول، ورته وويل شول: چې ولې دې ورته ښېرا و نه کړې؟ رسول الله -صلی الله عليه و سلم- وفرمايل: زه د لعنت ويلو او ښېرا کولو لپاره نه يم را لېږل شوی، بلکې د خير او رحمت بلوونکی يم. بيا يې وويل: خدايه! زما قوم ته بښنه وکړه ځکه چې دوی نه پوهېږي.

په پای کې:
بايد په ياد ولرو چې دا څو نمونې د هغه د اخلاقو انځور ؤ چې د هغه د شخصيت حقيقت پکې ګورو. د هغه د نورو اخلاقي اړخونو لکه وفادارۍ، امانتدارۍ، حياء، اخلاص، رښتینولۍ، پاک لمنۍ، سياستمدارۍ، له ګاونډيانو سره نېک چلن، فصاحت… او نورو په اړه د وينا مجال نشته، چې دې ټولو ځانګړتياوو يې په خپل وار سره د خير، حقيقت، کرامت او نېکمرغۍ په لور د وګړو په هدایت او لارښوونه کې خپل رول لوبولی.
سبْحانَك اللَّهُمّ وبحَمْدكَ أشْهدُ أنْ لا إله إلا أنْت أسْتغْفِركَ وَأتَوبُ إليْك

سرچینه: د جمعيت اصلاح د دعوت او ارشاد څانګه

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: