سیرت النبي مقالې

د رحمتونو سيرت!

انساني تاريخ تل په خپله غېږه کې سترو سترو شخصيتونو، پوهانو، مصلحينو، نابغه ګانو او بېلګو ته ځای ورکړی دی، له حضرت آدم عليه السلام څخه تر دې دمه بې شمېره لوی شخصيتونه تېر شوي او لا هم د ژوند څپرکي په داسې وياړمنو ګاڼل کېږي.

د تاريخ په دې زرينو کرښو کې چې د چا نوم بايد تر ټولو ستر وليکل شي، په ژوند او اند ېې ډېرې خبرې وشي او د هر چا لپاره د يوې بېلګې او نمونې په توګه ومنل شي، پرته له شکه چې هغه ستر شخصيت او روڼ ستوری محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم دی.

محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د تاريخ په غېږ کې د بېلګو بېلګه، بې ساری مصلح، د رحمتونو امام او بشپړ انسان دی، چې ټول لوی شخصيتونه ېې په وړاندې ډېر واړه خلک دي. الحمدلله چې ددغه ستر لارښود او د ثقلينو د ناجي په امت کې د غړيتوب وياړ را په برخه دی او په دې ستر نعمت که څومره شکرونه وباسو، بيا ېې هم د شکرانې حق نه شو ادا کولی.

په دې هم شکر ويستل پکار دي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند شېبه شېبه تر مونږه په کره او پخه بڼه رارسېدلې ده او زموږ د ژوند داسې برخه نشته چې دې ستر پيغمبر صلی الله عليه وسلم د خپل پيغام په رڼا کې په خپل ژوند کې انځور کړې نه وي، له همدې کبله رسول الله صلی الله عليه وسلم زمونږ لپاره عالي بېلګه ده، قرآن کريم د رسول الله صلی الله عليه وسلم بېلګه توب په ډاګه کړی دی، هلته چې فرمايي: لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا.احزاب ۲۱

بې شکه ستاسې لپاره د رسول الله صلی الله عليه وسلم په (‌‌ذات) کې يوه ښه بېلګه او نمونه ده، د هغه چا لپاره چې د الله تعالی د رحمت او د آخرت د ورځې هيله لري او الله تعالی ېې ډېر ياد کړی وي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم زموږ د وګړيز او ټولنيز ژوند لپاره عالي نمونه ده او بايد چې د خالق تعالی او مخلوق د حقونو په اداينه کې د هغه مبارک پلونه تعقيب شي.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سپيڅلي پيغام کې چې هغه ېې لومړنی انځوروونکی دی، د دنيا او آخرت نېکمرغۍ، خوشالۍ او برياوې نغښتې دي او دا هغه څه دي چې د پرون انسان ورته اړ ؤ، د نن انسان ورته اړ دی او د سبا انسان هم ورته ډېره اړتيا لري.

ددې لپاره چې په پوره ډول ددې پيغام له ګټو برخمن شو، اړينه ده چې نبوي صلی الله عليه وسلم سيرت ولولو، ځکه هلته ددې پيغام څخه د ګټې اخيستنې لارې چارې په خورا ښکلې بڼه ښودل شوي دي او په عملي توګه څرګنده شوې چې د ثقلينو خېر يوازې او يوازې د همدې پيغام په منلو او عملي کولو کې دی.

نبوي صلی الله عليه وسلم سيرت د نر، ښځې، ځوان، بوډا، آمر، مامور، پلار، مور، مشر، کشر، واکمن، ولس او… ټولو لپاره د ښه او غوره ژوند کولو لارښوونې، کړنلارې او عملي بېلګې لري، لدې کبله ېې مطالعه ټولو ته اړينه ده.

دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم زمونږ ټولو لپاره د ژوند يوه بشپړه او هراړخيزه بېلګه ده، ددې معنی داده چې مونږ بايد د هغه صلی الله عليه وسلم له مبارک سيرت او صورت څخه ځانونه آګاه کړو، تر څو پر پله ېې پلونه کېږدو او په عمل کې وښايو چې زمونږ ستره بېلګه څوک دی؟

د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سپېڅلي سیرت څخه مونږ ته په ښه توګه دا جوتېږي، چې د اسلام مبارک دين د سولې، امن، مينې، درنښت او رحمت دين دی، ځکه له سيرت لوستنې وروسته په سمه توګه پوهېدای شو، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم سوله کړې، سوله ېې غوره کړې، امن ېې راوستی، د امن پيغام ېې نړۍ ته راوړی، مينه ېې پاشلې او نړۍ ته ېې الفت ډالۍ کړی دی، درنښت او د يو او بل شتون ته په ارزښت کتنه ېې په ثبوت رسولې او د رحمت پيغام ېې لر او بر خپور کړی دی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم نړۍ ته د رحمت د استازي په توګه راستول شوی دی، الله تعالی خپل محبوب پيغمبر عليه السلام ته په خطاب کولو سره فرمايي: وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ.الأنبياء ۱۰۷
او ته خو مو يوازې د رحمت په توګه نړيوالو ته استولی ېې!

رسول الله صلی الله عليه وسلم يوازې د مؤمنانو لپاره رحمت نه ؤ، بلکې هغه مبارک د انسانانو او آن حيواناتو لپاره هم رحمت ؤ او په دې باندې نبوي سيرت او په ځانګړي ډول له نورو انسانانو او حيواناتو سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم چال چلند او د هغوی په اړه دده ويناوې لوی دليل دی.

په خواشينۍ سره کله چې له مسلمانانو څخه نبوي سيرت او په نبوي سنتو باندې عمل پاتې شو، نو سمدواره په امت د غفلت څپې راخپرې شوې، قرآن کريم که څه هم د مسلمانانو په لاسونو کې شتون لاره، خو چې نبوي سيرت ترې کله هم جلا وګڼل شو، د قرآن کريم رښتينې معنی، تفسير او مفهوم کډه وکړه، ځکه پرته له نبوي سنتو او نبوي سيرته د قرآن کريم تفسير، شننه، څپړنه او پر غوښتنو ېې پوهېدنه ناشونې ده، مشهور محدث امام اوزاعي رحمه الله څه ښه فرمايي: الکتاب أحوج الی السنة من السنة الی الکتاب.

قرآن کريم سنتو ته نسبت لدې چې سنت قرآن ته څومره اړتيا لري، ډېر اړ دی. يعنې: د قرآن کريم اړتيا سنتو ته ډېره ده، خو د سنتو اړتيا بيا قرآن کريم ته هومره نه ده.

په اسلامي امت کې لوېې فتنې او بې لارې ډلې هغه وخت راپيدا شوې، کله چې ځينو خلکو نبوي سيرت او نبوي سنت په کتاب الله باندې د پوهې د کونجي په توګه ونه ګڼه او له هغې ېې ګټه پورته نه کړه. له همدې امله هغوی بې لارې شول چې د سلف صالحو رضي الله عنهم فهم ته ېې ارزښت ورنه کړ او د سلف صالحو د سرلاري محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم سنتو او سيرت ته ېې شا کړه.

نبوي صلی الله عليه وسلم سيرت مونږ ته د لوړو اخلاقياتو، صبر، ايثار، سرښندنې، رښتينولۍ، امانت ساتنې، پاک لمنۍ او… زده کړه راکوي او ددې ترڅنګ ترې پوهېږو چې د اسلامي دين د سعادت بښوونکي پيغام تطبيق ډېر اسانه دی، ځکه چا چې ېې د تطبيق هڅه کړې، بريالي شوي چې ددې برياليو په لومړنۍ کرښه کې محمد صلی الله عليه وسلم او سلف صالح رضي الله عنهم راځي.

د نبوي سيرت لوستنه يوازې د کوم داستان او کيسې مطالعه نه ده، بلکې د هغې په هره کرښه او پاڼه کې ژوند بښوونکې او ژوند سموونکې لارښوونې پرتې دي او د ژوند د جوړونې په پار بايد د هغې هره توکړه وکارول شي، تر څو بدبختۍ ورکې شي او نېکمرغۍ او برکتونه په سترګو ووينو.

د نبوي سيرت مطالعه د اسلامي ويښتابه په ډګر کې ډېره ارزښتناکه ده، تاريخ دا ثابته کړې چې د چا په لاس کې قرآن کريم او ترڅنګ ېې د سلف صالحو فهم او په ځانګړي ډول نبوي احاديث او نبوي سيرت ؤ، هغوی هيڅکله هم د انسي او جني شيطانانو په لومو کې نه دي ښکېل شوي او له هر ډول فتنو سره ېې ډغرې وهلي دي.

د نبوي سيرت لوستنې سره تړاو لدې کبله هم پکار دی چې زمونږ لپاره عالي بېلګه (محمد صلی الله عليه وسلم) تل زمونږ په سترګو کې وي، تر څو تل په دې هڅه کې شو چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په څېر زمونږ اخلاق، عبادات، معاملات، اقتصاد، سياست او د ژوند شېبه شېبه جوړه شي.

کيسه کا چې چېرته په کفري نړۍ کې يوه ويښه مسلمانه کورنۍ ميشت وه، هغوی به هره ورځ د يوبل سره د صحابه کرامو رضي الله عنهم سيرت لوسته او د هغوی د غښتلي ايمان، سرښندنو او مبارزو په اړه به ېې خبرې کولې، ددې کورنۍ يو ماشوم په ښوونځي کې ؤ، ښوونکي يوه ورځ د هغه له ټولو ټولګيوالو سره دا پوښتنه مطرح کړه چې: تاسې په راتلونکي کې څه غواړئ، چې درنه جوړ شي؟ هر چا د خپل ذوق مطابق ځواب ورکاوه، خو کله چې نوبت تر دې ماشوم راغی، نو هغه کړه: زه غواړم چې صحابي شم!!! نو که مونږ هم تل سيرت لوستنه وپالو، په خپلو ماشومانو ېې زده کړو او نورو ته ېې ورسوو، همېشه به مو په سترګو کې محمد صلی الله عليه وسلم وي او تل به زمونږ په زړونو کې دا خبره پرته وي چې مونږ غواړو په رښتيني معنی د محمد صلی الله عليه وسلم امتيان شو او د هغه په څېر جوړ شو.

د نبوي صلی الله عليه وسلم سيرت د رحمتونو سيرت دی، د مينې او الفت غرونه دي، د سولې، امن او ارام بابونه دي، لدې کبله ېې په پخوانۍ مطالعه بسنه مه کوئ، يو ځل بيا ېې ولولئ، خو له نوي احساس سره! داسې احساس چې د نبوي سيرت هره کرښه د ځان لپاره د پيغامونو لرونکې وګڼئ او له هغې څخه د خپل او د نورو د ژوند په سمون کې پوره ګټه واخلئ، نبوي سيرت يو ځل بيا ولولئ، تر څو د رحمتونو د امام او د رحمت د استازي په رحمت پالنه ښه پوه شئ او د رحمت پالنې دود دلته هم لکه د هاغه ځای په څېر په لوړه کچه وپالل شي.

نبوي صلی الله عليه وسلم سيرت يوځل بيا ولولئ، بيا ېې ولولئ او بيا ېې ولولئ، تر څو د محمد صلی الله عليه وسلم مينه مو په زړونو واکمنه شي او تاسې خو پوهېږئ چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له مینې پرته ايمان نيمګړی دی، نو دا مينه خپله هم تانده کړئ او نورو ته ېې هم ور زده کړئ.

ليکنه: محمد وقايت الله وقار

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: