د دیورند توره کرښه  یوه انګریزي غیرانساني هڅه

تر دیورند کرښې دمخه د افغانستان دجنوبي پولې په اړه

« دتلګراف پرتڼۍ لوبیدل آسانه دي، خوجګړه او دجګړې لپاره پلان، هغه هم په هیلمند کې تر یخ سیورې لاندې … یوه آزموینه ده چې هیله من یم بیا تکرار نه شي ».

انګریز چارواکی، د ۱۸۸۰ کال د میوند له ماتې وروسته .

*****

په لنډو ټکو باید په دغه تاریخی حقیقت باندې ځان  پوه کړو چي افغانستان که څه هم نن په آسیا کې ددغې وچې له وروسته پاتې اوکوچنیو او په وچه پورې تړلوهیوادو څخه دی ، خو په تاریخی او فرهنګی او سیاسي لحاظ دغه افغانستان دیوه تلپاتي فرهنګي سیراومیراث ایجاد ګرټاټوبی او هیواد دی چې دخپلې دغه پیاوړې فرهنګي اوتاریخی وړتیا له امله ، سره له دې چي دنړۍ یوه یرغلګرهم صرفه پرې ونه کړه ، بیاهم ژوند دی او له دی وروسته به هم زموږ د واکمنانانو پرحقه یا ناحقه وینا زموږ دغه (خدا داد) هیواد دخپل تاریخی برم له امله ژوندی وي او ژوندی به یادیږي . په دغه لاندې نقشه چې ۱۸۳۷ کال یې پرټنډه لیکل شوی ، تاسې په ډیره آسانۍ سره لیدای شئ چې بریتانوي هند چیرې دی اود افغانستان پوله هغه هم له بریتانوي هند سره پرکوم ځای باندې ولاړه ده ؟ موږ خپل لومړنی بحث (ددیورند توره کرښه )  هم له همدغې نقشې را پیل کوواو پردغه واټ باندې ترهغو چې حقایق راته ښکاري قدم پرقدم مخ په وړاندې حرکت کوو .

 

your ads

اوسني افغانستان د نژدې یوې نیمې پیړۍ په ترڅ کې د کورنیوبی اتفاقیو او باندنیویرغلونو په ترڅ کې خپله هغه جغرافیا چي یوه نیمه  دوې پیړۍ دمخه یې درلوده د ځان غوښتونکواو په ځینووختوکي جاهلو واکمنانانودځاني ناولو تمایلاتو په ترڅ کې له لاسه ورکړه چې اوس یې پرداسی یوه حد درولی چي نورنو ترې دسکښتلواو پریکیدو لپاره څه نشته ، ما ناداچي داصلي افغانستان له تني څخه په لویدیز ، شمال او جنوب کی دومره برخه بیله شوې چې اوس دیوشمیرهیوادونودافتصاد او سیاسي ژوند شمزي جوړوي اوله همدې امله په مادي اومعنوی لحاظ لګیادي دغه ملت دومره خوار اوزبون وساتي څودغه هیواد اوددغه هیواد خلک  (افغانان) یوه ورځ پرخپلو پښو ونه دریږي او دهغو تللو سیمو او مځکودبیا غوښتني وثیقه ددوی په وړاندې را پورته نه کړي چې دم ګړۍ دوی پرې پړسیدلي او بسیاشوي دي .

زه دلته په نورو خواوو باندې نه غږیږم ځکه چی زما دغه څیړنه ددغو تاریخی تیریو او غیرانسانی تجزیی یوازي یوه اړخ چي هغه دهند په نیمه وچه کې د انګریزي ښکیلاک یو غیرانساني عمل (دنامنلې دیورند کرښې تپلو) ته دیوشمیرنویو اسنادو په رڼاکي کتنه کوم څو پرهغو عواملو باندې پوه شو چې زموږ دغه لوی کور، دغه طبعیی جغرافیه اودغه لوی قوم  ولي دنړۍ هغه ښکیلاکي ځواک دخپلوناوړو تیریو هدف کړ چي ځانونه لاهم د تمدن او په نوی نومونه د تش په نامه او درواغجني دموکراسۍ ذمه واربولي اوس موږ باید وپوښتو چې دنړۍ ښکیلاکي ځواکونو ولې زموږ هیواد له جنوبی پلوه دبیلابیلو توطیو په ترڅ کې پراوسنۍ پوله باندې ودراوه ؟ دوی زموږ هغه سیاسي او تجارتی بازارونه چي له سمرقنده ترکلکتې او مدارس ، له هرات او نیشاپوره بیا ترکشمیره زموږ د تاریخ او جغرافیی ، زموږ له نامه اوپرتم سره تړلي وو ولې له موږ په دغه اوهغه نامه بیل کړل ؟ ولې دوی زموږ تاریخی اوسیاسي ویاړونه ،  زموږ فرهنګی او ادبی هستۍ له موږه لوټ کړې  ؟ دوی تراوسه پورې نه یوازې داچې زموږ دغه انسانی حق او رسالت منلو ته غاړه نه ږدي لاموهم په خپلو کې سره جنګوي او نه غواړي چي دبشریت دژوند اوتجربو په دغه پرمختللي پړاوکې موږ هم لکه د یووشتمې پیړۍ متمدن انسان له خپلو ارزښتونو ، باورونو او ملي مقدساتو سره په خپله خوښه خپل ژوند او دهغه بیلابیل اړخونه عیارکړو ، موږ له دغه درد سره نن هم دښکیلاک په وړاندي دریدلي یواو ترهغه چې زموږ دمقاومت غږ ته ځواب نه وي ویل شوی موږ به خپل غږ چپ نه کړو اونه به آرام کینو ، له موږ سره به داخبره پوښتنه وي چې : هغه څه چي موږ درلودل اوهغه تاریخي جغرافیه چي موږ او زموږ تاریخ یې وارث دی اوس چیرې دي ؟ اوولې له موږ سره نړیوال او انسان پلوه ځواکونه زموږ د یووالي او زموږ دخود ارادیت په اړه له موږ سره دهغه داعادې په کارکې مرسته نه کوي ؟ موږ هغه ځواکونه چې نن سبا یې په دغه اوهغه پلمه زموږ په تاریخي هیواد سنګر نیولی دڅه لپاره دلته پریښې ، دوی چې له موږسره زموږ دهیواد او انسان دخوندي ساتنې په کارکې مل نه شي دهغو د شته والي لپاره دلته اړتیا څه ده ؟

زموږ په اړه ، زموږ د ژوند ، زموږ د هیواد په اړه په زرګونو تاریخی اسناد له هغې ورځي چې انسان دمځکې پرمخ د قلم او کا غذ په مفهوم پوه شوی بیا ترننه دنړۍ په هره خواکې شته ، پوهانو ، فیلسوفانو ، مورخینواو مبلغینو زموږ د هویت او زموږ د هیواد اوخاوري پولې اوحدود په خپلوآثاروکې په ګوته کړي اودایې ښودلی چې دغه کوچنی خو سرلوړی افغانستان په آسیاکی دیوه ژوندي ، متمدن اوحماسه جوړونکي قوم ټاټوبی دی ، دلته اوسیدلي ، دلته مړه شوي او له دغه ځایه یې د انسان پوهنی ، مذهب پوهنې او تمدن ښووني شعارپه عملي توګه دنړۍ تر بیلابیلو سیمو پورې رسولی دی. دهند یوه نومیالی مبارز راجا مهیندرا پرتاب زموږ په اړه دخپلې یو ې تاریخي رسالي پیل زموږ د هیواد اوانسان په یوه ښکلي انځور داسې پیل کوي اولیکي :

“  The bound land island, the  valleys full of fruits, Mountains  rich in mines it is Afghanistan. Soil  raises heavy crops, sparkling rivers flow along .  climate is cool and healthy, it is all in Afghanistan.  People are bold and sturdy, to play the host ever ready , can rely on them in any case,  this is Afghanistan.”

Mahendra Pratap

Raja

Servant of Mankind

«  په وچه پورې تړلې هیواد ، دمیووپه ونوپټې درې ، په کانو اومعدنو بډای غرونه  یعنی افغانستان !

حاصل خیزه خاوره ، د اوردسپرغیو په شان ځلانده روان سیندونه ، سړه او روغتیا بښوونکی هوا ، داهم یعني افغانستان !

د زړورو ، غښتلیو اوښکلو ځوانیو لرونکوسیمه ، چې هروخت میلمه پالنې ته تیاردي او کیدای شي په هروخت او هرډول انساني معاملو کې باور ورباندې وشي.

هو، دا ګرده شیان په افغانستان کی دي . »

داهغه څه دي چې دیوه انساني غږ او انساني مینې له دریځه هغه هم دیوه داسې چا له خوا چې هغه نه ددغې سیمې دی اونه هم په دغه خاوره کې زیږیدلی دی اوریدل کیږي . دا ډول بیلګی موږ اوټوله نړۍ  دسلګونواو زرګونوتاریخو او جغرافیو په پاڼوکې لوستلای شو .

په عین حال داخبره هم باید وکړو کوم څه چې بیا هم ددغه هیواد خلکو ته ورد غاړې شوي هغه یرغلونه او هغه بیلونې دي چي دتاریخ  په اوږدو کې دغه هیواد د تیرو دریو زرو کالونوپه اوږدو کې زغملې دي ، د آسیا نږدې او وه اتو هیواده یومهال دهمدغه زړه (اوسني افغانستان ) له تنې څخه بیل شوي او نن د خپلواکو هیوادو په توګه د نړې د نقشې پرمخ ځانګړي شته والی لري. څه باید ووایو چې دا کارولې شوې ، په دغه کار کې چا زیان کړی او چا ګټه ؟ داهغه پوښتنې دي چي اوس یې سړی د نوموړوبیلو شویو هیواددو له تاریخی ، سیاسي او اقتصادی وړتیا وو او بریاوو سره په تړاوکې طرحه کولای شو، داهیوادونه ټول زموږ دتاریخي هیواد برخه وو ، په دوی کې دیوشمیرواکمن بیا دومره نمک حرامه شول چې له خپلوسیمویې پرموږ باندې پردې ځواکونه را وبلوسول ، دومره یې دخپلو شیطاني موخو په خاطر وځپلوچې دا دی اوس یې خپل لاس غاړې ته راواچاوه او عملآ یې له هغې لویي برخې څخه چې زموږ د هیواد او پرتم هستي بلله کیږي د دیورند ناولې کرښې په نامه بیل اوبې برخې کولوته ایسارکړي یو .

د افغانستان د نومیالی مورخ ارواښاد غبار د لیکلنی پراساس هغه وروستۍ بیلونه چې زموږ دهیواد د هویت او جغرافیي پر هسکه غاړه یې ګوزار لاهم دردونه او زخمونه ښيی هغه زموږدهیواد بیلابیلې سیمې وې چې انګریزي اونورو ښکیلاکی ځواکونو له موږ څخه په وچ زور بیلې کړې دي، هغه په دغه اړه لیکي :

«آخرین دولت درافغانستان که حدود سیاست مملکت را با حدود طبیعی منطبق ساخت دولت ابدالی درقرن هژده هم بود. ولی درقرن نزدهم با نحطاط دولت ابدالی، استقرار دولت محمد زایی، حدود کشورافغانستان از هرطرف ، محصوصآ ازجبهه شرق وجنوب، قیچی شده رفت، تا شکل کنونی اختیارنمود وازسواحل بحرو رود سند عقب زده شد، محاط به خشکه گردید. بدین ترتیب در دوره شاه محمود ابدالی ولایت خراسان درشما ل مغرب افغانستان درسال  1803 بدست حکومت قاجاری ایران افتاد .

قلعه اتک درکناره سند درسال ۱۸۱۲ بحکومت سک پنجاب گذاشته شد.

ولایت ملتان درسال ۱۸۱۸ بدست سک افتاد .

دردوره محمد زایی :

ولایت کشمیر درسال ۱۸۱۹ بدولت پنجاب ملحق شد.

ولایت دیره غازی خان درسال ۱۸۲۱ به پنجاب گداشته شد.

ولایت دیره اسماعیل خان در ۱۸۲۱ بدست سک افتاد.

ولایت پشاور را درسال ۱۸۳۳ سک اشغال نمود .

ولایت سند درسال ۱۸۴۳ دولت انگلیس گرفت .

ولایت بلوچستان را درسال های  ۱۸۵۴- ۱۸۷۶ حکومت انگلیس تصرف نمود .

ولایت مرو  را درسال ۱۸۸۴ دولت روسی زار گرفت.

علاقه های شال ، فوشنج تا کوژک، کورم ولندی کوتل درسال ۱۸۷۸ طبق معاهده گندمک از طرف امیرمحمد یعقوب خان به حکومت انگلیس داده شد.

ولایات  سوات، با جور، چترال وعلاقه های ازنوی ، وزیری، داورچاکی وچمن درسال ۱۸۹۳ طبق معاهده دیورند ازطرف امیرعبدالرحمان به انگلیس ها داده شد.

علاقه پنجده درسال ۱۸۸۵ بدست دولت روسیه زاری افتاد.

ولایت سیستان (قسمآ ) درسال ۱۸۷۲ از طرف هیئت حکم انگلیسی به ایران گذاشته شد.

( غبار افغانستان درمسیرتاریخ ۱۳۴۶  صص ۶- ۷ )

 

داهغه  وروستۍ سکښتنه وه چې له افغانستان څخه په یوه اوبله پلمه ترسره شوې ، داد نړۍ د پراختیا غوښتونکو واکمنانانو خصلت دی چی دوی که له یوې خوا د سولې ا وعدالت ناري وهي خو له بلې خوا ددوی دهرعمل ترشا یوغرض هم خامخا پروت وي ، انګریز له هنده ووت خودوی چي دخپلو غرضو په خاطر کومي تاریخي اوسیاسي تیروتنې دلته ترسره کړې ، دهغو په ترڅ کې ددغې سیمې خلکو ته زیاتې بدمرغۍ ورپه برخه شوې دي .  دوی  دهند په هره خوا کې دتجزیی اوبلتانه تجربې ترسره کړې ، بنګال یې په ختیز اولویدیز باندې وویشه ، کشمیریې همداسې بی سرنوشته دیوې ستونزې په توګه پريښودچې تراوسه هم په وینواو باروتو باندې ساتل کیږي  ، افغانستان اودهغه جغرافیایی شته والی یې هم له تجزيی سره مخامخ کړ، داهغه میراث و چی موږ یې دخپل دهیواد په ختیزکې دیوې پیړۍ په اوږدو کې د بدمرغیو شاهدان یو او که نه افغانستان او دهغه پولې ، له پخوا څخه معلومې وې ، په مغلی دوره ، صفوی او شیببانی دوروکې هم افغانستان له کټ مټ ستونزې سره مخا مخ شو ، خو دیوې مودې د تیریدو او د یوې اوږدې مبارزی په پایله کې ا فغانانو وکولای شول چي په دریو جبهوکې د دریو ښکیلاکي ځواکونو په وړاندې دیووالي مبارزه پیل او دبري پرپوله باندې ودریږي ، همداوه چي دهغو ټولو په وړاندې دتاریخي افغانستان حدود بیرته را ژوندي او دیوه خپلواک دولت په جوړیدو سره یې دیوې پیاوړې امپراتورۍ بنسټ کیښود ل شو، اسناد او مدارک ښیي چي له پراخ هندوستان سره زموږ پوله له نژدي دریو سوو کالو را په دیخوا څرګنده ده ، هغه لومړنۍ اسناد چي زموږ په واک کې دي ، یوه هم هغه عقد نامه ده چي دافشار نادر د بیرته راتګ پرمهال له هندي واکمنانانوسره لا سلیک شوې ده ، داهغه تړون دی چې  په هغه کې موږ له غزنوي دورې وروسته دخپل هیواد (خراسان ) حدود په دقیقه توګه لیدای اولوستلای شو ، موږ که اوس یوه فرضي کرښه ( دیورند ) په خپل مخکې لرو، دا په هیڅ ډول نه شي کولای دهغې پولې نښې زموږ او تاریخ له حافظې څخه وباسي هغه چی د یوه واقعیت په توګه  اوس د هیڅ یوه بشري قانون له مخې موږ نه شي قانع کولای چي دخپل هیواد طبعیی پوله دې په نامنلي ( دیورند ) باندې ودروو. ددي لپاره چي ددغي لیکنې په پیل کې موان د ( دیورند ) په نامه یوه بی مانا مفهوم  ته هم په خپل دهن کې ځای نه وي ورکړی نوهم هغه د (۱۷۵۸ ) کال عهد نامه دلته په بشپړه توګه  را اخلو او له هغه وروسته به بیا پرفرضي کرښه باندې  یوشمیر څیړنې او څرګندونې سره ولرو :

نقل عهد نامه

اینست، که حسب الاستدعای امنای شاهی کارپردازان سلطنت مجد شاهی بتحریرش پرداخته ،وچون آراستگی یافت ، حوالت کارکارگذاران صاحب مملکت ایران ساختند : « قبل ازین که بندگان عالی حضرت کیوان منزلت ، بهرام صولت ، مریخ سطوت ، شاهنشاه جهان سلطان سلاطین دوران ، پادشاه ظل الله اسلام پناه ، خاقان سکندرآستان ، آسمان بارگاه، السلطان المکرم والخاقان الاعظم نادرشاه خلدالله ملکه، ایلچیان بجهت بعضی امور، روانه ای حضور این نیازمند درگاه الهی فرموده بودند، واین نیازمند متعهد اتمام آن مطلب گشته، بعداز آنکه محمدخان ترکمان ازقندهار برای یاد آوری وارد گردید، امنا وکارگذران این دولت  درتسویف وتوقیف وتعطیل جواب نامه اعلی حضرت برآمده محرک ماده مخالفت گردیدند. تا آنکه ورود موکب همایون عالی حضرت بحدود هندوستان اتفاق افتاده، درقصبه ای کرنال بمقتضای قضا تلاقی فریقین وجنگ سلطانی واقع شد ونیرجلی الظهور فتح وظفر ازمشرق آن دولت بی زوال طالع گردید.

چون عالیحضرت پاد شاه جمشید جاه آن بزرگ ایل ترکمان وسرچشمه ای مردمی واحسان مروت نمودند بصوب (کذا) ایشان مستظهر، وازفیض ملاقات ومجالست بزم وازم رشک همایون، بهره ورگشته، باتفاق وارد دارالخلافه شاه جهان آباد ر سدیم وتمامی خزاین وجواهر ونفایس وکنوز وذخایرسلطنت هندوستان، برسم نیازبموجب تفصیل علیحده ، متعلق بآن سرکارساخته، آنحضرت برحسب الاستدعا این نیازمند درگاه الهی بعضی را بخط قبول موصول نموده ازعالم اهلیت واتحاد که مراعات سلسله علیه کورگانیه ومراقبت دوحه ترکمانیه، مطمح نظر قدس منظر ایشان می باشد، تاج ونگین سلطنت هندوستان را باین نیازمند درگاه اله مفوض وموکل فرمودند. چون این نوع عطیه عنایت که از پدر درباره فرزند واز برادر نسبت به برادرنمی آید، آزان شاهنشاه بلند جاه، نسبت باین نیازمند درگاه اله بوقوع پیوست، لهذا دربرابر این معنی تمامی ممالک سمت غربی رود اتک دریای سنده وناله سنگره منشعب از دریای سنده که عبارت از پشاوروبنگشات و دارالملک کابل وغزنین وکوهستان ومساکن افغان وهزاره جات و قلعه بهکروسنگهر وخدا آباد و لارکان ودیره جات ومساکن چوکیه وبلوچیه وغیرهم وصوبه تهته وقلعه راهمه و قصبه بدین وپرگنه جون وپرگنه سموال وکهبران (کذا) وسایر پرگنات وبنادر از ابتدای منابع رود خانه اتک وبکرناجنگ (کذا) دژها واماکن که آب مذکورمشعب تهته را گرفته باشد، تا حد یکه دریای سنده وناله سنده وناله ساگربدریای محیط اتصال می یابد،وآنچه بهرجهت ازجهات ازمزارعان دریای اتک وشعبه های آن  ورسمت غربی  دریای سند وناله سنگره واقع شده باشد، مخصوص آن دولت نادره وضمیمه ممالک محروسه سلطنت قاهره نمودیم ، که من بعد گما شتگان آن دولت خداداد وبندگان آن  آستان سپهر بنیاد ، مناشیرضبط وربط مما لک وپرگنات مذکوره وحل وعقد مهمات جزیه وکلیه اهالی وسکنه و رعایاوبرایا پای آنجا بوده باشد.

امنای این دولت ابدقرین، مما لک مسطور را ازولایت متعلقه باین نیازمند درگاه موضوع نموده ، قلم امرونهی را بالکلیه راز آنها مرقوع داشته، بهیچ وجه ، دخل در پرگنات مزبور وسکنه و رعایای اینها نه نمایند و داور قلعه وشهرلوهری بندر و اوچ وسایر ولایت که جانب شرقی رود اتک و دریای سنده وناله سنگره واقع شده باشد، متعلق به مملکت هندوستان خواهد بود.  »[ مورخه ۴ محرم ۱۱۵۲

( انندرام مخلص ، بدایع وقایع طبع لاهور صص  ۱۰۶ الی ۱۰۸ )

سره له دې چې دغه عقدنامه تردراني امپراتورۍ دمخه د افشار نادر له خوا دهغه په امر لیکل شوې په دغې کې هم دافغانستان اوخراسان حدود داټک پرپوله دریدلي دي،  په عهدنامه کې له اټکه پورته ټولې سیمې دخراسان د اولکې او قلمرو برخه بلل شوې او له اټکه راپدیخوا ټولې سیمې چې په هغو کې لوی ښارونه لکه لاهور اونور راځي هغه ټول په مغلي واکمنۍ پورې تړلې سیمې بلل شوې دي. ټول هغه ښارونه چې دم ګړۍ د انګریزي استعمار د زورزیاتي سیاست په ترڅ کې زموږ له لاسه وتلي لکه پيښور، بنګشات ، اوان هغه سیمي چې بلوڅان په کې اوسیږي  (بلوچستان –جنوبی پښتونخوا ) هغه ټولې د نادري اوله هغه وروسته د  دراني امپراتورۍ اولکې او قلمرو یاد شوې دي. په دغه اړه دا ترټولو پخوانۍ عهد نامه ده چې دهغې له لاسلیکه وروسته دلوی افغانستان یوه پراخه سیمه او جغرافیا که انګریزانود هند دشمال لویدیزې برخې په نامه یاده کړه اویا یې وروسته د ګندمک او دیورند پرنومونه باندې له افغانستان څخه بیله کړه له هرډول شکه پرته دافغانستان برخه ده اودافغانستان دخلکو د سرښندونو په ترڅ کې به دا سیمه دافغانستان نه بیلیدونکې برخه وي . افغانستان تراوسه پورې یو واحد او یو موټی هیواد دی ، تراوسه دلته دوه وروڼه د دیورند دکرښې پردواړو خواوو باندې ژوند کوي ، ځکه نودا به ډیره ګرانه وي چې پریوه ملت باندې چې له هرپلوه د بیلیدونښې په ځان کې نه ویني له یوه بله بیل شي.

یوبل تړون چې دانګریزانو او روسیې د افغانستان د ناپیلتوب په اړه په  ۱۸۷۳م کال ترسره شوي دهغه له مخې موږ کولای  شوچې له انګریز څخه پوښتنه وکړو چې که چیرې تاسو ددغه تړون پلویان واست نو بیا په ۱۸۷۹ او ۱۸۹۳ کلونو کي مو ولي پرافغانستان باندې دویش او تجزیی اورګډکړ ؟ که حتی ننی انګریز هم ځان په اخلاقی او انساني ارزښتونو باندې پابند وبولی آیادوی به دخپلو پلرونو دغه دوه رنګې او بی ایماني چې په لومړي ګام یې دافغانستان اوپه دویم ګام کې دپښتنوپه وړاندې ترسره کړې په روښانه الفاظو اوانساني اعتراف سره ومني ؟  ښایی په څرګنده داخبره ومني چې پلرونو يی په دغه برخه کې لویه تیروتنه کړې ده ، خوعملآ اوس هم په هراړخیزه توګه په ټپه ولاړدي اوپه نړیوالو ټولنو کې دخپل استعمارله دغو ناولو میراثونو څخه اوس هم غیرانساني ننګه کوي . دغه تړون هغه تاریخي واقعیت په ګوته کوي ، هغه چی انګریزانو فکرکاوه دا په نیمه وچه کې ددوی د ټینګیدو او سلامتۍ ترټولو ښه رمزدی ، په دې چې پردغه مهال انګریزدهند دنیمې وچې له لاسه ورکول نه غوښتل  ځکه یې په دغه اړه هرډول معاملو ته غاړه ایښوده اوټوله هیله یې داوه چې افغانستان باید دیوې ناپیلې سیمې په توګه پاتې شي ، ترڅو هند راونه پاریږي او د دوی دامپراتورۍ لمنه له دغه هیواده ټوله نه شي . دغه تړون په ډاګه هغه ټولي تیروتنې ډیرې ښې په ګوته کوي  چې انګریز په آسیا کې په تیره بیا دافغانانو (پښتنو) په وړاندې دبشري جغرافیایی او انساني ټولنیزو اصولو پرخلاف ترسره کړي او یایې عملآ دهغو دعملي کولولپاره په دغه برخه کې په تدریجی توګه کرار کرار ګامونه پورته کول ،کله چې هرڅوک دغه تړون لولي هغو ي ته داخبره په هراړخیزه توګه روښانه کیږي چې د افغانستان په اړه دانګریزي ښکیلاک ظاهرا وباطن یوشان نه وو ځکه چي پردغه تړون باندې چې ددوي له هیلواو غوښتنو سره سم رامنځ ته شوی و ترپایه ژمن پاتې نه شول او نه یې هغه دخپلې راتلونکې بدمرغې تګلارې او دیپلوماسۍ په ترڅ  کې په پام کې ونیو.

راځۍ دغه تړون لومړی ولولو ځکه چې دهغه په ترڅ کې بیا دانګریزښکیلاکي تګلارې په لرلید باندې هغه چې زموږ دهیواد په برخه کې یې درلود هم په آسانۍ سره پوه شو:

«    ترجمه موافقه ۱۸۷۳ بین روسیه وانگلیس درباره بیطرفی افغانستان

از طر ف ارل گرینول به لارد لوفتس

وزارت خارجه 24 جنوری 1873

آقای من ! حکومت علیا حضرت ملکه برطانیه تجاویز ارسالی ۱۹/۷ دسامبر ۱۸۷۲ پرنس گورچا کوف را با ضمایم آن که بتاریخ ۲۹/۱۷ دسامبر از طر ف سفیرکبیر روسیه بمن فرستاده شده بود، با دقت تمام مورد مطالعه قرارداد.

حکومت علیا حضرت ملکه با کمال مسرت لهجه دوستانه وشگفته آنرا با همان احساس دوستانه تلقی کرده وبه نامه 17 اکتوبر خویش بوسیله ای شما نظریات حکومت متبوع خویش را درباره خطوط سرحدات متصرفات امیرشیرعلی خان حکمران کابل را بحکومت روسیه تقدیم داشتم.

حکومت علیا حضرت ملکه با کمال رضامندی می بیند ، که دولت امپراطوری روسیه با خطوط سرحداتیکه امیرشیرعلی مدعی آنست موافقه دارد، واحساسات دوستانه امپراطوری درین مورد نیزچنین است . بنابرآن خاطرشما را به نامه ۱۷ اکتوبر ۱۸۷۲ خود متوجه میسازم.

درنامه پرنس گورچاکوف راجع به بدخشان ومربوطات آن ابدآ داخل کشورامیرعلی نبوده ونه جزوخاک افغانستان شمرده شده بود.

درین باره دولت ملکه ای برطانیه می گوید :  که امیر مذکورقبلآ بربدخشان تصرف جسته و آنرا فتح کرده است، که اکنون تمام سران ومردم آن نواحی حکومت ویرا شناخته وقبول داشته اند، وطوریکه می خواهد برآن سرزمین حکم میراند، وباتکای این حق ، از طرف خود نایب الحکومه ای را بدان اراضی فرستاده ومالیات معینی ازومیگیرد،وادا ره عمومی ومالی هم با وتعلق دارد ، ونیزامیر خود را ذیحق می شمارد ،که این ترتیب را که برای یکسال مقرر شده برهم زند، وبدخشان را مستقیمآ بکابل ضم سازد، ومالیات این سرزمین را با مالیات دیگرولایات افغانی مخلوط گرداند. وبنا بران دولت برطانیه نمی تواند ، درچنین اوضاع به نفی حق حاکمیت کامل وتمام امیربدخشان بپردازد، چون کارفتح ومطیع ساختن تما م ولایت مذکور اکنون تکمیل شده، معقول نیست که حق حاکمیت تام امیربدخشان رسمآ شناخته نشود. واین سرزمین را جزوتمام سرزمین های جنوبی دریای آمو که حق حاکمیت امیربرآن رسمآ اعتراف شده نشماریم.

حکومت علیا حضرت ملکه به برخی از اشارات این مکتوب دولت روسیه  که اکنون جواب آنرا میدهم ملتفت بوده ومیداند که روسیه  با الحاق بدخشان و واخان به حکومت امیر بدین سبب مخالف است که اگراین سرزمین درتحت اداره واختیار افغانستان آید ، برای صلح وسلام آسیای میانه خطری خواهد داشت وامیر راتشجیع خواهد کرد که درآینده نیز متصرفات خود را درمما لک همجوار توسیع دهد. ولی من درنامه ای ۱۷اکتوبر۱۸۷۲م خود توضیح داده ام که حکومت هند موفق شده تا با میرکابل تعقیب چنین یک پالیسی را بقبولاند، که برای حفظ صلح وسلام درکشورهای مربوط خیلی مفید باشد وحکومت علیا حضرت ملکه تصورنمیکند که ازین سفارشات حکومت هند نتیجه مطلوب بدست نیاید.

حکومت علیاحضرت ملکه با دلایل قوی منافع  برسیمت شناختن سرحدات افغانی را از طرف برطانیه کبیر وروسیه با میر خاطر نشان خواهدکرد، و اورا ازتجاوزات آینده باز خواهد داشت ، وهمواره درین راه از نفوذ خویش کارخواهد گرفت.

اما دولت برطانیه این را نیزبخوبی میداند، که اگرفرضآ بدخشان و واخان که اکنون جزومتصرفات امیر شمرده شده ازدست وی کشیده وبه انگلیس و روس یا یکی ازایشان داده شود ، ویابکلی به سران محلی آزاد گذاشته شود، درهرصورت امیربه نیروی لشکری متوسل گردیده ودعاوی خود را درآن باره پیش خواهد برد، وهم ممکن است درینوقت حکومت بخارا نیز بکوشد ، که درمقابل افغانان مقاومت کرده آن سرزمین را باز بگیرد و درین صورت حتمآ امنیت آسیای میانه مختل خواهد شد وموقع تصفیه قضایای برطانیه و روس که امید حل آن میرود ازدست خواهد رفت، واگرچنین شود، یقینآ برای طرفین ناگوار خواهد بود.

حکومت علیا حضرت ملکه برطانیه متحسس است که دولت امپراطوری روسیه این موضوع را بدون تعصب وبیغرضانه مطالعه کرده ، وهما ن حقوق امیرشیرعلی را که من در مراسله اکتوبر خود خاطرنشان نموده بودم ، اعتراف وتصدیق خواهد نمود. تا بدین وسیله از اعمال وحشیانه که خاطر اقوام آسیای میانه را آشفته میدارد، جلوگری بعمل آید ونیز اختلافات معینه طرفین درباره سرحدات مرتفع گردد.

حکومت علیا حضرت ملکه خواهش دارد که مسله سرحدات افغانستان که از مدتیست زیر مذاکره ومطالعه است بزودی بحل نهایی خود برسد.

جلالت مآب شما این نامه را خوانده ویک نسخه آنرا به پرنس گورچاکوف بدهید . (۱)

امضای

گرینول

————————————————-

1 علامه عبدالحی حبیبی ، تاریخ تجزیه شاهنشاهی افغان  طبع لاهور ۱۳۸۰ ص ۳۲۹ .

 

په دغه تړون کې دوه ځایه په ځانګړې توګه دیادونې وړ دي اوهغه داچې :

« حکومت علیا حضرت ملکه با کمال رضامندی می بیند ، که دولت امپراطوری روسیه با خطوط سرحداتیکه امیرشیرعلی مدعی آنست موافقه دارد، واحساسات دوستانه امپراطوری درین مورد نیزچنین است»

« حکومت علیا حضرت ملکه برطانیه متحسس است که دولت امپراطوری روسیه این موضوع را بدون تعصب وبیغرضانه مطالعه کرده ، وهما ن حقوق امیرشیرعلی را که من در مراسله اکتوبر خود خاطرنشان نموده بودم ، اعتراف وتصدیق خواهد نمود. تا بدین وسیله از اعمال وحشیانه که خاطر اقوام آسیای میانه را آشفته میدارد، جلوگری بعمل آید ونیز اختلافات معینه طرفین درباره سرحدات مرتفع گردد.

حکومت علیا حضرت ملکه خواهش دارد که مسله سرحدات افغانستان که از مدتیست زیر مذاکره ومطالعه است بزودی بحل نهایی خود برسد. »

 

په دغه اړه ترټولومهمه اودپاملرنې وړ پوښتنه داده چې انګریزانو روسانو ته داخبره دخپلې ملکې په حواله کوله چې ګواکي دوی له هغه قلمرو سره موافقه لري او پرهغه باندې رضادي هغه چې دامیرشیرعلی خان سیمه یادیږي. خوکله یي چې واری برابرشو دوی کله اوچیرې پردغه خبره باندې پابند پاتې شول ؟ دوی وو چې په خپلو دغو شان ژمنو یې ځان ناګار واچاوه او ترهرڅه دمخه یې دافغانستان اوهند ترمنځ دخپلواکو سیمو اوپرتو قبیلو دټوټه کیدو خبره په شعوري توګه دخپل سیاست د یوې برخې په توګه ترلاس لاندې ونیوه او عملآ یی خپله دوه رنګې تګلاره او پالیسی په دغه برخه کې دټولو انساني اواخلاقي ، تاریخی اومذهبی ، ژبنیواوقومي ملحوظاتو پرخلاف ترلاس لاندې ونیوه او عملي یې کړه او که نه په دې باندې ټولو باخبرو لیکوالواومورخینو داعتراف کړی چې ان د دیورند له لاسلیک کیدو سره سره قبایلی سیمه یوه خپلواکه سیمه وه ، نه یي دافغانستان واکمني منلي اونه یې هم دانګریزانو ، ځکه خو له دي ټولو سره سره بیاهم که چیرې دوی خپل تړون ښودلي نو هغه تړون بیا له افغانستان او دهغو له واکمن څخه دي اوداهغه راز اوتګلاره ده چې نه یوازې افغانانو (پټانانو ) دتاریخ په اوږدو  کې دځان لپاره ویاړ بللې بلکې داخبره په هندوستان کې هم و ان چې دهندوستان مسلمانانو هم د افغانستان واکمن خپل اسلامی پاچا بللي او ان چې دهغه په نامه یي  په بیلا بیلو وختوکې خطبه هم ویلي ده ، مکماهن په هغه راپور کې  چې دامیرحبیب الله خان دسفر په ترڅ کې  (۱۹۰۷) کې کښلې دغه ټکي ته اشاره کړې چې دده نوم  دجمعي په لمانځه کې داسلام دسترواکمن په توګه په درنښت سره یادیده .

دیورند سره له دې چې دیوه واکمن هغه هم داسې واکمن چې موږ یې په ځواکمنۍ اوناچارۍ دواړو ښه پوهیږو لاسلیک شو ، خو خبره داده چې دغه ویش چا ومانه اوچا عملی کړ ؟ کومه سیمه چې نن سبا موږ د پښتونخوا اویا پښتونستان په نامه یادوو ، هغه یوه خپلواکه سیمه ده چې تراوسه پورې یوه مورخ چې ان افغان هم نه دی دا نه دي ویلي چې دغه سیمه به یا دانګریزوه اویاهم د هغه پاتې شونونظامونواولاسپوڅو،  همدغه ټکی ته لودیک ادمیک هم چې په شلمه پیړۍ کې دافغانستان دمعاصر تاریخ په باره کې ژور معلومات لري په لاندې ډول سره اشاره کړې ده :

 

“ one perpetual source  of friction was the rivalry between Afghanistan and Britain over the  area of the Indian North –west Frontier which was inhabited  by afghans , or Pathan, as were called in Indian. The pathans were fiercely independent tribesman who considered themselves independent of both  Afghanistan and India- in spit of living on the Indian side of the international boundary – but recognized the Afghan ruler as their Islamic king: a symbolic rather than political ruler.

For the afghan ruler the territory of  the “ independent tribe” as they were called by British government officials as  late as the  mid- 1930s, was a valuable buffer between  Afghanistan and India.  As long as the afghan ruler was unable to British penetration . At times of  military and  political  confrontation with Britain, the Pathans were willing and powerful allies of the  Afghan ruler. For the Afghan ruler his  relations and solidarity with the frontier Afghans were a matter of honor; for the British, who considered  the  Pathan” British” tribes residing on the Indian side of the Frontier, it was a matter of principle that their area was open to eventual penetration by the government of British India . The Anglo- Afghan conflict over the Afghan frontier was never resolved and continued to plague relations between the two countries. ( LUDWIG W.ADAMEC , AFGHANISTAN’S FOREIGN AFFAIRS to the Mid- TWENTIETH CENTURY. 1974 p4)

دهند دملي آرشیف په یوه سند کې ددغې کرښې او دیورند په اړه داسې لولو :

“  If , on the other hand , Sir Mortimer Durand’s line been selected merely as the only one that could be found suitable for keeping the Amir out of Bajour, the Lieutnant- Governer does not think he can offer any better suggestion than that put forward by Mr. Udny, which pretty nearly comes to  this- that , while maintaining Sir Mortimer Durand’s line  as between  ourselves and the Amir, and warring him that , if he every attempts and aggression  on Bajour, we  should enforce that line against him in the fullest sense: we should let everything in the Mohamand country go on exactly as it has been settled at Kabul…”  (N.A.I.  No 1-57 Secret  April, 1894)

« له بلې خوا، د سرمارتمر دیورند کرښه ، یوازې ددې لپاره غوره شوې وه چې یوڅوک اویوڅه ددې لپاره وموندل شي چې امیرله باجوړ څخه دباندې وساتي ،  لفټنینت ګورنرفکرنه کاوه ، چې دی به  له دې پرته بل ښه وړاندیز د ښاغلي ادنی دپرمختګ پرلامل وړاندې کړای شي . دهغه چا لپاره  چې هغه  ترډیره حده د سرمارتمرکرښه زموږ اوامیر ترمنځ د پولې په توګه وساتله ، په دغه ترڅ کې یې دا ګواښ هم په ډاګه کاوه چې که د باجوړ پرلور دهرډول  تیري  هڅه ترسره شي ، موږ به همدغه کرښه دده پرضد دیوه فشاري ځواک  په واسطه په بریمن فکرسره  وکاروو. موږ نورټول هغه څه ، چې د مومندو دسیمې اړوند دي په خپل شان لکه چې په کابل کې منل شوي پریږدو … »

ویکتوریا سکوفیلد  انګریزي لیکوالې په خپل تاریخی اثر (افغان پوله ) چې په  ۲۰۰۳ کال کې چاپ شوی ، د دیورند کرښې په اړه یو اوږد بحث کړی ، نوموړې لیکوالې دیوه انګریزله دریځه په دغه اړه خپله څیړنه ترسره کړې ده ، خو دیوې معاصرې تاریخ لیکونکې په توګه ېې پریوشمیرحقایقو باندې چې په دغه  اړه دوو برلاسو ځواکونو  انګریز، روس او یاهم په خپله عبدالرحمان خان  ترمنځ وو په ډاګه کړي دي ، نوموړې لیکوالې د دیورند کرښې په اړه په خپل پورتنې اثرکې خپل نظر په ډاګه ویلی اوهغه حقایق یې په هم ډاګه کړي چې ترډیره حده ددغې تپل شوې کرښې په اړه په تاریخی او ان اخلاقی لحاظ دمنلو وړ نه دي .  په دغه لړ کې ترهرڅه دمخه  داپه دغه ټکی رڼا اچوي چې دغه کرښه انګریز یوازې په یوه هدف رامنځ ته کړه او هغه داوه چې دوی له  هند ه په څه شان کولاي شي دفاع وکړي ، له هنده د دفاع مانا دانه وه چې دوی پرهندوستان باندې دغه مهرباني لوروله ، نه ، ددوی موخه په دغه اړه یوازې او یوازې دخپل حاکمیت ساتنه او دفاع وه ،  ددوی موخه داوه چې په پنجاب اوپښتونخوا کې ځان کلک کړی او خپل شته والی په دغه مهمه او ستراتیژیکه سیمه وساتی ، دوی په افغانستان څه لیدل ، چې دری ځلې یې پردغه هیواد باندې یرغل وکړ او پایله یې هم په خپلې تاریخي رسوایی او سترې ماتې باندې پای ته ورسیده ،  ویکتوریا هم دغه ټکی ته په خپله څیړنه کې اشاره کړې او په ډاکه لیکي چې :

 

“ To defend nothren India, the British needed ideally to secure those farward position in Afghanistan whose accupation had made invasion into India so easy in the past…” {Afgan frontier, by Victoria Schofield , USA, 2003 p59}

«  ددې لپاره چې انګریز له شمالی هندوستان څخه دفاع ته اړتیا درلوده ، ځکه یي هڅه داوه چې  په افغانستان کې د پاملرنې وړهغه ځایو چې له هغو څخه په تیرو کې د هندوستان  نیول ډیر آسانه وو په خپله اولکه کې ولري    »

موږ دانه وایو چې  پښتونخوا یوازې په  دي لامل له افغانستان څخه بیله شوه چې دوی غوښتل پښتانه سره بيل کړي ،  دوی چې کوم مطلب درلود ، هغه  داو چې پرهند او دوی باندې له افغانستانه  ( په واحد مفهوم )  روسیه ، فرانسه او یاهم په خپله افغانان چې دوی ترهرچا زیات  دهندوستان نیولو ته لیوال وو  حمله ونه کړي ، انګریزان پردغه مهال پردي پوهیدل چې روسیه تیاره په منځني آسیا کې ورته ناسته ده ، نا پلیون هم په فرانسه  کې دهندوستان دنیولو خوبونه لیدل او په دغه لامل یی ځان له فارس سره پتلیزاوملګری کړ ،همداسې شاه زمان خپله  ددې لپاره لیوال و چې دخپل نیکه دپالسۍ په څاریوځل بیا دهندوستان په لور ورمخه کړي او د دراني امپراتورۍ له  برمه لویدلي تګلاره بیا د هندوستان  په نیولو سره بیرته روښانه کړي.  انګریزانو له همدغه ټکي ډاریدل ځکه یي تل  دافغانستا ن  ختیزه او جنوبي برخه د خپلو شومو غرضونو قرباني کوله او له دغې سیمې یې  دخپل ځواک دټنکښت پرلامل  کاراخیست.   ویکتوریا په خپل اثر کې د دیورند دکرښې په اړه  داهم لیکې چې  :

“… this was the line which came to divide British India and Afghanistan, more for default than for any other reason. In the present day, it is the border which Pakistan  adopted  when it gaind  independence in 1947” . (p 60)

« دغه هغه کرښه وه چې  بریتانوي هند او افغانستان یې تربل هردلیل دمخه د تیروتنې اوغلطي  پربنسټ سره بیل کړل . چې دم ګړۍ  دغه بیلتون کرښه پاکستان هم له خپل جوړښت را په دیخوا (۱۹۴۷) د خپلې پولې په توګه ټاکلې ده »

زه له هغو یارانو سره هم یوه خوله نه یم چې امیرعبدالرحمان څخه یې کله زمري جوړ کړی اوکله هم ګیدړ، عبدالرحمان خان داسې یو واکمن نه و چې هغه په تمامه مانا خپله اراده درلوده ، دهغه  دمهال  افغانستان او نني دواړه په یوه حال کې دي ، که کرزی اویا غني ووایې چې امریکا په څلورکتابه کافره ده ، یرغل یي کړی  اوپه دغه هیواد کې هم ځان بربادوي اوهم موږ، په دی باور دی  چې  هرڅه به  دیوې ورځې په اوږدو کې  سره ګډوډ وي ، ځکه موږپردغه ټکي په هرلحاظ پوهیږوچې امریکا نن دلته زموږ په هیواد افغانستان کې خپلو سیالانو روسانو او چینایانو ته سنګر نیولی، همدغه سنګر انګریز پرون دلته نیولی و ، داچې هرڅه راځي  دابه ددغه ظالمو ځواکونو له  خوا هم په تش په نامه واکمن او پاچا تپل کیږي او هم به دخلکو دارادی خیال نه ساتي لکه چې تراوسه یې ساتلی هم نه دی . خوکه یې د نړۍ له شرمه وایي نوهغه به همدومره وي لکه چې موږ نن سبا امریکایی ظالمه واکمني د دموکراسي تر کرغیړن نامه لاندې هم وژني او هم مو له هرڅه ، له ټولو تیرو ویاړونواو باورونه پردي کوي ،  دعبدالرحمان په اړه هم باید  په احساساتي توګه دفاع ونه شي ، هغه تیرووت او یا تیرایستل شو ، اویا داچې یوازې ده هم لکه انګریزانو غوندې  چې  په هند کې یۍ دځان دساتني په خاطر پرنورو هرڅه زغمل ، ده هم دخپل دواک او ځواک په خاطر دا تیروتنه ترسره کړه ، موږباید یوازې اویوازې په هغه حال کې دده دفاع کونکي شو چې لږ ترلږه دهغو اسنادو یوه برخه چې دی ناچاریې نا چارکړی او یا ده له هغوی سره معامله کړې په واک کې ولرو ، موږ له امیرسره یو ، خو موږ به له امیره داسې دفاع هم ونه کړو لکه چې کاکړ په خپلو څیړنو کې هغه یوازې دیوه مجبوراوکله هم دانګریزانود ملګري له دریځ موږ ته راښيی ویکتوریا د دیورند  له خولې لیکلي چې :

In 1893 when Durand went to visit the Amir of Afghanistan, they agreed upon a boundary in terrtory which neither had fully explored ‘Abdu Rahman, said Durand after wards, ‘ though he  kew his  frontier country well, it from personal visits or hearsay, not from the study of maps. Consequently he was  at  time fault regarding  the position place. It was no use producing a maps, for he would say “ that is  no use , it is all wrong.  I know I have been to those places. Your maps are guesswork” ( p 60)

 

« په ۱۸۹۳ کې  کله چې دیورند وغوښتل دافغانستان امیر وویني ،  دوی پر هغه پوله باندې موافقه وکړه ، هغه چې عبدالرحمان  هم پرهغې باندې په تمامه مانا برلاسی نه و ، او وروسته د دیورند په نامه وبلل شوه . که څه هم  هغه  دخپل هیواد په پوله باندې ښه پوهیده ، هغه هم  دیوچا دمعلوماتو له مخې  نه د نقشو دڅیړنو او مطالعی له مخې،  بالاخره  هغه پرهغه څه چې واقع شوي وو په خپل وخت کې پښیمانه و،  ده هلته کومه نقشه نه درلوده لکه ويی ویل « هغه باید ونه کارول شی ،  داټولې غلطې دي، زه پوهیږم ځکه ما داټول ځایونه لیدلي ، ستاسې نقشې  ستاسې خیالی کړنې دي. »

کله چې موږ داډول څرګندونې دامیرله خپلو وینو او لیکنو سره پرتله کوو، هلته بیا هر څه په بل ډول  او بل تفصیل سره وینو ، مانا داچې داډول لیکنې موږ ته لږ ترلږه دا په ګوته کوي چې امیرپه هرڅه ترانګریزانو او ان ترموږ چې نن سبا دهغه په اړه قضاوت کوو ښه پوهیده . په هرصورت موږ باید  په دغه باره کې هغه څه ته اهمیت ورکړو ، لکه چې نوموړې لیکواله یې دخپل مسلک او خپل مسوولیت له لیکي او یایې تحلیلوي.

“ In fact by the time the British came to  agree their border between Afghanistan and British India, they had long since  abandoned their forward police into Afghanistan, which was neither feasible financially nor acceptable morally.

Afghanistan as friendly buffer between  them and the Russian. The implication of having included over 10,000 square miles  of ‘ tribal territory’ were non apparent” ( p 61)

 

«  رښتیا ، پرکوم مهال چې بریتا نیا له افغانستان سره دبریتانوي هند پرپوله باندې سلا شوه ، پردغه مهال دوی د افغانستان پرلوردیوې بندیزوالې تګلارې پراندولاړوو، داسې چې نه په مادي لحاظ اونه هم په مورالي لحاظ د منلو وړوه . ځکه خو افغانستان د دوی او روسانو ترمنځ دملګریتوب د پولې بڼه درلوده . په عین حال د لس زره مربع مایلوپه کچه ( قبایلي قلمرو ) باندې د لرلو او برلاسي خبره هم  په ډاګه نه وه  . »

ددغه فصل په پای کې غواړم دغه ټکي ته اشاره وکړم ، کومه پوله چې په خپل وروستي مفهوم د دیورند په نامه د لوی افغانستان له لویه پیکره بیله شوې ، داپه ټوله بشري جغرافیه کې دیوې غیرمنطقی توطیې بریا او پایله ده ، چې موږ او ټول ښکیلاک وهلي هیوادونه دانګریزاو استعمار پردغه نیرنګ باندې له هره پلوه دیوه تاریخي حقیقت په توګه ډیرښه پوهیږو، ځینې ځواکونه او یوشمیرانفرادي پردي پالې څیرې هڅه کوي چې دیورند مساله هم لکه دجاهلو جنګسالارانو حاکمیت ، دامریکایی ګمارلو واکمنانو اوسني بیواکۍ غوندې د خلکو او ملت په وړاندې دومره مسخه او بې اهمیته وښيي څو یوه ورځ داسې هم راشي چې هرڅوک  په خپل ذهن کې دغه ټکي ته ځای ورکړي چې ګواکي دادومره ناري سورې دڅه لپاره  ؟  خاوره تللې ، یوپوځي ځواک (پاکستان ) د انګریزد ځای ناستي په توګه د ټولو بشري نورمونو خلاف خیټه پرې اچولې ، افغانستان هم د امریکا لاس کتوی ملک دی ، غیرتاریخي او غیرنژادي اقلیتونه هم نه غواړي د افغان تر نامه لاندې د افغانستان لپاره په ملت جوړونه سره یوخوله شي  ، نو پایله خو به خود همداسې کیږي چې یوه رواني ناروغ  واکمن ( یعقوب خان ) ګندمک پرې وتاپه ، دویم رواني ناروغ  واکمن  ( عبدالرحمان خان  ) دیورند پرې وزغامه ، اوسني ناروغ  او لاس کتوی واکمنان خو به دومره هم نه شي کولای چې یوڅوک چې دټول ملت د ارادې خلاف رمباړې وهي پرځای کینوي .  زموږ دملت بدمرغۍ اوماته هم له همدغه ځایه پیل شوې او اوس هم دهمداسې ګوډو ماتو لیونیانو له لاسه پرهم هغه پوله باندې ولاړه ده ، واکمنانو ملت خرڅ کړي ، جاهلو او پردې پالو اقلیتونو تل معاملې کړي ځکه خو دښمن ته خدای ښه فرصت په لاس ورکړی ، هرڅه چې غواړي پرموږیې که زموږ خوښه هم نه وي په زورزیاتي سره لومړي را باندې تپي او بیایې راباندې مني. په داسې حال کې چې افغان ملت له هغه وخته چې تصمیم یې نیولي چې پښتوتخوا زموږ دخاورې برخه ده ، موږ ددغې خاورې خپلواکي غواړو ، دا که له موږ سره وي او یانه په دغه لویه تاریخي سیمه کې پښتانه باید خپلواک شي ، که ویشلې جرمني یوکیږي ، که ویشلی ویتنام یوکیږي ، که بنګله دیش خپلواکۍ ترلاسه کوي ، که بالکان اود مرکزي آسیا نور هیوادونه چې ترپښتنو سره تړلي او خپل هم نه دي خپلواک کیدای شي ، نوموږ ولې نه شو ؟

په دې نژدې کالو کې د دیورند مسالې دیوشمیرځانګړوکړیو د هڅو په ترڅ کې خپله سیاسي بڼه په پیاوړې استخباراتي بڼې باندې اړولې ده ، ځکه خو اوس یوشمیرهیوادونه ، انفرادی څیرې او پردي پالي ځواکونه دغه موضوع هلته او دلته د یوې تبلیغاتي وسیلې  په توګه تبلیغوي ، خو موږ باید په دغه اړه له ملي دریځ څخه خپل دریځ پربله خوا نه کړو ، موږ باید هوښیار واوسو ، دتیرې یوې پیړۍ په اوږدو کې یوه افغان وګړي ، یوه قام ، یوه سیاسي ګوند (وطن ، ندای خلق ، ویښ زلمیانو ، دخلکو دموکراتیک ګوند ، افغان ملت ، شعله جاوید او ان دهیواد ملي ګټو ته ژمنویو شمیرڅانګو ) اونورود دیورند نه منل د یوې ملي داعیې په توګه منلي او په خپلو مرامو کې یې ثبت کړي دي . دا چې اوس یوشمیرد دیورند د رسمیت ډنډورې را پیل کړي ، دا هغه څه دي چې دوی باید خپلو استخباراتي ژمنو ته خپل تعهد وروښيي ځکه نو دخپلو جاسوسي لارښونکو او زموږ دملت د ملي ارادې دماتولو قسم خواره دښمنان سره یو لاس شوي چې غواړي زموږ اراده په دغه برخه کې هم وازمویی ، له یاده مه باسئ  اوس پرموږ د هغو توطیو توپان را غبرګ شوي ، هغه چې یومهال یې نومیالی مصري مشر جمال عبدالناصر په خپلو زرګونو جالونو کې را ګیرکړي و داسې چې پرې پوهیده ځکه یې ورته ویلي یې وو  چې :

« ستاسو امریکایانو نبوغ په دې کې دی چې تاسوکله هم د احمقانه حرکتونو او کړو وړو په وړاندې نه خنډ کیږئ ، برعکس هغه لاهم پیچلي کوئ  داسې چې موږ له حیرانتیا سره مخامخ کوي او فکرکوو چې هلته خامخا څه شی ووچې موږ پرهغویانه پوهیږو او یا داچې له لاسه مو ورکړي دي . »

 

****

ددغه بحث په ترڅ کې چې نژدې لس فصله دی کولای شئ ، د دیورند دکرښې په اړه یوڅه نوي ولولئ ، خپل نظرونه  مو راسره شریک کړئ . داچې زه تراوسه هم لا کار پرې کوم . له چا په یې ډډه وکړئ .

نامنــــــــلې کرښـــــه ، نا منـــــــلی تــړون

لاردکرزن به ویل چې :

« دافغانستان شته والی دهغه دجغرافیایی موقعیت مرهون دی »

دیورند(٭) یودوه سیلابه کرغیړن اوبدنام  نوم اوکرغیړنه کرښه ده ، چې دیوه عادي انګریز کیپتان (وروسته دباندنیوچارو چارواکی ) اودافغانستان د یوه خپلسري واکمن له څیرو سره ځان پتلیزوي . له آره باید په دغه راز سره پوه ووچې له دیورند څخه په خپله ددیورند موخه دانه وه چې داکرښه باید دده په نامه یاده شي ، دلته زموږ دیوه ځوان دوست په وینا  « یوه باریکي شته» او هغه داچې وایي مارتمریوه جذباتي او تاریخي لامل اوارادت دې ته اړیوست چې باید دخپل پلاردقبر دساتلو او یادون په موخه پر دغه سترغیرانساني پریکړون او بیلتانه باندې لاس پورې کړې په دغه اړه بیا  یوه نامتوهندي افغانپوه دغه ټکي ته په خپله یوه څیړنه کې داسې اشاره کړې ده :

——————————————–

(٭)  مارتمر دیورند دغه انګریز په ۱۸۵۰ کال کې زیږیدلی او په ۱۹۲۴ کال کې یانې یوکال له امیرمحمد یعقوب خان څخه وروسته مړشوی دی .دماشومتوب یوه برخه یې په بهوپال اودهندپه نورو برخه کې تیره شوې ، په دې چې پلاریې هم په بریتانوي هندکې دانګریزی کمپنې له مامورینو څخه و. په فارسي ژبه یې روانې خبرې کولې ،  له  ۱۸۷۳ کا ل څخه وروسته یې له بریتانوي هندي واکمنۍ سره په کار پیل وکړ،دده له لویو کارنامو څخه یې یوه هم دغه پروژه وه چې نژدې لس کاله یې دهغې په اړوند کاروکړ څوچې په پای کې یې دغه دزهروغړپ پرامیرعبدالرحمان خان باندې دهمدغې خوږې ژبې (فارسي ) په خوږو کې پرسر وررواړاوه اوله دغې تاریخی پروژې وروسته یې  اوږده دنده په دغه سیمه کې پای ته ورسیده ، انګریزانو ونازاوه ایران ته یې دخپل استازي په توګه ولیږه چې هلته له ۱۸۹۴ څخه تر ۱۹۰۰ کال پورې پاتې شو، بیا پراسپانیاکې سفیرشو اوله ۱۹۰۳ کال څخه تر ۱۹۰۶ کال پورې په امریکا کې دانګریزاستازي و. کله چې له امریکا راستون شو، بیا یې دیولړآثارو په لیکلو لاس پورې کړ،چې په هغو کې  ( دخپل پلارژوند لیک،یومنی په لویدیزفارس کې اودنادرشاه په نامه تاریخی ناول ) دپاملرنې وړ شول . دیورند چې هرڅه و،اوهرما موریت یې ترسره کړي هغه دبریتانوي هند (بریټش راج ) په استازیتوب دی ، په بریټش راج یاواکمنۍ کې اوسنې هند، سیلون ، برما ، بنګله دیش اوسینګاپورراتلل هغه واکمنی چۍ تر ۱۹۴۷ کا ل پورې یې دهند په نیمه وچه باندې واکمنی وکړه او له دغې نیټې وروسته په دغه نامه کوم سیاسی او دولتي جوړښت دلته پاتې نه شو. هغه امپراطوری رنګه شوه ،یادې شوې ټولې سیمې  دخپلو حقوقو خاوندانې  شوې ، هیچا هم نوردانګریزانواصولو ، قوانینواو تړونونه ته اهمیت ورنه کړ،خو یوازې پښتانه دي چې تراوسه پورې دښکیلاکي امپراطورۍ په طلسمونوکې  دهرډول انسانی اړیکو په پام کې نه نیولو سره ښکیل اوله هرډول حقونو (ځمکې ، آزادۍ او خود ارادیت ) څخه بې برخې کړل شوي او پاتې شوي دي. د دوی سیمه د افغانستان دتاریخي جغرافیې برخه ده ، باید چې بیرته د افغانستان له تاریخي جغرافیې سره وتړله شي . زموږ مبارزه دهمدغې جغرافیې لپاره ده  چې باید دنړیوالو حقوقو داصولو له مخې په یوه تاریخي سوله ییز بري سره  بیرته زموږ شي .

“Alongside, Durand was to obtain and agreement to split the Pakhtun belt into respective spheres of influence of British India and Afghanistan. His father , Sir Henry Durand , who was later when he become the Lt.Governor of Punjab. Succumbed to severe injures as a result of  a fall from an elephant during a procession in Tonk on January1, 1871. His grave in Dera Ismail Khan is at time mistaken for that of his sons”.There are good reasons for this confusion as the son’s historical association with the area had been ensured for posterity by virtue of the name that he lent to the line. The confusion about the grave ahs also carried to the line for over a century”

( SATINDER KUMAR LAMBAH ,The Durand line INDIA P5)

دغه مکار کیپتان له  ۱۸۷۹ میلادي کال څخه راوروسته ، یانې له هغه مهاله وروسته  چې امیرمحمد یعقوب خان دکابل له تخته یوازې په دغه ګناه چې پربالا حصار باندې یې دپاڅون کوونکو وینې تویې نه کړې اوپردې یې تورن کړچې له مقاومت کوونکو سره یې لاره وه دهند په لوروخوځاوه  ، دیوه فعال انګریزې مامور په توګه دافغانستان چا رو ته وګمارل شو، او خپل ماموریت ته یې په دغه برخه کې ملاوتړله . پرکابل باندې د انګریز جنرال رابرت له واکمن کیدو اوله هغه وروسته دعبدالرحمان خان ( د۱۸۸۰ کال دجولای ۲۲دکابل پرامارت کیناست ) له راوستواوپاچا کولو وروسته ، دیورند ته په هندکې لومړی د پخواني امیر ( محمد یعقوب خان ) دچارود ځانګړی مامور دنده ور وسپارل شوه څو دهغه او افغانستان  په اړه باید ټولې چارې ترخپلې څارنې لاندې ونیسی . ددغې دندې دترسره کولو په ترڅ کې دغه ځیرک او مکار کیپتان ځان دومره ورساوه  چې دبریتانوي هند لوړرتبه مامورینوهم ده ته  په دغه برخه کې دصلاحیت لرونکي ما مور په سترګو وکتل اوپردغه مهال یې خبره دافغانستان او امیردچارو په اړه هم لوړو انګریزي مقاماتو اوریده او هم هغوته رسیدای شوه .

دیورند په دغو سختوشپوورځوکې چې افغانستان لاهم  په هراړخیزه توګه تر انګریز ي منګولو لاندې ودافغانستان او په دغه سیمه کې دخورا تودوحالاتو شاهد و، انګریزان ترهغو پورې چې دامیرعبدالرحمان پښې په کابل کې ټڼیګیدې ، دافغانستان غیرمستقیم واکمنان وو، جنرال رابرت ترخپلې وروستنې ورځې پورې په افغانستان کې تر پوځې تیریو،  توطیواوسازشونو پورې ددغو ټولو کړو وړولارښونه په خپل لاس اوخپل سر وکړه ، دافغانستان په هره برخه کې یې دملي بې اتفاقۍ لپاره سختې هلې ځلې وکړې ، دملي مبارزینوپه لیکوکې یې داسې درزونه واچول چې په ډیرو لږو امتیازاتو سره یې دهغو یوزیات شمیرپه انګریزانو پسې روان کړل ، هغوی چې  له دوی سره نه شول هغوی ته یې  داسې بدمرغۍ راوټوکولې چې دهغوپه ترڅ کې  نوموړو سرکښوهم  کرارکراردهغو کړو چې له وسه یې پوره وو توان له لاسه ورکړ. په غزنی ، میدان لوګر او زرمت اوشمالی کې یې له قومونو رانیولې ترځانګړو ملي مشرانوپورې دنویو توطیو لامونه خواره کړل تردې حده چې نورنو ډیرولږو کسانواوملي څیرودمقاومت (لکه نن سبا چې دروسانو دمقاومت پایله ګورو ) په اړه فکرکاوه .د رابرت له خورا ورانو تګلارو څخه یوه داوه چې دوی دخپلوموخو دترسره کولولپاره په ملي بې اتفاقیوبرسیره دهیواد له تش په نامه روحاني قشر(ملایانو او پیرانو)  څخه هم ددغو توطیود عملي کولو په ترڅ کې ښه کارواخیست. انګریزانو دنژدې پنځوکالو(۱۸۷۹ – ۱۸۸۴ ) په ترڅ کې نه یوازې پرافغانستان باندې دغیرمستقیم تش په نامه برلاسي مستقیمه لړۍ وساتله بلکې په دغه موده کې یې پرامیرعبدالرحمان خان باندې هم دا باور وشو چې څه دوی ورته وایی هغه یې هم مني اوهم یې ددوی په خوښه عملي کولای شي . دوی اوس ځان په دې باوري کړی و چې نور نوله عبدالرحمان  څخه وزیرمحمد اکبرخان نه شي جوړیدای. ځکه چې ده ته هم پرته  ددوی له پیسو اودملاتړله  یارانې نورڅه نه وو ور پاتې .همداوه چې دغه دواک تږي سردار چې دمهاجرت په ترڅ  کې یې د روسانواودهغوی دمنځنۍ آسیا دلاسپوڅوواکمنانوکړه  وړه په ښه توګه لیدلي وو  دداسې ملت په وړاندې چې تردغه مهاله یې دوه ځلې له دوی سره ډغرې وهلې  وې ، ځان اوهیواد یې د دوی له شره  آزاد کړی وملاتړلی اوپه پوځې نومونه برچه پک  ودراوه. امیرپلوي تاریخ لیکونکي په دې باور دي چې عبدالرحمان خان پر دغه مهال پرته له دې چې په  هم داسې یوه سیاسي او پوڅي دریځ کې پاتې شی بله چاره هم نه درلوده ، انګریزانودي له یوې خوا له ملت سره چې په ده پسې کله هم نه ته ددښمنۍ په دریځ کې ودراوه ، له بلی خوایې روسیه ورته ببره کړه ، او په دریم ګام کې یې امیرمحمدیعقوب خان اودمیوند زمرې  سردارایوب خان په هند کې تیارورته کینول چې که یې ددوی له خبرې یوه وړه سرغړونه هم وکړه . نوله هغوی سره به لاس او خوله یوکړي ، دهغوبیرته راتګ به دده دورکې یوازنی او دملت په خوښه لامل وي . هغه  لامل چې انګریزانو کله هم د خپلې کینه پالې تګلارې پربنسټ چې له ایوب خان سره یې درلوده  هغه ته عملي بڼه ورنه کړه .

انګریزان تر ۱۸۸۴ کال پورې دافغانستان او امیرپه وړاندې دملي مقاومت دکمزوري کولو پر پروژه باندې بوخت پاتې شول ، په غزني ، وردګو، زرمت ،کټوازاوجلال آباد کې چې کوم حرکت دمحمدجان خان او ملامشک عالم په مشرۍ دسردارموسی جان او امیرمحمدیعقوب خان دبیرته راتګ په خاطر رامنځ ته شوی و، هغه یې هم په بیلابیلو پلمو اودبیلابیلوکسانو دتوطیوپه ترڅ کې دعبدالرحمان دټیګښت په خاطر له پښورا وغورځاوه ، محمدجان خان یې په کابل کې دامیرلاس کتوی او دنن سبا دغه اوهغه منصب په پلمه رامحاصره اوپه پای کې یې  له ملي غورځنګ څخه په شهادت سره بیل کړ. ملامشک عالم چې لاهم د امیرګوتو نه و ورغلی ، په خپل انګریزي ضد روحانی تبلیغ باندې په لوګر اوغزني کې بوخت و، عصمت الله خان جبارخیل یې هم دغلجیودتش په نامه مشرۍ په ویاړ تر خپل واک لاندې راووست اولکه محمدجان خان غوندې یې یوبې واکه درباري ترې جوړکړ چې امیربه هرچیرې ته دی به یې هم له ځان سره یرغمل ګرځاوه څوچې یې دی هم دترکستان استولو په پلمه له منځه یووړ . میربچه خان خود جهاد د د وران دپیسو دحساب نه ورکولو په پلمه له هرڅه پاتې شو، ترڅو یې چې له هوښیارۍ څخه کارواخیست اودامیرله اولکې څخه یې  لومړی هند اوبیا فارس ته ځان ترسردار محمد ایوب خان پورې ورساوه اوله هغه سره بیا دهندپه لوردایران او بغداد له لارې ولاړ.

امیرعبدالرحمان چې په پلازمینه کابل اوشاوخوا ولایتونو کې ددغو کسانو په وړاندې په خپلو کارواییو کې ځان بریمن ولید. بیایې دانګریزانو په اشاره دکندهار دنیولواودایوب خان د پوره ماتې په لور ورمخه کړه . په پیل کې خودده باور پردغه بري  په دې نه کیده چې یوخو انګریزانو غوښتل چې کندهار دخپلې واکمنۍ په قلمرو کې وساتی  ، دملي مجاهدینود وروستۍ مقاومت یولامل اوکلکه غوښتنه همدغه ټکی و چې انګریزان باید کندهار دخپلې واکمنۍ برخه نه کړي اونه یې باید له افغانستان څخه بیله خپله سیمه وبولي .(۱)

که څه هم انګریزان ددغه کار لپاره تیارنه وو، خو وروسته دغه عام پاریدونکي حرکت دې ته ناچارکړل چې باید دخپلو پوځونو لیکې پر کوژک اودهغه پرشاوخوا باندې ودروي ، امیرته یې زړه ورکړ چې باید پرکندهار باندې یرغل وکړي اوهغه ولایت باید نوردتل لپاره دغازي ایوب خان له برلاسی څخه  د دوی په مرسته وباسي . په (   ۱۸۸۱ ) کال کې یې کندهار دیوې قیماری جګړې په ترڅ کې ترلاسه کړ ( له قماري جګړې څخه مراد دادی چې امیرباورنه کاوه چې بریالی به شي ، همداوه چې خپله ټوله خزانه یې په دوو برخو وویشله چې یوه برخه یې ترکستان ته واستوله اوبله یې له ځان سره واخیسته اوپه هردم او قدم کې ترکندهاره  پورې  پرخانانو اوملایانو باندې وویشله ، ترکستان ته یې په دې خاطر بله برخه واستوله چې که دکندهارپه جګړه کې ماته وکړي ، نو بیا کیدای شي چې هلته ور وتښتي او هلته په

—————————————————–

(۱) محمدجان خان وردګ او ډله یې  لومړني څوک ووچې دغه موضوع یې دخپل یوه شرط په توګه انګریزانو ته وړاندې کړې وه  (  تفصیل زما په اثر محمدجان خان  کې راغلی دی )

کارورشي ) . « تفصیل په محمدجان خان نومي اثرکې راغلی دی »  )

 

دیوه حقیقت په توګه داباید ومنو چې دافغانستان په معاصرتاریخ کې دوه امیران یوامیرکبیر دوست محمدخان اودویم عبدالرحمان خان دخپلو واکمنیو پرمهال دومره دانګریزانوتراغیزې لاندې راغلل اودومره انګریزپلوي شول چې کله یې هم دهغو په مقابل کې نه ملت ته وکتل او نه یې دهغو په وړاندې خپل  ملت ستر وباله، همداده چې کله ددوی له خوا لیکل شوی اسناد اوس لولو سړي ته دومره پوښتنې په مخ کې ږدي چې له هره پلوه څوک نه شي کولای دهغو پوښتنو له مخې دغه دواړه واکمنان  دخپل تاریخ دیوې برخې په توګه په ښه نامه یې یادکړي . په ۱۸۴۲ کال کې چې ملت له انګریزانو سره لاس اوګریوان و ، قربانۍ یې ورکولې ځان یې ښانده او انګریزان یې له منځه وړل ان چې دوژل شویو پوځیانو شمیر یې ترزرګونو واوښت او ترجلال اباد پورې هم ژوندي ونه رسیدل ،په همدغوشرایطودوست محمدخان انګریزانوته  دیوه لیک په ترڅ کې ولیکل :

(( طاوس زرین بال وهمای سعادت فال اعنی مکتوب مودت اسلوب عالیجاه معلی جاکها بخدمت وجلالت پناه دوستی مودت آگاه سکرتر اعظم و دستور معظم مادک صاحب بهادرزاد مودته درحینکه طاهر فواد صداقت بنیاد درفیافی مژده وصول اخبار تندرستی ذات خلوصیت آیات وانتظام امورات جناح تفحص کشاده واسباب ترصد این مامول برطاق انتظارنهاده بود شرف نزول ارزیابی نموده چون مبنی برفتح مبین ومنهی براستیلای واقتدار لشکر نصرت آیین واستحلاص اولیای ایندولت سعادت قرین ازتصرف آبادی متمردین الکای جلال آباد وکابل وغزنی بود وبهجت بربهجت افزد و آنچه درباب التفات ومهربانیهای مشفقانه ونوید نجات وقدردانیهای غایبانه بندگان کیوان پاسبان سکندرشوکت دارا دربان لارد گورنر جنرال صاحب بهادر دام احتشام فهم درخرتحریره قسد تسطر درآورده بودند بازای آن موهبت عظمی واعطای این مکرمبت بیمنتها سجدات شکرالهی بتقدیم رسانیده ظاهرآ وباطنآ مرهون احسان صاحب معظم معه بل سایرصاحبان والاشان گردید انشاالله العزیز اگرحیات باقی بود درطریقه اخلاص منشی وخیرخواهی دولت خدا داد قوی بنیاد سلسله جلیله انگلسیه بهیچوجه کوتاهی نخواهد نمود ترصد که ازآنطرف خاطرجمع بوده تاحین حصول ملاقات بصدور مراسلات همیشه محرک سلسله دولتی وتواد میگردیده باشند .

المرقوم چهارم نومبر 1842  فی مقام منصوری

(دپټواسناد څانګه ، ۱۸۴۲ کال  دهند ملی آرشیف )

خبره روښانه ده ، دیوه داسې چا لپاره چې ځان دیوه هیواد مشراو امیرکبیرهم بولی فکرکوم دملت او خلکو د اتلولیو دومره سپکاوی له یوه ملي  کسرشآن څخه پرته بل څه نه دی او نه بلل کیدای شي ، سره له دې چې دده دلیک لوستونکی کیدای شی پرده باندې دا قضاوت وکړي چې دی په خورا سختو حالاتو کې راګیرشوی و، دانګریزانو تاریخی ماته اودهغې ناوړه پایلی له یوه واکمن څخه چې هغه هم دانګریزانو په لاس کې وي همداسې یوڅوک جوړوي . خو اسناد بیا وایې چې امیریوڅه بیړه کړې اودخپل ملت په هغه اتلولۍ چې په یوه حساب یې دده درا خوشي کولو په خاطرترسره کړه  باید باورمن وای ، دا نو په دې نه ارزیده چې ځان دی دومره راټیټ کړي چې دخپل اتل ملت اتلولي دې په لوی لاس توهین او با بیزه اعلان کړي . دملي تاریخ داساساتو له مخې دیوه واکمن په توګه  دادده ملي اواخلاقی دنده وه چې دهغوی بری یې دځاني خوندیتوب پرلامل  ددښمن په وړاندې په داسې الفاظوکې په سپکه ژبه نه وای ثبت کړی .

همداسې په سلګونو بیلګې تاسې لیدای شی چې هغه بیا دتش په نامه پولادي امیرهغه روحیه او کړنې دسړي په مخکې ږدي چې په هغو باندې هم سړی نه شي سرلوړی کیدای ، دابه ومنوچې دوست محمدخان دمجبوریت ترفشار لاندې راغی ،خو عبدالرحمان ته برعکس انګریزان اړوو، چې له بدمرغه دی په خپله ځواکمني اوزور باندې پوه نه شو او بې له یوه منطقی سوچه یې ځان دانګریزانو په واک کې داسې لکه ددوی خپل مامور ورکړاوددوی له اجازې پرته یې خلی هم پر خلي نه شوایښودای ، همداوه چې ددغې روحیې په ترڅ کې  یې دانګریزانود ناروا غوښتنې په وړاندې یوعادي عکس العمل هم ونه ښود. اوهغه اوږده پروژه چې دکیپتان دیورند له خوا پرهغې باندې نژدې یوه لسیزه کاروشوهغه یې هم دده په وجود کې په خورا اسانې سره دبریالیتوب  پولې ته ورسوله.

ما مخکې خبره په دې راپیل کړه چې دیورند څوک و اوپه څه ډول ماموریت یې دافغانستان دیوې برخې دبیلولو لپاره ترسره کړ؟ کله چې انګریزانوامیرمحمد یعقوب خان له کابل څخه دهند په لور په توبوتوبو وخوځاوه اوهلته یې له ځان سره یرغمل وساته ، همدغه مکارکیپتان پرهمدغه مهال په هندکې دامیرمحمد یعقوب خان دچارو مسوول وټاکل شو،له هغه سره یې رابطه ژوره شوه اوله هغه څخه یې دافغانستان د سیاست او تاریخ په اړه په زړه پورې معلومات ترلاسه کړل، فارسي ژبه یې هم پرهمدغه مهال پیاوړې کړه چې دهغې په واسطه یې هم دخپل مطلب اومرام دتحقق په کار کې دښې وسیلې په توګه کارواخیست. دده لپاره امیرمحمد یعقوب خان اوس هم لا دکابل دواکمنې لپاره په زړه پورې کس و، او فکریې کاوه چې دده په شته والي سره انګریزي ګټې په افغانستان کې په ښه توګه خوندي کیدای شي ، ده دخپلې پلوي دغه غږ انګریزي لوړرتبه مامورینوته هم په خپل وخت اودخپلې وظیفې له مخې رسولی ولکه چې دبریتانوي هند داسنادوپه ترڅ کې لولو:  « کیپتان دیورند زیاته هڅه کوي چې دکابل په امارت باید بیرته یعقوب خان وګمارل شي ، دی وایی چې که دغه کارترسره شي ، داکار به زموږ دایجنسۍ لپاره خورا ګټه وروي … )) [ باندنۍ څانګه ـ دهند ملي آرشیف   (۲۴- ۲۸ ) شمیره سند ، ۱۸۸۳ کال ]

که چیرې وپوښتو چې دیورند ولې ددغه کار لپاره دومره لیوال اوبیړنې و ؟

په دغه برخه کې یوازنې دلیل داکیدای شي چې دیورند فکرکاوه چې یوخو یعقوب خان په داسې روغتیایی حالت کې دی چې هرڅه ورته وویل شي هغه منی اود رد ځواب نه شي ورته ویلای ، بله خبره داده چې انګریزانو په همداسې یوه حالت کې دګندمک تړون پر ده باندې لاسلیک کړ چې له هرې خوا پرې توره تیاره وه اوهیچاته یې هم سترګې نه وراوښتې ، کیدای شي په دغه اړه  بل لامل ددریوند په وړاندې داهم وبولو چې دده په نظر عبدالرحمان خان دافغانستان په تیروشل کلنو شخړواوکړکیچونو کې رالوی شوی څوک و، دیورند فکرنه کاوه چې هغه به داسې سرداراوواکمن شي چې په پټو سترګو به هغه څه چې انګریزان یې ورته وایی ومني ، ځکه نو دده لپاره اوس پرته له دې چې دخپل پلان اوکرښې په عملي کیدو باندې زر بریالې شی له پخواني امیره پرته بله په زړه پورې لاره لاهم نه ښکاریده ځکه یې یعقوب خان د افغانستان د واکمنۍ لپاره یوځل بیا وړ او مناسب کس باله . دیورند داخبره دخپلوهغو اړیکو په پام کې نیولو سره کوي چې دې یې له امیرمحمد یعقوب خان سره تردغه وخته چې لایې امیرعبدالرحمان خان نه دی لیدلي لري ځکه چې  دی یې دهرڅه ، دناستو پاستو، مرکو او اړتیاو دپوره کولومسوول او ګمارل شوی  مامورو . دې په خپل  یوه جالب لیک کې دامیرمحمد یعقوب خان په اړه لیکي چې : « کله چې په ۱۸۸۳ کال کې دعبدالرحمانخان دمرګ آوازه شوه ما دغه موضوع له یعقوب خان سره شریکه کړه ، هغه دومره وارخطا شوي و چې ټول بدن یې لړزیده اوله ډیړې لړزې یې خبرې هم نه شوې کولای … )) [ ۴۲ شمره لیک  – خارجي څانګه ، ۱۸۸۳ کال ، دهند ملي آرشیف ]

په هرډول ،اوس اوس دانګریزی دورې اسناد داپه ډاګه کوي چې انګریزانو دافغانستان دویش دغه پلان له ډیرپخوا ان د امیرشیرعلی خان له وخته را په دیخواپیل کړی و، امیرشیرعلی خان یوازنې واکمن و چې له دغه بلتانه او ویش سره یې کلک مخالفت وښود ، همداوه چې د (امبالې ) سفریې هم پرته له  کومې پایلي په خواشینونکې توګه پای ته ورسیداود  دانګریزانوپرله پسې ګواښونو ناچارکړ چې دروسانو ، چې تردوی هم مکار او دوه رنګی وو لمنې ته لاس وراوږد کړي . سره له دې چې روسان او انګریزان په دغه تاریخي مرحله کې د افغانستان په وړاندې دیوه خره دوه غوږونه وو دوی پرته له دې چې امیرشیرعلي خان خبرکړي  د افغانستان په اړه پردغه ټکي  چې باید حایله سیمه وي سره یوه خوله شوي وو ، خو له دې سره سره امیر په ډیره بیړه ځان دانګریزي کم نظرۍ د ویار (شرم ) پراساس په هغو سختوحالاتو کې  له دوی پریوه خوا کړ ،کابل یې پریښود او ځان یې بلخ ته ورساوه خو چې کله د روسانو اوانګریزانو پرتوطیو باندې خبرشو خورا خواشینی شو او له دغې نړۍ یې سترګې پټې کړې او دا ټوله توطیه یې په خپل ټول عمق سره خپل زوی (دکابلیانو په وینا د زمري زوی ) امیرمحمد یعقوب خان ته په داسې حال کې چې روحي اوجسمي ناتواني یې بې کچې لوړه شوې وه  وردغاړې کړه اودابوالمعانی بیدل نیم بیتې چې (چارباید زیست وناچا رباید زیست ) پردغه ډنډ ورغوټه شواودګندمک تړون ، دپلان شوي ویش دتوطیی لومړي پړاو یاهغه طرحه چې انګریزانو دهغه د تپلو لپاره  له پخوا څخه ملاتړلې وه ، پرده باندې په همدغه غیرنورمال روغتیایی حالت  کې وتپله او پرته له دې چې له افغان ولس سره مصلحت ورباندې وشي  پرامیرمحمد یعقوب خان باندې لاسلیک او ومنله . (*)

——————————————————-

(*) دگندمگ تړون دافغانستان لومړنۍ تجزیه وه چې انګریزانو په زور دافغانستان پرخاوره اوامیر باندې ټپ کړه  تړون په لاندې ډول سره و:

« دغه تړون دلاندی شرایطو پربنسټ دبرتانوي حکومت ، دافغانستان اودهغه اړوندو(!)  دامیر والا حضرت (!) محمد یعقوب خان ترمنځ دسولې اودوستۍ داړیکو داقامي په موخه لاسلیک شو.

 

« ۱- له هغې ورځې چې دغه تړون د دواړو لوریوله خوا منل کیږي ، دا به دبریتانوي حکومت ، د افغانستان اودهغه دمتعلقاتو دوالاحضرت امیراودهغه دځای ناستو ترمنځ دایمي سوله او دوستي  سمباله کړي.

۲- دافغانستان اودهغه دمتعلقاتو والاحضرت امیر ژمنه کوي چې ددغه تړون له منلو وروسته به دهغوټولو کسانولپاره عمومي بښنه اعلانوي ،هغوی چې دجګړې په دوران کې دانګریزي دولت په پلوۍ کارکړی، دوی به، که په هرمقام او درجه وي له سزاورکولواوځورونوڅخه په امن او خوندي وي(لکه لاتي ولي محمدخان اونور)

۳- دافغانستان اوملحقاتوامیر ژمن دی چې له باندنیوهیوادو سره د خپلواړیکوپه ټینګولو کې باید دبرتانیې له حکومت سره مشورې وکړي ،  له دغوحکومتونو سره باید کومه لوظنامه ونه کړي اونه یی باید پرضد وسله واخلي ،دباندني تیري په ترڅ کې به انګریزي مرسته ، وسلې او پیسې ددفاع په موخه څنګه چې انګریزیې وړوبولي کارول کیږي .انګریزپوځ به ددفاع له کاره وروسته خپل بریتانوي قلمروته ورستنیږي .

۴- دبریتانوي حکومت او والاحضرت دنژدې اړیکواودوالاحضرت دپولو دخوندي ساتلو په موخه دواړه لوریه ژمن دي چې په کابل کې به یوانګریز استازی له یوې ډلي وسله والوسره چې دهغه دکورساتنه به کوي ځای پرځای کیږي. دیوې مهمې خارجي پیښې د رامنځ ته کیدو په ترڅ کې بریتانیا حق لري چی دافغانستان پولوته انګریزي استازي او ساتونکي پوځیان واستوي. داړتیا پرمهال چې ددواړو لوریوپه ګټه به وي دافغانستان والاحضرت امیرهم کولای شي خپل استازی دګورنرجنرال په دربار اودهند په نوروبرخوکې چې د دواړو لوریو خوښه وي ځای پرځای کړي .

۵- دانګریزی استازو خوندي ساتنه د افغانستان اودهغه دملحقاتو دوالاحضرت پرغاړه ده. انګریز حکومت ژمن دی چې دهغه استازي به دافغانستان په کورنیوچاروکې لاسوهنه نه کوي.

۶- دافغانستان او دهغه دملحقاتو والاحضرت امیر دځان او ځای ناستو په استازیتوب ژمنه کوي چې په افغانستان کې به دبریتانوي اوسیدونکو په وړاندې دتجارت په موخه دتګ راتګ ستونزې نه رامنځ ته کوي.

۷- داچې د دواړو لوریوترمنځ سوداګري روانه ده ،دافغانستان والاحضرت امیر ژمنه کوي چې دسوداګرو دخونديتوب اودتجارتي مالونود وړلو راوړلو لپاره به دلویو لارو په اوږدوکې هلې ځلې او دلارو په خوندي ساتلوکې هڅه کوي .

دسوداګریزي ودې اودلارو دخوندي ساتلواومالیو دسمبالتیا په موخه به یوبیل سوداګریزتړون دکال په اوږدو کې ترسره شي.

۸- دسوداګرۍ اوتګ راتګ په موخه دواړه لوریه ژمنه کوي چې له کرمې ترکابله به دتلګراف یوه کرښه دبریتانیې په خرڅ کښله کیږي اودافغانستان امیربه یې ساتنه کوي.

۹- داچې ددواړوحکومتوترمنځ ددغه تړون له مخې دوستی رامنځ شوه ، بریتانوي حکومت دکندهار،جلال آباد ولایتونه اوهغه سیمې چې تراوسه دبریتانوي پوځونو تراولکې لاندې وې خالي کوي اوبیرته یې سپاري ، پرته له کرمې پښین اوسیبۍ (داړونده نقشې له مخې )څخه چې د بریتانوي واکمنۍ په واک کې دي ، دغه واک لرل به دایمي نه وي، دهغوی مالیې به دکورنیوخرڅونو له اخیستووروسته هرکال دافغانستان امیرته ورسپارل کیږي. بریتانوي حکومت به دخیبراومیچنۍ انتظام چې دپیښوراوجلال آباد ترمنځ دی په خپل لاس کې نیسي اوهم به په دغو سیموکې داستوګنو قبایلود تګ اوراتګ انتظام بریتانوي حکومت په خپل لاس کې لري .

۱۰- بریتانوي حکومت دمرستې په موخه والاحضرت امیرته – ترڅوچې خپل حقه اختیارات ترلاسه کړي ددغه تړون دشرایطو دمنلو په بدل کې ژمنه کوي چې هرکال به شپږلکه روپۍ امیراودهغه ځای ناستوته ورکوي.

دغه تړون د ۱۸۷۹کال دمی په ۲۶ چې د ۱۲۹۶کال دجمادي الثاني له ۴ سره برابره ده لاسلیک شو.

دامیرمحمدیعقوب خان لاسلیک ، دمیجران لاسلیک ،په ځانګړو چاروکې دسیاسي مامورکیوکناري لاسلیک ، دلیتن (دهندګورنرجنرال) لاسلیک .

دغه تړون د ۱۸۷۹کال دمی دمیاشتې په ۳۰ دجمعې په ورځ دهند د ویسرای اوګورنرجنرال له خوا تصدیق شو.  دهند دحکومت دخارجه سکرتري ای .سی . لیال لاسلیک . (وګورئ غبار، مسیر ۶۱۱ مخ)

 

دهمدغې تاریخي توطیې او بیلتانه په ترڅ کې انګریزانولاخپله نقشه تروروستۍ پولې پورې نه وه رسولې چې بیا یې ددغې توطیې بل پړاویانې همدغه (دیورند پروژه)  دنوموړي امیر دچارومسوول کس مارتمر دیورند ته وسپارله ،انګریزان ددغه کاردعملي کیدولپاره اوس هم دیوه کمزوري واکمن په لټه کې وو، سره له دې چې انګریزان په دغه موده کې د روسانو ترسختو فشارونو لاندې وو، روسان په هیڅ ډول دې تیارنه وو چې انګریزان دی ددوی دنفوذي ساحې په جنوب کې په داسې یوه پلان باندې چې هغه ددوی اودبریتانوي هند ترمنځ  په نامه حایل شي لاس پورې کړي . خو انګریزان له دغو فشارونو سره سره اوس په جدي توګه ددغه کارلپاره لیوال وو اوپه دغه برخه کې یې دغه لیواتیا له ۱۸۸۵ کال څخه راپه دیخوا نوره هم توده او چټکه کړه . د ۱۸۸۵ کال په پای کې کیپتان دیورند دامیردچارو دمسوولیت له دندې سره سره  اروپاته دیوه بیړني سفرپه نامه ولاړدغه سفرکه څه هم ډیراوږد نه و، خو داچې انګریزانو د افغانستان دبیلتانه دکرښی په اړه ځانګړي کړی و او ځانګړي پلان یې ورته درلود، دیورند یې پر دې قانع کړ چې ، کومه دنده لکه چې دده وړاندیزو چې امیرمحمد یعقوب خان (*) یې باید په کمزوري دریځ او ځواک  سره ترسره کړې ، هغه دکابل اوسنی واکمن امیرعبدالرحمان  په پیاوړتیا سره موږ ته ترسره کوي اوهم ددغه کاردعملي کیدو لپاره چې خپله هم غواړي دخپلې واکمنۍ حدود یې معلوم وي دپښوپرسرناست دی . دیورند له دغه پیغام اودغې سپارښتنې سره بیرته هند ته راستون شو اوخپله پروژه یې له هغه مهاله چې امیرعبدالرحمان خان پینډۍ ته سفروکړ او له هغه سره یې دتماس په پایله کې  دا باور پیداشو چې په رښتیاهم تر یعقوب خان دی ښه انتخاب دی په جدي توګه پیل کړه . په غه اړه دغه سند چې دفارن افس له خوا په کابل کې دانګریزی استازي عطاالله خا ن په نامه لیکل شوی چې په ځانګړې توګه دلوستلووړدی :

“ Mr. Durand has just arrived in Bombay from Europe and he is going to visit Quetta and Pashin , and then he goes to the Khyber where he would like to see you. Can you leave. Kabul  in time to be at Peshawar by the 22nd of March ?  There are many important matter connected with Afghanistan which can be talked about them.

If  you cannot get to Peshawar so soon as the 22nd  march, you might still come late and see the secretary either in Delhi or Dehra  where the viceroy is going for a short time before he goes to simla . Mr Durand will go up to landi kotal and might perhaps be in time to meet you there, but I cannot be certain of the exact date when he can reach that place. It would be a bout the 22nd March.”         ( see , march 1887 , Nos  145- 148  , sec F , foreign Dep tt. N.A.I )

ژباړه :  ښاغلی دیورند تازه له یورپه بمبي ته رارسیدلی او غواړي چې له کویټی اوپښن څخه کتنه وکړي  او بیاهمداسي د خیبر پر لور هلته چې غواړي له تاسره هم وګوري ورسیږي .  تاسې کولای شئ چې له کابله په همدغه موخه د مارچ په ۲۲ پیښور ته راشئ ؟

——————————————–

(*)  امیرمحمد یعقوب خان په  ۱۹۲۳ کال په دیره دون کې ومړ اودهغې دوستۍ له مخې چې دپتیالې له انګریزپالي نواب سره یې درلوده دهغې دوستۍ له امله یې مړی له دیره دون څخه سرهند ته ولیږدول شو اوهلته دمجدد الف ثانی دمزارپه څنګ کې په لاندنۍ پوړکې خاورو ته وسپارل شو. مزاریې له سپینومرمرو جوړدی اواوس چې هرڅوک دغه مزارته ورځي ، هلته دافغانستان دغه ناچارامیرته هم ددعا لاس پورته کوي . دمجدد الف ثاني دمزار په انګړکې ددووپښتنوواکمنانانو مزارونه شته چې یویې اعلحضرت شازمان دی او بل امیرمحمد یعقوب خان ، داعلحضرت شاه زمان مزاردحضرت مجدد الف ثانی دمزار جنوبی خواته دی چۍ پرتمینه ګومبزه پرې جوړه ده ، ترهغوچې څوک ورنه شي ،فکرنه کوي چې دلته به ددراني امپراطورۍ هغه لوي ویاړن واکمن په ابدي خوب ویده وي ، خو کله یې چې له منجاورڅخه څوک پوښتنه وکړي ،هغه هم دومره  زیارت کوونکو ته وایی چې داد کابل دامیردربار اومزاردی.

هلته به د افغانستان په اړه یوشمیرمهمې مسالې وي چې پرهغو باندې باید خبرې وشي . که تاسې نه شئ کولای چې تر ۲۲ نیټې زر پیښورته  ځان راورسوئ ، کیدای شي د ناوخته کیدو په حال کې سکرترې په ډیلي او یا هم په دیره (دیره دون )  کې وګورئ ، چیرې چې ویسرای هم مخکې تردې چې شملې ته ولاړ شي غواړي له هغه ځایه کتنه وکړي.

ښاغلی دیورند به بیا دلنډي کوتل پرلور ورپورته شي چې کیدای شي ته له هغه سره هلته وګورې . زه اوس د دقیق وخت په اړه تاته نه شم ویلای چې هغه به هلته کله ورسیږي . خو کیدای شي چې د مارچ  ۲۲ به وي . »

په دغه اړه یوټکی باید زموږ په پام کې وي اوهغه داچی د دیورند دکرښې خبره له همدغه مهاله

را په دیخوا په انګریزي کړیو کې د روسانو په مقابل کې دیوه خنډ اودیوال په توګه طرحه شوه ،

ماناداچې په کوم ځای چې اوس دلوی افغانستان ملا ماته شوې او د دتش په نامه دیورند کرښې په نامه یادیږي  د انګریزي مقاماتو نقشه داسي نه وه ، د دوی ترټولو لویه او دپاملرني وړطرحه داوه چی دوی غوښتل له روسانو سره دیوه دایمي جوړجاړي په موخه یوه داسې ټاکلي او دایمي پوله په ګوته کړي  چې نورنو دغه دواړه ځواکونه له یوه او بل سره لاس اوګریوان نه شي ، هم انګریزانو اوهم روسانو غوښتل چې باید دخپل منځي ستونزو دحل په موخه یوه ثابته طبعیی سرحد ي نښه ددوی دواړو هیوادو ترمنځ وي چې هغه په خپله د هندوکش غرو چې شمال يی باید د روسانو او جنوب یې باید دانګریزانو په اولکه کې راشي . امیرعبدالرحمان هم  په خپل تاریخ کې ( تاج التواریخ ) کې دغه ټکي ته داسې اشاره کړې ده :

« ازمقاوله هایی که دراوقات مختلفه دراکثر روزنامه جات وکتابچه ها درباب افغانستان شایع می شود وازنطقهایی که بعضی از اجزای پارلمنت می نمایند، معلوم می شود که درباب مملکت من ودرباب روابط آن باهندوستان ودرباب دانستن قدردوستي آن تا چه اندازه کم اطلاع می باشند. مثلآ دولت روس خیلی ساعی است که درمشرق زمین با دولت انگلیس درخشکی نزدیک بیایدوتمام خطوط سرحدی خودرا به سلطنت هندوستان وصل نماید. بعضی اوقات محظوظ می شوم وبرخی متالم می گردم که اجزای پارلمنت درنطقهای خود چقدر اظهار بی اطلاعی می نمایند. اینها می گویند دیگرنباید بگذاریم افغانستان این قدرمزاحم ما باشد، باید خطوط راه آهن خود را با خطوط راه آهن دولت روس متصل نماییم واین نقطه ای غیرمتمد نه راازمیان برداشته، خودمان را تا به قندهار به یک طرف کوه هندوکش برسانیم وطرف دیگرکوه هندوکش را به روس ها واگذاریم …»

( تاج التواریخ چا پ کابل سال    ۱۳۸۷ ص ۵۰۰)

دلیتن له خوا یو تلګرام کرین بروک ته ډاکتر کاکړ په خپله یوه مقاله کې راوړی چې په هغه کې هم نوموړې موضوع ته اشاره شوې او لیکلي یي دي چې ددواړو خوا وو ترمنځ پوله باید هندوکش وي  په دغه تلګرام کې راغلي دي : « کندهار او شاوخوا سیمی یی باید ژر ترژره په تلپاتې توګه دبریتانیا امپراتورۍ  پورې وتړل شي ، موږ دا سیمه په آسانه سره ساتلای شو. ترهندوکش پورې دسیمومستقیم پیوستون (الحاق) غیرمطلوب دی ، خو لازمه ده په کابل اونورو مهمو عسکری نقطوکې نظامي پوستونه تا سیس شي، چې خپل لګښتونه پخپله تهیه کړي.  ترهندوکش اخوا په یقین سره موږ کوم حکومتي قدرت نه شو درلودای ، موږ یوازې سیاسي علویت ټینګولای شو…»

(afghanjirga.net)

لیتن په رښتیا هم غوښتل چې دخپلې واکمنۍ په موده کې د افغانستان دتجزیي پروګرام بشپړکړي ،لیتن په دی باورو لکه چې داکتر کاکړلیکي  : « دلیتن دتجزیې پروګرام داسې و چې هرات باید فارسیانو ته ورحواله کړي ،په کابل اوکندهارکې یوعادي حکومت باید رامنځ ته کړي ، درابرتس لپاره په پام کې وه چې د شمالي افغانستان نظامي اوسیاسي آمرشي . شیرعلی خان ( چې داکتر کاکړ په مقاله کې امیرشیرعلی خان راغلی تایپی تیروتنه به وي  دا انګریزپلوی والی شیرعلی دی چی بیا وروسته له ایوب خان او نورو سره یوځای فارس او هند ته مهاجرشو) دکندهارپه اړه ټولو شرایطو ته غاړه کیښوده ،خوپه هرات کې دغه پلان ځکه عملي نه شوچې هغه سیمه د ایوب خان په اولکه کي وه . دلیتن د نوې طرحې تطبیق په هغه ځای کی عملي نه ښکاریده. لیتن د شمالی سیمو په ځانګړې توګه د بدخشان په اړه بي پروا و. »

( دپورتنی ویب پاڼې په حواله ، دډاکتر کاکړمقاله )

تاریخي حقایق دا ټکی هم نه په ګوته کوي چې د دیورند کرښه یوه شخصي معامله ده ، تاسې ته به په راتلونکوفصلو کې د معتبرو اسنادو له مخې دغه ټکي په هراړخیزه توګه په ډاګه شي چې په دغه معامله کې نه زموږ خلک او نه د خلکوارادې شاملې وې ، امیرکه  دخپلې معاملې په ترڅ کې له انګریزانو د دوولسو لکو روپیو کچه اتلسو ته لوړه کړه په دغه ټکي  ملت داسې خبرنه شو چې کواکي دغه پیسې به ددوی دهوسایۍ لپاره خرڅیږي ،خلکو په هرځای کې داخبره کوله چې ګواکي  « موږ امیرپرانګریزانو باندې د پیسو په بدل کې پلورلي یو…» دا حقیقت موږ ته زموږ د ملت هغه ارادې را په ګوته کوي چې دوی کله هم پردغه معامله باندې نه خبروو او نه یې منلې ده ، امیر داملت خرڅ کړ، ځکه خو د پیسو معامله په منځ کې وه ، همدغه معامله وه چې د امیر ، انګریزانو او افغانانو ترمنځ  تاریخي او ملي واټن په ډاګه کړ ، که ملت د امیر په معامله کې شریک وای ، نن به یې هم هغه دمعاملې پیسې خوړلای  ، خو اوس هغه چیرې دي ؟  دا نوکوم منطق دی چې دیورند زموږ په ملا باندې ولاړدی او دمعاملې بیه یې کلونه مخکې زموږ له خولي ووته ، راځۍ په اړه د هیواد نامتو لیکوال اومورخ حبیب الله رفیع همدغه منطقي استدلال هم په ګډه سره ولولو لکه چې لیکي :

“ The other impottant subject of  this treaty is cash (rea

money) . when Amir Abdur Rahman Khan admitted an under protection government with Englishmen in 1880, they laid him 1200000 kaldars, salary and arranged. But it is evident of the document of this book that until Amir expressed his denial about the line, the British also paid his salary with much turmoil and on a problematic manner. Amir was so much troubled by paining his salary, since they completed it little by little or gradually. Some times they paid his salary in kind.

The paing of money or salary reveals that the lands depated from the main body of Afghanistan by Durand is leased by Englishmen.  When king Amanullah khan gained the independence of the country, the said payment was also canceled.  In this manner the English aknowladged the independence of Afghnaistan at  the last page of reminding of the treaty of ( liberty and and independence ) and all the previous contracts were nullified . So that  the Durand contract was a draft , which is not ratified and it is not lawfull .”

( Pashto  Quarterty ,  vol 36-37 fall – winter 2015 – 16   PP 83- 84 )

په هرډول ، په پای کې ددغه ټول بحث په پایله کې دغه خبره دیادونې وړده چې انګریز د خپل قدرت ساتلو په خاطر په ډول ډول توطیو چې هغه پوځي تیری ، دافغانستان د خاورې ویش ، او پر تیرو تړونو او ژمنو باندې باندې نه دریدل وو لاس پورکړ ، د نړۍ په حقوقې او انساني قاموسونو کې داسې څورنګي سیاست غوره کولو او عملي کولو ته باید څه وویل شي ؟   انګریزان له افغانانو سره په یوه ژمنه هم په دوامداره توګه ونه دریدل ، برعکس هرڅه یې په خپل سر اوخپلې سر زورۍ سره ترسره کړي دي ، داسې چې دیوه عمل لپاره یی هم قانوني او انساني توجیه نه شي پیداکیدای ، ما په لومړي فصل کې هغه تړون چې دافغانستان اودهندوستان د مغلي واکمنانو دسیمو ترمنځ دیوه تاریخي سند په توګه زموږ په لاس کې دی په ډاګه کړ، دوی هغه ته هم ونه کتل ، زه نه پوهیږم چې دوی ولي دافغانستان ټوټه ټوټه کیدو ته دومره لیوال وو ، له ۱۸۰۰ م څخه بیا تر ۱۹۱۹ م پورې انګریزانو له افغانانو سره  نژدې لس تړونونه لاسلیک کړي چې موخه او هد ف یی په وروستې تحلیل کې همداو چې دغه هیواد باید آرام پرینښودل شي ، دلته باید انسانان د عصردتمدن له ټولو ځانګړنو څخه بې برخې پاتې شي ، دلته باید دغه خلک یوازې په دغه شرمناک ویاړ سرلوړی وبلل شی چې ګواکي ښه جنګ کوي ، ښه  مري او ښه یې نسلونه نسلونه له بدمرغیو په ډک ژوند کې په پریښودلو باندې ویاړي ، ولی یوه انساني مرجع داسې نشته چې له همدغه متمدن انګریز ، له همدغه متمدنې امریکا اونورو سوداګرو ملتو څخه پوښتنه وکړي چې دغو خلکو څه ګناه کړې چې باید جنګونه ، ناپوهي او محرومیت  د دوی په برخه شي ؟  موږ یوازې په ژوندي انسانیت دا غږ کوو چې پرون موږ انګریز په یادوو شویو ستونزو ورمخه کړي وو اونن دادی امریکا اویاران ویې په کټ مټ غمیزه په دغه یویشتمه پیړۍ کې ورمخه کړي یو. زموږ خلکو دیورند کرښه ځکه نه ده منلې چې دوی په دي پوهیږي چې دوی دخپلې خاورې ، دخپل قام ، خپلې ژبې ، خپل مذهب یوه برخه ددغو نامنلو تړونو په ترڅ کې له لاسه ورکړې ده ، موږ تراوسه پورې له یوه اوبله چا بیل نه شو کړای اوس مو څنګه پر مبهمو او نا معلومو کرښو باندې بیلولي شي ، غبار دافغانستان نامتو مورخ  په خپل اثر افغانستان درمسیرتاریخ کې په ډاګه داخبره کوي چې  : «  معاهده سال ۱۸۵۵ امیر دوست محمدخان  دارای سه ماده است ، درماده دوم آن گفته شده که : انگلیس درعلاقه جاتی که حالا درتصرف امیر مذکورمیباشد ابدآ مداخله نمی کند» ( غبارمسیر ص ۴۵۰ )

که خبره د حق وي ، که خبره دمځکې وي ، که خبره دتمامیت وي ، موږ ته دامیردوست محمد خان د زمانې جغرافیا معلومه ده ، چې هغه تراټک پورې  رسیده ،  ولی دا حق انګریزانو ونه مانه ؟  ولې یې لومړي سیکان او بیا خپل ځانونه راوړاندې کړل او دامیردوست محمدخان قلمرویی ولې ونه مانه ، ولې یې ګندمک په زور پریعقوب خان امضا کړ ، ولې یې دیورند په امیر عبدالرحمان خان باندې وتا په . دا ټول کړه وړه دا په ګوته کوي چې انګریز چې زور یې رسیدلي  زوریې کارولی او چې زوریی نه دي رسیدلی بیا یې د توطیی له لارې ځان ته دا حق ورکړی چې باید زموږ دخاورې او ملت په وړاندې پرتوطیولاس پورې کړي . هره عمل عکس العمل لري ، د انګریز دتوطیو په وړاندې زموږ عکس العمل همدادې چې دوی تل زور زیاتی کړی او موږ بیا مقاومت ، دوی مو خاوره رانه بیله کړی ، موږ ویلي چې نه  یې درسره منو ، ځکه خو زموږ او دوی خبره تراوسه پردوستي باندې نه ده ولاړه  بلکې تراوسه پورې یوه او بل ته د تاریخي دښمنانو په سترګو ګورو، انګریز اوانګریزي هویت زموږ په منځ کې دیوجابر او تیري کونکی قام هویت دي چې زموږ په وړاندې یې ، زموږ د خاوري په وړاندې یې له تیري او بې رحمۍ څخه کاراخیستی دی اوموږ یي هم په وړاندې مقاومت کړي دی . دوی چې هرعمل او هرتړون له هرچا ، له هر واکمن سره د یوې معاملې په توګه لاسلیک کړی ، خلکو هغه نه دي منلي او هغه یې په ټولیزه توګه رد کړی دی . همداده چې د دیورند کرښه هم یوه نا منلي کرښه اودافغانانو له خوا نامنلی تړون دی چې تراوسه پورې دافغانستان ولس  نه منلې او نه به یې ومني .

****

Hamilton visited Beymian 1841…evincing the belief that God was very much on their side:

Though all Is changed , yet remnant of  the past,

Point to the scenes of bloodshed, and alas,

Of murder foul? And ruined house cast,

Their mournful  shadow  o’er the graves of grass;

England’s soldiery, who faced a lot,

That few , thank heaven! Before since have shared.

Within a week of posting the poem to  his family in England, Hamilton himself  was dead …(victoria  p94)

د ټول افغان ویبپاڼې څځه 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب