د دعوتګر ځانګړنې

١- تر ټولو لمړى بايد د سپيڅلې ارادې لرونکى وي، ځکه له پاک نيت پرته ټولې هڅې له ناکامى سره مخ کيږي.

٢- د دغه ستر مسوليت چې پر غاړه يې اخيستى په ارزښت بايد وپوهيږي، او دهغه ستر اجر ته بايد متوجه وي.

٣-بلونکى بايد په حکمت، ښه انتخاب لرلو او په ډيرې ښې طريقې سره نصيحت او بحث وکړي.

٤- بلونکى بايد تيريدونکى او حليم وي، او هم دښو اخلاقو لرونکى وي، انبياء کرام او صادقين خپل مقتدى وګرځوي، همدارنګه په هغه تکليف چې د بلنې پر لار کې ورته رسيږي صبر وکړي.

٥- په هغه ټولنه کې چې خلکو ته بلنه ورکوي بايد د هغه ځاى له حالاتو ښه باخبره وي، او له هغه مسايلو چې په ټولنه کې موجود وي معلومات ولري، او دا هڅه بايد وکړي چې له بلل کيدونکو څخه يې پيژندنه ډيره وي.

٦- بلونکى ته لازمه ده چې تل مطالعه وکړي تر څو ډک لاس ټولنې ته ورننوځي.

٧- بايد په نبوي سيرت او اسلامي تاريخ کې ژوره څيړنه او مطالعه ولري، ترڅو يې له واقعاتو پند واخلي او له هغو مشکلاتو څخه د بلنې پر مهال ورسره مخ کيزي د اسلام دلمړنيو مسلمانانو له سختيو سره پرتله کړي.

٨- څومره يې چې وس او توان وي قران کريم حفظ کړي، تر څو وکولاى شي د بلنې پر مهال پرې استناد وکړي، او قراني قصصو په واسطه کولاى شي چې د خلکو زړونه متاثره کړي.

٩- بلونکى بايد په خپلو خبرو کې عقل او وجدان سره يو ځاى کړي، او د هغوى تر منځ هماهنګي وساتي، ځکه دوجدان د تحريک په سبب د بدن داخلي برخه چمتو کيږي، تر څو چې دعقل وينا په درست ډول درک کړي او پرې متاثره شي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د فردي دعوت له کتاب څخه

ليکوال: مصطفی مشهور

ژباړن: صفی الله جوهر

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب