د دعوتګرانو جوړښت، قانع کوونکي وسائل او تګلارې

داسلامي کار د لارې کارکوونکي په ډيره پراخه کچه دي تګلارې ته اړ دي چې هغه د تبلیغ ـ یا بل ته ددیني فکر د رسوني تګلاره ده چې دې تګلارې ته خپله هم پابند وي او ددې فکري، حرکي او تنظیمي غوښتنو ته هم تابع وي چې ددعوت په ساحه کې له دوی صادریږي او یاهم نوروګړي ودعوت ته رابلي خو چي داټول په ډير دقت زیرکتیا او څرګند ډول وي پداسې حال کي چې هغه نظریات او پلان عملي کړي او دهغه په ابعادو، شاوخوا او لارو چارو ، ځانګړنو او مواصفاتو ته ژمن وي او داسې نه وي چې دې کارونو سره یو عادي او سطحي تعامل وکړي او یا دا چې بیا د خپل اصل کرښې اوړي او خپل اصلي تګلاره پریږدي او یا دوی اسلام ته تاوان رسوي پداسې حال کې چې دوی فکر کوي د اسلام په ګټه کار کوي او نیک عمل کوي.

نو پر دې بنسټ اسلامي دعوتګران یوې تګلوري ته اړتیا لري چې ترڅو دوی ته د دعوت دپالیسۍ کرښې رسم کړي او الله تعالی ته دبلنې لار ورته وټاکي، دخلکو سره د خبرو کولو او قناعت ورکولو څرنګوالی ورته وښايي ، لکه څنګه چې اړینه ده چې د خبرو کولو موضوع معلومه کړي چې په ښه شان طرحه شوې وي او په ساده توګه ورته د وړاندې کولو وي ، دغه تګلاره زما په نظر دڅلورو بحثونو منځته راځي :

لومړی مبحث:
داعبارت دی له وړاندې کولو د هغو لویو او اساسي کرښو چې په دوی سره اسلامي تګلاره دعقیدې، او شریعت په ساحه کې ولاړ دی او دا پدې ډول خپل خوړښت منځته راوړي چې هغه موضوعات په بر کې نیسي چې وړاندې کول يې د هغه چا مخې ته په اسانه توګه ترسره کیدلی شي چې دهغوی بلنه يې ترې مراد دی . یعني یوه ټاکلي ډله يې موخه ده .

دوهم مبحث :
دادالله تعالی لورې ته دبلنې د فرضیت په اړه ده ، او دا چې په اسلام ایمان او باور د عمل او کردار غوښتنه کوي ، دې ته د بلنې غوښتنه کوي او پدې لار کې د جهاد غوښتنه کوي او داغواړي چې یوه ډله خلک پاڅون وکړي اوبله خبره دا چې یواځې او فردي کار به هیڅکله په اسلامي واقعیت تمام نشي او نه به کومه اسلامي ټولنه منځته راوړي

دریم مبحث:
دا مبحث عبارت دی په تاکید پدې خبرې باندې چې ټولنیز کار ا وګډ کار به اسلامي دعوت کې ترسره کیږي او داچې یواځې ټولنیز او ګډ کار په اسلامي دعوت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لار برابر کار دی چې لومړی یو اسلامي تنظیم رامنځته کړي او هر څوک ځانته او فردي کار چې ترسره کوي دې کي هسې وخت او وسائلو ضیاع ده ، په اسلام کې هیڅ ارزښت نلري ترڅو چې د یو ټولنیز او جماعتي کار لپاره بنسټ سره ټړاو ونلري .

څلورم مبحث :
او څلورم او وروستی مبحث دادی چې دهغو اسلوبو او لارو چارو څخه په اسلامي دعوت کې باید کار واخستل شي چې تر ټولو نورو لارو چارو څخه ښکلې او ښه وي چې خلکو ته زړه راښکوونکي وي او اسلامي دعوتګران باید خلک پداسې ډول مخاطب کړي چې په کومه کچه يې خلک منلی او قبلولی شي، او بل داچې دعوتګر خلکو ته د هغوی د عقل او فکر دتوان سره سم خبره وکړي او پدې برخه کې باید د دعوتګر پالیسي دصبر، پوهې ، درایت او حکمت څخه خالي نه وي
د قناعت ورکولو لارې چارې په اجمالي ډول په لاندې ډول دي :

خلکو ته دهغوی دعقل په اندازه خبرې و کړئ:
مناسبه ده چې پدې پوه شو د مخکیني خبرو نه مراد دا ندی چې خلک دې اسلام ته دعوت شي او پوه دې کړای شي او بله خبره نشته او دا خو د عقیدې هغه برخه ده چې پدې پوه شي دا د الله تعالی د وجود د اثبات نه پیلیږي او پدې پای ته رسیږي چې اسلام د ژوند لپاره ترټولو غوره نظام دی او دا چې د ژوند راګرځیدل بیرته اسلام ته په هرمسلمان واجب دی ، بلکه مقصود او مراد دلته ترې دادی چې ددعوت طریقه او لاره کومه ده په هغې لارې چې د عوتګر د نورو زړونو ته څنګه لار پیدا کړي تر څو د خلکو قناعت پرې حاصل شي او د اسلامي کار او دعوتي عمل ته يې اماده او چمتو کړي، موږ ددې موضوع او دې ته ورته نورو موضوعاتو په هکله باید لازمه ده چې د اسلامي سرچینو او شرعي احکامو څخه دبنسټ او اساس په توګه کار واخلو تر څو چې اسلامي کار یو عادي عمل ونه ګرځي داسې یو کار چې د عواطفو تر اغیز لاندې راشي او د هوسونو تر حاکمیت تر تاثیر لاندې وي او یا هم شخصي اجتهادات ورکې واکمن وي او پایله کې يې د دیني کرښو او هغو قیوداتو وباسي چې د اسلام مبارک دین موږته د کوږوالي نه د ساتني او سمې لارې د متابعت لپاره ایښې دي.

لومړنۍ خبره دا ده چې نن ورځ مسلمان امت دې ته اړ دی چې په اسلام پوه شي ، داسې فکر وکړئ چې اسلام د ژوند نظام او تګلوری دی ،امامت ، قیادت او سپه لاري ده او د نورو قوي نړیوالو لوریو ترمنځ یو قوي نظام حیات دی او داهم لومړی خبره ده چې په اسلام پوهیدل یو لومړنی قدم دی او وروسته بیا د قناعت عملیه ده ، بلکه دا د خلکو د پوهولو لپاره ورته یو داسې ګام دی چې د دوی عقلونه او فکرونه داسلامي کار لپاره چمتو شي او پدې لار کې ګړندي شي ، نو داسلام لارښوونې پدې لړ کې ډير څرګند او روښانه دي او دا چې کله سړی قران پاک او د پیغمبر صلی لله علیه وسلم احادیث ددعوت برخه ولولي ورته له ورایه معلومیږي.

دهغو لارو چارو څخه چې قرانکریم پرې تکیه کړې ده او څو څو ځله يې هغه څه تکرار کړي دي چې د مشرکینو په پوهولو کې بیان کړي ډير واضح دلایل يې ورته راوړي دي هو ! خو هغوی به بیا خپلې ګوتې په غوږ ونو کې ایښودلي ترڅو يې وانه وري ، قرانکریم پدې اړه د سورتو نو پیل په مقطعاتو حروفو سره کړی دی چې ددې کار په مشرکینو او د هغوی په چپ کولو لوی اغیز ؤ .

دغه راز نبوي صلی الله علیه وسلم لارې چارې چې له کومو هغه علیه السلام دخلکو په دین ته په بللو او پوهولو کې پیروي کوله هغه هم عملي تفسیر ؤ د رباني مهربانه لارښوونو او هدایاتو ته لکه څنګه چيې رب العزت الکریم فرمایلي دي: ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ”، وقوله: “وَمَنْ يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا”

ژباړه: درب لوري ته دې په حکمت نصیحت او ښه لارو چارو بلنه کوه او دغه راز رب وفرمایل : او چاته چې الله تعالی حکمت ورکړ بیشکه چې ډير خیر او برکت يې ورکړ ) پرته له شکه د رسول علیه السلام حکمت یواځې په نفسي زجر ولاړ ؤ نه په عملي او فزیکي باندې لکه څرنګه چي یو ځوان ورته راغی نو دزنا اجازه يې ترې غوښتله بیا نبي علیه السلام ورته ډير په ادبي شکل ځواب ورته ورکړ چې د احادیثو په کتابونو کې يې قصه راغلې ده چې لږ وروسته به پدې بحث کې ددې قصه راشي .

دسختوالي او نرمښت ترمنځ :
نو انساني نفسونه پدې اړ شوي دي چې چا ورسره ښه رویه وکړه نو دهغوي لوري ته میلان وکړي او بدسلوک سره سړی بیا دنفرت، تیښتې او مخ اړولو ته اړباسي نو بیا د ګناه کار ته دعزت په نامه هم لاس ورغزوي نو ددین معنی خو ریاء،غوړه مالي او نفاق ندی مګر دین دخیرخواهي ،دنیکو چارو دزړه راوښکونکو لارو څخه کار اخستل چې ورته زړونه خلاص او سینې ورته پراخې شي او په ځانګړې توګه کله چې یو دیني جماعت له خوا ددین دعوت صورت مومي نو شور ماشور، رټلو او شدت څخه کاراخستل هیڅ مناسب ندي.

ایاتاسو قرانکریم ته نه ګورئ چې رباني وړاندیز سره موسی او هارون علیهما السلام ته يې کوي اولارښوونه ورته کوي چې فرعون ظالم او سرکښ سره څرنګه په نرمۍ او نیکي سره تعامل وکړي ( فرعون ته لاړ شئ تاسې دواړه هغه سرکښ شوی دی O ورته نرمه خبره وکړئ ښايي چې دالله یاد وکړي او وویریږي د ایت شریف ژباړه)

دا خو ښکاره خبره ده چې قرآني لارښوونې او نبوي اشارات د نرمښت او زړه سواندۍ ته امر کوي او له کلکوالي ، سختي او بدي څخه منع کوي اوپدې تاکید کوي چې نرمښت کې هیڅ شک او تردید وجود نلري او ددې کار توجیهي ارزښت او دغو لارو چارو ته اړتیا ښايي.

دغه راز الله رب العزت په اخر د سورة النحل کې خپل خوږ پیغمبر علیه السلام ته دخلکو په دعوت کې دحکمت په التزام امر کوي ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدَين”، نو ابن کثیر داقول پدی ډول تفسیر کړی دی : چې که چیرې څوک جدال او مناظرې ته اړتیا لري نو پکار ده چې په غوره لاره او نیکه لهجه وي او ډیر په نرمې او احسني طریقي سره خبره وشي.

دغه راز په سورة آل عمران کې قرانکریم د د نرمښت او مهربانۍ ګټو ته د خلکو په جلبولو او خپلولو کې اشاره کړې ترڅو د ځان لپاره مرسته کوونکي پیدا کړې او ددعوت د اواز په پورته کولو کې زړونه ځانته خپل کړي “په سبب درحمت د الله له لورې چې ته يې ورته نرم کړی يې که چیرې ته غوسه ناک او کلک زړه وې نو دوی هیڅکله به ستا په شاوخوا کې نه ؤ راټول شوي او دوی به درنه خواره شوي ؤ.

ددې ایت شریف په تفسیر کې د عبدالله ابن عمر رضی الله عنهما قول دی : هغه وايي چې ما د رسول الله علیه السلام صفتونه په پخوانیو کتابونو کې هم لیدلی ؤ چې په هغو کې لیکل شوي ؤ چې رسول علیه السلام نه قهر جن دی نه د سخت زړه خاوند او نه په بازارونو کې چیغې وهونکی او نه بد کوونکي سره بدي کوونکی وي مګر هغه یو بخښونکی او مخ اړوونکی شخص دی.

په نبوي سیرت کې هم ددې عملي نمونې شتون لري او د دغسي واقعاتو تفسیري حالت بیانوي چې نبي کریم صلی علیه وسلم په ډير ښکلي انداز کې خلکو ته ددین دعوت رسولو ، دابو امامة رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو ځوا ن راغی ورته يې وویل ای د الله رسوله ایا ماته د زنا کولو اجازه راکوې ؟

نو د الله رسول ص خلک راوغوښتل او ورته يې وویل چې ماته يې رانږدې کړئ !نو خلکو دا ځوان ورته نږدې وروست ترڅو د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم تر څنګ کښیناست رسول علیه السلام ورته وویل: آیا خپل مور لپاره يې خوښ ګڼې ؟

ځوان ورته په ځواب کې وویل نه یارسول الله رب مې دې له تانه زار کړي نو هغه مبارک ورته وویل چې دغه شان خلک يې هم نه خوښوي بیا يې ورته وویل چې ایا د خپلي لور لپاره يې خوښ ګڼې ؟

بیا يې وویل نه ای د الله رسوله رب دی ماله تانه زار کړي ، بیا ورته وویل چې خلک هم دا دخپلو لوڼو لپاره خوښ نه ګڼي بیا ورته وویل ایا د خپلي خور لپاره داسې خوښ ګڼې هغه ځوان بیا وویل چې ای د الله رسوله زه له تاقربان شم نه داسې نه ګڼم نو رسول علیه السلام ورته وفرمایل چې خلک هم د خپلو خویندو لپاره داسې خو ښ نه ګڼي ابن عوف زیاته کړې چې رسول د خدای پاک ورته عمه او خاله هم ذکر کړه او په هره یوه کې ددې ځوان همدا ځواب ؤ نو بیا رسول اکرام صلی الله علیه وسلم خپل مبارک لاس د دغه ځوان په سینه کیښود او داسي دعاء يي ورته وکړه ( “اللهم طهِّر قلبه، واغفر ذنبه، وحصن فرجه”، ای ربه زړه يې پاک کړې ، د ګناهونو بخښنه ورته وکړې اوعورت يې خوندي وساتې، نوبیا دې ځوان ته د زنا څخه بل بدکار په دنیا کې نه ؤ دا حدیث احمد طبراني په الکبیر کې نقل کړیدی .

ددعوت اسلوب او لارې چارې پکار ده چې دهرې زمانې او ځای سره پرمختللې، مجهز او ماډرن وي ترهغو پولو پورې چې داسلام مبارک دین ورته اجازه کړې ده او د اسلام مرونت او نرمښت تر چوکاټه پورې وي چې د عصري مختلفو وسائلو پورې اړوند وي هغه وسائل چې د اسلام مبارک دین په نقل او رسولو کې ګټور واقع کیږي او خلک دپاک او د اسلامي ژوند له رسالته پرې خبریږي او په ښه شکل داسلام په تمثیل کې ګټور تمامیږي.

د قاتع کولو نورې لارې چارې:
د اسلامي دعوت د طبیعت څخه دا جوته ده چې خلکو لوري ته مخ اړوي یعني د خلکو سره سروکار دی – او ټولو خلکو سره چې عمر،طبقي، کلتور ، جوړښت ، لیوالیتا او تګلوری په اختلاف سره وي دهرې ډلې او هر راز خلکو سره يې کار دی ، نو دا اوس لازمه او حتمي خبره د دعوتګرانو لپاره ده چې دحکمت خاوندان واوسي، د خپلو اقوالو په نقلولو کې ډير پاک اوسي، او هغه مفاهیم او معلومات چې دی یې هر طبقي ته وړاندې کوي په ډير ښه توګه مخې ته کیږدي، او لنډه داچې دې بار ته اوږه ورکوي نو په دوی واجب ده چې پدې پوه شي چې له کوم ځایه او څه ته اوږه ورکوي ؟ او ترټولو بریالی دعوتګر هغه دی چې هرانسان ته چې لازم دي هغسې افکار او توجیهات ورکړی شي او ددې کوشش کوي چې په اسلامي فکر يې قانع کړي او اسلامي حرکت ته يې جذب کړي پداسې اسلوب او طریقې سره چې د هغه په زړه اغیز وکړي او هرچاته دهغه منزلت او ټولنیز حیثیت په اندازه ورته ځای ورکړي او دا د حضرت عائشه رضی الله عنها د هغه قول پټ راز دی چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه راوایت کړی دی : رسول الله علیه السلام موږ ته امر کولو چې هرچاته د خپل عزت او قدر په اندازه قدر ورکړئ) د مسلم شریف روایت دی

ددعوت کولو څخه مخکې دشخص پيژندل
نوکله چې مسأله داسې شوه نو په دعوتګرانو باندې دالازم او واجب دي چې هغه شخص سم وپیژني څوک چې دوی اسلام او اسلامي کار ته بولي، دهغه افکار، لرلید، تصورات ، کمزوري نقاط او ستونزې يې هم وپیژني ،نو یقیني ده چې لدې لارې به دداسې شخص ټولې خواوې وپیژندل شي او لدې لارې به ددې نفس او داخل ته لاره پیدا شي او دا دعوتګر سره ښائیږي چې تشخیص وکړي او بیا په بریالیتوب سره درملنه هم وکړي او لنډه داچې ددې لیدنې کتنې ، ناستې پاستې او کړنو اغیز وکړ او رنګ يې راوړ .

له کوم ځای يې پیل کړو ؟
دهغو څرګندو پوښتنو څخه چې دیو دعوتګر ټکر له نویو عناصرو او افرادوسره کیږي او پدې هڅه کې وي چې په اسلامي فکر څوک قانع کړي هغه داده چې څنګه يې پیل کړي؟ او له کومه يې پیل کړي؟

او رښتیا خبره هم داده چې دعوتګر زیات وخت پدې خبره لګیږي چې د پیل ټکي وټاکي او بیا ورته د قانع کولو او جذب کار اسانه شي او ډیر ځل یو دعوتګر په همدې توګه چې د پیل نقطه يي سمه نه وي پيژندلي او ټاکلي نو د تطبیق په پړاو کې بیا له ستونزو سره لاس او ګریوان وي نو په داسې توګه پیل کوي لکه څنګه چې پای ته رسیږي او یا داسې توګه يې پای ته رسوي لکه څنګه چې مناسبه ده چې پیل يې کړي .

عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه پدې هکله څومره رښتیا خبره کړیده چې وايي: یوقوم ته به ته داسې خبره وکړی چې د هغوی عقل ته ونه رسیږي مګر دا چې ځینې به یې په فتنه کې واچوي) مطلب يې داده چې کله خبره چاته کوي چې په واضح ډول يې پرې پوه کړي که پوه نشو نو په فتنه کې به واقع شي)

دبریاوو له لاملونو څخه :
هلته ډير داسې لاملونه او عوامل شته چې د دعوتګر په بریالیتوب کې د دعوت په ډګر کې تر ډيره حده مرسته کولی شي او لاسته راوړنې يې ثابتوي او هم دعوتګر ته نوره وړتیا ورپه برخه کوي ترڅو اغیز ولري او خپل اصول او مبادي په جوش او خروش سره په هر ډګر کې څپاند وساتي .

نیکه طریقه یو له هغو حساسو او مهمو لاملونو څخه ده چې دعوتګر ته وخت او کار ته زمینه سازي کوي او پدې سره خپلې ټاکلې موخې ته په لږ زحمت او اسانۍ سره رسیږي.

نو دعوتګر د دعوت او تبلیغ په هر ډګر کې ،په لیکنه ،خطبه او خبرو، رسامي او نقاشي کې، په ولسي کار کې او یا ټولنو او سیاسي ډله کې او یا د محصلینو او زده کړیالانو په تنظیم کې یو غوره طریقه کار او نیکو لارو چارو ته اړتیا لري ترڅو خپل هدف او ټاکلې موخې ته ورسیږي.

پرته له شکه چې یو له هغو مهمو کارونو څخه چې باید یو دعوتګر يې له ځانه سره ولري پیژندل د هغه منځ او مرکز د هغه څه دي چې هغه به د ده دعوت د پیل او کار ساحه وي ، وضیعت به مطالعه کوي، ستونزې به يې څیړي او میولات ذوق او رغبت به یې ښه پیژنې لکه دیو رنځورپوه په توګه چې د ناروغي لامل، مختګ، او پړاوونه باید وپیژني بیا به یې تشخیص ،او عوامل د تشخیص څیړي خو دا ټول به په علمي او تخنیکي شکل وي او دغه راز هغه درمل به هم پدې کچه پیژني چې ځانګړنې يې دناروغي او درملنې ورته پوره جوتې وي .

نو کامیاب دعوتګر لکه د کامیاب رنځورپوه په څیر دی پوهیږي چې له کومه او څنګه يې پیل کړي او بیا درملنه نه پیلوي ترڅو چې د معایناتو تشخیص او درملنې وسائل ورسره نه وي ترڅو چې دده داکار له ناکامۍ سره مخ نشي او دابه ورته بیا یو ناکامه تجربه او پرسوده کار وي .

نو ټولنه نن ورځ هم په ډول ډول مذاهبو او فکري لیدلوریو (اتجاهاتو) کې ورګډه ده او هرڅوک پکې خلک جذبوي او داټول په قانع کوونکو چیغو او د خلکو د خوښۍ له اوازونو سره چې خلک پداسې شکل مخاطب کوي چې خلک يې غواړي ترڅو خلک ددوی واوري او بیا ورسره ددوی خبري ومني او په هغو اسلوبو ورته رانږدي کیږي په کومو چې خلکو ته دمنلو وړ وي د خلکو زخمونه لاس کې د سپر په څیر نیسي او ناروغیو ته د درملنې په جامه کې راځي او ستونزې يې ورته مخي ته کوي .

نو پکار ده چې اسلامي دعوتګران نسبت نورو څخه کم نه وي چې خپل د دعوت په اصولو اهتمام وکړي نو دوی ته پکار ده هغه څوک چې عقیدوی ستونزې لري په قبورینو مخاطب نکړي او هغه څوک چې کمونیستي او کفري فکر لري هغوی د عاطفې خاوندان ونه ګڼي اوهر یو ته خپل مقام او منزلت ورکړي او هغسې خبره وکړي چې د دعوت قوت پرې زیاتیږي .

پرته له شکه چې اسلام پدې زمان او وخت کې داسې دعوتګرو ته اړتیا لري چې د اسلام اصول، افکار او اساسات په ډپر ښه او زړه راښکوونکي شکل وړاندې کړي، خلکو باندې به اغیزکوونکي وي نه د خلکو شړونکي او مایوسه کوونکي ،موضوعات به په ساده او اسانه توګه بیانوي نه چي پر خلکو سخت کړي نیکه رویه کوونکي به وي نه داچې خلکو سره بد سلوک وکړي ځکه خو نو ډیر داسې دعوتګران شته چې داسلام رنګه د دوی د دعوت په اساس بده کړې ده او اسلام ته يې هم زیان رسولی ده خو دوی ګمان کوي چې دوی اوس هم سم کار کوی .

 لیکنه: استاد فتحي یکن( رحمه الله )

ژباړه: استاد نعمت رسول نعمتیار

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب