د درس لوستنې لپاره لس ښه عادتونه

بریالي زده کوونکي د مطالعې او ژوند له پاره ښه عادتونه لري، چې په زده کړه کې یې بریالي کوي . که چېرې تاسو هم غواړئ، چې د دې کسانو له راز څخه خبر شئ، نو لاندې مهارتونه تمرین کړئ :

۱ ـــ پروګرامونه طرحه کړئ :

هر بریالی زده کوونکی نه یوازې د مطالعې له پاره، بلکې د خپلې راتلونکې له پاره پروګرامونه طرح کوي . د یوې نقشې لرل، له تاسو مرسته کوي، چې په ځان کې د زده کړې او کار انګېزه ژوندۍ وساتئ . د ورځنیو، اوونیزو او میاشتنیو کره او دقیقو فعالیتونو له پاره د پروګروامونو طرح کول، له تاسو سره د وخت په سپما کې مرسته کوي او په کره او دقیقو پروګرامونو سره، خپل د خوښې وړ ټولو فعالیتونو ته ورسېږئ . کار پوهان تل په دې باور دي، چې د کاغذ پرمخ د یوه لیکل شوي پروګرام لرل؛ د پروګرامونو د طرحې غوره ډول دی .

۲ ـــ په مشخص وخت کې استراحت وکړئ :

ښایي داسې فکر وکړئ، چې بریالي افراد هغه کسان دي، چې کولای شي، په پرله پسې توګه څو ساعته په یوه ځای کې ناست او د کتاب پاڼو ته ځیر وي، خو دا ډول نه دی، ویل کېږي، چې له هرې ۴۵ دقیقه ایزې مطالعې وروسته یو ۱۵ دقیقه ایز استراحت، ستاسو مغز ته د بیا رغونې شونتیا ورکوي . څېړونکو موندلې، د استراحت تر ټولو غوره ډول، له اوږد مهالي ناستي وروسته بدني تحرک دی . لږ تحرک او خوځښت له تاسو سره مرسته کوي، تر څو حافظه او د خپل مطلب درک پیاوړی کړئ . له ۲۰ دقیقو قدم وهلو وروسته مغزي فعالیت، له هغه وخت څخه ډېر زیات دی، کوم چې  د ناستي په حالت کې استراحت لرئ .

د مغز په فعالیت باندې د بدني خوځښت اغېز :

د مغز په فعالیت باندې د بدني خوځښت اغېز ( له آزموینې مخکې ۲۰ دقیقې قدم وهل، د مغز فعالیت زیاتوي )

۳ ـــ یاد دښت واخلئ :

ځینې زده کوونکي یوازې په ټولګي کې په لیکلو باندې بسنه کوي، یانې خوښېږي یې چې ښوونکی ورته د درس مهم ټکي را وباسي او دوی یې ولیکي، خو کار پوهان په دې باور دي، چې د یاد دښت اخیستلو تر ټولو غوره ډول، هغه یاد دښتونه دي، چې تاسو خپله یې د درس د مهمو ټکو په توګه را باسئ، کلیدي او تکراري ټکو ته پام وکړئ، شکلونه او نمونې په ډېرې ځیرکۍ ولولئ او د درس اصلي ټکي پیدا او یاد دښت یې کړئ .

۴ ـــ په کافي اندازه خوب وکړئ :

ستړیا د زده کړې دښمنه ده، که چېرې غواړئ، چې د خپل مغز له ځواک څخه ګټه واخلئ، نو اجازه مه ورکوئ، چې له بریده زیاته ستړیا او بې خوبي مو توان او وړتیا له منځه یوسي . کافي خوب او استراحت په ځانګړې توګه په شپه کې، د حافظې په پیاوړتیا او د هغې په مثبتې کړنې او دغه راز ستاسو په درک، پوهه او ځواک باندې ښه اغېزه کوي . خپل مغز د شپني خوب په وسیله ورغوئ .

۵ ـــ پوښتنې مطرح کړئ :

پر ځای د دې، چې غلي او یوازې د ښوونکي د خبرو اورېدونکي واوسئ، په فعاله توګه بحث وکړئ، پوښتنې وکړئ او په بحث او خبرو اترو کې ګډون وکړئ، حتا که نه غواړئ د ښوونکي خبرې پرې کړئ یا د نورو پام ځان ته را واړوئ، کولای شئ په خپل کتاب کې د مهمو بحثونو په څنډه کې خپلې پوښتنې یاد دښت کړئ او هڅه وکړئ، د مهمو سرچینو په مطالعه کولو سره، د هغو ځواب پیدا کړئ . ستاسو مغز هغه مهال خپل کار پیلوي، چې په فعاله توګه په یوه موضوع کې ښکېل شي .

۶ ـــ له ځان څخه آزموینه واخلئ :

بریالي زده کوونکي هغه کسان دي، چې د وروستیو آزموینو په تمه نه پاتې کېږي، دا زده کوونکي هر وخت ځان ننګوي او له ځانه آزموینه اخلي . آزموینه په ذهن کې د زده کړو شیانو د تل پاتې کېدو سبب ګرځي، کله چې مغز له دې څخه لا چاره کېږي، چې د کومې پوښتنې ځواب ورکړي، په ذهن کې د معلوماتو هماغه برخه پیاوړې کوي او په ډېر ځواک سره یې یادوي، تر څو ډېر کم هېر شي .

۷ ـــ له خپلو تېروتنو څخه درس واخلئ :

له تېروتنه کولو څخه مه وېرېږئ، لږې نمرې تل بدې نه دي، له تاسو سره مرسته کوي، چې خپل کمزوري ټکي وپېژنئ . حتا کله وخت فکر کوو، چې په یوه درسي بحث باندې په بشپړه توګه تسلط لرو، هغه پوښتنې چې موږ وننګوي او حل یې نه شو کړای، موږ ته دا را زده کوي، چې لا هم د زده کولو له پاره ډېر څه شتون لري . په دې اساس کله چې له خپل ښوونکي څخه د آزموینې پاڼه اخلئ، هغه لرې مه غورځوئ، بلکې په خپلو تېروتنو باندې تمرکز وکړئ او لامل یې پیدا کړئ، تر څو په بل پړاو کې یې حل کړئ .

۸ ـــ د ځان له پاره د آزموینې شرایط برابر کړئ :

تر ټولو غوره کار، چې کولای شئ د آزموینې د چمتووالي له پاره یې ترسره کړئ، داده، چې ځان ته د آزموینې شرایط برابر کړئ، کتابونه، کتابچې، یاد دښتونه او نور … له ځانه لرې کړئ، وخت تنظیم کړئ او د آزموینې د نمونه یي پوښتنو په ځوابولو پیل وکړئ، حتا که چېرې د کومې پوښتنې په ځواب هم نه پوهېدئ، کتاب مه پرانیزئ، هڅه وکړئ، چې د ټاکل شوي وخت تر پایه د پوښتنو پاڼه له ځان سره ولرئ، په دې ډول د رښتینې آزموینې له پاره ځان چمتو کوئ .

۹ ـــ درس ته له ورځني ژوند سره تړاو ورکړئ :

بسنه نه کوي، چې یوازې په درسونو باندې مرور وکړئ او آزموینه ورکړئ، د دې له پاره، چې یوه درسي موضوع په ښه توګه زده کړئ، نو اړینه ده، چې له هغې څخه په ورځني ژوند کې کار اخیستل زده کړئ، هڅه وکړئ، چې درسي مطالبو ته رښتیني مثالونه او دلیلونه پیدا کړئ، هڅه وکړئ، داسې مثالونه پیدا کړئ، چې  ستاسو له درسي بحث سره تړاو ولري او خپل زده کړي څیزونه په عملي بڼه تمرین کړئ .

۱۰ ـــ خپلې لېوالتیاوې وڅارئ :

حتا تر ټولو غوره زده کوونکي له ټولو درسي موضوعاتو سره مینه نه لري . بالاخره هرڅوک له یوې موضوع سره مینه لري . هڅه وکړئ، چې خپل د خوښې وړ درس کې تر ټولو غوره فعالیت څرګند کړئ، خو که چېرې فکر کوئ، چې ډېری درسونه تاسو ته په زړه پورې نه دي او نه مو جذبوي، خواشیني کېږئ مه، هڅه وکړئ، چې د ځینو څیزونو په وسیله د ځان له پاره انګېزه را منځته کړئ، کله وخت موضوع پورې اړوند د یوه فلم کتل . د یوه ازمېښت یا عملي کار ترسره کول، کولای شي د هغې موضوع په اړه په تاسو کې مینه او لېوالتیا را منځته کړي، کومه چې مخکې مو فکر کاوه، نه مو خوښېږي .

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب