د داود خان اووه کلن اقتصادي پلان او د ثور کودتا

د داود خان اووه کلن اقتصادي پلان:

دافغانستان دجمهوري دولت يو مهم اقدام د دولت د اوه کلن اقتصادي پلان جوړول و، چې دغه پلان په ١٩٧٦ز کال کې پيل او په ١٩٨٣ز کال کې پاى ته رسيده، په دغه پلان کې (٤٦٠٠) ميلونه ډالر پانگه په نظر کې نيول شوې وه، چې دپلان په پاى کې (٢٥٠٠) ميلونه ډالر عايد هېواد ته عرض کولاى شول. لاندې هېوادونو په دغه پلان کې دافغانستان سره مرسته کوله: ايران (١١٤١) ميلون ډالره، شوروي اتحاد (٥٧٠) ميلونه ډالره، سعودي عربستان (٦٣) ميلونه ډالره او ځينو نورو هېوادونو هم دافغانستان سره دمرستو وعده کړې وه. نوموړى پلان دکاغذ پرمخ له مخکينيو پلانونو څخه معقول او مکمل و، ځکه چې پدې پلان کې دنمايشي پروژو څخه صرف نظر شوى و او تمويل کوونکي منابع يې موثقې او د ډاډ وړ وې، خو ددې پلان تطبيق په دولتي اداره کې دپلان دتطبيق ادارې ناتواني او له حده څخه زياته اندازه په بهرنيو قرضو او مرستو باندې اتکاء درلوده، په ټولنيز پرمختيايي پروژو کې صنعت ته دلومړيتوب حق ورکړل شوى و، دنوموړي پلان ټول پيشبيني شوې پانګه په افغانيو ١٧٤،٤٢ مليارده وه، چې ددې جملې څخه ٦٢،١ مليارده (٣٦،١%) صنعت، کانونو او انرژى ته، ٣١،٥٠% مواصلاتو لپاره، ٧،٤%، دکرنې او اوبولګولو چارو ته او (٦)% ، ټولنيزو خدمتونو ته ځانګړې شوې وه.

د ١٣٥٥ ل کال دپرمختيايې لګښت لپاره (٨٨٨٠) ميلون افغانۍ او ١٣٥٦ل کال کې بهرنى پور (٣٠٠) ميلونه ډالرو ته رسېده، چې دهغې جملې څخه (٧١،٢) ميلونه ډالره ايران، ٦٣،٩ ميلونه ډالره شوروي اتحاد، ٢،٣٠ميلونه ډالره دنړيوال بانک پرمختيايي اداري، ٣،٢٦ميلونه ډالره داسياپرمختيايي بانک، ١٧،٢ميلونه ډالره لويدېځ المان مرسته کړې وه، چې ٤١% پانګه د ١٣٥٦ل کال په اوږدوکې دصنعت او انرژۍ په برخه کې مصرف شوه. په ١٣٥٢ل کال کې دپانګې اچونې قانون جوړ شو او په هېوادکې يو شمېر کوچنۍ فابريکي هم جوړې شوې، دوخت په تيرېدوسره ٢٠٠ وړې او غټې فابريکې جوړې شوې چې ٤٠ زره کارګرانو په کې کار کاوه.

په اوه کلن اقتصادي پلان کې لومړى دښوونې او روزنې په ډګر کې لومړنيو، منځنيو او ليسو په کچه ښوونځيو جوړول، په هرات کې دپوهنتون تاسيس او د ننګرهار پوهنتون پراختيا په پام کې نيول شوې وه، دينې مدرسې چې تر دغه مهاله په شخصي ډول د خلکو لخوا اداره کېدلې، دپوهنې وزارت پورې اړه ونيوه، دسواد زده کړې کورسونه هم جوړ شول. دهېواد په مختلفو سيمو کې دسرکونو اسفالت ته اقدام وشو، دمزارشريف، شبرغان ، ميمنې او هرات دسرکونو په کار پيل وشو، د اوسپنې پټلۍ سروې چې د هرات څخه ترکندهار او کابل پورې، دلښکرګاه څخه دايران ترسرحد پورې او د کندهار څخه تر سپين بولدک پورې او د کابل څخه د لوګر د عينک دميسو تر کان پورې او دک ابل څخه ترحاجي ګک د اوسپنې کان پورې غزول کېدې او ټول ١٨١٠کيلومتره کېده تکميل شوې وه او هغه سرک چې کابل يې دهزاره جاتو دلارې دهرات سره وصل کاوه کاريې پيل شوى و.

د اوه کلن اقتصادي پلان په پايله کې ٨٣ زره هکتاره ځمکه دزراعت لپاره اماده کېده. دهېواد هوايي ترانسپورت په برخه کې دلوګر په نړيوال هوايي ډګر علاوه لس نور واړه هوايي ميدانونو جوړيدل په نظر کې نيول شوي و. پدغه پلان کې په نظر کې نيول شوې و، چې د لګښتي موادو يو شمېر فابريکې لکه د ټوکر جوړولو قند جوړولو، سمينټ جوړولو او داسې نورو نړيوالو ټولنو په مالي مرستو او پور باندې جوړ کړاى شي او بنسټيز صنعت لکه: دبرېښنا، نفتو او دډبرو دسکرو صنعت به پراختيا ومومي. دايران حکومت د خپلې ژمنې له مخې لس ميلونه ډالر د بې بديله مرستې په بڼه دپام وړ پروژو دسروې او جاجونې په غرض د افغانستان حکومت په واک کې ورکړې، د اوسپنې پټلۍ غځولو او د لښکرګاه او زاهدان ترمنځ د سرک دتيرولو دکار څېړنه او ارزونه چې ټاکل شوې وه، دنوموړي دولت په مرسته به جوړېږي له همدې مدرک څخه په پلان کې تر لاس لاندې ونيول شو.

په ١٩٧٤م کال سردارمحمدنعيم خان شوروي اتحاد ته سفر وکړ، چې ددغه سفر په نتيجه کې شوروي اتحاد د افغانستان سره د نورو مرستو وعده وکړه، ١٩٧٤ م کال د نومبر په مياشت کې د امريکا خارجه وزير هندى کسلجر کابل ته سفر وکړ او امريکا هم د محمدداودخان د جمهوري دولت سره ډيره مرسته وکړه، په ١٩٧٨م کال سردارمحمدداودخان دليبيا، يوګوسلاويا، هند، پاکستان، کويټ، سعودي عربستان او مصرهيوادونو ته سفرونه وکړل، چې په هر هېواد کې يې د مرستو غوښتنه منل کېده. سردارمحمدداودخان علاوه دپورته يادشوي هېوادونو يو شمېر نورو هېوادونو څخه هم مرسته ترلاسه کړه.په ١٣٥٥ل کال يې چکسلواکياڅخه ٨،٢٦ميلون ډالره، د يوګوسلاويا د انکارشرکت لخوا ٢٣٨،٦٦٠ميلون ډالرو په ارزښت دځينو فابريکو جوړولو وعده اخيستې وه.

پر اقتصادي پلان د ثور کودتا اغيزې:

د سردار محمد داودخان لخوا اوه کلن پلان يوه خورا لويه پروژه وه، چې د ثور اوښتون يې مخه ډب کړه. پدغه پلان کې دصنعت او کرنې پرمختګ، دسرکونو او داوسپنې دلارو جوړول، دکانونو ايستل، سوداګرۍ لپاره داسانتياوو برابرول، دينې مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو جوړول ، دښځو دژوند دښه کولو لپاره موسسې، دبې سوادۍ کورسونه جوړول په پام کې نيول شوي و. که چېرې دغه پلان په بشپړه توګه عملي شوى واى نو په پوره باور سره به زمونږ په ټولنه کې دخلکو دژوند په سطحه کې بدلون راغلى واى،خو متاسفانه کمونستي کودتا د ياد پلان پر عملي کېدا کې يو لوى خنډ شو. د ثور خونړۍ کودتا چې د افغانستان د ويجاړۍ پيل بلل کېږي، د داودخان خان اووه کلن اقتصادي پلان يې چې د عملي کېدو چارې يې پيل شوې وې، نيمګړى پرېښود او په هېواد کې داسې ناورين پيل شو، چې تر اوسه يې اقتصادي، سياسي، ټولنيزې او کلتوري اغيزې پر ځاى پاتې دي.

ماخذونه:
١-محمدکريم عطايي ((شهيدسردارمحمدداودخان او د چنگاښ د ٢٦مې نيټې پاڅون))،
٢-عبدالصمد غوث ((د افغانستان سقوط))،
٣-عبدالغفار فراهي ((افغانستان د ديموکراسۍ په کلونو کې))،
٤-مستعلي خان نيازى (دسردارمحمدداودخان سياسي ستونزې)).

صفت الله خالد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب