د خولې د سوخت پر وخت لومړی څه وکړو!!

کله کله انسان ډېر وږی او خواړه ډېر تاوده وي، بس له واره يې خولې ته کړي او بيا نو په رڼا ورځ ورباندې د اسمان ستوري وشمېږي.

که تاسې هم کله کله له دغسې پېښې سره مخ کېږئ او خوله مو سوځي، نو داسې يې علاج وکړئ.

تر هر څه وړاندې که ایس‌کریم په لاس درغلل، تر ټولو ښه درمل دي، بس سم‌له‌لاسه یې خولې ته کړئ، نه یوازې دا چې د خولې د سوځېدلې برخې د نور خرابېدو مخه نيسي، بلکې سم‌له‌لاسه مو درد هم اراموي.

که ایس‌کریم مو ژر پیدا نه کړ، بیا د خولې مينځلو له درملو یا ماوت واش څخه ګټه پورته کړئ.

دا محلول هم ژر ارام در کولای شي.

که چېرې مو ماوت واش هم پیدا نه کړ، یو جوس ژر پر سر واوړوئ، يا يوه مېوه خولې ته کړئ.

خو پام مو اوسه که مو خوله سوځېدلې وي، نو تروه او تاوده خواړه مه خورئ

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب