د حیض او یا هم د نِفاس لرونکو مېرمنو لپاره دسهار تر آذان وروسته وخت پورې د غسل د ځنډولو حکم؟

که چېری یوه مېرمن د حیض او یا د نفاس په بیمارۍ کې وي خو خپل طُهر د سهار له آذان څخه وړاندی وویني او نشي کولی چې د سهار له آذان څخه وړاندی غسل وکړي. اوس که چېری وغواړي چې روژه ونیسي [ یا هم د روژې په مبارکه میاشت کې وي] ؛ نو په دې صورت کې پرې واجب دي چې خپلې روژې ته دې ادامه ورکړي، په داسې حال کې چې اوس پاکه شوېده او خپل غسل دې د سهار د لمانځه لپاره د آذان کولو څخه وروسته وکړي، خو مهمه دا ده چې خپل غسل دی د لمر تر ختلو پوری نه ځنډوي ( تر څو لمونځ ترې قضا نشي او مخکې له لمر ختلو څخه دی غسل وکړي).

اوس که چیرې صورت حال داسې وي چې یوه مېرمن غرمه مهال له ( حیض یا نفاس ) څخه پاکه شي؛ نو په دې صورت کې دې آغلې مېرمنې ته ښايي چې خپلې روژې ته د ورځې په پاتې برخه کې ادامه ورکړي او بیا دې وروسته د دې ورځې قضايي روژه هم راوګرځوي.

ليكنه: فضل الله ممتاز

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب