د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوې ۵

٦١:- پوهه چي ګټه و نه کړي د هغي خزانې په ډول دئ چي مصرف نه وي ځنى سوى.
٦٢:- څوک چي د علم زده کړه کوي ملائکي ئې تر قدمو لاندي وزرونه غوړه وي.
٦٣:- پوه دخيره کړئ ، نورو ته ئې ور زده کړئ او له فقه ګټه واخلئ. په ناپوهي کي مه مرئ چي الله پاک جل جلاله د ناپوهانو عذر نه مني.
٦٤:- علم د ښکار په څېر دئ او ليکل ئې لومه په پښو کي ده.
٦٥:- پوهه د نيکۍ ګاڼه ده.
٦٦:- ادب غوره او نېک اخلاق دي.
٦٧:- مينه سترګي ړندوي او غوږونه کڼوي.
٦٨:- ډېر هوښيار خلک هغه څوک دي چي د ناپوهانو څخه ليري تښتي.
٦٩:- ډېر بې ميله خلک د پوهانو په پرتله د هغوى ګاونډيان دي.
٧٠:- چا چي له تا سره اړيکي پرېکړي ته ئې ورسره و موښلوه او چا چي درسره بد وکړل ته ورسره ښه وکړه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب