د حضرت عمر رضی الله عنه د بيت المال څخه تنخوا

حضر عمر  رضی الله عنه  هم تجارت کاوه کله چي خليفه مقرر سو نو دبيت المال څخه په دې ډول تنخوا ورته مقرر سوه چي ده ټول خلګ راټول کړه او پوښتنه يې ځني وکړه چي تاسو ته معلومه ده چي ما تجارت کاوه اوس چي تاسو په دې کار اخته کړم نو زما د ګزارې ذريعه به څشي وي؟ خلګو بيلي ، بيلي اندازې دده دتنخوا لپاره وښودلې حضرت علي کرم الله وجهه چوپ ناست و ده مبارک پوښتنه ځني وکړه چي تاسو څه نظر لرئ؟ حضرت علي کرم الله وجهه وفرمايل: زما په آند چي منځنۍ تنخوا مقرره سي ښه به وي چي ستا او ستا داولادو لپاره کافي وي حضرت عمر  رضی الله عنه  هم دغه نظر خوښ کړى او دده لپاره منځنۍ عايشه (تنخوا) مقرره سو. ددې مجلس څخه وروسته په يوه مجلس کي چي حضرت علي  رضی الله عنه ، حضرت عثمان  رضی الله عنه ، حضرت زبير  رضی الله عنه  او حضرت طلحة  رضی الله عنه  هم پکښي موجود وه د حضرت عمر رضی الله عنه د تنخوا  خبره راغله دوى وويل: چي د عمر  رضی الله عنه  تنخوا بايد زياته سي ځکه هغه په يوه تنګ حالت کي ژوند تېروي مګر ددې همت خو چا نسواى کولاى چي عمر  رضی الله عنه  ته ووايي چي ستا تنخوا دي زياته سي نو دوى حفصة رضی الله عنها را وغوښتل چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم    بي بي هم وه او د عمر  رضی الله عنه  لور هم وه و حفصې رضی الله عنها ته يې وويل: چي ته و عمر  رضی الله عنه  ته دا خبره وکړه او زموږ نومان تر هغه وخته مه ورښيه چي دده نظر نه وي درته معلوم سوى حضرت حفصة رضی الله عنها د عمر رضی الله عنه  په خدمت کي حاضره سوه او ددوى خبره يې ورته وکړه د حضرت عمر  رضی الله عنه  په مخ کښي د غصې او درد نښي ښکاره سوې او بيا يې ددې څخه ددغه کسانو د نومونو پوښتنه وکړه  حضرت حفصې رضی الله عنها ورته وويل: چي لومړى ستاسو نظر راته معلوم سي بيابه يې نومونه درته وښيم حضرت عمر رضی الله عنه  ورته وويل که ماته ددوى نومان معلوم سي نو مخونه به يې وربدل کړم يعني دومري سزاوي به ورکړم چي په مخو کښي به يې نښي معلومي سي بيا يې ورته وويل:  اي حفصې! درسول الله  صلی الله علیه وسلم  تر ټولو ښه جامه ستا په کور کښي څه شي وه؟ حفصې رضی الله عنها ورته وويل: دوې ګيردي رنګه جامې وي چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  به د جمعې په شپه يا ورځ  او يا به يوه ډله خلګ راتله ده مبارګ به اغوستي بيا يې پوښتنه ځني وکړه چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  تر ټولو ښه خوراک کوم خوراک کړى دئ ؟ دې مبارکي وويل: چي زموږ خوراک د اوربشو ډوډۍ وه يوه ورځ مو د غوړو د ټيم لاندي پاته سوې برخه پر ډوډۍ وموږله  نونبي  صلی الله علیه وسلم  په خپله په ښه خوند سره وخوړله او په نورو يې هم وخوړله بيا عمر رضی الله عنه  پوښتنه وکړه چي ستا په کور کي دنبي  صلی الله علیه وسلم  ښه بستره څنګه وه؟ حفصې رضی الله عنها ورته وويل يو غټ ټوکر و چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم   به په ګرمۍ کښي غبرګ هواراوه او په ژمي کښي به يې نيمه خوا لاندي او نيمه خوا به يې سر بېره پر ځان واچول.

عمر  رضی الله عنه  وويل: اي حفصې! هغو خلګو ته دا خبره ورسوه چي نبي  صلی الله علیه وسلم  خپل طرز العمل يوه اندازه مقرر کړى و او دآخرت په اميد يې بس والى کړى و زه به هم د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  تابعداري کوم زما او زما ددوو ملګر و يعني رسول الله  صلی الله علیه وسلم  او حضرت ابوبکر  رضی الله عنه  مثال داسي دئ لکه درې ملګري چي پر يوه لاره روان وي لومړى يو کس د ځان سره توښه واخلي او مقصد ته ورسيږي بيادوهم کس دهغه اول ملګري تابعداري وکړي او ورپسي ورسيږي بيا دريم کس تلل شروع کړي او س نو که زه ددوى پر لاره ولاړ سم نو ددوى سره به يو ځاى سم او که مي لاره بدله کړه نو هيڅ کله به ددوى سره يو ځاى نسم. ([1])

فايده:  داده هغه سړى دژوندانه حال دئ چي ددنيا پاچهان به ځني وېرېدل او رپيدل څومره  زاهدانه او سپېڅلي ژوند يې کاوه.

يوه ورځ يې خطبه ويل لونګ يې ددوولسو پينو څخه جوړ وو او يوه پينه د څرمني پکښي وه.

يوه ورځ په خطبه کي څه ځنډوالى راغلى کله چي دى  راورسېدئ نو معذرت يې وغوښتى او وې ويل: زما څخه پر کالو مينځلو وخت تېر سو او ددې څخه پرته مي نور کالي نه درلوده.([2])

يوه ورځ  حضرت عمر  رضی الله عنه  ډوډۍ خوړله غلام (مريى) ورته راغلى او ورته وې ويل: چي عتبه بن ابي فرقد راغلى دئ  ده مبارک د دننه راتلو اجازه ورکړه کله چي عتبه بن ابي فرقد راغلى نو عمر  رضی الله عنه  د ډوډۍ خوړلو ست ورته وکړ‌ى ده هم ډوډۍ خوړل پيل کړل هغه ډوډۍ داسي زيږه وه چي ده نسواى تېرولاى نو عتبه بن ابي فرقد ورته وويل : چي تاسو ته دميده اوړو ډوډۍ هم رسېدلاى سي عمر رضی الله عنه  وويل:  ايا ټول مسلمانان دميده اوړو ډوډۍ خورې؟ عتبه بن ابي فرقد ورته وويل: يا ټوله يې نه خوري. عمر  رضی الله عنه  ورته وويل: افسوس ته غواړي چي زه ددنيا خوندونه په ژوند کي خلاص کړم.([3])

ددې ډول څخه په سوونو  نه، په زرګونو  نه بلکي په سلهاوو زرونه د مبارکو اصحابو رضی الله عنهم  پېښي سته .

ددوى مبارکانو تابعداري  نه اوس کېداى او نه هر چا ته  په کار ده ځکه قوتونه کم دي هر څوک يې نه سي پورته کولاى همدا وجه ده چي زموږ دوخت د تصوفو بزرګانو دداسي تکليفونو ايستلو اجازه نه ورکوي ځکه قوتونه تر پخوا کم دي هسي نه چي ضعف راسي . خو ددغه مبارکو انسانانو داتباع هيله کول ضروري ده او لږ تر لږه  په استراحت کي يو څه کمي راولئ .

کښته او پورته وګورئ  او ددې زمانې مطابق يو ميانه ژوند اختيار کړئ بدبختانه زموږ خلګ ددنيا په خوندونو کي زياتوب کوي او تر ځان وزيات مالداره او شتمن ته ګوري او په دې افسوس کي مري چي فلانکى سړى تر ما زيات مالدار دئ.

مأخذ: د اصحابو قصي.

([1] ) اشهر

([2] ) اشهر

([3] ) اُسد الغابة

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب