انبیاء ع

د حضرت ابراهيم علیه السلام وفات

د ابراهیم ع عمر او وفات

د صحيحو روايتونو له مخي حضرت ابراهيم علیه السلام  د ١٧٥ کالو په عمر وفات سو کله چي دى الهي رحمت ته وصل سو نو زامنو يې په مغاره المکفيلة کي خاورو ته وسپارئ دا هغه ځاى دي چي ساره رضی الله عنها په همدغه ځاى کي خاورو ته سپارل سوې وه . دا هغه ځاى دئ چي دفلسطين په الخليل کي ځاي کي واقع دئ دغه ښار چي اوس په الخليل سره ياديږي پخوا دغه ښار په اربع سره يادېده . اسماعيل علیه السلام  ١٣٧ کالو په عمر وفات سو دهغه ډبري وڅنګ ته خاورو ته وسپارل سو چي دمکې مکرمې سره په څنګ کي پرته وه او په همدغه ځاى کي هاجره رضی الله عنها هم وفات سوې ده.
صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم  الدين
ماخذ: د نبوت او انبیاوو تاریخ د کتاب څخه په لنډیز
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: