علم حدیث

د حدیث ډولونه| علم حديث ۲

 علم حديث په دوه ډوله دی:

۱- علم حديث باعتبار درايت : هغه علم دی چې د حديث د متن او سند له احوالو او څرنګوالي د قبول او رد په لحاظ سره بحث کوي .

۲- علم حديث باعتبار روايت : هغه علم دی چې د هغه په وسيله د رسول الله صلی الله عليه وسلم اقوال ،افعال ،تقريرات او صفات پيږندل کيږي . 

علم حديث باعتبار درايت ته د حديث د علماؤ په اصطلاح کې علوم حديث يا مصطلح الحديث يا اصول الحديث هم وايي دا څلور واړه علم درايت ، علوم الحديث ،مصطلح الحديث او اصول حديث يو مفهوم لري د قواعدو او مسائلو هغه مجموعه ده كوم چې د راوي او مروي د احوالو له څرنګوالې څخه بحث کوي .

علم حدیث ( علم رایت):

د علم حديث په بحث کې زمونږ همدا علم درايت چې د روايت له احوالو څخه بحث کوي تر څيړنې لاندې نيسو: 

د روايت له مخې احاديث په بېلابېلو برخو ويشل شوی دي چې په مختصر ډول لاندې ذکر شوی چې وروسته ان شآء الله هره برخه جلا وڅيړل شي .

د حديث اقسام :

د قبول او مردود له مخېد سندونو د شمير له مخېچاته د منسوب له مخې
مردودقبولاحادمتواتر
په راوي د ضبط او حفظ د اعتراض له مخېپه راوي د عدالت د اعتراض له مخېد اسنادو څخه د راوي قطع له مخېالصحيحالمشهوراللفظيالقدسي
الحسنالعزيزالمعنويالمرفوع
المدرجالموضوعالمعلق الغريب الموقوف
المقلوبالمتروکالمرسل   المقطوع
المضطرفالمنکرالمعضل    
المصحفالمطروحالمنقطع    
 جهالة بالراويالمدلس    
 المضعف   

چا ته د منسوب له مخې په څلور ډوله دي :

۱- حديث قدسي ۲- حديث مرفوع ۳- حديث الموقوف ۴- حديث المقطوع

د سندونو د شمير يا مونږ ته د رارسيدو له مخی عموماً په دوه ډوله دي:

۱- متواتر ۲- احاد

احاد حديث يا خبر بيا په مشهور – عزيز – غريب ويشل شوی دي

د قبول او رد يا صحيح او ضعيف له مخې په دؤ برخو ويشل شوی دي :

۱- قبول ۲ – مردود

قبول بيا په صحيح او حسن سره ويشل شوی دي او مردود بيا په دريو ګروپو ويشل شوي دي لکه :

۱- د راوي د انقطاع له مخې چې :

په معلق – مرسل – معضل – منقطع – مدلس ويشل شوی دي

۲- په راوي باندې د عدالت د اعتراض له مخې :

چې په موضوع – متروک – منکر – مطروح – جهالت بالراوي يا مبهم – مضعف ويشل شوی دي

۳- په راوي باندې د ضبط او حافظې د اعتراض له مخې : چې په  مدرج – مقلوب – مضطرب – مصحف ويشل شوی دي

او همدارنګه د بدعت له وجې مردود حديث دی .

چې دا به هر يو ان شآء الله وروسته و څيړل شي

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: