د حج پر مهال خپل شهوت سړول حکم؟
پوښتنه:
لکه څرنګه چی په روژه کی که یو کس خپل شهوت د لاس په وسیله پوره کوی چی البته یو حرام عمل هم دی، پداسی حال کی چی روژه یي هم په خوله وي نو په هغه باندی کفاره نشته مګر قضاء شته ، نو زما پوښتنه دی ته ورته د حج د مراسمو د اداکولو په وخت کی که یو کس د فرضي طواف نه مخکی خپل شهوت د لاس په وسیله پوره کړي او یا که یو کس د تمتع حج نیت کړې وي یعنی دغه کس عُمره وکړه او خپل ویښتان یي لنډ کړل نو بیا دوه یا دری ورځی وروسته دا ناوړه عمل ترینه وشوؤ بیا په اتم د ذوالحجة چی باید طواف اوسعی دی صفا او مروة تر مینځ وشي دغه کس طواف او سعی وکړل او سهار وختي منی شريفی ته ولاړ او په همدی ډول یي عرفات، جمرات، قرباني، طواف فرضي او حج ته یي خاتمه ورکړه نو آیا پدی کس باندی دم واجبیږی او یا به له سره حج کوي او که څه حکم لري؟
ځواب : په دې اړه دسعودی عربستان د پیاوړي عالم الشیخ ابن باز رحمه الله فتوی داسې ده چې دایوه ګناه ده او الله ته توبه اوباسئ او نور هیڅ هم نشته او حج یې صحیح دي.
خو دځنې علماوو فتوی داده چې حج یې صحیح دی ولې ده یو غلط کار کړی نو الله ته به توبه اوباسي او په دې درې کارونو کې به یو کار کوي :
۱ – یابه درې ورځې روژه نیسي.
۲ – یابه شپږ مسکینانو ته د یو وخت خواړه ورکوي چې علماؤ نیم صاع دخوراک تعین کړی (تقریبا یوه نیمه کیلو).
۳ – او یا به یو دم (پسه) حلالوي خو دا څاروي به په مکه کې حلالیږي او غوښه به یې هم هلته پر غریبانو ویشل کیږي.
چې همدا دوهم قول داحنافو رایه ده.