د حج مکمل بیان او مسایل

مشهور محقق اودحنفي مذهب خور انوموتی عالم (علامه زین ابن نجیم ) رح دکنزالدقایق په څیړیزه شرح(البحرالرایق )لومړي جلدکې داسې کاږې چې :(اعلم ان مدار الدین متعلق بالاعتقادات والعبادات والمعاملات والمزاجر والآداب ……)دحنفي فقه ددې علامه دڅیړنې په بنسټ داسلامي دین ګردې چارې پدې پنځوبنسټونو راڅرخي ،چې هغه عقاید، عبادات معاملات ،عقوبات یاحدود او آداب دي ،زین ابن نجیم رح ددې اجمال دتفصیل پر وخت کاږې چې :اعتقادات پنځه دي ( په الله (جل جلاله ) ایمان ،په ملایکو،په کتابونو،په رسولانو اودقیامت په ورځ باندې ایمان راوړل دي ،عبادات هم پنځه ډوله دي : لمونځ ،زکات ،روژه حج او جهاد،معــــاملات هم پنځه قسمه دي : مالي معاوضات ،مناکحات ،مخاصمات ،امانات او ترکات ، مزاجریاسزاګانې هم په پنځه ډوله دي :یوه مزجره دقتل نفس ،مزجره دمال اخستلو ،مزجره دهتک الستر ،مزجره دهتک العرض اومزجره دقطع البیضه ، او آداب بیا په څلور قسمه دي : اخلاق ،شیم حسنه ،سیاسات او معاشرات …..)که دالله نصرت راسره مل وو،نو ګام په ګام به ددین ددې پورته ذکرشویو شعبوڅخه دخپلې وسې سره سم هغه مباحث د(شهامت) په وزینې مجلې کې پرله پسې تر تحقیق او څیړنې لاندې نیسو،چې نن سبا یې اړتیا ډیره اومزیدې سپړنې ته اړ وي ،دا بیا داسې خورا ارزښتنمن فصلونه دي ،چې دانساني ژوند له ټولو اړخونوسره اړیکه لري، بلکې په ټولیزه توګه به ووایوچې دانسان نیکمرغه معیشت په همدې شمیرل شویو اساساتوولاړ دی ،چې دیوه الهي دین په صفت اسلامي شریعت دې ټولو مواردوکې ځانګړې لارښوونې اواصول لري او په عملي کولو سره یې مسلمان مکلف وي .

داچې دحج ورځې شپې دي ،او دحجاز و یثرب له قافلوسره دالله (جل جلاله )  دکعبې ډیری میینان اودرسول الله (صلی الله علیه وسلم ) دزیارت عاشقان په تلو دي ، نو دبلاغت فی البحث غوښتنه همداوه ،چې پر نورو ارکانودعباداتو او په عباداتو کې دحج په ځینو مهمو مسایلو بحثونو ته لومړیتوب ورکړل شي .

دتحقیقي مباحثوپه دې لړکې به انشاءالله تعالی کوشش کوو،چې داړونده فصلونوڅخه هغه مسایل تر څیړنې لاندې ونیسو،چې هغه شننې ته نن سباډیر ضرورت لري او په ورځني ژوندکې ورته دخلکو اړتیا ډیره وي ،دلته چې تحقیق کوو،نودنورو څلورګونو مذاهبواقوال به هم له استدلالاتوسره مله راوړواوتشریح به پکې کووانشاءالله تعالی !

ددې ګڼې څیړنه کې به داعنوانونه تر بحث لاندې ونیسو:

حج څه ته وایې ؟ ،

حج کوم فضیلت لری ؟،

دحج دفرضیت دلایل   ،

دحج ټاکلې میاشتې :

دحج اداکول علی الفور(دمګړۍ) فرض دي که علی سبیل التراخي ؟

آیا پرماشوم حج شته ؟

آیایوڅوک دبل چاپه عوض هم فرضي یا نفلي حج کولای شي ؟

دعربي ژبپوهانودتحقیق له مخې د(حج )په (حاء)تورې فتحه اوکسره دواړه باک نلري ،خو په دومره توپیرچې فتحه یې مشهوره او کسره یې نامشهوره ده ،کله چې (حج)په فتحې د(حاء) سره ومنو،نوبیا یې معنی محض قصد یا اراده ده، ځینې محققین ژبيوهان بیا وایې ،چې په فتحې دحاء سره (حج )دیوه خورا لوی او سپیڅلې ځای ارادې ته ویل کیږي ،خومشهوره معنی یې لومړنۍ ده ،او(تاج العروس فی الماده )کې یې پر ( حا ء)دکسرې لغت هم رانقل کړی ،چې هلته بیاداسم یا دحج دنوم په معنی دی اوکه دکسرې په صورت کې ورسره مدوره (تاء) هم راشي ،نو یو کرت حج کولوته وایې ،لکه پدې عبارت کې چې (الْحَجُّ : بِفَتْحِ الْحَاءِ وَيَجُوزُ كَسْرُهَا ، هُوَ لُغَةً الْقَصْدُ ، حَجَّ إِلَيْنَا فُلانٌ : أَيْ قَدِمَ ، وَحَجَّهُ يَحُجُّهُ حَجًّا : قَصَدَهُ . وَرَجُلٌ مَحْجُوجٌ ، أَيْ مَقْصُودٌ . هَذَا هُوَ الْمَشْهُورُ .

وَقَالَ جَمَاعَةٌ مِنْ أَهْلِ اللُّغَةِ : الْحَجُّ : الْقَصْدُ لِمُعَظَّمٍ .

وَالْحِجُّ بِالْكَسْرِ : الاسْمُ . وَالْحِجَّةُ : الْمَرَّةُ الْوَاحِدَةُ ، وَهُوَ مِنَ الشَّوَاذِّ ، لأَنَّ الْقِيَاسَ بِالْفَتْحِ (1)

خو دشریعت په اصطلاح کې حج یوه ځانګړي ځای ته (کعبه شریفه اوعرفات )په خاص وخت کې (دحج میاشتوکې )دځانګړیو اعمالو دترسره کولو لپاره (چې هغه طواف ،وقوف او سعی ده )په مخصوصو شرایطوسره اراده کول دي ،لکه چې همدا مفهوم دفتح القدیراو نوروفقهي کتابونو داسې افاده شوي :

تَعْرِيفُ الْحَجِّ اصْطِلاحًا : الْحَجُّ فِي اصْطِلاحِ الشَّرْعِ : هُوَ قَصْدُ مَوْضِعٍ مَخْصُوصٍ ( وَهُوَ الْبَيْتُ الْحَرَامُ وَعَرَفَةُ ) فِي وَقْتٍ مَخْصُوصٍ ( وَهُوَ أَشْهُرُ الْحَجِّ ) لِلْقِيَامِ بِأَعْمَالٍ مَخْصُوصَةٍ وَهِيَ الْوُقُوفُ بِعَرَفَةَ ، وَالطَّوَافُ ، وَالسَّعْيُ عِنْدَ جُمْهُورِ الْعُلَمَاءِ ، بِشَرَائِطَ مَخْصُوصَةٍ يَأْتِي بَيَانُهَا کما فی ….. بتصرف يسير عن فتح القدير للكمال بن الهمام وزيادة السعي 2 / 120 ، الاختيار 1 / 139 ، والشرح الكبير للدردير على مختصر خليل 2 / 2 ، ومغني المحتاج 1 / 459 ، وشرح منتهى الإرادات 1 / 472 ، والتعريفات ص 82)

دحج فضیلت

قَالَ اللَّهُ تَعَالَى : { وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الأَنْعَامِ . . . فکلوا منهاوأ طعموا البائس الفقیر} (سورة الحج / 27 ـ 28 . )

ترجمه :اوغږوکړه (ای ابراهیمه )په خلکوکې دحج (داداکولو)لپاره ،چې راشي (حاجیان )   تاته پلي اوسپاره، په هر ډنګر اوښ چې راځي (دا اوښان ) له هرې لیري لارې (ژورې لري ) څخه لپاره ددې چې حاضرشي (دغه خلک ځای ددنیوي اواخروي )ګټوخپلوته ،اوچې یاد کړي نوم دالله په هغو څوورځو(دلوی اختر)کښې چې معلومې دي په (ذبح د)هرحیوان چې ورکړی دی الله (جل جلاله ) دوئ ته له بي ژبوچارپایانوڅخه ،پس خورئ تاسوله هغې (غوښې)څخه اوخوروئ یې په بدحاله فقیر. .

وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ” مَنْ حَجَّ لِلَّهِ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ رَجَعَ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ . ” أخرجه البخاري ( الفتح 3 / 382 ـ ط السلفية ) ، ومسلم ( 2 / 983 ، 984 ـ ط الحلب) ژباړه :حضرت ابوهریره yروایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) فرمایې :چې چا دالله (جل جلاله ) لپاره حج وکړ(له حج نه پس یې )نه بدکاروکړاونه فسق ،دابه له حج نه بیرته ( یعنې له ګناهونونه به داسې پاک وي )کورته راستون شي ، لکه په کومه ورځ چې مور ږیږولی وي .

وَعَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : مَا مِنْ يَوْمٍ أَكْثَرُ أَنْ يُعْتِقَ اللَّهُ فِيهِ عَبْدًا مِنَ النَّارِ مِنْ يَوْمِ عَرَفَةَ ، وَإِنَّهُ لَيَدْنُو ثُمَّ يُبَاهِي بِهِمُ الْمَلائِكَةَ . . .” أخرجه مسلم ( 3 / 983 ـ ط الحلبي ) (3) وَمَعْنَى يَدْنُو : يَتَجَلَّى عَلَيْهِمْ بِرَحْمَتِهِ وَإِكْرَامِهِ . ژباړه :عایشه رضی الله تعالی عنها وایې چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل داسې کومه ورځ نشته چې زیاته وي ددې نه چې الله تعالی پکې خپل بندګان له اوره ازاد کړي دعرفې دورځې څخه ،اودا الله (جل جلاله ) را نږدې کیږې (دخپل رحمت اواکرام تجلی کوي پدوئ)بیاپه دوئ باندې دملایکومخکې فخرکوي…..

وَعَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : < تَابِعُوا بَيْنَ الْحَجِّ وَالْعُمْرَةِ فَإِنَّهُمَا يَنْفِيَانِ الْفَقْرَ وَالذُّنُوبَ كَمَا يَنْفِي الْكِيرُ خَبَثَ الْحَدِيدِ وَالذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ ، وَلَيْسَ لِلْحَجَّةِ الْمَبْرُورَةِ ثَوَابٌ إِلا الْجَنَّةُ ” (1) . ” أخرجه الترمذي ( 3 / 166 ـ ط الحلبي ) وقال : ” حديث حسن صحيح ” .ژباړه :عبدالله بن مسعودyفرمایې چې متابعت دحج اوعمرې تر منځ وکړئ ،ځکه دادواړه فقراو ګناهونه داسې له منځه وړې لکه دآهنګردبنۍ اورچې داوسپنې ،سرواوسپینوزروخیری او زنګ پاکوي ،اودحج مقبول بدله نشته مګرجنت دی .

وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ” الْحُجَّاجُ وَالْعُمَّارُ وَفْدُ اللَّهِ ، إِنْ دَعَوْهُ أَجَابَهُمْ وَإِنِ اسْتَغْفَرُوهُ غَفَرَ لَهُمْ ) . ” أخرجه ابن ماجه ( 2 / 966 ـ ط الحلبي ) ، وقال البوصيري : ” في إسناده صالح بن عبد الله ، قال البخاري فيه : منكر الحديث ” . ولكن له شاهد من حديث ابن عمر ، أخرجه ابن ماجه تلو حديث أبي هريرة ، يتقوى به

ژباړه :ابوهریره yفرمایې چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل چې حاجیان او عمره کوونکي دالله وفد (وفدونه)دي که دعا ورته وکړي قبولوي یې ،اوکه بخښنه ترې وغواړې نو بخشش ورته کوي .

< وَعَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا ، قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ : نَرَى الْجِهَادَ أَفْضَلَ الْعَمَلِ أَفَلا نُجَاهِدُ ؟ قَالَ : لا ، لَكِنَّ أَفْضَلَ الْجِهَادِ حَجٌّ مَبْرُورٌ ” أخرجه البخاري ( الفتح 3 / 381 ـ ط السلفية ) ، والنسائي ( 5 / 114 ـ ط المكتبة التجارية

ژباړه :حضرت عایشه فرمایې چې ما وویل چې یا رسول الله :مونږه جهاد ترټولو غوره عمل وینوآیامونږه جهاد ونکړو؟هغه (صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل چې نه ،لکن غوره جهاد مقبول حج دی .

وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ < رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سُئِلَ : أَيُّ الأَعْمَالِ أَفْضَلُ ؟ فَقَالَ : إِيمَانٌ بِاَللَّهِ وَرَسُولِهِ ، قِيلَ ثُمَّ مَاذَا ؟ قَالَ : جِهَادٌ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ، قِيلَ : ثُمَّ مَاذَا ؟ قَالَ : حَجٌّ مَبْرُورٌ ” أخرجه البخاري ( الفتح 3 / 381 ـ ط السلفية ) ، ومسلم ( 1 / 88 ـ ط الحلبي ) ژباړه :ابوه هریره yفرمایې چې له رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) نه پوښتنه وشوه چې کوم عملونه غوره دي ؟نوده (صلی الله علیه وسلم ) ورته وفرمایل چې په الله (جل جلاله ) اودهغه په رسول ایمان راوړل ،بیا چاوویل چې نو بیا کوم یو؟نوده (صلی الله علیه وسلم ) ورته وفرمایل چې دالله (جل جلاله ) په لاره کې جهاد کول ،بیاچاوویل چې بیا کوم یو؟نورسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ورته وفرمایل چې مقبول حج . (صلی الله علیه وسلم )

دحج دفرضیت دلایل :

حج داسلام له ارکانوڅخه پنځم رکن دی اوپه هر مکلف چې(( زاد اوراحله)) یعنې دتللوراتللو دبسنې پوره وسایل او استطاعت ولري ،په ټول عمر کې صرف یو ځل فرض عین دی ، ددې فرضیت په درې ګونوشرعي دلایلو( کتاب الله ،سنت الرسول او اجماع ) ثابت دی (الْحُكْمُ التَّكْلِيفِيُّ لِلْحَجِّ :

– الْحَجُّ فَرْضُ عَيْنٍ عَلَى كُلِّ مُكَلَّفٍ مُسْتَطِيعٍ فِي الْعُمُرِ مَرَّةً ، وَهُوَ رُكْنٌ مِنْ أَرْكَانِ الإِسْلامِ ، ثَبَتَتْ فَرْضِيَّتُهُ بِالْكِتَابِ وَالسُّنَّةِ وَالإِجْمَاعِ).

دحج دفرضیت قرآني نص : { وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلا وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ } سورة آل عمران / 97 . ژباړه :اودالله (جل جلاله ) لپاره په هغه خلکودبیت الله شریف قصداواراده لازم ده، چې دلارې وسه لري ،اوچا چې کفر وکړ،پس یقیناچې الله (جل جلاله ) له مخلوقاتونه غني او بې پروادی .دې آیت کې په صراحت سره دحج فرضیت جوت دی ،چې داستدلال وجه یې داسې ده چې :دلته آیت کې د(ولله علی الناس …)راغلی اودا دالزام او ایجاب صیغه ده اوهمدې سره یې فرضیت راغی ،په (لله )کې دا لام دالزام لپاره دی ،بلکې مونږه ګوروچې دحج فرضیت باندې ډیر اشد تاکید شوی اوداځکه چې په مقابل کې یې د(ومن کفر …)راغلی ،چې دلته دفرضیت مقابل کې کفر راغلی ،نو دسیاق نه داسې برداشت کولای شو،چې دمسلمان دشان څخه داده ،چې حج به نه پریږدې اودحج پریښودل دنا مسلمانه کیدوشونتیا لري .

لکه په (الموسوعة الفقیه )کې داسې عبارت دی چې : .

فَهَذِهِ الآيَةُ نَصٌّ فِي إِثْبَاتِ الْفَرْضِيَّةِ ، حَيْثُ عَبَّرَ الْقُرْآنُ بِصِيغَةِ { وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ } وَهِيَ صِيغَةُ إِلْزَامٍ وَإِيجَابٍ ، وَذَلِكَ دَلِيلُ الْفَرْضِيَّةِ ، بَلْ إِنَّنَا نَجِدُ الْقُرْآنَ يُؤَكِّدُ تِلْكَ الْفَرْضِيَّةَ تَأْكِيدًا قَوِيًّا فِي قَوْله تَعَالَى : { وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ } فَإِنَّهُ جَعَلَ مُقَابِلَ الْفَرْضِ الْكُفْرَ ، فَأَشْعَرَ بِهَذَا السِّيَاقِ أَنَّ تَرْكَ الْحَجِّ لَيْسَ مِنْ شَأْنِ الْمُسْلِمِ ، وَإِنَّمَا هُوَ شَأْنُ غَيْرِ الْمُسْلِمِ .

دسنت دلیل :جامع صحیح البخاری اوصحیح مسلم کې درسول الله (صلی الله علیه وسلم ) څخه د ابن عمر yپه سند متفق علیه روایت راغلی چې فرمایې : – ” بُنِيَ الإِسْلامُ عَلَى خَمْسٍ : شَهَادَةِ أَنْ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ ، وَإِقَامِ الصَّلاةِ ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ ، وَصِيَامِ رَمَضَانَ ، وَالْحَجِّ ” (” أخرجه البخاري ( الفتح 1 / 49 ـ ط السلفية ) ، ومسلم ( 1 / 451 ـ ط الحلبي)ژباړه :رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) فرمایې چې اسلام په پنځواساساتو ولاړ دی :پدې خبره شهادت ورکول چې الله (جل جلاله ) یو دی اودعبادت وړ لده نه پرته بل څوک نشته ،اوبل دلمانځه اقامه کول ،دزکات ورکول ،درمضان روژه نیول او حج .

دې حدیث شریف کې تعبیر په (بنی الاسلام…) سره وشو،داپدې دلالت کوي ،چې حج داسلام له ارکانونه یو رکن دی او خورا مهم فرض دی (وَقَدْ عَبَّرَ بِقَوْلِهِ : ” بُنِيَ الإِسْلامُ . . . > فَدَلَّ عَلَى أَنَّ الْحَجَّ رُكْنٌ مِنْ أَرْكَانِ الإِسْلامِ

).

په یوه بل روایت کې چې مسلم شریف له ابې هریره yڅخه روایت کړی داسې راغلي : وَأَخْرَجَ مُسْلِمٌ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : < خَطَبَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ : أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ فَرَضَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ الْحَجَّ فَحُجُّوا فَقَالَ رَجُلٌ : أَكُلَّ عَامٍ يَا رَسُولَ اللَّهِ ؟ فَسَكَتَ حَتَّى قَالَهَا ثَلاثًا ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَوْ قُلْتُ نَعَمْ لَوَجَبَتْ وَلَمَا اسْتَطَعْتُمْ . . . >( أخرجه مسلم ( 2 / 975 ـ ط الحلبي).ژباړه حضرت ابوهریره yفرمایې چې مونږته رسول (صلی الله علیه وسلم ) خطبه راکوله ،نو ویې فرمایل چې ای خلکو! الله (جل جلاله ) پرتاسو حج فرض کړی ،نو حج وکړئ!نو یوه سړي ورته وویل یارسول الله (صلی الله علیه وسلم ) آیاهرکال؟نورسول الله (صلی الله علیه وسلم ) چوپ شواوځواب یې ورنکړ،تردې چې درې کرته یې ورته وویل ،نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ورته وویل چې که ما هو ، ویلی وي، نو بیا به درباندې هرکال واجب شوی وی ،پداسې حال کې چې ستاسو وسه به نه وه . (المنذری )په (الترغیب والترهیب )کې لیکلې چې دحج دفرضیت په باب ښه ډیراحادیث شته، تردې چې دتواتر اندازې ته هم رسیدلي اوقطعي علم او یقین افاده کوي (وَقَدْ وَرَدَتِ الأَحَادِيثُ فِي ذَلِكَ كَثِيرَةً جِدًّا حَتَّى بَلَغَتْ مَبْلِغَ التَّوَاتُرِ الَّذِي يُفِيدُ الْيَقِينَ وَالْعِلْمَ الْقَطْعِيَّ الْيَقِينِيَّ الْجَازِمَ بِثُبُوتِ هَذِهِ الْفَرِيضَةِ)( انظر الترغيب والترهيب للمنذري 2 / 211 ـ 212 ، والمسلك المتقسط ص 20).

داجماع دلیل :په ټول عمر کې یوکرت په مستطیع مسلمان باندې دحج په فرضیت دامت اجماع منعقد ده،اودا مسئله له هغو څخه ده ،چې له دین څخه معلومه ده او منکرترې کافر دی لکه (المغني 3 / 217 ، ونهاية المحتاج 2 / 369 ، ولباب المناسك ص 16 ـ 17 ، مع شرحه المسلك المتقسط في المنسك المتوسط لعلي القاري ، شرح رسالة ابن أبي زيد القيرواني ص 455 .) غوندې مشهورو کتابونوکې داعبارت داسې راغلی دی : وَأَمَّا الإِجْمَاعُ : فَقَدْ أَجْمَعَتْ الأُمَّةُ عَلَى وُجُوبِ الْحَجِّ فِي الْعُمُرِ مَرَّةً عَلَى الْمُسْتَطِيعِ ، وَهُوَ مِنَ الأُمُورِ الْمَعْلُومَةِ مِنَ الدِّينِ بِالضَّرُورَةِ يَكْفُرُ جَاحِدُهُ)

دحج ټاکلې میاشتې :

عبدالله بن عمر yجمهور صحابه کرامy اوتابعین رح پدې نظر دي ،چې دحج داداکولولپاره درې معلومې میاشتې ټاکل شوي دي (شوال، ذې قعده او دذې الحجې لس ورځې ) لکه ددې لاندینې آیت په تفسیرکې چې راغلي :

– ذَكَرَ اللَّهُ تَعَالَى لِلْحَجِّ زَمَانًا لا يُؤَدَّى فِي غَيْرِهِ ، فِي قَوْله تَعَالَى : { الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ } (سورة البقرة / 197 .) .

قَالَ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ وَجَمَاهِيرُ الصَّحَابَةِ وَالتَّابِعِينَ وَمَنْ بَعْدَهُمْ : هِيَ شَوَّالٌ وَذُو الْقِعْدَةِ وَعَشْرٌ مِنْ ذِي الْحِجَّةِ (انظر تخريجه في المستدرك 2 / 176 ، وقال : ” صحيح على شرطهما ” ووافقه الذهبي ، وانظر تفسير الطبري 4 / 120 ـ 121 ، وابن كثير 1 / 236 .) .

وَوَقَعَ الْخِلافُ فِي نَهَارِ يَوْمِ النَّحْرِ ، فَقَالَ الْحَنَفِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ : هُوَ مِنْ أَشْهُرِ الْحَجِّ . وَقَالَ الشَّافِعِيَّةُ : آخِرُ أَشْهُرِ الْحَجِّ لَيْلَةُ النَّحْرِ ، وَلَيْسَ نَهَارُ يَوْمِ النَّحْرِ مِنْهَا .

لنډه ژباړه او مفهوم :الله (جل جلاله ) دحج دادا کولولپاره داسې وخت ټاکلی، چې ددې څخه په غیر بل وخت کې نه ادا کیږي ، لکه چې فرمایې (دحج لپاره معلومې میاشتې دي )حضرت عبدالله بن عمر ،جمهور صحابه ،تابعین او ددې څخه وروستني داوایې چې (دادشوال اوذې قعدې میاشتې او دذې الحجې دمیاشت لس ورځې دي )پدې کې اختلاف دی ،چې دلوی اختر ورځ هم دحج په میاشتوکې راځي که نه ؟احناف او حنابله وایې :چې هو راځي او شوافع وایې چې دلوی اختر شپه پکې راځي ،خو ورځ پکې نه راځي .

دحج ادا علی الفور (دمګړۍ )واجب ده که علی التراخي (په ځنډ)؟

. پدې باب څلورګونه مذاهبوکې اختلاف کتل کیږي ،هدایه ،فتح القدیر،هندیه فتاوی اونوروکتابونوکې دامام ابوحنیفه رح اصح قول داسې لیکل شوی چې علی الفور حج واجب دی ،یعنې که څوک دتګ راتګ پیسې او وسایل ولري ،نودمګړۍ پرې واجب دې او ځنډکول پکې ګناه ده، چې د امام صیب سره پدې نظرکې امام ابویوسف رح،امام مالک رح په راجح قول کې دامام احمد بن حنبل رح په ګډون ملګري دي ،دوئ ټول پدې عقیده دي چې پرچاحج واجب شو،نو سمدستي دې یې ادا کړي اوکه ځنډ پکې وکړي ګناهګار دی ،داشو دجمهوروعلماوو نظر،خو بل طرف ته بیا امام محمد بن الشیباني رح اوامام شافعي رح پدې نظردي ،چې دحج وجوب پرې علی التراخي دی ،یعنې ځنډ کې پرې ګناه نشته ،دزیاتې تشریح لپاره لاندینی عبارت ښه وضاحت لري :

وُجُوبُ الْحَجِّ عَلَى الْفَوْرِ أَوِ التَّرَاخِي :

اخْتَلَفُوا فِي وُجُوبِ الْحَجِّ عِنْدَ تَحَقُّقِ الشُّرُوطِ هَلْ هُوَ عَلَى الْفَوْرِ أَوْ عَلَى التَّرَاخِي ؟ . ذَهَبَ أَبُو حَنِيفَةَ فِي أَصَحِّ الرِّوَايَتَيْنِ عَنْهُ وَأَبُو يُوسُفَ وَمَالِكٌ فِي الرَّاجِحِ عَنْهُ وَأَحْمَدُ (1) إِلَى أَنَّهُ يَجِبُ عَلَى الْفَوْرِ ، فَمَنْ تَحَقَّقَ فَرْضُ الْحَجِّ عَلَيْهِ فِي عَامٍ فَأَخَّرَهُ يَكُونُ آثِمًا ، وَإِذَا أَدَّاهُ بَعْدَ ذَلِكَ كَانَ أَدَاءً لا قَضَاءً ، وَارْتَفَعَ الإِثْمُ .

وَذَهَبَ الشَّافِعِيُّ وَالإِمَامُ مُحَمَّدُ بْنُ الْحَسَنِ إِلَى أَنَّهُ يَجِبُ عَلَى التَّرَاخِي ، فَلا يَأْثَمُ الْمُسْتَطِيعُ بِتَأْخِيرِهِ . وَالتَّأْخِيرُ إِنَّمَا يَجُوزُ بِشَرْطِ الْعَزْمِ عَلَى الْفِعْلِ فِي الْمُسْتَقْبَلِ ، فَلَوْ خَشِيَ الْعَجْزَ أَوْ خَشِيَ هَلاكَ مَالِهِ حَرُمَ التَّأْخِيرُ ، أَمَّا التَّعْجِيلُ بِالْحَجِّ لِمَنْ وَجَبَ عَلَيْهِ فَهُوَ سُنَّةٌ عِنْدَ الشَّافِعِيِّ مَا لَمْ يَمُتْ ، فَإِذَا مَاتَ تَبَيَّنَ أَنَّهُ كَانَ عَاصِيًا مِنْ آخِرِ سَنَوَاتِ الاسْتِطَاعَةِ(2 )

((1)المسلك المتقسط ص 44 ، وانظر الهداية وفتح القدير 2 / 123 ، وشرح الرسالة لابن أبي الحسن 1 / 454 ، ومواهب الجليل وفيه تفصيل الخلاف في المذاهب 2 / 471 ـ 472 ، والشرح الكبير 2 / 2 ـ 3 وحاشية الدسوقي ، ورجح الفورية بقوة حتى قال ” ينبغي للمصنف الاقتصار عليه ” . والمغني 3 / 241 ، والفروع 3 / 242 .

(2)الأم 2 / 117 ـ 118 ، وروض الطالب 1 / 456 ، ومغني المحتاج 1 / 460 ، والمسلك المتقسط ، وفتح القدير الموضعين السابقين) .

ژباړه :کله چې دحج شروط متحقق شي، نودلته بیا پکې اختلاف رامنځته کیږي، چې دمګړۍ یې اداکول لازم دي که نه دوخت وسعت پکې شته ؟دحضرت امام ابوحنیفه رح په اصح الروایتین کې ،دامام ابویوسف رح په نزد،دامام مالک رح په راحج قول اوهم دامام احمد بن حنبل په عقیده (علی الفور)پرې حج واجب دی ،په چاکې همدا کال دحج فرضیت تحقق پیدا کړي اوده وځنډاوه، نو ګناهګار شو،خوکه چیرته یې ددې کال څخه پس اداکړ،نو داهم ادا ده قضاء نده ،اودګناه څخه خلاص شو.دامام شافعي رح او امام محمد بن الحسن رح په نزد په (تراخي) سره واجب دی ،نو شتمن سړی یې په ځنډ سره نه ګناهګاریږي ،او تاخیرپکې پدې شرط روا دی ،چې دا یې راتلونکې کې دکولو کلکه هوډ لري ،که چیرته له دې نه ویریده، چې له اداکولونه به یې عاجز شي ،یا به یې مال له منځه لاړ شي نو پدې وخت یې تاخیر نا روا دی ،خو دامام شافعي رح په نظردهغه چا لپاره چې استطاعت لري ،په حج تعجیل کول ورته سنت دي ،تر هغې پورې چې ونه مري ،کله چې ومړ،نو څرګنده شوه ،چې دا سړی دشونتیا اوځواکمنۍ په وروستیو کلونوعاصي او نافرمانه و.

په عالمګیري فتاوي کې داسې لیکل شوي (وَأَنْ لَا يَجِبَ فِي الْعُمُرِ إلَّا مَرَّةً كَذَا فِي مُحِيطِ السَّرَخْسِيِّ ، وَهُوَ فَرْضٌ عَلَى الْفَوْرِ ، وَهُوَ الْأَصَحُّ فَلَا يُبَاحُ لَهُ التَّأْخِيرُ بَعْدَ الْإِمْكَانِ إلَى الْعَامِ الثَّانِي كَذَا فِي خِزَانَةِ الْمُفْتِينَ .

فَإِذَا أَخَّرَهُ ، وَأَدَّى بَعْدَ ذَلِكَ وَقَعَ أَدَاءً كَذَا فِي الْبَحْرِ الرَّائِقِ وَعِنْدَ مُحَمَّدٍ – رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى – يَجِبُ عَلَى التَّرَاخِي وَالتَّعْجِيلُ أَفْضَلُ كَذَا فِي الْخُلَاصَةِ .

وَالْخِلَافُ فِيمَا إذَا كَانَ غَالِبُ ظَنِّهِ السَّلَامَةَ أَمَّا إذَا كَانَ غَالِبُ ظَنِّهِ الْمَوْتَ أَمَّا بِسَبَبِ الْهَرَمِ أَوْ الْمَرَضِ فَإِنَّهُ يَتَضَيَّقُ عَلَيْهِ الْوُجُوبُ إجْمَاعًا كَذَا فِي الْجَوْهَرَةِ النَّيِّرَةِ وَثَمَرَةُ الْخِلَافِ تَظْهَرُ فِي حَقِّ الْمَأْثَمِ حَتَّى يَفْسُقَ وَتُرَدَّ شَهَادَتُهُ عِنْدَ مَنْ يَقُولُ عَلَى الْفَوْرِ ، وَلَوْ حَجَّ فِي آخِرِ عُمُرِهِ فَلَيْسَ عَلَيْهِ الْإِثْمُ بِالْإِجْمَاعِ ، وَلَوْ مَاتَ ، وَلَمْ يَحُجَّ أَثِمَ بِالْإِجْمَاعِ كَذَا فِي التَّبْيِينِ .فتاوی عالمګیري /ج/۴۳۳

خلص مطلب اوژباړه :حج په عمرکې یو کرت واجب دی او داعلی الفورلازم دی ،همدا خبره ترنورو صحیح ده ،نو تاخیرپکې د شتمنۍ په شتون کې دوهم کال ته مباح ندی،خو که بیا هم یې وروسته کړ ،دا هم ادا ده قضاء نده ،دادتراخي خبره دامام محمد رح قول دی او تلوار پکې غوره دی ،دطرفینو ترمنځ داداختلاف موضوع ددې نه نشأت اخلي ،چې ددې شخص دسلامتیا غالب ګمان شتون ولري ،که دناروغۍ یا سپین ږیرتوب له امله یې دمړینې احتمال ډیرو، نودټولوپه اجماع سره بیا په وجوب کې دلته ورته وسعت (تراخي ) نشته ،نتیجه یې داکیږي چې څوک علی الفور باندې ولاړدي ،نودګناه په صورت کې هغه بیا دداسې شخص شهادت نه مني او فاسق ورته وایې ،خوکه چیرته دعمرپه وروستیوکې یې هم ادا کړ،ددې ګناه څخه په اجماعي اقوالوسره خلاص شو،خوکه داسې ومړ، چې حج یې ونکړ،نو اجماعا ګناهګار شو.

په فوري وجوب دجمهورونقلي دلیل :دترمذی دا حدیث چې فرمایې ((مَنْ مَلَكَ زَادًا . وَرَاحِلَةً تُبَلِّغُهُ إِلَى بَيْتِ اللَّهِ ، وَلَمْ يَحُجَّ فَلا عَلَيْهِ أَنْ يَمُوتَ يَهُودِيًّا أَوْ نَصْرَانِيًّا ” حديث : ” من ملك زادا أو راحلة تبلغه إلى بيت الله . . . ” أخرجه الترمذي ( 3 / 167 ـ ط الحلبي ) من حديث علي بن أبي طالب ، وقال الترمذي : ” هذا حديث غريب لا نعرفه إلا من هذا الوجه ، وفي إسناده مقال ، وهلال بن عبد الله مجهول ، والحارث يضعف في الحديث ” .

ژباړه :څوک چې دزاداوراحلې(خورک ،څښاک او ترانسپورتې وسیلې ) څښتن شي ،داسې چې بیت الله شریف ته یې رسولی شي اوده بیا هم حج ونکړ،نوده باندې نشته یعنې دا بیا باک نلري چې یهودي مري که نصراني.

که څه هم ترمذي ورته دتضعیف ګوته نیولې ،خو سړی حیران شي ،چې داڅنګه کیدای شي چې داسې لویې لو یې درې ګونه علمي سټې چې امت یې په امامت ویاړې پداسې یوه روایت باندې دې استدلال وکړي ،نو ښکاري داسې چې ددوئ له نظره داحدیث ضعیف نه دی ،که فرضا وی ،نوجمهورو به پرې دلیل نه نیولی (والله اعلم )خو که وګوروهغې بلې خوادشوافعوخواته هم کوم داسې مصرح نقلي دلیل نشته ،بلکې داصول فقه یوه قاعده ده اوبس . البته دجمهورودنظردثبوت لپاره یو بل حدیث شریف هم شته، چې امام سبکی رح په خپله فتاوی کې رانقل کړی چې دامام احمد بن حنبل ،ابوداود ،ابن ماجه په څیرله ثقاتوڅخه یې را نقل کړی دی ،چې هغه پدې ډول دی :وقد روي من حديث ابن عباس عن النبي صلى الله عليه وسلم من أراد الحج فليعجل رواه الإمام أحمد وأبو داود وابن ماجه بألفاظ مختلفة

فإن قلنا بوجوبه على الفور فمؤخره يعصي بالتأخير عن أول وقت الإمكان …..

ژباړه :حضرت ابن عباس چې له رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) څخه روایت کوي هغه (صلی الله علیه وسلم ) فرمایې چې څوک چې دحج اراده وکړي نو چابکي دې کوي .داحدیث شریف چې چاورته دضعف ګوته نده نیولې داحنافو نظریه په شدومد تاییدوي .همداسې په (احکام العبادات فی التشریع الاسلامي )کې داحدیث هم دجمهورودنظر تاییدکوي ،چې فرمایې (وقال صلى الله عليه وسلم: (من أراد الحج فليتعجل, فإنه قد يمرض المريض وتضل الراحلة وتعرض الحاجة) “رواه أحمد”بل روایت کې داسې راغلي چې (وعن سعيد بن جبير عن ابن عباس عن الفضل أو أحدهما عن الآخر قال ” قال رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم من أراد الحج فليتعجل فإنه قد يمرض المريض وتضل الراحلة وتعرض الحاجة ”

– رواه أحمد وابن ماجه وسيأتي قوله عليه السلام ” من كسر أوعرج فقد حل وعليه الحج من قابل “)

دجمهورو عقلي دلیل : الْمَعْقُولُ : وَذَلِكَ أَنَّ الاحْتِيَاطَ فِي أَدَاءِ الْفَرَائِضِ وَاجِبٌ ، وَلَوْ أَخَّرَ الْحَجَّ عَنِ السَّنَةِ الأُولَى فَقَدْ يَمْتَدُّ بِهِ الْعُمُرُ وَقَدْ يَمُوتُ فَيَفُوتُ الْفَرْضُ ، وَتَفْوِيتُ الْفَرْضِ حَرَامٌ ، فَيَجِبُ الْحَجُّ عَلَى الْفَوْرِ احْتِيَاطًا.

. ژباړه :دفرایضوپه ادا کې احتیاط واجب دی ،که چیرته دحج ادا ددې فرض شوي کال څخه مؤخر شي، نو تر عمره پورې به وغځیږې اوښایې داشخص ومري ،نودفرضو فوات به رامنځته شي ،او فرضو پریښودل حرام دي ،نو داسې پایلې ترې اخستلای شو،چې احتیاطا دحج وجوب علی الفور دی نه په تراخي . –

دشوافعو دلیل :وَاسْتَدَلَّ الشَّافِعِيَّةُ وَمَنْ مَعَهُمْ بِمَا يَلِي :

أ – أَنَّ الأَمْرَ بِالْحَجِّ فِي قَوْله تَعَالَى : { وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ } سورة آل عمران 97 . مُطْلَقٌ عَنْ تَعْيِينِ الْوَقْتِ ، فَيَصِحُّ أَدَاؤُهُ فِي أَيِّ وَقْتٍ ، فَلا يَثْبُتُ الإِلْزَامُ بِالْفَوْرِ ، لأَنَّ هَذَا تَقْيِيدٌ لِلنَّصِّ ، وَلا يَجُوزُ تَقْيِيدُهُ إِلا بِدَلِيلٍ ، وَلا دَلِيلَ عَلَى ذَلِكَ . وَهَذَا بِنَاءٌ عَلَى الْخِلافِ أَنَّ الأَمْرَ عَلَى الْفَوْرِ أَوْ لِلتَّرَاخِي ( انْظُرْ مُصْطَلَحَ : أَمْرٌ ) .ژباړه :دالله تعالی دا قول چې { وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ }دوخت په تعین کې مطلق راغلی ،نوځکه یې ادا په هروخت کې صحیح کیدای شي ،نو علی الفورالزام ترې نه ثابتیږي ،ځکه دا خو دنص مقید کول دي او له دلیل پرته دنص تقیید ناسم دی او دلته داسې کوم دلیل پرې نشته چې نص دې مقید شي ،اودا په هغه خلاف باندې بناء دی چې امر دفور لپاره دی که دتراخي لپاره دی .دلته دامر په با ب هغه اختلاف ته نغوته وشوه ،چې د(مسلم الثبوت شرح او البرهان )کې یې لیکلې، چې داحنافو په صحیح قول کې امر یوازې دطلب یا غوښتنې لپاره دی ،نودې کې تراخي او فور دواړه مساوي اومجاز دي ،اوهمدا نظرشوافعوته هم منسوب شوی دی ، امام رازي او آمدي هم غوره بللی ،نوروبیا ویلې چې امر دتراخي لپاره دی اوددې نظر نسبت مالکیانو ،حنبلیانو،امام کرخي ،سکاکي اوقاضي ته شوی ،خوپخپله پکې امام ابوحنیفه رح پدې پار چې امر دفورلپاره دی او که دفور او تراخي تر منځ قدر مشترک دی، توقف کړی لکه چې دمسلم الثبوت دشرحې ددې عبارت نه معلومیږي :دَلالَةُ الأَمْرِ عَلَى الْفَوْرِ أَوِ التَّرَاخِي :

7 – الصَّحِيحُ عِنْدَ الْحَنَفِيَّةِ أَنَّ الأَمْرَ لِمُجَرَّدِ الطَّلَبِ ، فَيَجُوزُ التَّأْخِيرُ كَمَا يَجُوزُ الْبِدَارُ ، وَعُزِيَ إِلَى الشَّافِعِيِّ وَأَصْحَابِهِ . وَاخْتَارَهُ الرَّازِيُّ وَالآمِدِيُّ .

وَقِيلَ : يُوجِبُ الْفَوْرَ ، وَعُزِيَ إِلَى الْمَالِكِيَّةِ وَالْحَنَابِلَةِ وَالْكَرْخِيِّ ، وَاخْتَارَهُ السَّكَّاكِيُّ وَالْقَاضِي .

وَتَوَقَّفَ الإِمَامُ فِي أَنَّهُ لِلْفَوْرِ أَوْ لِلْقَدْرِ الْمُشْتَرَكِ بَيْنَ الْفَوْرِ وَالتَّرَاخِي (4) .( شرح مسلم الثبوت 1 / 387 ، 388 . والبرهان للجويني 231 ـ 247 .)

دشوافعو بل دلیل :

ب – ( أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَتَحَ مَكَّةَ عَامَ ثَمَانٍ مِنَ الْهِجْرَةِ ، وَلَمْ يَحُجَّ إِلا فِي السَّنَةِ الْعَاشِرَةِ وَلَوْ كَانَ وَاجِبًا عَلَى الْفَوْرِيَّةِ لَمْ يَتَخَلَّفْ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ فَرْضٍ عَلَيْهِ ) (الأم 2 / 118 ، وانظر حاشية القليوبي على شرح المنهاج 2 / 84 ، وبدائع الصنائع للكاساني 2 / 119 .

ژباړه او خلص مطلب :شوافع وایې چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) مکه مکرمه په اتم هجري کال فتح کړي ،خو حج یې په لسم کال وکړ،نوکه چیرته علی الفور فرض وی ،نو ده (صلی الله علیه وسلم ) به دداسې یوه فرض نه چې پرده لازم وتخلف نوی کړی .

دنیل الاوطار مصنف دشوافعوددې وروستي دلیل په ځواب کې    : واحتجوا بأنه صلى الله عليه وآله وسلم حج سنة عشر وفرض الحج كان سنة ست أو خمس وأجيب بأنه قد أختلف في الوقت الذي فرض عليه الحج ومن جملة الأقوال أنه فرض في سنة عشر فلا تأخير ولو سلم أنه فرض قبل العاشرة فتراخيه صلى الله عليه وآله وسلم إنما كان لكراهة الأختلاط في الحج بأهل الشرك لأنهم كانا يحجون ويطوفون بالبيت عراة فلما طهر الله البيت الحرام منهم حج صلى الله عليه وآله وسلم فتراخيه لعذر ومحل النزاع التراخي مع عدمه (نیل الاوطار)

ژباړه او لنډ مفهوم : دشوافعوددې استدلال څخه چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) په لسم هجري کال حج ادا کړی، پداسې حال کې چې په ده (صلی الله علیه وسلم ) باندې په پنځم یا شپږم هجري کال کې فرض شوی و،داسې ځواب شوی چې پدې کې هم اختلاف دی ،چې پرده (صلی الله علیه وسلم ) کوم کال حج فرض شوی و،ځینې داسې اقوال هم شته، چې پرده (صلی الله علیه وسلم ) حج دهجرت په لسم کال فرض شوی نوکه داسې شي ،نو بیاخو هیڅ تراخي یا ځنډپکې ندی راغلی ،اوکه داسې ومنو،چې له لسم کال څخه مخکې فرض شوی و،نودده (صلی الله علیه وسلم ) د ادا تاخیر ددې کبله و،چې نه یې غوښتل چې له مشرکینو سره یې په حج کې اختلاط راشي ،ځکه دوئ به حج او عمره په بربنډه کوله ،نوکله چې الله (جل جلاله ) ترې کعبه پاکه کړه، نورسول الله (صلی الله علیه وسلم ) بیا حج هم وکړ،نوڅرګنده شوه چې دده (صلی الله علیه وسلم ) دحج دادا تراخي دعذرله کبله وه .

دشوافعودلومړي دلیل څخه چې داصول فقه ددې قاعدې له مخې چې (يجب العمل بالمطلق على إطلاقه إلا بدليل يدل على تقييده؛ لأن العمل بنصوص الكتاب والسنة واجب على ما تقتضيه دلالتها حتى يقوم دليل على خلاف ذلك./الاصول من علم الاصول)دتقیید دمطلق لپاره یې دلیل غوښت همداد(نیل الاوطار)ځواب هم ښه علمي او منطقي دی ،هغه داسې چې که دحج فرضیت په لسم هجري کال شوی وي ،نوبیا خوپکې دتقییداو اطلاق اړتیا نشته او که فرضیت یې دلسم هجري کال څخه مخکې شوی وي،(پنځم یا شپږم کال ) نوبیا ددې نوموړې عذرپه وجه یې دا تاخیر هم ددې قاعدې نه خروج ندی ،اوڅرنګه چې دقرانکریم تفسیر رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) کاوه، نودمطلق دتقیید دلیل همدا مذکورحدیث هم کیدای شي (وعن سعيد بن جبير عن ابن عباس عن الفضل أو أحدهما عن الآخر قال ” قال رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم من أراد الحج فليتعجل فإنه قد يمرض المريض وتضل الراحلة وتعرض الحاجة ”

– رواه أحمد وابن ماجه وسيأتي قوله عليه السلام ” من كسر أوعرج فقد حل وعليه الحج من قابل “)

)والله اعلم .

نودحج فرضیت علی الفور،تراخي یې بې عذره ګناه او وروسته یې ادا کول قضاء نه بلکې ادا ده !

دماشوم دحج مسئله :

دفقهاووپه اتفاق سره داخبره ثابته ده ،چې له بلوغ نه مخکې پر ماشوم حج واجب ندی ،خوکه دحج مناسکوته حاضرشي ،نو ترې صحیح کیږي او دابه یې نفل وي ،البته پرده به فرضي حج لکه دپخوا په څیرفرض پاتې وي ،چې کله بلوغ ته ورسیږي ،نو بیا به فرضي حج وکړي ،لکه دې لاندیني عبارت کې چې دا مفهوم ښه څرګند دی : وَمِنْهَا الْبُلُوغُ ) فَلَا يَجِبُ عَلَى الصَّبِيِّ كَذَا فِي فَتَاوَى قَاضِي خَانْ وَلَوْ أَنَّ الصَّبِيَّ حَجَّ إذًا قَبْلَ الْبُلُوغِ فَلَا يَكُونُ ذَلِكَ عَنْ حَجَّةِ الْإِسْلَامِ وَيَكُونُ تَطَوُّعًا ،(فتاوی هندیه )ج۵/ص۴۴۷

لا يَجِبُ الْحَجُّ عَلَى الصَّبِيِّ قَبْلَ الْبُلُوغِ إِجْمَاعًا ، لَكِنْ إِذَا فَعَلَهُ صَحَّ مِنْهُ ، وَكَانَ نَفْلا ، وَعَلَيْهِ حَجَّةٌ أُخْرَى إِذَا بَلَغَ إِجْمَاعًا .

وَتَتَفَاوَتُ كَيْفِيَّةُ إِحْرَامِ الصَّبِيِّ وَأَدَائِهِ الْمَنَاسِكَ بِتَفَاوُتِ سِنِّهِ هَلْ هُوَ مُمَيِّزٌ أَوْ لا .

وَقَدْ سَبَقَ بَيَانُ ذَلِكَ مُفَصَّلا فِي مُصْطَلَحِ إِحْرَامٍ فَانْظُرْهُ ( ف 131 – 136 ) وَيُلْحَقُ بِالصَّبِيِّ غَيْرُ الْمُمَيِّزِ الْمَجْنُونُ جُنُونًا مُطْبِقًا بِاتِّفَاقِهِمْ (على تفاصيل في إفاقته وما يلزم فيها . انظر المسلك المتقسط ص 78 ، والإيضاح ص 556 ، والشرح الكبير 2 / 3 ، والمغني 3 / 249 .)

دبل چا پرځای دحج فریضه اداکول:

دجمهورو (حنفي ،شافعي او دحنبلي )علماووپه عقیده دبل چا پر ځای یوڅوک دهغه په مصرف اواجازه حج کولای شي ،یوازې دامام مالک رح په نظردبل چاڅخه دحج ادا کول نا روا دي ،دلایل به ددواړو طرفینو راوړل شي ،دا مسئله به هم راوړل شي ،چې آیا دبل چا لپاره دحج کولولپاره د نائب حج شرط دی اوکه نه ؟پدې باب به هم اختلاف المذاهب راوړل شي او واضحه به کړو،چې داحنافوپه مذهب کې دنائب لپاره اولا خپل حج شرط ندی او نورمذاهب داسې څرګندوي ،چې باید نائب پخپله حج کړی وي ،صاحب دفتح القدیراونورودحج عن الغیردجواز په باب دمذاهبو اختلاف داسې تحریرکړی :

مَشْرُوعِيَّةُ الْحَجِّ عَنِ الْغَيْرِ :

114 – ذَهَبَ الْجُمْهُورُ ( الْحَنَفِيَّةُ وَالشَّافِعِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ ) إِلَى مَشْرُوعِيَّةِ الْحَجِّ عَنِ الْغَيْرِوَقَابِلِيَّتِهِ لِلنِّيَابَةِ ، وَذَهَبَ مَالِكٌ عَلَى الْمُعْتَمَدِ فِي مَذْهَبِهِ إِلَى أَنَّ الْحَجَّ لا يَقْبَلُ النِّيَابَةَ لا عَنِ الْحَيِّ وَلا عَنِ الْمَيِّتِ ، مَعْذُورًا أَوْ غَيْرَ مَعْذُورٍ . وَقَالُوا : إِنَّ الأَفْضَلَ أَنْ يَتَطَوَّعَ عَنْهُ وَلِيُّهُ بِغَيْرِ الْحَجِّ ، كَأَنْ يُهْدِيَ أَوْ يَتَصَدَّقَ عَنْهُ ، أَوْ يَدْعُوَ لَهُ ، أَوْ يُعْتِقَ (2) . انظر فتح القدير 2 / 308 ، ومغني المحتاج 1 / 468 ـ 469 ، والمغني 3 / 227 ـ 228 ، ومواهب الجليل 2 / 543 ، وحاشية الدسوقي 1 / 18 . )

لنډمفهوم اوژباړه :جمهورعلماء وایې چې حج عن الغیر روادی اودامام مالک رح باورې قول دادی، چې ندی روا ،اوپدې باب نه دژوندې اونه هم دمړه نیابت روادی ،خوددوئ په نظر غوره داده چې وارث ترې صدقه او خیرات وکړي یا ورته دعا وکړي .

دجمهورو نقلي او عقلي دلایل :

اسْتَدَلَّ الْجُمْهُورُ عَلَى مَشْرُوعِيَّةِ حَجِّ الإِنْسَانِ عَنْ غَيْرِهِ بِالسُّنَّةِ الثَّابِتَةِ الْمَشْهُورَةِ ، وَبِالْعَقْلِ .

نقلي دلایل :

أَمَّا السُّنَّةُ : فَمِنْهَا حَدِيثُ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : ” جَاءَتِ امْرَأَةٌ مِنْ خَثْعَمَ عَامَ حَجَّةِ الْوَدَاعِ ، قَالَتْ : يَا رَسُولَ اللَّهِ : إِنَّ فَرِيضَةَ اللَّهِ عَلَى عِبَادِهِ فِي الْحَجِّ أَدْرَكَتْ أَبِي شَيْخًا كَبِيرًا لا يَسْتَطِيعُ أَنْ يَسْتَوِيَ عَلَى الرَّاحِلَةِ ، فَهَلْ يَقْضِي عَنْهُ أَنْ أَحُجَّ عَنْهُ ؟ قَالَ : نَعَمْ ” . أخرجه البخاري ( الفتح 4 / 66 ـ ط السلفية ) ، مسلم ( 2 / 973 ـ ط الحلبي )

ژباړه :حضرت ابن عباس yفرمایې چې د(خثعم) قبیلې یوه ښځه په حجة الوداع کې راغله ،رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ته یې وویل چې ای دالله (جل جلاله ) رسوله (صلی الله علیه وسلم ) ! یقینا چې دالله (جل جلاله ) فریضه په بندګانوباندې حج کې زما پلا رپداسې حال کې موندلې چې هغه ډیر سپین ږیری او مشر دی ،ددې وسه نلري چې په سپرلۍ باندې ځان ټینګ کړي ،آیا دهغه نه به داپوره شي چې زه دهغه لپاره حج وکړم ؟رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ورته وویل چې هو!

وَعَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ أَيْضًا : ” أَنَّ امْرَأَةً مِنْ جُهَيْنَةَ جَاءَتْ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَتْ : إِنَّ أُمِّي نَذَرَتْ أَنْ تَحُجَّ فَلَمْ تَحُجَّ حَتَّى مَاتَتْ أَفَأَحُجُّ عَنْهَا ؟ قَالَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : نَعَمْ حُجِّي عَنْهَا ، أَرَأَيْتِ لَوْ كَانَ عَلَى أُمِّكِ دَيْنٌ أَكُنْتِ قَاضِيَتَهُ ؟ . . اقْضُوا اللَّهَ ، فَاَللَّهُ أَحَقُّ بِالْوَفَاءِ ” (1) . . أخرجه البخاري ( الفتح 4 / 64 ـ ط السلفية)

ژباړه :او دابن عباس yنه همدارنګه روایت شوی، چې دجهینه قبیلې یوه ښځه رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ته راغله ،نوویې ویل یقینا زما مورنذرایښی و،چې حج به کوي، تردې چې وفات شوه ،آیا زه ترې حج وکړم ؟نورسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ورته وویل چې هو! ته دهغې څخه حج وکړه ،ته خبر راکړه (ستا په فکریا نظر) که ستا په مور پور وړي وي ،آیاته یې ادا کونکې یې ؟دالله (جل جلاله ) (دفریضې)قضاء راوړئ ! پس الله (جل جلاله ) ډیر احق دی په وفا کولوسره (یعنې چې په خپل نذر وفا ورسره وکړئ ) .

دجمهورو دلیل عقلي :

وَأَمَّا الْعَقْلُ ، فَقَالَ الْكَمَالُ بْنُ الْهُمَامِ : وَكَانَ مُقْتَضَى الْقِيَاسِ أَنْ لا تَجْرِيَ النِّيَابَةُ فِي الْحَجِّ ، لِتَضَمُّنِهِ الْمَشَقَّتَيْنِ الْبَدَنِيَّةَ وَالْمَالِيَّةَ ، وَالأُولَى لَمْ تَقُمْ بِالآمِرِ ، لَكِنَّهُ تَعَالَى رَخَّصَ فِي إِسْقَاطِهِ بِتَحَمُّلِ الْمَشَقَّةِ الأُخْرَى ، أَعْنِي إِخْرَاجَ الْمَالِ عِنْدَ الْعَجْزِ الْمُسْتَمِرِّ إِلَى الْمَوْتِ ، رَحْمَةً وَفَضْلا ، وَذَلِكَ بِأَنْ يَدْفَعَ نَفَقَةَ الْحَجِّ إِلَى مَنْ يَحُجُّ عَنْهُ ، بِخِلافِ حَالِ الْقُدْرَةِ فَإِنَّهُ لَمْ يَعْذُرْهُ لأَنَّ تَرْكَهُ لَيْسَ إِلا لِمُجَرَّدِ إِيثَارِ رَاحَةِ نَفْسِهِ عَلَى أَمْرِ رَبِّهِ ، وَهُوَ بِهَذَا يَسْتَحِقُّ الْعِقَابَ ، لا التَّخْفِيفَ فِي طَرِيقِ الإِسْقَاطِ ، وَإِنَّمَا شَرَطَ دَوَامَهُ ( أَيِ الْعُذْرِ ) إِلَى الْمَوْتِ لأَنَّ الْحَجَّ فَرْضُ الْعُمُرِ ( ” فتح القدير 2 / 310)

خلص مفهوم: علامه کمال ابن الهمام په فتح القدیرکې لیکي چې : دقیاس غوښتنه داده چې په حج کې نیابت په هیڅ ډول جایزنشي اودا ځکه چې دا د دووتکالیفومتضمن وي ،یو مشقت مالي بل بدني ،لومړی مشقت چې بدني دی د آمر څخه نه پوره کیږي ،نو الله (جل جلاله ) ددې مشقت په اسقاط سره رخصت ورکړ، په تحمل ددوهم مشقت ،چې هغه مالي دی ،دادې امله چې دا ترې عاجز دی اوعحزیې مستمر دی ،تر مړینې پورې ،دادالله (جل جلاله ) محض رحمت او فضل دی ،دا شخص به بل چاته لګښت ورکړي اوهغه به ددې پر ځای ترې حج وکړي ………

وَقَالَ ابْنُ قُدَامَةَ : هَذِهِ عِبَادَةٌ تَجِبُ بِإِفْسَادِهَا الْكَفَّارَةُ ، فَجَازَ أَنْ يَقُومَ غَيْرُ فِعْلِهِ فِيهَا مَقَامَ فِعْلِهِ ، كَالصَّوْمِ إِذَا عَجَزَ عَنْهُ افْتَدَى بِخِلافِ الصَّلاةِ (3) ” . المغني 3 / 228 .)

ژباړه :ابن قدامه په المغني کې لیکې چې :دا حج عبادت دی او په افساد یې کفاره راځي ،نوجایزده چې دبل چا کړنه پدې کې دده په ځای ودرول شي ،لکه روژه چې دعجزپه صورت کې ترې کفاره ادا کیدای شي، دلمانځه په خلاف چې دا سې پکې نشي کیدای .

وَأَخَذَ الْمَالِكِيَّةُ بِالأَصْلِ ، وَهُوَ عَدَمُ جَرَيَانِ النِّيَابَةِ فِي الْعِبَادَةِ الْبَدَنِيَّةِ ، كَالصَّوْمِ ( مواهب الجليل في الموضع السابق ، وفيه توسع ، والتاج والإكليل لمختصر خليل 3 / 7

ژباړه :اومالکیانوپه اصل باندې اعتماد کړی اوهغه داسې چې په بدني عباداتو کې نیابت جایز ندی ،لکه په روژه کې چې ندی روا .

دبل چاپر ځای دحج کولو شرطونه:

لومړی شرط:

أَوَّلا – شُرُوطُ وُجُوبِ الإِحْجَاجِ :

115 – يُشْتَرَطُ لِوُجُوبِ الإِحْجَاجِ عَنِ الْمُكَلَّفِ عِنْدَ الْجُمْهُورِ – خِلافًا لِلْمَالِكِيَّةِ – : الْعَجْزُ عَنْ أَدَاءِ الْحَجِّ الْوَاجِبِ عَلَيْهِ .

وَيَشْمَلُ ذَلِكَ مَا يَلِي :

أ – كُلُّ مَنْ وَجَبَ عَلَيْهِ الْحَجُّ وَهُوَ قَادِرٌ عَلَى الْحَجِّ بِنَفْسِهِ وَحَضَرَهُ الْمَوْتُ يَجِبُ عَلَيْهِ الْوَصِيَّةُ بِالإِحْجَاجِ عَنْهُ عِنْدَ الْحَنَفِيَّةِ . سَوَاءٌ حَجَّةُ الإِسْلامِ ، أَوِ النَّذْرِ ، أَوِ الْقَضَاءِ .

وَلَمْ يُوقِفِ الشَّافِعِيَّةُ وُجُوبَ الإِحْجَاجِ عَنْهُ عَلَى الْوَصِيَّةِ إِجْرَاءً لِلْحَجِّ مَجْرَى الدُّيُونِ .

أَمَّا الْمَالِكِيَّةُ : فَلا يُوجِبُونَ عَلَيْهِ الْوَصِيَّةَ ، وَلا يَسْقُطُ عَنْهُ الْفَرْضُ بِأَدَاءِ الْغَيْرِ عَنْهُ – كَمَا هُوَ أَصْلُ مَذْهَبِهِمُ الَّذِي عَرَفْنَاهُ – لَكِنْ إِذَا أَوْصَى نَفَذَتْ وَصِيَّتُهُ ، وَإِنْ لَمْ يُوصِ لَمْ يُرْسَلْ مَنْ يَحُجُّ عَنْهُ .

ب – مَنْ تَوَفَّرَتْ فِيهِ سَائِرُ شُرُوطِ وُجُوبِ الْحَجِّ وَاخْتَلَّ شَيْءٌ مِنْ شُرُوطِ الأَدَاءِ بِالنَّفْسِ ، يَجِبُ عَلَيْهِ أَنْ يَحُجَّ عَنْ نَفْسِهِ ، أَوْ يُوصِيَ بِالإِحْجَاجِ عَنْهُ إِذَا لَمْ يُرْسِلْ مَنْ يَحُجُّ عَنْهُ .

ج – مَنْ تَوَفَّرَتْ فِيهِ شُرُوطُ وُجُوبِ الْحَجِّ بِنَفْسِهِ فَلَمْ يَحُجَّ حَتَّى عَجَزَ عَنِ الأَدَاءِ بِنَفْسِهِ يَجِبُ عَلَيْهِ أَنْ يَحُجَّ عَنْهُ فِي حَالِ حَيَاتِهِ ، أَوْ يُوصِيَ بِالإِحْجَاجِ عَنْهُ بَعْدَ مَوْتِهِ .

وَيَتَحَقَّقُ الْعَجْزُ بِالْمَوْتِ ، أَوْ بِالْحَبْسِ ، وَالْمَنْعِ ، وَالْمَرَضِ الَّذِي لا يُرْجَى زَوَالُهُ كَالزَّمَانَةِ وَالْفَالِجِ ، وَالْعَمَى وَالْعَرَجِ ، وَالْهَرَمِ الَّذِي لا يَقْدِرُ صَاحِبُهُ عَلَى الاسْتِمْسَاكِ ، وَعَدَمِ أَمْنِ الطَّرِيقِ ، وَعَدَمِ الْمَحْرَمِ بِالنِّسْبَةِ لِلْمَرْأَةِ ، إِذَا اسْتَمَرَّتْ هَذِهِ الآفَاتُ إِلَى الْمَوْت (المسلك المتقسط ص 287 ، والإيضاح في مناسك الحج للنووي وحاشيته للهيثمي ص 108 ـ 109 ، ومغني المحتاج 1 / 468 ـ 469 ، والمغني 3 / 227 ـ 228 ، والفروع 3 / 245 ، ومواهب الجليل 2 / 543 . )

دپورتني عبارت لنډه ترجمه :دجمهورو علماووپه عقیده دبل چا څخه دحج کولوشرطونه دادي چې : الف -همیشنی عجز یعنې دا آمر داسې معذور وي ،چې ترمړینې پورې یې عجز پاتې وي ،اوداپه څو نوروفروعاتو مشتمل دی ،یوداچې کله پدې شخص فرضي ،نذر او یا هم قضایې حج وي ،نوداحنافوپه نزد په ده باندې وصیت لازم دی ،چې نورڅوک یې ترې کړي . ب : په یوه شخص کې دحج   اداء بالنفس شروط بشپړشول ،خو یو شرط یې متخلل یا منتفی شو،چې دده دحج کولو مخه یې ونیوله، نودا به یوڅوک دځان پرځای حج ته لیږي او که څوک نه وو،نو چاته به یې وصیت کوي . ج :په چاکې چې دحج دوجوب شروط پوره شول ،خو دې شخص ادا نکړ،تردې چې دا ترې نور عاجز شو،نو واجب ده ،چې یادده په ژوند کې ترې حج وشي او یا هم چاته دا وصیت وکړي ،او دعجز تحقق په مړینه ،اسارت ،منع کولو،اوهغه مرض راځي، چې دزوال هیله یې نوي ،لکه فالج ،ړوندوالی ،همیشنی مرض ،ګوډوالی ،داسې سپین ږیرتوب، چې ځان نشي ټینګولی ،دلاري نا امني ،دښځي سره دمحرم نشتوالی ،چې داټول آفات تر مړینې پورې پاتې شي .

دوهم شرط:

ثَانِيًا : شُرُوطُ النَّائِبِ عَنْ غَيْرِهِ فِي الْحَجِّ :

116 – اشْتَرَطَ الشَّافِعِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ لإِجْزَاءِ الْحَجِّ الْفَرْضِ عَنِ الأَصِيلِ أَنْ يَكُونَ النَّائِبُ قَدْ حَجَّ حَجَّةَ الإِسْلامِ عَنْ نَفْسِهِ أَوَّلا ، وَإِلا كَانَتِ الْحَجَّةُ عَنْ نَفْسِهِ ، وَلَمْ تُجْزِئْ عَنِ الأَصِيلِ ، وَهُوَ قَوْلُ الأَوْزَاعِيِّ وَإِسْحَاقَ بْنِ رَاهُوَيْهِ ( المجموع والمهذب 7 / 98 ، والإيضاح ص 119 ، والمغني 3 / 245 ، والفروع 3 / 265 ـ 266 .)

وَاكْتَفَى الْحَنَفِيَّةُ بِأَهْلِيَّةِ الْمَأْمُورِ لِصِحَّةِ الْحَجِّ ، بِأَنْ يَكُونَ مُسْلِمًا عَاقِلا ، فَأَجَازُوا أَنْ يَكُونَ الْمَأْمُورُ لَمْ يَحُجَّ عَنْ نَفْسِهِ حَجَّةَ الإِسْلامِ ( وَهُوَ الْمُسَمَّى صَرُورَةً ) ، (الصرورة : من لم يحج )وَأَجَازُوا حَجَّ الْعَبْدِ ، وَالْمُرَاهِقِ عَنْ غَيْرِهِمْ ، وَتَصِحُّ هَذِهِ الْحَجَّةُ الْبَدَلِيَّةُ وَتَبْرَأُ ذِمَّةُ الأَصِيلِ ، مَعَ الْكَرَاهَةِ التَّنْزِيهِيَّةِ بِالنِّسْبَةِ لِلآمِرِ ، وَالْكَرَاهَةِ التَّحْرِيمِيَّةِ بِالنِّسْبَةِ لِلْمَأْمُورِ إِنْ كَانَ تَحَقَّقَ وُجُوبُ الْحَجِّ عَلَيْهِ . وَنَحْوُ ذَلِكَ عِنْدَ الْمَالِكِيَّةِ فِي الْحَجِّ عَنِ الْمَيِّتِ يَصِحُّ عَلَى الْقَوْلِ بِوُجُوبِ الْحَجِّ عَلَى التَّرَاخِي عِنْدَهُمْ ، أَمَّا عَلَى وُجُوبِهِ عَلَى الْفَوْرِ فَيَحْرُمُ الْحَجُّ عَنْهُ (. المسلك المتقسط ص 299 ، وفيه مناقشة حول المراهق ص 300 ـ 301 ، وتنوير الأبصار مع شرحه وحاشيته 2 / 331 ، ومواهب الجليل 3 / 5 ، والشرح الكبير 2 / 18 ـ 20 . )

خلص مفهوم : شوافعو او حنابلو شرط کړي ، چې هغه څوک دبل چاپه نیابت حج کولای شي ،چې ده پخپله حج کړی وي ،که ده نوې کړي ،نو دنیابت حج به دنایب څخه حساب شي اودآمرڅخه به نه ادا کیږي ،خو احناف بیا داسې کوم شرط دحج په نیابت عن الغیرکې نه ږدي، چې دې نایب عن الغیر دې ضرورپخپله حج کړی وي ،بلکې دوئ یوازې دحج دصحت لپاره د نایب په اهلیت بسنه کوي ،احناف وایې چې دومره بس دی، چې دا نایب مسلمان او عاقل وي ،نودوئ دا اجازه ورکړي ،چې هغه مامورچې حجةالاسلام یې نوې کړی ،هم دحج نیابت کولای شي او دې کس ته (الصرورة )وایې یعنې هغه څوک چې حج یې پخپله ندی کړی، خو دبل چاپه عوض یې کوي ،همدا سې احناف دمریې او مراهق حج هم جایز بولې ،نودې کې دآمر غاړه دکراهت تنزیهې سره مله خلاصیږي ،((البته په (تنقیح الفتاوی الحامدیة)کې لاندیني عبارت کې چې دې پسې به راشي ،داسې لیکلې ،چې دا کار خلاف الافضل دی ،دکراهت تنزیه الفاظ هلته نه تر سترګوکیږي ) اودمامورپه حق کې هغه وخت کراهت تحریمي صورت نیسې چې پخپله پکې دحج شروط پوره وي اودا یې دځان لخوا نه ادا کوي .

دحنفي مسلک مشهور کتاب (تنقیح الفتاوی الحامدیة) دې لاندیني عبارت کې هم د(حج الصروره) دجواز حکم تر سترګوکیږي لکه چې لیکي :( سُئِلَ ) فِي رَجُلٍ أَوْصَى بِأَنْ يُحَجَّ عَنْهُ بِمَبْلَغٍ سَمَّاهُ مِنْ ثُلُثِ مَالِهِ فَدَفَعَهُ الْوَصِيُّ لِرَجُلٍ لَمْ يَحُجَّ عَنْ نَفْسِهِ فَهَلْ يَجُوزُ حَجُّهُ عَنْ الْمَيِّتِ ( الْجَوَابُ ) : يَجُوزُ لِمَنْ لَمْ يَكُنْ حَجَّ عَنْ نَفْسِهِ أَنْ يَحُجَّ عَنْ غَيْرِهِ لَكِنَّهُ خِلَافُ الْأَفْضَلِ وَيُسَمَّى حَجُّ الصَّرُورَةِ مِنْ الصِّرِّ وَهُوَ الشَّدُّ قَالَ فِي الْمِصْبَاحِ أَصَرَّ عَلَى نَفَقَتِهِ لِأَنَّهُ لَمْ يُخْرِجْهَا فِي الْحَجِّ وَهَلْ يَجِبُ عَلَيْهِ أَنْ يَمْكُثَ بِمَكَّةَ حَتَّى يَحُجَّ عَنْ نَفْسِهِ لَمْ أَرَهُ إلَّا فِي فَتَاوَى أَبِي السُّعُودِ الْمُفَسِّرُ وَصُورَتُهُ ( مَسْأَلَةٌ ) كَعْبَةٌ شَرِيفَةٌ بِهِ وارمين زير فَقِير عُمْرك حَجّ شريف أيجون تعيين ايتديكي اقجة أَوْ لوب عمرو نيته حَجّ إيله شرعا جَائِزًا وَلَوْ رَمَى ( الْجَوَابُ ) : أكرجه جَائِز دُرًّا مَا بِرّ دُفَعه حَجّ أيده نه ايتدرمك كر كدرزيرا وندن واروب حَجّ أيتمك لَازِم أَوْ لَوْ رانده مُجَاوَرًا وليجق عُمْرك حَجَّنِي إتْمَام أتمش أَوْ لور .

ا هـ .

قُلْت وَفِي هَذَا الْكَلَامِ بَحْثٌ إنْ لَمْ يُوجَدْ نَقْلٌ صَرِيحٌ لِأَنَّهُ حَجٌّ بِقُدْرَةِ الْغَيْرِ لَا بِقُدْرَةِ نَفْسِهِ وَمَالِهِ وَإِذَا تَمَّ الْحَجُّ تَمْضِي أَشْهُرُ الْحَجِّ فَإِنَّهَا شَوَّالُ وَذُو الْقَعْدَةِ وَعَشْرُ ذِي الْحِجَّةِ فَكَيْفَ يَجِبُ عَلَيْهِ الْمُكْثُ حَتَّى تَأْتِيَ أَشْهُرُهُ فَإِذَا كَانَ فَقِيرًا وَلَهُ عَائِلَةٌ فِي بَلَدِهِ فَوُجُوبُ الْمُكْثِ عَلَيْهِ إلَى السَّنَةِ الْآتِيَةِ بِلَا نَفَقَةٍ مَعَ تَرْكِ عِيَالِهِ يَحْتَاجُ إلَى نَقْلٍ صَرِيحٍ فِي ذَلِكَ فَتَأَمَّلْ ثُمَّ بَعْدَ ذَلِكَ رَأَيْت بِخَطِّ بَعْضِ الْفُضَلَاءِ نَاقِلًا عَنْ مَجْمَعِ الْأَنْهُرِ عَلَى مُلْتَقَى الْأَبْحُرِ مَا صُورَتُهُ .

وَيَجُوزُ إحْجَاجُ الصَّرُورَةِ وَلَكِنْ يَجِبُ عَلَيْهِ عِنْدَ رُؤْيَةِ الْكَعْبَةِ الْحَجُّ لِنَفْسِهِ وَعَلَيْهِ أَنْ يَتَوَقَّفَ إلَى عَامٍ قَابِلٍ وَيَحُجُّ لِنَفْسِهِ أَوْ أَنْ يَحُجَّ بَعْدَ عَوْدَةِ أَهْلِهِ بِمَالِهِ وَإِنْ فَقِيرًا فَلْيُحْفَظْ وَالنَّاسُ عَنْهَا غَافِلُونَ وَصَرَّحَ عَلِيٌّ الْقَارِي فِي شَرْحِ مَنْسَكِهِ الْكَبِيرِ بِأَنَّهُ بِوُصُولِهِ لِمَكَّةَ وَجَبَ عَلَيْهِ وَفِي نَهْجِ النَّجَاةِ لِابْنِ حَمْزَةَ هَذِهِ الْمَسْأَلَةُ مِنْ كَلَامٍ حَسَنٍ فَلْتُرَاجَعْ .

( أَقُولُ ) وَقَدْ أَلَّفَ سَيِّدِي عَبْدُ الْغَنِيِّ النَّابُلُسِيُّ رِسَالَةً فِي ذَلِكَ جَنَحَ فِيهَا إلَى عَدَمِ الْوُجُوبِ وَنَقَلَ بَعْضُ الْعُلَمَاءِ أَنَّ السَّيِّدَ أَحْمَدَ بَادْشَاهْ أَلَّفَ رِسَالَةً فِي الْوُجُوبِ وَاَللَّهُ تَعَالَى أَعْلَمُ .( تنقیح الفتاوی الحامدیة /ج۱/ص۴۷

دپورتني عبارت لنډ مطلب :امام شامي په تنقیح الفتاوی کې دسوال او ځواب په بڼه لیکې :چې حج الصروره (دبل چا لپاره دداسې چا حج چې پخپله یې حج نوې کړی ) جوازلري ،البته خلاف الافضل دی ،اوس دا مسئله چې دا شخص چې پخپله یې حج ندی کړی، دکعبې شریفې په کتو پرې حج لازمیږې که نه؟ ژوره اختلافي مسئله ده ،ځینې همدا سې حکم کوي، چې پدې شخص بل حج دځان لپاره که څه هم فقیر وي واجب شو،او ځینې نور علماء یې وجوب باندې حکم نه کوي ،خودامام شامي رح ترجیح په (اقول )سره همداسې ښکاري چې وجوب پرې نشته په هر صورت دا اختلافي مسله ده .

ـ

عالمګیري فتاوی کې دحج الصروره لپاره داسې شرطونه ایښي :

…………وَلِجَوَازِ النِّيَابَةِ فِي الْحَجِّ شَرَائِطُ .

( مِنْهَا ) : أَنْ يَكُونَ الْمَحْجُوجُ عَنْهُ عَاجِزًا عَنْ الْأَدَاءِ بِنَفْسِهِ وَلَهُ مَالٌ ، فَإِنْ كَانَ قَادِرًا عَلَى الْأَدَاءِ بِنَفْسِهِ بِأَنْ كَانَ صَحِيحَ الْبَدَنِ وَلَهُ مَالٌ أَوْ كَانَ فَقِيرًا صَحِيحَ الْبَدَنِ لَا يَجُوزُ حَجُّ غَيْرِهِ عَنْهُ .

( وَمِنْهَا ) اسْتِدَامَةُ الْعَجْزِ مِنْ وَقْتِ الْإِحْجَاجِ إلَى وَقْتِ الْمَوْتِ هَكَذَا فِي الْبَدَائِعِ حَتَّى لَوْ أَحَجَّ عَنْ نَفْسِهِ وَهُوَ مَرِيضٌ يَكُونُ مُرَاعَى فَإِنْ مَاتَ أَجْزَأَهُ ، وَإِنْ تَعَافَى بَطَلَ وَكَذَا لَوْ أَحَجَّ عَنْ نَفْسِهِ وَهُوَ مَحْبُوسٌ ، كَذَا فِي التَّبْيِينِ فَإِنْ أَحَجَّ الرَّجُلُ الصَّحِيحُ عَنْ نَفْسِهِ رَجُلًا ثُمَّ عَجَزَ لَمْ تُجْزِئْهُ الْحَجَّةُ ، كَذَا فِي السِّرَاجِ الْوَهَّاجِ وَإِنَّمَا شَرَطَ عَجْزَ الْمَنُوبِ لِلْحَجِّ الْفَرْضِ لَا لِلنَّفْلِ ، كَذَا فِي الْكَنْزِ فَفِي الْحَجِّ النَّفْلِ تَجُوزُ النِّيَابَةُ حَالَةَ الْقُدْرَةِ ؛ لِأَنَّ بَابَ النَّفْلِ أَوْسَعُ ، كَذَا فِي السِّرَاجِ الْوَهَّاجِ ( وَمِنْهَا ) الْأَمْرُ بِالْحَجِّ فَلَا يَجُوزُ حَجُّ الْغَيْرِ عَنْهُ بِغَيْرِ أَمْرِهِ إلَّا الْوَارِثُ يَحُجُّ عَنْ مُوَرِّثِهِ بِغَيْرِ أَمْرِهِ

فَإِنَّهُ يُجْزِيهِ ( وَمِنْهَا ) نِيَّةُ الْمَحْجُوجِ عَنْهُ عِنْدَ الْإِحْرَامِ ، وَالْأَفْضَلُ أَنْ يَقُولَ بِلِسَانِهِ : لَبَّيْكَ عَنْ فُلَانٍ .

( وَمِنْهَا ) أَنْ يَكُونَ حَجُّ الْمَأْمُورِ بِمَالِ الْمَحْجُوجِ عَنْهُ فَإِنْ تَطَوَّعَ الْحَاجُّ عَنْهُ بِمَالِ نَفْسِهِ لَمْ يَجُزْ عَنْهُ حَتَّى يَحُجَّ بِمَالِهِ وَكَذَا إذَا أَوْصَى أَنْ يَحُجَّ بِمَالِهِ وَمَاتَ فَتَطَوَّعَ عَنْهُ وَارِثُهُ بِمَالِ نَفْسِهِ ، كَذَا فِي الْبَدَائِعِ ……….. وَمِنْهَا ) أَنْ يَحُجَّ رَاكِبًا حَتَّى لَوْ أَمَرَهُ بِالْحَجِّ فَحَجَّ مَاشِيًا يَضْمَنُ النَّفَقَةَ وَيَحُجُّ عَنْهُ رَاكِبًا ، كَذَا فِي الْبَدَائِعِ ثُمَّ الصَّحِيحُ مِنْ الْمَذْهَبِ فِيمَنْ حَجَّ عَنْ غَيْرِهِ أَنَّ أَصْلَ الْحَجِّ يَقَعُ عَنْ الْمَحْجُوجِ عَنْهُ وَلِهَذَا لَا يَسْقُطُ بِهِ الْفَرْضُ عَنْ الْمَأْمُورِ وَهُوَ الْحَاجُّ ، كَذَا فِي التَّبْيِينِ وَالْأَفْضَلُ لِلْإِنْسَانِ إذَا أَرَادَ أَنْ يُحِجَّ رَجُلًا عَنْ نَفْسِهِ أَنْ يُحِجَّ رَجُلًا قَدْ حَجَّ عَنْ نَفْسِهِ ، وَمَعَ هَذَا لَوْ أَحَجَّ رَجُلًا لَمْ يَحُجَّ عَنْ نَفْسِهِ حَجَّةَ الْإِسْلَامِ يَجُوزُ عِنْدَنَا وَسَقَطَ الْحَجُّ عَنْ الْآمِرِ ، كَذَا فِي الْمُحِيطِ وَفِي الْكَرْمَانِيِّ الْأَفْضَلُ أَنْ يَكُونَ عَالِمًا بِطَرِيقِ الْحَجِّ وَأَفْعَالِهِ ، وَيَكُونَ حُرًّا عَاقِلًا بَالِغًا ، كَذَا فِي غَايَةِ السُّرُوجِيِّ شَرْحِ الْهِدَايَةِ (الفتاوی الهندېة)/ج۶/ص۳۵۰/

لنډمطلب : حج الصروره هغه وخت کې جایزدی، چې لاندیني شرطونه پکې پوره شي الف :چې محجوج عنه ترپایه دحج دکولوڅخه عاجزاو دمال خاوند وي ،ب :عجزیې مستدام وي ،یعنې دفرضیت له وخته تر مړینې پورې دوام وکړي ،ج دمحجوج عنه امر پکې شرط دی ، دخپل وارث نه علاوه بل څوک د محجوج عنه بې امره دده پر ځای حج نشي کولای ،د: داحرام پر وخت دمحجوج عنه لپاره نیت کول ، غوره داده چې په ژبه ووایې چې (لبیک عن فلان……ﻫ :دمامور حج باید دآمرپه پیسو سره وي ،و:حج باید په سپرلۍ وکړي ،که دحج امر یې ورته وکړاوده پلی وکړ دپیسو ضمان به ورکوي …… اود مذهب مسئله داده ،چې څوک دبل چا لپاره حج کوي ،اصل حج دمحجوج عنه نه واقع کیږي ،نوځکه دمامورنه حج هم نه ساقطیږي ،نوښه داده چې څوک دځان پر ځای څوک حج ته لیږي، داسې څوک دې ولیږي ،چې هغه یو ځل حج ځان ته کړی وي ،خو که بیا یې هم داسې څوک ولیږه ،چې هغه پخپله حج نه و کړی ،زمونږ په مذهب کې صحیح ده او دآمر نه حج ساقط شو.

دحج عن الغیر په باب دطرفینو دلایل

اسْتَدَلَّ الأَوَّلُونَ : بِمَا أَخْرَجَ أَبُو دَاوُدَ وَابْنُ مَاجَهْ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا ” أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سَمِعَ رَجُلا يَقُولُ : لَبَّيْكَ عَنْ شُبْرُمَةَ . قَالَ : مَنْ شُبْرُمَةُ ؟ قَالَ : أَخٌ لِي ، أَوْ قَرِيبٌ لِي . قَالَ : حَجَجْتَ عَنْ نَفْسِكَ ؟ قَالَ : لا . قَالَ : حُجَّ عَنْ نَفْسِكَ ، ثُمَّ حُجَّ عَنْ شُبْرُمَةَ ” . أخرجه أبو داود ( 2 / 403 ـ تحقيق عزت عبيد دعاس ) ، وابن ماجه ( 2 / 969 ـ ط الحلبي ) ، وأعل بالإرسال كما في التلخيص لابن حجر ( 2 / 221 ـ ط شركة الطباعة الفنية ) ثم ذكر له طريقا آخر قواه به .

ژباړه :شوافعودسنن ابې داود او ابن ماجه) په هغه حدیث استدلال کړی ، چې حضرت ابن عباس څخه روایت شوی ،چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) له یوه کس څخه واوریدل ،چې ویل یې (لبیک عن شبرمه )نوده (صلی الله علیه وسلم ) ورته وفرمایل :چې شبرمه څوک دی؟ هغه سړې ورته وویل چې ورورمې دی، یا یې وویل چې خپلوان مې دی ،نورسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ورته وفرمایل چې آیاتا دخپل ځان لپاره حج کړی ؟هغه سړې ورته وویل چې نه ،نوده (صلی الله علیه وسلم ) ورته وفرمایل چې لومړی دخپل ځان لپاره حج او بیا دشبرمه لپاره وکړه .

تشریح :لکه چې پورتنې عبارت کې ذکرشول ، د(شبرمه )دحج ددې حدیث شریف په باب دتعلیل بالارسال خبره خوددې طریق څخه په تلخیص کې حافظ ابن حجر رح وکړه ، اودامام طحاوي په( مشکل الاثار)کې داد (شبرمه) حدیث په نورو سندونو شته ،چې امام طحاوي رح پکې داسې مقال کړی ، چې ددې په سند کې (عزره)راغلی او یحیی بن سعید (صاحب الحدیث) له عزره نه راضي نه و(والله تعالی اعلم بالصواب )((قال : حدثنا عبدة بن سليمان الكلابي ، عن سعيد ، عن قتادة ، عن عزرة ، عن سعيد بن جبير ، عن ابن عباس رضي الله عنهما أن رسول الله صلى الله عليه وسلم سمع رجلا يقول : لبيك عن شبرمة . قال : « من شبرمة ؟ » قال : أخ أو قريب لي . قال : « هل حججت قط ؟ » قال : لا . قال : « اجعل هذه عنك ، ثم احجج عن شبرمة »…… ثم اعتبرنا هذا الحديث وما روي سواه مما يدخل في هذا المعنى ، فوجدنا هذا الحديث إنما يدور على عزرة ، وعزرة هذا هو عزرة بن تميم ، وقد ذكر لي هارون بن محمد العسقلاني عن الغلابي قال : كان يحيى بن سعيد لا يرضى عزرة ، يعني صاحب هذا الحديث ، وموضع يحيى من هذا هو الموضع الذي لا مثل له فيه ، ثم اعتبرنا ما روي عن رسول الله صلى الله عليه وسلم في هذا المعنى سوى ذلك))(مشکل الاثار للطحاوي ) والله اعلم.

داحنافو دلیل :وَاسْتَدَلَّ الْحَنَفِيَّةُ بِإِطْلاقِ حَدِيثِ الْخَثْعَمِيَّةِ السَّابِقِ ، فَإِنَّهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لَهَا : (حُجِّي عَنْ أَبِيك ) مِنْ غَيْرِ اسْتِخْبَارِهَا عَنْ حَجِّهَا لِنَفْسِهَا قَبْلَ ذَلِكَ ، وَتَرْكُ الاسْتِفْصَالِ يَتَنَزَّلُ مَنْزِلَةَ عُمُومِ الْمَقَالِ .

ژباړه :احنافوپه اطلاق د حدیث د(خثعمیه)سره   استدلال کړی ،چې مخکې تیر شو،او رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ورته وفرمایل چې(………… له خپل پلارڅخه دې حج وکړه )پرته لدې څخه چې ددې نه خبرترلاسه کړي ،چې آیا تاددې څخه مخکې پخپله حج کړی که نه ،دلته چې تفصیل ترک شوی او ترک دتفصیل دعموم دمقال په منزله کې نازلیږي )نودلته حدیث شریف مطلق راغلی ،کوم داسې قیدپکې نشته ،چې لومړی ته حج وکړه او بیا یې دپلار لپاره وکړه .

دحج عن الغیر دصحت دریم شرط

– أ – يُشْتَرَطُ أَنْ يَأْمُرَ الأَصِيلُ بِالْحَجِّ عَنْهُ ، بِاتِّفَاقِ الْعُلَمَاءِ بِالنِّسْبَةِ لِلْحَيِّ .

أَمَّا الْمَيِّتُ فَلا يَجُوزُ حَجُّ الْغَيْرِ عَنْهُ بِدُونِ وَصِيَّتِهِ عِنْدَ الْحَنَفِيَّةِ وَالْمَالِكِيَّةِ . (المسلك المتقسط ص 288 ، والدر بشرحه وحاشيته 2 / 328 ، والشرح الكبير 2 / 18 ـ 19 ، وإجزاء تبرع الأجنبي بحجة الفرض عمن لم يوص ، رواية مرجوحة عند الحنفية . انظر رد المحتار 2 / 328 ، 34 ، 37 .)

وَاسْتَثْنَى الْحَنَفِيَّةُ ، إِذَا حَجَّ أَوْ أَحَجَّ عَنْ مُوَرِّثِهِ بِغَيْرِ إِذْنِهِ فَإِنَّهُ يُجْزِيهِ ، وَتَبْرَأُ ذِمَّةُ الْمَيِّتِ إِنْ شَاءَ اللَّهُ تَعَالَى ، مُسْتَدِلِّينَ بِحَدِيثِ الْخَثْعَمِيَّةِ ، فَإِنَّهُ لَمْ يُفَصِّلْ فِي حَقِّ السَّائِلِ هَلْ أَوْصَى أَوْ لَمْ يُوصِ ، وَهُوَ وَارِثٌ .

وَذَهَبَ الشَّافِعِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ إِلَى أَنَّهُ : مَنْ مَاتَ وَعَلَيْهِ حَجٌّ وَجَبَ الإِحْجَاجُ عَنْهُ مِنْ جَمِيعِ تَرِكَتِهِ ، سَوَاءٌ أَوْصَى بِهِ أَمْ لا ، كَمَا تُقْضَى مِنْهَا دُيُونُهُ سَوَاءٌ أَوْصَى بِهَا أَمْ لا . فَلَوْ لَمْ يَكُنْ لَهُ تَرِكَةٌ اسْتُحِبَّ لِوَارِثِهِ أَنْ يَحُجَّ عَنْهُ ، فَإِنْ حَجَّ عَنْهُ بِنَفْسِهِ أَوْ أَرْسَلَ مَنْ حَجَّ عَنْهُ سَقَطَ الْحَجُّ عَنِ الْمَيِّتِ ، وَلَوْ حَجَّ عَنْهُ أَجْنَبِيٌّ جَازَ ، وَإِنْ لَمْ يَأْذَنْ لَهُ الْوَارِثُ ،

کَمَا يُقْضَى دَيْنُهُ بِغَيْرِ إِذْنِ الْوَارِثِ ( ” شرح المنهاج بحاشيتي قليوبي وعميرة 2 / 90 ، والسياق منها ، والإيضاح مع حاشيته ص 209 ، والمجموع 7 / 78 ، والمغني 3 / 241 ، والفروع 3 / 249)

وَمَأْخَذُهُمْ تَشْبِيهُ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْحَجَّ بِالدَّيْنِ ، فَأَجْرَوْا عَلَى قَضَاءِ الْحَجِّ أَحْكَامَ الدُّيُونِ . فَإِذَا مَاتَ وَالْحَجُّ فِي ذِمَّتِهِ يَجِبُ الإِحْجَاجُ عَنْهُ مِنْ رَأْسِ الْمَالِ وَلَوْ لَمْ يُوصِ ، وَهُوَ مُقَدَّمٌ عَلَى وَفَاءِ الدُّيُونِ ، عِنْدَ الشَّافِعِيَّةِ .

وَقَالَ الْحَنَابِلَةُ : مَنْ ضَاقَ مَالُهُ وَكَانَ عَلَيْهِ دَيْنٌ يُحَاصُّ نَفَقَةُ الْحَجِّ مِنَ الدَّيْنِ ، وَيُؤْخَذُ لِلْحَجِّ حِصَّتُهُ فَيَحُجُّ بِهَا مِنْ حَيْثُ تَبْلُغُ ( . المغني 3 / 244 ، والفروع 3 / 251)

ب – أَنْ تَكُونَ نَفَقَةُ الْحَجِّ مِنْ مَالِ الآمِرِ كُلُّهَا أَوْ أَكْثَرُهَا عِنْدَ الْحَنَفِيَّةِ ، سِوَى دَمِ الْقِرَانِ وَالتَّمَتُّعِ ، فَهُمَا عَلَى الْحَاجِّ عِنْدَهُمْ . لَكِنْ إِذَا تَبَرَّعَ الْوَارِثُ بِالْحَجِّ عَنْ مُورَثِهِ تَبْرَأُ ذِمَّةُ الْمَيِّتِ إِنْ لَمْ يَكُنْ أَوْصَى بِالإِحْجَاجِ عَنْهُ إِنْ شَاءَ اللَّهُ ( رد المحتار 2 / 328 ، والتنوير وشروحه 2 / 338 ـ 339 ، وانظر المسلك المتقسط ص 289 ـ 290 .)

أَمَّا الشَّافِعِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ فَقَدْ أَجَازُوا أَنْ يَتَبَرَّعَ بِالْحَجِّ عَنْ غَيْرِ الْمَيِّتِ مُطْلَقًا ، كَمَا يَجُوزُ أَنْ يَتَبَرَّعَ بِقَضَاءِ دَيْنِهِ ( كما سبق إشارة لذلك في الشرط السابق ، وانظر الفروع 3 / 250 وفيه قوله : ” تجوز النيابة بلا مال ” . )

خلص مطلب :له پورتنیو عبارتونوڅخه داسې نتیجه اخلوچې : دریم شرط دصحت دحج دادی، چې محجوج عنه به نایب ته امر کړی کړی وي ،چې دده له خواحج وکړي ،دآمرپه ژوند کې دا شرط دټولو علماووپه اتفاق سره دی ،خو له مړینې وروسته یې احناف او مالکیان له وصیت پرته حج ناروا بولې ،البته احناف وایې چې وارث له خپل مورث نه دده په مړینه حج کولای شي او دا جا یز ده ددې امید شته چې ترې قبول شي ، خو شوافع او حنابله وایې، چې که اصیل ومړ اوده باندې حجة الاسلام فرض شوی و،نو لازما به یې له مال متروکه څخه حج کولای شي .

دبل کس پر ځای نفلي حج

حَجُّ النَّفْلِ عَنِ الْغَيْرِ :

مَشْرُوعِيَّتُهُ :

– اتَّفَقَ الْجُمْهُورُ عَلَى مَشْرُوعِيَّةِ حَجِّ النَّفْلِ عَنِ الْغَيْرِ بِإِطْلاقٍ ، وَهُوَ مَذْهَبُ الْحَنَفِيَّةِ وَأَحْمَدَ . وَأَجَازَهُ الْمَالِكِيَّةُ أَيْضًا مَعَ الْكَرَاهَةِ فِيهِ وَفِي النِّيَابَةِ فِي الْحَجِّ الْمَنْذُورِ .

(1)المسلك ص 293 ، والشرح الكبير 2 / 20 ، ومغني المحتاج 1 / 470 في إجارة العين ، وحاشية الإيضاح ص 121 ـ 122 ، والمجموع 7 / 203 .

(2)المسلك المتقسط ص 292 ، والشرح الكبير 2 / 16 ، والمجموع 7 / 114 ـ 115 ، والمغني 3 / 234 ـ 235 .

أَمَّا الشَّافِعِيَّةُ فَفَصَّلُوا وَقَالُوا : لا تَجُوزُ الاسْتِنَابَةُ فِي حَجِّ النَّفْلِ عَنْ حَيٍّ لَيْسَ بِمَعْضُوبٍ ، وَلا عَنْ مَيِّتٍ لَمْ يُوصِ بِهِ .

أَمَّا الْمَيِّتُ الَّذِي أَوْصَى بِهِ وَالْحَيُّ الْمَعْضُوبُ إِذَا اسْتَأْجَرَ مَنْ يَحُجُّ عَنْهُ ، فَفِيهِ قَوْلانِ مَشْهُورَانِ لِلشَّافِعِيَّةِ :

أَصَحُّهُمَا الْجَوَازُ ، وَأَنَّهُ يَسْتَحِقُّ الأُجْرَةَ .

وَالْقَوْلُ الآخَرُ عَدَمُ الْجَوَازِ ، لأَنَّهُ إِنَّمَا جَازَ الاسْتِنَابَةُ فِي الْفَرْضِ لِلضَّرُورَةِ ، وَلا ضَرُورَةَ ، فَلَمْ تَجُزِ الاسْتِنَابَةُ فِيهِ ، كَالصَّحِيحِ ، وَيَقَعُ عَنِ الأَجِيرِ ، وَلا يَسْتَحِقُّ الأُجْرَةَ .

وَيَدُلُّ لِلْجُمْهُورِ عَلَى صِحَّةِ حَجِّ النَّفْلِ عَنِ الْغَيْرِ الْمُسْتَطِيعِ بِنَفْسِهِ أَنَّهَا حَجَّةٌ لا تَلْزَمُهُ بِنَفْسِهِ ، فَجَازَ أَنْ يَسْتَنِيبَ فِيهَا كَالْمَعْضُوبِ .

وَلأَنَّهُ يُتَوَسَّعُ فِي النَّفْلِ مَا لا يُتَوَسَّعُ فِي الْفَرْضِ ، فَإِذَا جَازَتِ النِّيَابَةُ فِي الْفَرْضِ فَلأَنْ تَجُوزَ فِي النَّفْلِ أَوْلَى .

ژباړه او خلص مفهوم :جمهوروعلماووپدې اتفاق کړی ،چې نفلي حج دبل چا څخه مطلقا صحیح دی، همدا داحنافو ،امام احمد بن حنبل مذهب دی ،مالکیان یې له کراهت سره صحیح بولي ،شوافع پکې تفصیل کوي :دوئ وایې چې نفلي حج مطلقا ندی روا،دژوندي شخص څخه هغه وخت روادی، چې مزمنه او داسې ناروغي ولري، چې له ځایه حرکت نشي کولای ،دمړه نه هغه وخت روا دی ،چې وصیت یې کړی وي ،که چیرته ژوندی ناروغه او بې ځواکه یا دمړه په وصیت څوک په کرایه یا اجاره دنفلي حج لپاره ونیسې ،دې کې دوه قوله دي، په اصح قول کې یې صحت دی او غیر اصح کې یې عدم صحت دی   ،شوافع وایې چې په فرضوکې خو دعذرله کبله دنیابت جواز و،دلته داسې کوم مجبوریت نشته او جمهورعلماورته په دلیل کې وایې ، یوخوداچې په نفلوکې وسعت دی او بل داداسې حج دی ،چې التزام پکې نشته، نو ځکه مطلقا پکې نیابت روا دی .

شُرُوطُهُ :

– يُشْتَرَطُ لِصِحَّةِ حَجِّ النَّفْلِ عَنِ الْغَيْرِ :

الإِسْلامُ ، وَالْعَقْلُ ، وَالتَّمْيِيزُ ، وَقَيَّدَهُ الْحَنَفِيَّةُ بِالْمُرَاهِقِ ، وَأَنْ يَكُونَ النَّائِبُ قَدْ حَجَّ الْفَرْضَ عَنْ نَفْسِهِ ، وَلَيْسَ عَلَيْهِ حَجٌّ آخَرُ وَاجِبٌ ، وَذَلِكَ عِنْدَ الشَّافِعِيَّةِ وَالْحَنَابِلَةِ كَمَا يُشْتَرَطُ نِيَّةُ الْحَاجِّ النَّائِبِ الْحَجَّةَ عَنِ الأَصِيلِ (1) . انظر بحث الحج النفل عن الغير في المسلك المتقسط ص 299 ، والمغني 3 / 230 ، والشرح الكبير وحاشية الدسوقي عليه 2 / 18 ، والمهذب وشرحه المجموع 7 / 92 ـ 94 .)

خلص مفهوم :مخکې مو وویل چې داحنافوپه نزد په نفلي حج کې نیابت مطلقا مشروع دی ،خودشوافعواوحنابلوپه مذهب کې مقید جواز لري ( نایب به پخپله حاجي وي )اودا نور شرطونه لکه اسلام ،عقل ،بلوغ غوندې یې سره ګډ دي ،خو په دومره توپیرچې داد(تمیز)هغه صفت یې احنافوپه مراهق سره مقیدکړی دی .

دحج کولو لپاره څوک په اجاره نیول :

احناف ،اسحاق بن راهویه اودامام احمد په مشهور قول کې په حج عن الغیر کې استئجار نا مشروع دی ،او شوافع دمالکیانوپه ګډون وایې چې جایز دی، لاندینی عبارت کې وضاحت لري :

– ذَهَبَ أَبُو حَنِيفَةَ وَإِسْحَاقُ بْنُ رَاهَوَيْهِ وَهُوَ الأَشْهَرُ عَنْ أَحْمَدَ إِلَى أَنَّهُ لا يَجُوزُ الاسْتِئْجَارُ عَلَى الْحَجِّ ) . المسلك المتقسط ص 288 ، ورد المحتار 2 / 228 ـ 229 ، والمغني 3 / 231 ، والفروع 3 / 252 ، 2)

وَذَهَبَ الشَّافِعِيُّ إِلَى الْجَوَازِ ، وَبِهِ أَخَذَ الْمَالِكِيَّةُ ، مُرَاعَاةً لِخِلافِ الشَّافِعِيَّةِ فِي جَوَازِ النِّيَابَةِ فِي حَجِّ النَّفْلِ (3) . فَلَوْ عُقِدَتِ الإِجَارَةُ لِلْحَجِّ عَنِ الْغَيْرِ فَهِيَ عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ بَاطِلَةٌ ، لَكِنَّ الْحَجَّةَ عَنِ الأَصِيلِ صَحِيحَةٌ ، عَلَى التَّحْقِيقِ فِي الْمَذْهَبِ ، وَيُسَمُّونَ الأَجِيرَ : مَأْمُورًا ، وَنَائِبًا ، وَقَالُوا لَهُ نَفَقَةُ الْمِثْلِ فِي مَالِ الأَصِيلِ ، لأَنَّهُ حَبَسَ نَفْسَهُ لِمَنْفَعَةِ الأَصِيلِ فَوَجَبَتْ نَفَقَتُهُ فِي مَالِهِ (4) .

لنډه ژباړه :په المسلک المستقط ،ردالمحتارالمغني او الفروع کې لیکلې :چې داحنافواوپه مشهورقول دامام احمد کې استئجاربالحج عن الغیر نا روا دی ،اوشوافع یې په جواز قایل دي ،همدې قول باندې مالکیان هم تمسک کوي ،که چیرته یې په استئجار بالحج عن الغیرسره عقد وکړ، دامام ابوحنیفه رح په نزد دا عقد باطل دی ،خو دمذهب تحقیقي مسئله داده، چې حج له اصیل څخه صحیح دی ،اودوئ دې صورت کې دې اجیر ته مامور او دنایب نوم اخلي او وایې چې دې نایب ته داصیل له مال څخه نفقه المثل اخستل صحیح ځکه ده، چې ده خپل نفس داصیل دمنفعت لپاره محبوس کړی و،نو نفقه یې دده په مال کې واجب ده

والله اعلم بالصواب

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب