حج او عمره

د حج فرضیت دلیلونه؛ په قرآن، حدیث، اجماع او قیاس کې

د حج فرضيت:

 د حج فرضیت له قرآن ،حدیث ، اجماع  او قیاس څخه ثابت دی .

له قرآن څخه د حج د فرضيت دليلونه

۱. الله جل جلاله فرمایي: وَلِلّٰهِ عَلَي النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْـتَـطَاعَ اِلَيْهِ سَبِيْلًا  ۭ وَمَنْ كَفَرَ فَاِنَّ اللّٰهَ غَنِىٌّ عَنِ الْعٰلَمِيْنَ    [دال عمران سورت۹۷م ایت ]

ژباړه : او د الله لپاره پر هغو خلکو د کعبې حج فرض دی چې هغې ته د ورتگ وس لري او هر څوک چې کافر شي نو بېشکه الله له ټولو مخلوقاتو څخه بې پروا دی.

۲. وَاَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلّٰهِ ۭ [ البقرة: ۱۹۶ ]

ژباړه : او یوازې دالله لپاره حج او عمره بشپړه کړئ.

۳. وَاَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَاْتُوْكَ رِجَالًا وَّعَلٰي كُلِّ ضَامِرٍ يَّاْتِيْنَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيْقٍ( 27) لِّيَشْهَدُوْا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ فِيْٓ اَيَّامٍ مَّعْلُوْمٰتٍ عَلٰي مَا رَزَقَهُمْ مِّنْۢ بَهِيْمَةِ الْاَنْعَامِ  ۚ  فَكُلُوْا مِنْهَا وَاَطْعِمُوا الْبَاۗىِٕسَ الْفَقِيْرَ [دحج سورت ۲۷-۲۸م ایتونه]

ژباړه : او خلکو ته دحج اعلان وکړه چې هغوی تا ته  له هر لیرې مزله پلي او پر اوښانو سپاره راشي (۲۷) څو هغه گټې وویني چې د هغوی لپاره (دلته) شته او په څو ټاکلیو ورځو کې پر هغو څارویو باندې د الله نوم واخلي چې هغه ورته د روزي په توگه ورکړي دي.

له حديثو څخه د حج فرضيت

۱. عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ : خَطَبَنَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالَ :« أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ فُرِضَ عَلَيْكُمُ الْحَجُّ فَحُجُّوا ».[1]

ژباړه : ابوهریره رضي الله عنه وایي: محمد صلی الله علیه وسلم موږ ته وينا کوله او ويې ویل: ای خلکو! پرتاسو حج فرض شوی دی؛ نوحج وکړئ.

۲. عن ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: بُنِيَ الإِسْلامُ عَلى خَمْسٍ: شَهادَةِ أَنْ لاَ إِلهَ إِلاَّ اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ وَإِقامِ الصَّلاةِ وَإِيتاءَ الزَّكاةِ وَالْحَجِّ وَصَوْمِ رَمَضَانَ.([2])

ژباړه: ابن عمر رضي الله عنهما وایي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ویلي دي:  داسلام بنسټ پر پنځو شیانو دی: گواهي ورکول چې له الله پرته دعبادت وړ  بل څوک نشته او محمد دالله بنده او استازی دی ، لمونځ کول ، زکات  ورکول، حج کول او  د رمضان میاشتې  روژې نیول.

۳. عن ابن عباس رضي الله عنه : أنَّ امرأة قالت : يَا رسول الله ، إنَّ فَرِيضَةَ اللهِ عَلَى عِبَادِهِ في الحَجِّ ، أدْرَكَتْ أَبي شَيْخاً كَبِيراً ، لاَ يَثْبُتُ عَلَى الرَّاحِلَةِ أفَأحُجُّ عَنْهُ ؟ قَالَ : ((نَعَمْ)) .([3])

ژباړه : ابن عباس رضي الله عنه وایي : د خثعم قبیلې یوه مېرمن رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله، پوښتنه یې وکړه : اې د الله رسوله! زما په پلار حج داسې وخت کې فرض شوی دی، چې هغه په سپرلۍ نشي کښېناستلی، ایا زه د هغه له خوا حج کولای شم؟ محمدصلی الله علیه وويل: هو .

له دې حدیث څخه څرگندیږي چې په چا حج  فرض شي او د کوم عذر له کبله یې پخپله سرته  نشي رسولای؛ نو بل څوک يې پر ځای حج کولای شي.

له اجماع څخه د حج فرضيت

۱. د حنفي مذهب یو ستر عالم علاء الدین الکاساني په خپل کتاب “بدائع الصنائع” کې دحج دفرضیت په اړه اجماع نقل کړې ده، وایي: أَنَّ الْأُمَّةَ أَجْمَعَتْ على فَرْضِيَّتِهِ.([4])

ژباړه: د حج په فرضیت ټول امت يوه خوله دی .

۲. دغه راز عبدالرحمن الجزائري لیکي: الحج فرض في العمر مرة علی کل فرد من ذکر او انثی بالشرائط الاتیة . وقد ثبتت  فرضیته بالکتاب والسنة والاجماع . . . واتفقت الامة علی فرضیتها فیکفر منکرها.([5])

حج  په هر مسلمان نر او ښځې باندې په ژوند کې یو ځل هغه مهال فرض دی چې شرطونه یې پلي شي، فرضیت یې له قرآن ، حدیث او اجماع څخه ثابت دی، دغه راز ټول امت یې پر فرضیت یوه خوله دی؛ ځکه يې منکر  کافر دی.

له قياس څخه د حج فرضيت

۱. عقل هم دحج د وجوب غوښتنه کوي، هغه داسې چې په حج کې انسان دالله جل جلاله په وړاندې خپله بندگي او عاجزي څرگندوي کومه چې پر انسان عقلا واجب ده، که دحج کړنو ته ځیر شو، جوتيږي چې د حاجي هر عمل د عاجزۍ او بندگۍ ښکارندوینه کوي، په ځانگړې توگه کله چې حاجي خپل کور -کلی ، وطن او خپلوان پرېږدي او د  هوسایي او ښکلا کالیو پر ځای په دوه کفن ډوله ټوکرونو کې ځان  پېچي (احرام تړي) او بیا دخپل پروردگار په دربار کې د داسې غلام په شان حاضریږي  چې د بادار حکم یې نه وي منلی او هغه ترې ناخوښ وي، دی دخپل بادار ستاینه کوي ، بخښنه ترې غواړي او په خپلو ناوړه کړنو پښېمانه وي، یوازې پر دې بسنه نه کوي؛ بلکې د هغه د کور(کعبې)  خوا او شا ته گرځي په دې هیله گوندې هغه پرې مهربانه او ورحمېږي،  دا د عاجزۍ او بندگۍ تر ټولو لوړه درجه ده، او د الله پر وړاندې بندگي او عاجزي څرگندول په انسان واجب دي.([6])

۲. دويم دا چې په حج  کې انسان دالله شکر باسي،  هغه داسې چې عبادتونه په دوه  ډوله دي : ځینې یې یوازې بدني دي، لکه : لمونځ او روژه، او ځینې یې یوازې مالي دي لکه : زکات او داسې نور؛ خو حج  هم بدني او هم مالي عبادت دی، د حج په سفر کې د مشکلاتو او تکلیفونو په زغملو سره مسلمان  د بدن شکر ادا کوي او د الله جل جلاله په لار کې د مال په مصرفولو د خپلې پانگې شکر ادا کوي، چې د بدن او مال دواړو شکر ادا کول پر انسان عقلاً واجب دي.([7])

له پورتنیو دلیلونو څخه څرگندیږي چې حج  یوه محکمه فریضه ده او په فرضیت یې عقیده لرل دایمان برخه ده او انکارکول يې انسان کافرکوي.

مسئله : يواځې بدني عبادتونه پخپله کول اړین دي، دبل چا له خوا بدني عبادت ترسره کول  بالکل روا نه دي برابره خبره ده چې هغه بل تن په خپله د ترسره کولو توان ولري او که یې ونه لري.

دبل چا لخوا مالي عبادت ترسره کول  روا دي که څه هم هغه بل تن یې پخپله د ترسره کولو توان ولري.

 هغه عبادت چې له مال او بدن دواړو څخه جوړ وي لکه حج، دبل لخوا یې هغه وخت ترسره کول روا دي چې هغه بل تن یې په ترسره کولو توان ونه لري او که هغه یې په خپله دترسره کولو توان ولري؛ نو بیا ترې اداکول روا نه دي.([8])

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: