
د حج فرضونه کوم دي؟
د حج فرضونه:
دحج درې فرضونه دي: ([1])
۱. احرام .
یعنې له زړه دحج نیت کولو سره تلبیه ویل یا د حرم لوري ته څاروی (هدي) بېول .
۲. دعرفې په ورځ دعرفات په میدان کې دیوې ګړۍ لپاره درېدل.
یادونه : د عرفات په میدان کې د درېدلو وخت د ذوالحجې دنهمې ورځې دلمر له زوال (دسیوري دماتېدو) څخه نیولې د لسم ذوالحجې د لسمې ورځ ترسهارسپېدو پورې دی.([2])
۳. طواف زیارت کول (چې فرضي طواف/ طواف افاضه /دقرباني دورځې طواف/رکني طواف) هم ورته ویل کېږي .
دطواف زیارت وخت : دویښتانو له خریولو یا کمولو وروسته د ذوالحجې د لسمې دسهار سپېدو څخه د ذوالحجې د دولسمې ورځې تر لمر لوېدو پورې دی .([3])
د حج د فرضونو حکم
د حج له فرضونو څخه که یو فرض هم پاتې شي؛ نو حج سهي نه دی او جبران یې په قرباني ورکولو (دم) هم نه راګرځي.([4])
مسئله: له احرام وروسته او عرفات کې له دریدلو مخکې کوروالی نه کول پخپله واجب خو د فرضو په حکم کې دي.([5])
[irp][irp][irp]