د حجرې څخه د موادو تېرېدنه څه ته وايي؟ ډولونه او میکانیزم
پېژندنه:
د بدن ټولې حجرې باید د یو شمېر اړینو موادو لکه:کوچني غذایي توکي،اوبه الکټرولایټونه او داسې نورو رسول انساجو ته تر سره کړي. همدارنګه حجرې باید هغه مواد چې بدن یې نه غواړي لکه:کاربن ډای اکسایډ او بېکاره توکي له بدن څخه وباسي،حجرې دا هر څه د لېږد د مېخانیکت په اساس تر سره کوي کوم چې د حجروي غشا په سراسر برخو کې تر سره کېږي.حجروي غشا د بهرنیو اود دنننیو موادو تېرېدو ته په کتو سره جوړه شوې ده.هغه شحمیات او پروټین چې د حجروي غشا په جوړښت کې کارول شوي دي د بیلابیلو توکو په تیریدو کې رول لوبوي کوم چې دا توکې د حجرې دننه او د حجرې څخه دباندې موادو کې ځای لري.
د انتقال یا تېرېدو اصلي مېکانېزم:
د موادو د لېږد لپاره د حجروي غشا په سراسر برخو کې دوه مېکانیزمونه شتون لري
1: Active transport mechanism
2: passive transport mechanism
۱:passive transport mechanism:دې ته غیر فعاله تېرېدنه هم وایي چې د لوړ غلظت لرونکي محیط څخه ټیټ غلظت لرونکي محیط ته د موادو د لېږد څخه عبارت دی.دا عملیه انرژۍ ته اړتیا نه لري او Diffusion یا خپرېدل هم ورته وایي.
difffusion په دوه ډوله دی:
۱:Simple diffusion یا ساده خپریدنه
۲:facilitated diffusion
ساده خپریدنه simple diffusion:
داسې چې توکي د حجروي غشا له شحمي یا پروټینې برخې څخه تیریږي .
Facilitated diffusion: په دې ډول کې توکي د حجروي غشا د پروټيني یا شحمي برخې څخه نه تېریږي بلکه د موادو په تېرېدو کې د حجروي غشا لېږدوونکي پروټینونه مرسته کوي.
اوس diffusion د لاندې دریو سرلیکونو تر عنوان لاندې مطالعه کېږي:
۱:د شحمي پوړ څخه ساده تېرېدنه simple diffusion through lipid layer
۲:د پروټیني پوړ څخه ساده تېرېدنه simple diffusion through protein layer
۳:facilitated diffusion
د شحمي پوړ څخه ساده تېریدنه:
د حجروي غشا شحمیات یوازې هغه توکو ته چې په شحمو کې منحل وي لکه: اکسیجن،کاربن ډای اکسایډ،او الکولو ته د تېرېدو اجازه ورکوي.د حجروي غشا شحمیات نظر دې ته چې توکي څومره په شحمو کې منحل دي تېرېدنه تر سره کوي.
د پروټیني پوړ څخه ساده تېرېدنه:
د حجروي غشا پروټیني برخه په اوبو کې منحل موادو ته د تېرېدو اجازه ورکوي په ځانګړي ډول الکټرولایټونو ته.دا تېرېدنه د یو ډول کانالونو په واسطه ترسره کېږي چې د پروټیني کانالونو په نوم یادېږي.
پروټيني کانالونه:
چې د ایون کانالونو په نوم هم یادېږي. دحجروي غشا د مرکزي شحمي پوړونو په اوږدو کې ډېر شمېر سوري یا منفذونه شتون لري چې دا سوري د حجروي غشا د integral پروټین مالیکولونو په واسطه د حجروي غشا په دواړو مخونوکې پوښل شوي دي او هم دغه سوري ترتیبوي.دا یو ډول فرضي سوري دي او یوازې هغه موادو ته د تېرېدو اجازه ورکوي کوم چې د حجروي غشا د شحمي پوړ څـخه د تېرېدو وړتیا نه لري او دا سوري داسې دي لکه کانالونه.څرنګه چې یاد شوي سوري د پروټیني مالیکولونو په واسطه پوښل شوي دي نو ځکه د پروټیني کانالونو په نوم هم یادېږي کوم چې په اوبو کې د منحل موادو لپاره کارول کېږي.
د پروټیني چاینلونو نومونه:
د پروټیني چاینلونو څرګنده ځانګړنه داده چې ټاکونکې تېرېدونکي یا Selective permeable دي یعنې هر کانال یوازې یو ډول ایون ته د تېرېدو اجازه ورکوي. په دې اساس دغه کانالونه هغه ایونونو ته چې ورڅخه تېرېږي نوم ایښودنه یې ترسره شوې ده لکه د سوډیم کانال یا د پوتاشیم کانال.
د کانالونو تنظیم:
د پروټیني کانالونو ځینې یې په دوام لرونکې بڼه پرانیستي وي ډېری یې تل تړلي وي.هغه چې په دوام لرونکي ډول پرانیستي وي د ungated channels یا ور نه لرونکي چاینلونو په نوم یادېږي او هغه چې تړلي وي د gated channels یا ور لرونکي کانالونو په نوم یادېږي.
ور لرونکي کانالونهgated channels :ور لرونکي کانالونه په دریو ټولګیو ویشل شوي دي ۱:ولټېج شوي ور لرونکي کانالونه ۲:لېګانډ ور لرونکي کانالونه ۳:مېخانیکي ور لرونکي کانالونه.
ولټېج شوي ور لرونکي کانالونه Voltage gated channels:
دا کانالونه هغه وخت پرانیستل کېږي کله چې په برېښنایي پوټنشیل کې بدلون رامنځته شي د بېلګې په ډول په عصبي عضلي اتصال یا اړیکه کې کله چې اکشن پوټنشیل د اکسون پای یا نهایت ته ورسیږي نو د کلسیم کانالونه پرانیستل کېږي او د کلسیم ایون د خارج الحجروي مایع څخه د اکسون د نهایاتو دننه ته تېرېږي.
لېګانډ gated کانالونه:
دا کانالونه د یو شمېر هورموني موادو په شتون کې پرانیستل کېږي چې همدې هورموني موادو ته لېګانډ او کانالونه ته لېګانډ شوي ور لرونکي کانالونه وايي.
مېخانیکي ور لرونکي کانالونه:
دا هغه چاینلونه دي چې د یو شمېر مېخانیکي فکتورونو په واسطه پرانیستل کېږي.
د پروټیني یا شحمي پوړ څخه ساده تېرېدنه تشریح شوه.facilitated diffusion په لاندې ډول دی:د انتشار یا خپرېدو یو ډول دی کوم چې په اوبو کې لوړ مالیکول لرونکي منحل مواد د حجروي غشا څخه تېروي او دا کار د لېږدوونکو پروټینونو په واسطه ترسره کوي.په دې ډول خپرېدنه کې مواد نسبت ساده خپرېدنې ته په چټکۍ سره خپریږي.ګلوکوز او امینو اسیدونه د facilitated diffusion په واسطه لېږدول کېږي.امینو اسیدونه او ګلوکوز د خپل قطر د زیاتوالی له کبله نه شي کولای چې په حجروي غشا کې د شته کانالونو له لارې تېر شي ځکه د کانالون قطر د نوموړو موادو له قطر څخه کوچنی دی.د نوموړو موادو مالیکولونه د لېږدوونکو پروټینونو سره bind کېږي او په دغه پروټینونو کې جوړښتي بدلونونه رامنځته کېږي او ددې بدلونونو سره د حجروي غشا د چاینلونو څخه دغه مواد تېرېدای شي.
هغه لاملونه چې د حجروي غشا څخه د موادو تېرېدو rate یا میزان تامینوي:
هغه مواد چې دحجروي غشا څخه تېریږي د خپرېدو rate یې دلاندې فکتورونو په واسطه اغېزمن کېږي:
۱:د حجروي غشا د نفوذ یا تېرېدو وړتیا:د خپرېدو رېټ نیغ په نیغه د حجروي غشا د تېرېدو له وړتیا سره متناسب دی.له هغه ځایه چې حجروي غشا ټاکونکې تېرېدونکي وړتیا لري نو یوازې هغه مالیکولونه چې له حجروي غشا څخه د تېرېدو وړتیا ولري له ځانه يې تېروي.
۲:د تودوخې درجه: دموادو د خپرېدو رېټ نېغ په نېغه د تودوخې له درجې سره متناسب دی،یعنې د تودوخې د درجې په زیاتېدو سره نفوذیه وړتیا زیاتېږي دا ځکه چې مواد په لوړه تودوخه کې ښه حرکت کوي.
۳:دموادو د حلېدو وړتیا: د خپرېدو رېټ د موادو د حلېدو سره نېغه اړیکه لري هر څومره چې مواد ښه حل شي هومره یې دخپرېدو وړتیا زیاتېږي.په ځانګړي ډول په شحمو کې منحل مواد لکه :اکسېجن چې په شحمو کې ښه منحل دی نو په ډېرې چټکۍ سره د حجروي غشا د شحمي پوړ څخه تېرېږي.
۴:د حجروي غشا ډبلوالی:د خپرېدو رېټ د حجروي غشا د ډبلوالي سره معکوسه اړیکه لري.هغه مواد چې د کوچنیو مالیکولونو درلودونکي وي نسبت هغه موادو ته چې د لویو مالیکولونو درلودونکې وي په ښه ډول لېږدول کېږي.
۵:د مالیکولونو اندازه یا سایز:د مالیکولونو اندازه هم د خپرېدو له رېټ سره سرچپه اړیکه لري نو کوچني مالیکول لرونکي توکي په اسانۍ سره تېرېږي نسبت لوی مالیکول لرونکو توکو ته.
۶:د ایونونو اندازه:په ټوله کې دا هم د خپرېدو له رېټ سره سرچپه اړیکه لري هغه ایونونه چې کوچنۍ اندازه لري په اسانۍ سره لېږدول کېږي نسبت لویو ایونونو ته.خو په هر حال دا تل د تطبیق وړ نه وي د بېلګې په ډول د سوډیم ایون نسبت پوتاشیم ایون ته په چټکۍ سره د حجروي غشا څخه لېږدول کېږي.دا ځکه چې د سوډیم ایون د خپل شاوخوا د اوبو د مالیکولونو داټولولو ته تمایل لري چې دا د غشا له لارې د سوډیم ایون تېرېدل ستونزمن کوي.
۷:د ایونونو چارج :د خپرېدو رېټ د ایونونو له چارج سره سرچپه اړیکه لري هر څومره چې چارج لوړیږي نو خپرېدل یې ټیټيږي کله د کلسیم ایون خپرېدل نسبت سوډیم ایون ته ورو دی.
۸:د هغو موادو برېښنایي ځوړی یا د غلظت ځوړی کوم چې دحجروي غشا څخه هاخوا دی:د موادو د خپرېدو رېټ د هغو موادو له برېښنایي ځوړي یا د غلظت له ځوړي سره نېغه اړیکه لري کوم چې د حجروي غشا هاخوا دي.
د Passive transport ځیني ډولونه:
۱:Bulk flow ۲:filtration ۳:osmosis
۱:bulk flow: د لوی اندازې مالیکولونو خپرپرېدل دي کوم چې د لوړ فشار څخه ښکته فشار ته ترسره کېږي چې دا د حجروي غشا په دواړو خواوو کې په فشار پورې اړه لري.دbulk flow تر ټولو ښه بېلګه د سږو د ساییزې غشا څخه د ګازاتو تبادله ده.د اکسېجن قسمي فشار پهalviolar air کې زیات دی نسبت د alveolar کپلریو په وینه کې.نو په دې اساس اکسېجن د ساییزې غشا له لارې د الویولای د هوا څخه و ینې دننه حرکت کوي،دې ته ورته د کاربن ډای اکسایډ قسمي فشار په وینه کې ډېر دی نظر الویولای ته نو د ساییزې غشا له لارې د وینې څخه الویولار هوا ته حرکت کوي.
۲:چاڼول filtration:د اوبو او محلولونو حرکت د لوړ هایډورسټاټیک فشار څخه ټيټ هایډروسټاټیک فشار ته د چاڼولو په نوم یادېږي.هایډروسټاټیک فشار د مایعاتو د وزن له امله رامنځته کېږي.د چاڼولو پروسه د ویښته ډوله رګونو په انتها کې لیدل کېږي چې په هغه کې د مایعاتو حرکت د منحله موادو سره د وینې څخه interstitial مصافې ته تر سره کېږي.
۳:تېرېدل osmosis:د خپرېدو یو ځانګړی ډول د تېرېدو یا نفوذ څخه عبارت دی.اسموزس د ازموټیک فشار سره اړیکه لري او هغه وخت رامنځته کېږي کله چې د حجروي غشا ددواړو خواوو موادو په غلظت کې بدلون رامنځته شي. دا ډول تېرېدنه د اوبو او نورو منحله موادو حرکت د ټیټ غلظت لرونکې ساحې څخه لوړ غلظت لرونکې ساحې ته تعینوي کوم چې د محلل مادې څخه د نیمه قابل نفوذ پردې له لارې تېریږي.دغه غشا یوازې هغه مواد چې په محلول کې حل دي لکه اوبه یا نور موادو ته د تېرېدو اجازه ورکوي ټول محلول ته نه.
فعاله لېږدونه active transport :
د ټيټ غلظت لرونکي محیط څخه لوړ غلظت لرونکې محیط ته د موادو د لېږد څخه عبارت دی چې انرژۍ ته پکې اړتیا ده دا انرژي د لوړې انرژۍ لرونکو مشتقاتو یعنې ATPد ماتیدو څخه لاسته راځي.هغه مواد چې د فعالې لېږونې په وسیله لېږدول کېږي کېدای شي ایونیک مواد وي یا غیر ایونیک مواد وي ایونیک مواد لکه:سوډیم،پوتاشیم،کلسیم،هایډروجن،کلورایډاوایوډایډ.اوغیرایونیک لکه:ګلوکوز،امینواسیدونه او یوریا. فعاله لېږونه د سوډیم پوتاشیم پمپ په وسیله ترسره کېږي.(د سوډیم پوتاشیم پمپ تر عنوان لاندې تشرېح شوی)
د فعالې لېږدونې پروټینونه:
دا پروټینونه په دوه ډوله دي لومړی Uniport او دویم symport or antiport .
لومړی uniport پروټینونه:
هغه لېږدوونکي پروټینونه دي چې په یوې لارښوونې سره یوازې یو توکی ولېږدوي چې دې ته uniport پمپ هم وایي.
دویم symport or anti port پروټینونه:
هغه لېږدوونکي پروټینونه دي چې په یوې لارښوونې سره دوه توکي ولېږدوي که چېرې دا دوه توکي بېلابيل وو نو د symport او که چېرې دواړه توکي یو ډول وو نو د Antiport protein or pump په نوم یادېږي.
حجرې ته د موادو داخلیدل:
دا هغه عملیه ده چې له لارې یې مواد نیغ په نېغه د حجروي غشا له لارې حجرې ته داخلېږي د pinocytosis او phagocytosis په نوم ده.
حجرې ته د موادو داخلېدل په دوه ډوله دي: pinocytosis and phagocytosis
لومړی د حجرې خوراک یا د موادو تېرېدل حجرې تهcell eating or phagocytosis:
دا هغه عملیه ده چې په هغه کې جامد توکي نېغ په نېغه د حجروي غشا له لارې حجرې ته داخلېږي دغې عمل ته د حجرې خوراک یا cell eating هم وایي.د phagocytosis عملیې ته د لومړي ځل لپاره په کال 1885م کېد یو عالم په واسطه چې مېچنیکوف metchnikoff نومېده دغه اصطلاح په کار یووړل شوه.
د حجرې څښاک pinocytosis or cell drinking:
هغه عملیه ده چې په کې مایع مواد نېغ په نېغه د حجروي غشا له لارې حجرې ته داخلېږي.دا عملیه د لومړي ځل لپاره د یو عالم چې lewis نومېده وپېژندل شوه .
د حجرې څخه د موادو وتل Exocytosis:
هغه عملیه چې پکې د افرازي حجرو ترشحات دباندې د حجرې د سایتوپلازم څخه خارجېږي د حجرې د ګرځون (ګرځېدل)یا exocytosis په نوم یادېږي.
سایټوپمفېز Cytopemphis:
د موادو هغه انتقال دی چې د حجرې څخه نېغ په نېغه پرته له تغیر څخه بل غړي او یا ځای ته ترسره کېږي د خبرې د ښه سپیناوي لپاره وایو،کله چې مواد د endocytosis د عمل په واسطه حجرې ته ننوزي پرته له بدلون څخه د حجرې څخه بهر ته د exocytosis په واسطه لېږدول کېږي.
ژباړه : وړانګه اکبر