د حجت له مخې د احاديثو د کتابونو طبقې

لکه څرنگه چې څرگنده خبره ده داحاديثو دکتابونو شميره ډيره زياته ده او ان چې دسلو څخه اوړي نو داسلامي امت علماء کرامو دحجت له مخې داحاديثو دکتابونو ويشل په څو برخو کړي دي چې دبيلگې په ډول يو څو طبقې وړاندې کوو
که څه هم د احاديثو په ځينو کتابونو کې ضعيف او کمزوري احاديث هم شته او دصحت او ضعف له مخې مختلف دي نو په دې باب حضرت شاه عبدالعزيز د ډهلي يو محدث يوه ډيره گټوره او لنډه رساله يا په بله وينا يو کتابگوټى ليکلى دى
داکتابگوټى ما يحب حفظه ، للناظر نوميږي.

په دې کې داحاديثو دکتابونو طبقې دصحت او قوت له مخې په ډير ښه ډول په گوته شوي دي.
حضرت مولانا زکريا خپلو شاگردانو ته دبخاري ددرس پر مها ل ددغه کتابگوټي ارزښت ښوده او ويل به يې چې ټول شاگردان بايد دغه کتابگوټى په يادو زده کړي.
حضرت شاه عبدالعزيز په دغه کتابگوټى کې دصحت له مخې داحاديثو پنځه طبقې ښودلي دي .
لومړى طبقه : هغه کتابونه چې ټول احاديث يې دصحت او استدلال وړ دي ثقه(کره) او قوي بلل کيږي
په دغه طبقه کې ټول هغه کتابونه شامل دي چې د(صحيح) په نامه ياديږي لکه بخاري ، مسلم ، صحيحن ، صحيح ابن حزيمه ، صحيح ابن حبان ، صحيح ابوعوانه ، صحيح ابن السکن ، امنتقى ابن ابخار ، مستدرک ابن حاکم او دځينو علماء په خبره موطاء امام مالک پکې شامل گڼي .
دويمه طبقه : هغه کتابونه چې حديث يې داستدلال لپاره دراخيستو صالح اووړدى ،که څه هم ټول احاديث يې د صحت رتبې ته نه وي رسيدلىي او دکوم يو حديث دحجت کيدو لپاره دهغه رتبه د صحت درجې ته رسيدل ضروري نه دي بلکه حسن حديث هم داستدلال او حجت له مخې دمنلو وړ وي
په دې طبقه کې دغه کتابونه دي ابوداوود ، ترمذي ، نسايي او مسند احمد هم په دغه طبقه کې دى په دې کتابونو کې ځينې ضعيف روايات شته خو هغه احاديث حسن ته نږدې دي او سړى پرې استدلال کولاى شي .
دريمه طبقه : دا هغه کتابونه دي چې په کې هر ډول روايات پيدا کيږي داستدلال لپاره دمنلو وړ روايات او داستدلال لپاره دمنلو وړ نه وي هم په کې شامل وي يعنې غير قابل استدلال روايت په دې طبقه کې لکه ابن ماجه ، مسند ابوداود ، الطيالسى ، مسند ابويعلى المصلى ، مسند الزار ، مصنف عبدالرزاق ، مصنف ابوبکر بن ابى شيبه ، سعاجم الثلاثه للطبراني ، سنن البيهقي ، شعب الايمان للبيهي ، سنن دارالقطني ، الحليه لا بى نعيم او دتفسير په کتابونو لکه تفسير ابن مردويه المنشور فى التفسير بالماء ثور . ….
څلورمه طبقه : هغه کتابونه دي چې په هر حديث يې دضعيف حکم شوي دى او په دې شرط چې دغه حديث په ځانگړې ډول په همدغه کتاب کې وي او په نورو پورته کتابونو کې نه موندل کيږي لکه دحکيم ترمذي نوادر الامول ، ديلمى منه الفردوس ، الکامل لابن عدى ، کتاب الضعفا ، للعقيلى او د تاريخ کتابونه لکه تاريخ الخلفاء ، تاريخ ابن عساکر ، تاريخ ابن انجار او دتاريخ الخطيب البغدادي ….
پنځمه طبقه : دموضوعي حديثونو طبقه ده چې په دې کتابونو کې په ځانگړى ډول موضوعي احاديث راټول شوي دي نو په دې باره دعلم حديث محقيقنو او ناقدينو ، گڼ شمير کتابونه ليکلي دي او صرف دموضوعي احاديثو د راټولو په کوښښ او هڅه کې يې دغه کتابونه ليکلي دي او دهغوى هم اساسي هدف دا و چې ځيني ناپوهه خلک دغه موضوعي احاديث څوک دحجت لپاره وړاندې نه کړي او عام خلک پرې دوکه نه شي.
په دې لړۍ کې الموضوعات الکبرى ابن الجوزي يو ستر کتاب دى چې ډير شهرت لري او نور گڼ شمير کتابونه هم شته لکه اللالى المصنوعه في الاحاديث الموضوعات الکبرى ، الموضوع فى معرفة الموضوع دواړه دملا على قارى کتابونه دي .
تذکرة الموضوعات دشيخ محمد طاهر پټنوي تنزيه الشريعه عن الاخبار الشيعه ، دابن عراق او شوکانى الفوائد المجموعه او دقزويني موضوعات ، المصابيح .
ددې بحث په پاييله کې دا خبره څرگنده بريښي چې:
په ( صحاح سته) په شپږو سهي کتابونو کې صحيحين ، بخاري مسلم او د امام مالک موطاء په لومړى طبقه کې شامل دي.
سنن ثلاثه، ( ابوداود ، ترمذي او نسايي) په دويمې طبقې او سنن ابن ماجه په دريمه طبقه کې شامل دي.
په صحاح سته کې کوم يو کتاب په څلورمه طبقه کې نشته.
پنځمه خو بالکل موضوعي دي چې دحديث يقين(باور) پرې بيخې نه کيږي .
شاه ولى الله رحمه الله عليه چې داحاديثو دکتابونو طبقې ښودلې دي په دې کې داحاديثو دصحت او قوة مدار او اساس په کتابونو ولاړ دى نو له همدې امله يې صحيحين بخاري او مسلم په غير صحيحين باندې وړاندې کړي دي نو ددې خبرې معنا دا شوه چې کوم حديث په بخارى او مسلم کې وي نو هغه غوره دى
دغه مسلک دمحدث ابن الصلاح دى خو دعبدالحق( دهلوي محدث) بيا دحديث دصحت مدار او اساس پر کتابونو نه بلکې د حديث مدار او اساس د سند په رجالو او دنقد په اصولو باندې ټاکلى دى او دغه مسلک دابن محقق همام هم دى

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب