لنډه کیسه

د جنازې کټ مو یو دی ! لنډه کیسه

له نیمې شپې راپه دې خوا ، د کلي لوېدیځ خواته د لوړغره څخه د سپکو او درنو وسلو دډزوغږنونه راتلل ، شپه سبا شوه خو ډزې لاهم روانې وې ، د کلي سپینږیرو، ځوانانو ، نارینه او ښځینه و ، په شنو ونو پوښلي غره ته کتل ، د ټولو په څیروکې اندېښنې له ورایه ښکاریېدې ، له خوبه راپاڅېدلو ببر سرو ماشومانو څېرې هم نا خوښه ښکارېدې ، دوی هم لوړ غرته کتل . د کلي د جومات ملاامام دمازدیګر لمانځه ته خلک د محمدي (صلی الله علیه وسلم ) د اذان په کولو ور وبلل ، خو ډزې لاهم روانې وې …
 

لا ماښام شوی نه وو ، دجومات دیواله ته ناستوسپینږیرو اوځوانانو په مینځ کې آوازونه پورته شول :
( ها غه دي ، څوک يې راوړل ، لکه چې څوک لږیدلي دي !) ؛ ناست کسان له ځایه پورته شول ، ټولو لاسونه د تندي پرسر نیولي و ، سترګې یې د لوړغره پرسر د مخ پرځوړ لمرشغلوڅخه پناه کولې …
لږځنډ وروسته اته تنه چې مخونه یې په تورونقابونوپوښلي وو ، د جومات مخې ته ولاړو کسانوته غږکړ :
( څه ته ګوری ، هلی زرکوئ راشئ او دا شهید دروړئ ، موږبېرته ځو جګړې ته … )
ناستوکسانو ورمنډې کړې ، د اږدوڅڼو درلوودونکی ځوان یې د آس له شا راښکته کړ، مخ یې په وینو لت پت و ، نه پېژندل کېده .
مخ پټي کسانویویې آس له قیضې ونیو او د لوړ غره په لور روان شول ، په غره کې لاهم د ډزو آوازونه اوریدل کېدل …
ځوانانو له جومات کټ راویست ، په وینو لت پت ځوان یې پکې واچاوه ، یو سپینږیري په خپل دسمال د ځوان له مخ وینې پاکې کړې ، چیغې شوې ( وای … دا خو بدر دی ، قاري بدر … ) ټولو په ځیر ځیرکتل پیل کړل ، ټولو دا ومنله چې دا د ( ابکۍ ) یوازینی زوی قاري بدر دی !
غږ له یو نه بل ته او له بل نه بل ته تر کلي ورسید . په کلي کې غوغا ګډه شوه ، ( قاري بدر یې راوړ ، قاري بدر یې راوړ … )
کلیوالو لاد بدر جنازه نه وه پورته کړې چې ، کلي ته پرغزیدلي سړک د موټرو ګردونه پورته شول ، یو ځوان غږ کړ ، کلي ته موټر راروان دي ، خدای دې خیر کړي ! یو سپینږیري چې د جومات د ملا امام په څنګ کې ولاړو ، نوروته وویل :
( چیغې بندې کړئ ! یوې خواته شئ ، لکه چې د ولسوالۍ نه وک،متیان راغلل ( حکومتیان ) جنازه جومات ته ننه باسئ … ) . شېبه وروسته ، د ملي اردو دوه رنجرې کلي ته راننوتې او د جومات مخې ته ودرېدې . په ګردو لړلي عسکر ورڅخه راښکته شول ، یوې خوا اوبلې خوا ته خواره شول ، یوصاحب منصب ورڅخه راښکته شو ، له حالت یې داسې ښکارېده چې د ستړیا تر څنګ ، ډېر غمجن هم دی .
د کلي څوتنه سپینږیرو ور ودانګل ، ستړیمه شي یې ورسره وکړل ، قوماندان ، لاړې له ستوني تېرې کړې ، د لاس په څټ یې له سترګو اوښکې پاکې کړې ، شونډې یې وچیچلې ، بیایې سپینږروته وویل : ( د شهید باتور ، جنازه مې راوړې … ، له تېرې شپې را هیسې سخته جګړه روانه ده …، ما وبښئ چې د شهید باتور جنازې تابوت کولو ته مې وخت ونه موند … ) بیا یې خپلې سلګۍ تم نه شوې کړای ، د یو سپینږیري په اوږویې لاس کېښود ، ویې ویل : د زوی شهادت دې مبارک شه !
ټول کلیوال حک پک ولاړو ، ته وا ساه ګانې یې وتلي دي !
کلیوالو ځوانانو د باتورجنازه له رینجر راښکته کړه ، جومات ته یې دننه او د قاري بدر سره یې په یو کټ کې وا چوله .
د عسکرو موټرې له کلي لاړې ، د قاري بدر مور ابکۍ او د سرتیري باتور سپینږیری پلار د خپلو ځوانیمرګو زامنو د جنازو سر ته ناست و، ټول کلي ژړل ځمکې ژړل ، آسمان ژړل …
سبا ، کله چې د غرونو تر شا لویدلی لمر راوخوت ، د کلي په هدیره کې یې څنګ په څنګ پردوو نويو قبرونو چې پریوه یې سپینه او پر بل یې درې رنګه شنه ،سره او توره جنډه رپېده ، وړانګې خورې کړې ، خو لاهم د کلي لوېدیځ لورته په لوړ غره کې، د درنو او سپکو وسلو ډزې اورېدل کېدې !
اصیل ځاځی

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: