د جنازې لمونځ- د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

د جنازې (ميت) لمونځ فرض کفايه دی، یعنې کله چې د يوې مسلمانې ډلې يو مسلمان هغه لمونځ ترسره کړي، نو په نورو غړو باندې فرض نه دی چې ترسره يې کړي.

د جنازې لمونځ په دې بڼه ترسره کېږی چې امام د مړي د سينې پر وړاندې ودرېږي او په څلورو تکبيرونو د جنازې لمونځ په جماعت ترسره کوي، یعنې په لوړ غږ تکبيرة الاحرام لولي او لاسونه تر غوږونو پورته کوي او بېرته يې سره تړي او وروسته د ثناء دعاء په لاندې بڼه لولي:

« سُبْحَانَکَ اللّٰهُمَّ وَبِحَمْدِکَ، وَتَبَارَکَ اسْمُکَ وَتَعَالٰی جَدُّکَ، وَجَلَّ ثَنَاؤُکَ وَلَآ اِلٰهَ غَيْرُکَ».

ژباړه: خدایه! پاکې ستا لره ده، او موږ ستا ستاينه کوو، ستا نوم بابرکته او ستا شان عظيم دی، ستاينه او حمد ستا د لوی والي لپاره دی، هيڅ معبود پرته له تا نشته.

پرته له دې چې لاسونه غوږونو ته پورته شي د «الله اکبر» د ويلو څخه وروسته لاندې دعاء لوستل کېږي:

«اَللَّهُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِکْ وَارْحَمْ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّعَلٰی آلِ مُحَمَّدٍ، کَمَا صَلَّيْتَ وَسَلَّمْتَ وَبَارَکْتَ وَرَحِمْتَ عَلٰی اِبْرَاهِيْمَ وَعَلٰی آلِ اِبْرَاهِيْمَ، اِنَّکَ حَمِيْدٌ مَّجِيْدٌ».

د دريم ځل لپاره د «الله اکبر» په ويلو مړي ته دعاء لوستل کېږي.

که مړی بالغ ښځينه يا نارینه وي، نو لاندې دعاء لوستل کېږي:

«اَللّٰهُمَّ اغْفِرْ لِحَيِنَا وَمَيِتِنَا، وَشَاهِدِنَا وَغَائِبِنَا، وَصَغِيْرِنَا وَکَبِيْرِنَا، وَذَکَرِنَا وَاُنْثَانَا. اَللّٰهُمَّ مَنْ اَحْيَيْتَهُ مِنَّا فَاَحْيِهِ عَلَی الْاِسْلَامِ، وَمَنْ تَوَفَّيْتَهُ مِنَّا فَتَوَفَّهُ عَلَی اَ لْاِيْمَانِ».

ژباړه: خدايه ‎! زموږ مړی، ژوندی، حاضر، غايب، لوی، کوچنی، ښځه او نر وبښه، له موږ څخه دې چې هر څوک ژوندي ساتلي هغوی په اسلام ټينګ وساته او له موږ څخه دې چې هرڅوک مړه کړي هغوی ريښتينې په ايمان مړه کړه.

که مړی نابالغه هلک وي لاندې دعاء ولولئ!:

« اَللّٰهُمَّ اجْعَلْهُ لَنَا فَرَطًا وَّاجْعَلْهُ لَنَا اَجْرًا وَّذُخْرًا وَاجْعَلْهُ لَنَا شَافِعًا وَّمُشَفَّعًا».

ژباړه: خدايه دا هلک يا نجلۍ زموږ له خوا څخه د يوه وړانديز په بڼه ومنه او هغه موږ ته اجر او زيرمه وګڼه، هغه زموږ لپاره شفيع او شفاعت کوونکی وګرځوه.

که مړی نابالغه نجلۍ وي دعاء په لاندې بڼه ولولئ!:

« اَللّٰهُمَّ اجْعَلْهَا لَنَا فَرَطاً وَّ اجْعَلْهَا لَنَا اَجْرًا وَّ ذُخْرًا وَّ اجْعَلْهَا لَنَا شَافِعَةً وَّ مُشَفَّعَةً».

ژباړه: خدايه! دا هلک يا نجلۍ زموږ له خوا څخه د يوه وړانديز په بڼه ومنه او هغه موږ ته اجر او زيرمه وګڼه، هغه زموږ لپاره شفيع او شفاعت کوونکی/ کوونکې وګرځوه.

د څلورم تکبير سره ټول جماعت سلام ګرځوي او د مړي د خير لپاره عاء کوي.

 

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب