د تقاعد سيستم کله رامنځته شو؟

د تقاعد بنسټ لومړی المانيانو نه دۍ ايښی بلکې دوهم خليفه عمر بن الخطاب رضي الله عنه ايښی.
کيسه داسې وه چې عمر رضي الله عنه يو ځل د مدينې منورې په بازار کې روان و چې يو سپين ږيری سړی يې په سوال کولو وليده چې د خلکو نه خير خيرات غواړي.
عمر ورنږدې شو او ترې يې وپوښتل چې څوک يې ؟
سپين ږيري بوډا وويل: زه يو زوړ بوډا يهودي يم، له خلکو صدقه غواړم چې تاسې ته ټيکس/جزيه ادا کړم او په پاتې مې اولاد ته خرڅ برابر کړم.
عمر ډېر ودردېده او ويې ويل: چې مونږ تا سره انصاف ونکړ، په ځوانۍ کې مو در ځنې جزيه واخيسته خو بوډا والي کې مو هېر کړ.
دا کمزوری بوډا يې ځان سره خپل کور ته روان کړ او څه يې چې خوړل هغه يې په دې بوډا هم وخوړل، بيا د بيت المال مسؤول ته وويل چې دې او دېته ورته نورو ته میاشتنی معاش حواله کړه چې د خپل ځان او عيال لپاره ترې خرڅ پوره کړي.

مصدر:
كتاب أحكام أهل الذمة الابن قيم الجوزية
‏-كتاب الأموال – لأبي عبيد القاسم بن سلام
الاستاذ / ايمن

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب