ښځه په اسلام کېملحدینو شبهاتو رد

د تعدد زوجات په اړه یوه شبهه او د هغې ځواب

اسلام دښمنه ځواکونه وخت ناوخته د قرآني احکامو پر ضد خپل افواهات او شکوک خپروي؛ تر څو مونږ مسلمانان د خپل مقدس کتاب په اړه په شک کې واچوي. د بېلګې په ډول: ځینې د دوی څخه د قرآن په اړه وايی: قرآن د الله تعالی ــ ﷻ ــ کتاب او الهي وحیې نه ده؛ بلکې دا د نبي کریم ــ ﷺ ــ خوبونه او خیالونه دي…..

دوی په حقیقت کې غواړي چې قرآن کریم د نورو آسماني کتابونو په څېر؛ د یوې ځانګړې زمانې او خاص وخت پورې تړلی او مُنحصر وګڼي؛ په داسې حال کې هغه پروردګار چې دا کتاب ېې زمونږ لپاره را استولی دی؛ هغه ــ ﷻ ــ غواړي چې د هغه کتاب دې په نړۍ کې یو تلپاتې کتاب واوسي.

استاد قرضاوي صاحب په خپل همدې کتاب کې د مُستشرقینو د شبهاتو په اړه د یو مثال یادونه کوي؛ او وايي چې: یو ځل په یو تلویزوني چینل کې یوې مېرمنې د تعدد زوجات (Polygyny) په اړه داسې وویل: اوس په اسلام کې دا حکم له منځه تللی دی چې: یو نارینه دې له څو مېرمنو سره واده وکړي؛ …..خو کله چې د تلویزون نطاق ورڅخه وپوښتل: که چېرې په یوه ټولنه کې د مېرمنو شمېر زیات او د سړیو شمېر کم وي؛ نو په دې صورت کې به بیا مېرمنې څه کوي او له چا سره به واده کوي؟

لکه: همدا اوس چې په ځینو هېوادونو کې د زیاتو جنګونو له کبله د نارینه ؤو شمېر کم او د ښځینه ؤو شمېر زیات شوی دی؛ یا لکه دا اوس چې په امریکا کې اته میلیونه (8,000,000) مېرمنې د سړیو څخه زیاتې دي.(شاید په اوسني عصر کې په امریکا کې د مېرمنو شمېر له دې څخه هم زیات شوی وي؛ ځکه د قرضاوي صاحب دا کتاب په 1998 ميلادي کال کې، یعنې له نن څخه 21 کاله وړاندې لیکل شوی دی).

د دې پوښتنې په اورېدلو سره دا مېرمن چوپ پاتې شوله؛ او هېڅ ځواب ورسره نه ؤ. لږ وروسته یې بیا وویل: د دې ستونزې د حل لپاره یوه بله لاره هم شته؛ او هغه دا چې: کله مېرمنې حمل واخلي؛ نو کولی شي ډاکټر ته مراجعه وکړي؛ او د یو لړ خاصو طبي وسائلو (لکه X-ray) په ذریعه د نارینه ماشوم له ښځینه ماشوم سره فرق وکړاي شي.

نو که چېرې یې اولاد لور وه؛ او مور يې ونه غواړي چې لور یې ژوندۍ پاتې شي؛ نو کولی شي چې خپله دا ماشومه سقط کړي ( او مخکې له ولادت څخه يې په رحم کې ووژني او بیا یې وغورځوي).

استاد قرضاوي صاحب زیاتوي او وايي چې: دا کار په حقیقت کې د اولاد په حق کې خورا یو لوی ظلم دی چې ځینې مېندې یې تر سره کوي. د لوڼو سره د نانځکو په څېر چلند کول، د انساني ارزښتونو د سپکاوي کوله معنا سره دی؛ او دا په حقیقت کې د اندېښنې وړ خبره ده چې د جهالت له زمانې څخه لا تر اوسه پورې دا بدمرغه دود په نړۍ کې پاتې دی؛ او کولی شو چې ووایو: دا د طبي علم په مرسته د جنین معاصره او ماډرنه وژنه ده ؛ خو په لږ تفاوت سره؛ او هغه دا چې: د جاهلیت په زمانه کې هم د مکې له مشرکانو سره د لوڼو د وژلو آیډیالوژي وه؛ خو هغه مهال به خلکو خپلې لوڼې ژوندۍ خښولی؛ او اوس یې د طبي علم په مرسته، مخکې له دې چې اولاد یې دې نړۍ ته راشي؛ د سقط له لارې یې وژني او د هغو پر ضد دا ډول جرائم ترسره کوي.

سقراط پر ځای خبره کړې ده؛ او هغه ویلي دي چې: جرم د جهالت او ناپوهۍ نتیجه ده. د لوڼو وژل په حقیقت کې د یو وېشتمې پېړۍ ماډرنه ماشوم وژنه ده چې قُرآن يې لا پخوا په هکله داسې ویلي دي: [وَإِذَا الْمَوْءُوْدَةُ سُئِلَتْ] (سورة تکویر 8 آیت). بل لوري ته دا په ټوله نړۍ کې عادي خبره ده چې: یو نارینه دې له څو مېرمنو سره واده تر سره کړي؛ خو اسلام همدا کار د مسلمانانو څخه د ټولنیزو آدابو او د مېرمنې د عفت او کرامت د خوندي ساتلو لپاره په قانوني توګه غواړي؛ او غرب یې په غیر قانوني توګه تر سره کوي. په غرب کې له څو مېرمنو سره واده یوازې او یوازې د خپلې شهواني غریزې د اِفراغ (سړولو) لپاره تر سره کېږي؛ او پرته له کوم اخلاقي، قانوني او انساني مسؤلیت څخه هلته د څو مېرمنو سره غیر مشروعه اړیکې تر سره کېږي.

خو دلته په اسلام کې د څو مېرمنو سره واده (Polygyny) خپل ځانګړي شرائط او آداب لري؛ او مسلمانان که چېرې څو ودونه ترسره کوي؛ نو د همدغو آدابو په پام کې نیولو سره به یې تر سره کوي؛ او عدل به پکې په پام کې نیسي؛ لکه چې قرآن په دې اړه نارینه ؤو ته په خطاب کې داسې لارښوونه کوي : [فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً] (سورة نساء 3 آیت). ژباړه: که چېرې تاسې ووېرېدلی (چې د خپلو مېرمنو تر منځ عدل او مساوات نشۍ راوستلای)؛ نو بیا له یوې مېرمنې سره واده وکړئ.

مُستشرقین همدا راز د دې قرآني حکم په اړه چې نارینه باید د مېرمنو دوه چنده میراث واخلي؛ د منفي ذهنیت د پیاوړي کولو لپاره یوه بله شبهه را ایجادوي او وايي چې: دا قرآني حکم د تېرې زمانې د خلکو لپاره ؤ؛ نه د اوسني عصر لپاره. دا حکم د هغه زمانې د خلکو لپاره ؤ چې کله مېرمنو اقتصادي استقلالیت او خپلواکي نه درلودله،او د خاوند تابع وه؛ او خاوند به پر مېرمنو واکمني کوله؛ اما اوس خو مېرمنو هم زیاته پوهه ترلاسه کړې ده؛ او په زیاتو ډګرونو کې کاري تجربې لري؛ او مېرمنې کولی شي چې د نارینه ؤو سره مبارزه وکړي؛ نو په دې قُرآني حکم کې باید سمون راوستل شي.

د پورتنۍ شبهې د لاښه روڼتیا لپاره په لنډه توګه غواړو یو لنډ مثال له تاسو سره شریک کړو: که چېرې یو پلار دوه اولاده (یو زوی او بله لور ولري)؛ او دواړو ته پیسې ورکړي او بیا یې بازار ته ولیږي؛ خپل زوی ته ووایي: ته دا سل (100) افغانۍ واخله؛ خو په دې پیسو کې به کور ته ډوډۍ، کتاب، دارو او درمل، جامې او یو لړ نور ضروریتونه هم راوړی؛ او بیا لور ته ووايي چې: ته دا (50) افغانۍ واخله؛ خو ته مجبوره نه یې چې کور ته څه راوړی؛ او چې څنګه دې خوښه وي؛ دا پیسې مصرف کړه. دلته که تاسې ځیر شئ؛ نو که څه هم چې په ظاهر کې د نارینه ؤو سل افغانۍ زیاتې او د مېرمنو پنځوس افغانۍ کمې ښکارې؛ خو بل لوري ته نارینه ته ورسپارل شوي دندې او مسؤلیتونه هم باید له یاده ونه باسو؛ نو د میراث مسئله هم ورته مثال لري.

په کورنۍ باندې د نارینه د مشرتوب لاملونه:
که چېرې په اسلام کې په کورنۍ باندې د قِوامت (مشرتوب او سرپرستۍ) دنده نارینه ؤو ته ورسپارل شوې ده؛ نو دا هم دوه مهم بنسټيز لاملونه لري؛ یو فطري او بل کسبې عامل دی.

لومړی: فطري لامل: لوی څښتن تعالی په دواړو جنسونو کې په ځینو مواردو کې نارینه ته فضیلت ورکړی دی؛ او کېدای شي په دې کار کې څو پټ رازونه نغښتل شوي وي، او څو مهم لاملونه او حکمتونه ولري؛ لکه:

په عمومي توګه نارینه د مېرمنو په پرتله د زیات عقل څښتنان دي؛ په چارو کې د هغې په عواقبو باندې د مېرمنو په پرتله زیات فکر کوي. په کورنۍ ګډ ژوند کې نارینه د مېرمنو په پرتله زیات لالهانده وي، او په بې ساري اخلاص سره دوی د ژوندنیزو مصاعِبو (سختیو) او کړاوونو پر وړاندې په خورا مېړانه کار کوي؛ او سختۍ پر ځان ګالي؛ تر څو د مېرمنې او د اولاد په ستومانه ژوند کې آرامتیا راولي؛ نو له همدې کبله د مشرتوب او سرپرستۍ دنده هم دوی ته وروسپارل شوې ده؛ خو بل لوري ته دا حقیقت هم باید له یاده ونه باسو چې: مېرمنې په عاطفي ډګر کې پر نارینه ؤو فضلیت لري؛ او د شفقت او خواخوږۍ انګیزه په مېرمنو کې د نارینه ؤو په پرتله زیاته وي.

دویم: کسبي لامل: په کورنۍ باندې مالي لګښت د خاوند دنده او مسؤلیت دی؛ لکه: مېرمنې ته د مهر ورکول د خاوند مسؤلیت دی؛ او تر څو پورې چې مېرمن یې ژوندۍ وي؛ نو د مېرمنې نفقه به دده په غاړه وي. د مُستشرقینو دا ډول شبهات په حقیقت کې د دې غوښتنه کوي؛ تر څو د قرآن شریعت له منځه ولاړ شي؛ او نوی شریعت رامنځ ته شي، او دا په حقیقت کې د دې معنا لري چې بنده حق لري چې په لوی څښتن تعالی باندې نیوکه او نتقاد وکړي، او چې څنګه د بنده خوښه وي؛ نو هماغسې احکام وضع کړي؛ او چې څنګه یې خوښه وي؛ نو یو لړ احکام ملغی او له منځه یوسي.

مُستشرقین د اسلام په اړه یو لړ نور شُبهات هم خپروي؛ او دوی د خنزیر د غوښې په اړه وايي: اسلام د خنزیر غوښه حرامه ګرځولی وه؛ خو په اوسني عصر کې د خنزیر غوښه حلاله ده؛ ځکه په پخوا زمانو کې به خنزیر خورا ناوړه او چټل خوراکونه کول؛ اما اوس خو د تېرې زمانې خنازیر د اوسني عصر له خنازیرو سره خورا تفاوت لري؛ او هغه داسې چې د اوسنۍ زمانې خنازیر پاک خوراکونه کوي؛ او د خاصو ډاکټرانو له لوري د هغوی وخت ناوخته صحي معاینه او کلک مراقبت کېږي؛ او داسې نور…. د وروستۍ خبرې څخه مخکې باید دومره ووایو چې: زهر که هر څه وي؛ انسان وژني؛ دا که په امریکا کې وخوړل شي او یا که په کوم اسلامي هېوادونو کې، که د ورځې وخوړل شي او که د شپې….. ، د زهرو حکم د هر انسان لپاره یو شان دی؛ او بالآخره انسان وژني؛ نو د خنزیر د غوښې خوړل هم د زهرو د خوړلو په څیر دي.

دغه ډول مُنحرفې ډلې غواړي؛ زمونږ سپېڅلې قرآن د یوې ځانګړې زمانې او خاص وخت پورې وتړي؛ خو هغه پروردګار چې دا کتاب ېې زمونږ لپاره را استولی دی؛ هغه ــ ﷻ ــ غواړي چې په نړۍ کې دا کتاب یو تلپاتې کتاب واوسي.


(1): د (کیف نتعامل مع القرآن) کتاب 65 مخ

سرچینه: د (کیفَ نتعاملُ معَ القرآنِ ) كتاب(1)

لیکنه: دکتور یوسف قرضاوي

ترتیب او تلخیص: م. خ. ملکزی

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: